دملي امنیت  رئیس رحمت الله نبیل دنیویارک ټایمز په اینه کې

 
سرچینه : نیویارک ټایمز
ژ : روهي ویبپاڼې اداره
د افغان څارګرې ادارې پخواني مشران په تیرو څوکلونو کې د بشري حقونو د څار او ساتنې ادارو له لورې د بشري حقونو په نا درناوي تورن شوي، د بشري حقونو ادارې وایي چې د ملي امنیت ادارې د تحقیقاتو پر مهال نیول شوي کسان د فزیکي چلند په مټ اعتراف کولو ته اړ کول. مګر د افغان څارګرې ادارې اوسنی مشر رحمت الله نبیل تر اوسه د یادو بشري ادارو تر نیوکو او تورونو لاندې نه دی راغلی.
  په ټولیز ډول د ښاغلي نبیل نرم دریځ یو شمېر افغانان اندیښمن کړي او انګیري چې ښاغلی نبیل د یادې دندې پر مخ وړلو لپاره خورا کمزوری انتخاب دی. ددوی په اند په افغانستان کې د وسله والو ډلو ماتول د ملي امنیتي ادارو جدیت او سخت چلند ته ضرورت لري. ښاغلي نبیل، د یادې ادارې مشرۍ ته د رسیدو پر مهال ژمنه کړې وه چې څارګر ځواک به پياوړی اوعصري کوي، مګر د یو شمېر افغان او لویدیځ چارواکو په اند، رحمت الله نبیل په یاده چاره کې پاتې راغلی.
 د افغان څارګرې ادارې د مشر په حیث د ښاغلي نبیل درې کاله پوره کیږي او په اوسنۍ ادارې کې هم یادې دندې ته نومول شوی، ډيری داسې انګیري چې د نوموړي د دریځ او چلند په اړه د پوښتنو ځوابونه خورا څرګند او سپین دي، مګر تیرو څو کلونو ښاغلی نبیل خورا پیچلی کړی. ښایي همدا ځانګړنې وي چې ښاغلی نبیل د افغان څارګرې ادارې مشرتابه ته وړ کس ګرځوي.
سره ددې چې په مخامخ جګړه کې د لویدیځ او امریکا پوځي ښکیلتابه مخ په کمیدوه ده مګر د ملي امنیت دمشر په توګه ښاغلي نبیل طالبان له شیمې ویستلي، د القاعده پاتیښني یې د بیا ځلي راپورته کیدو ویستلي او په دې وروستیو کې یې د داعش په اړه هم ستایونکي ګامونه پورته کړي.
 د ښاغلي نبیل تر مشرتابه لاندې افغان ملي امنیت دداسې ګامونو پورته کولو جوګه شوه چې حتی تمویلونکی/ملاتړی لویدیځ یې هم هېښ کړ. په وروستیو څو کلونو کې افغان څارګرې ادارې د سیمې یو شمیر سرسخته جنګیالي په خپله شتمۍ بدل کړي او په مټ یې د پولې بلې غاړې ته پنا وړونکي طالب مشران هدف ګرځوي. د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې دا هغه څه دي چې په ویاړ وویل شي مګر ښاغلی نبیل په دې خبرو نه تم کیږي ــ ددې پر ځای نوموړی د افغانانو د ساتنې او خوندیتوب په اړه ټینګار کوي د نوموړي په اند، د بشر د حقوقو درنښت او د بیان ازادي د افغاني خوندیتوب د ماموریت ستره برخه ده. ښاغلی نبیل په یوه مرکه کې زیاتوي چې مونږ د جګړې په منځ کې یو، او نه غواړو چې د سیاسي پولیسو په څېر کار وکړو.
 د افغان ملي امنیت ډيری څارګریزې چارې د رسنیو سرټکي جوړوي همدا لامل دی چې تر اوسه د خلکو په زړونو او ذهنونو  د پخوانۍ څارګرې ادارې خاد ویره را تازه کوي. ډیری داسې انګیري چې اوسنی ملي امنیت د پخواني هغه دویمه بڼه ده او د خپل ځواک او ویرې په کارولو خپل خلک څاري.
 ملي امنیت، اوس هم د افغانانو ورځنۍ شخصي خبرې اوري، یو شمېر افغان چارواکي وایې چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو پر مهال د ملي امنیت چارواکو د انتخاباتي درغلیو په اړه ځینیې صوتي مکالمې د داکتر عبدالله ټیم ته سپارلې وې، له بل لورې افغان او لویدیځ چارواکي په دې باور نه دي چې ښاغلی نبیل دې په یاده قضیه کې کوم رول ولري. د ټولټاکنو پر مهال دواړه لورو د ښاغلي نبیل بې پری توب وستایه.
اوسنۍ څارګره اداره د ټولو سیاسي او مذهبي اړخونو یوه نمونه یي ګډوله ده؛ د کی جي بي پخواني روزل شوي چارواکي او د جهادي مقاومت پر مهال د شنو جنډو شخونکي ټول یي ستره برخه ده یو شمېر همدې سیاسي ترکیب اندیښمن کړي او زیاتوي که اوسنی حکومت د ښاغلي نبیل په ګمارنه او یا سیاسي بلاکونو وویشل شي، کیدای شي خورا درنې پایلې ولري.
 د څارګرې ادارې د ترکیب په اړه ښاغلی نبیل وایې: د اوسنۍ ادارې دواړه خواوې د ستراتیژیکي فکر له کمښت سره مخ دي او د سترو مسئلو په اړه ګډ احساس نه شریکوي، د دواړه لوریو د فکر همغږه کول زمونږ ستره ننګونه ده.  رحمت الله نبیل پخوا په ملګرو ملتونو کې دنده لرله، په 2004 کې د یو ملګري له لورې د پخواني ولسمشر کرزي کړیو ته نږدې شو او په کم وخت کې د کرزي د امنیتي ګارډ مشر وټاکل شو. په 2010 کې نوموړی د حامدکرزي له لورې دملي امنیت مشر وټاکل شو، دوه کاله وروسته له دندې لیرې کړای شو مګر کله چې اسدالله خالد په یو برید کې ټپي شو، نوموړی بیا د ولسمشر له لورې وروغوښتل شو.
 نوموړي تر اوسه پورې د څارګر مشر په حیث په دې توانیدلی چې پخوانی پاکستانی طالب لطیف محسود په څارګریزې شتمنۍ بدل کړي او په ځینې حالاتو کې یې د پاکستان په ضد وکاروي. ښاغلی نبیل وایې، محسود مو د یوې استخباراتي سرچینې په څېر روزلی او غواړو پاکستان ته دا پیغام ورکړو، که تاسې یې روزلای شئ، مونږ هم هر څه کولای شو. لطیف محسود دوه کاله مخکې د امریکایانو له لورې د ملي امنیت ځواکونو له منګولو واخیستل شو او پاکستاني چارواکو ته وسپارل شو. رحمت لله نبیل په یاده پیښه خپله غصه څرګنده کړه، نوموړی وایې، هغه مهال ماته امریکایان راغلل، ما ورته وویل، د هرې بلې څارګرې ادارې په څېر، افغانستان هم حق لري خپلې سرچینې ولري.