لیونتوب

 
بهر چکر ته ووتم، په دې ښار کې خو د داسې ځای پيدا کول لوی غنيمت دی، چې دوړې او لوګی په کې لږ وي.
د مني وروستۍ ورځې وې، د مازديګر لمانځه ته لا وخت پاتې و، هوا لږه سړه شوې وه او پيتاوي ته ناستي خوند کولو. د هغه جومات ودانۍ سره نږدې د پارک پر يوه څوکۍ کېناستم،چې څو لسيزو وړاندې روسانو د خپلو متخصيصنو لپاره د سينما لپاره جوړه کړې وه.
په سوچونو کې ډوب وم، د نړۍ کړکچېن حالت، په کابل او ولاياتو کې هر ورځ د ځانمرګو او نورو بدو پېښو خبرونو او خپلو ستونزو رانه د خوشالۍ روح کوچولی و.
سترګې مې پټې کړې، د زیړي مازدیګر د لمر زرينې وړانګې مې پر مخ ګرمي خوروله، لږ مې د خوند احساس لا نه و کړی، چې د کوم چا سيوری راباندې راغی، سترګې مې پرانيستې، مخې ته مې يو سړی ولاړ و، چې درې واسکټونه يې اغوستي وو او جيبونه يې ښه ډک مالوميدل. لږ وترهيدم، لاسو ته يې ځير شوم، چې جيبونو کې کوم څه لټوي. فکر مې وکړ ځانمرګی دی، غواړي چاودنه رامنځته کړي، خو پاس څېرې ته مې چې وکتل سپين ږيری شانته و او شاوخوا هم خلک لږ وو، نو لږ مې زړه ډاډه شو.
سړی روان شو، په لاره په دې وتوانيده، چې له جيب نه يوه راډيو راوباسي او راته مخامخ پر بله څوکۍ کېناست. راډيو کې يې يوه سندره ونيوه پارسي وه، بيا يې بل ځای هندي پيدا کړه او په خوند خوند يې  اوريده، بيا پښتو سندره راغله هغې ته هم غوږ شو او موزون حرکات يې ورسره کول؛ رښتيا چې دموسيقي ژبه نړيواله ده.
 د دې سړي عمر، ظاهري حالت، د موسيقۍ سره مينې زما تلوسه زياته کړه او څارنه مې کوله.  يو دم يې راډيو بند کړه، لکه کومه مهمه خبره چې ورياد شوي وي، مخامخ يې داسې کتل لکه کوم ډير ګران کس ورته ولاړ وي، يو ځل يې په خبرو پيل وکړ؛ د يو ډير پياوړي ممثل په توګه ښکاريده، کله به يې لاسونه هم خوځول. ما هڅه وکړه، خبرې يې واورم خو پرې پوه نشوم، ځکه په لوړ اواز يې خبرې نه کولې. داسې ښکاريدو لکه چا سره چې راز او نياز کوي، خو له خپلو خبرو ډير خوشاله ښکاريده، کله به موسکی شو او کله به يې ورو شان وخندل. لږه شېبه وروسته پاڅيده او روان شو.
اذان وشو، د جومات په لوري روان شوم او له ځانه سره مې فکر وکړ، چې د خدای چارې دي، ځينې په خپل هوښيارتوب کې دومره خوشاله نه دي لکه نور په خپل ليونتوب کې!!!