
د چـــــــــــــــــــوغکو قصه
احمدنګر کلا:
د ۱۹۴۳ کال د مارچ ۱۷
ګرانه دوسته !
په ژوند کې مې ډېرې قصې جوړې کړي دي. زما ژوند داسې تير شو لکه يوه قصه:
هی آج جوسرگذشت اپنی ([1])
گل اس کی کهانيان بنی گی
دلته يې چې دا خونې مونږ ته داستوګنې له پاره راکړي دي د تيرې پيړې د ودانيو نمونې دي چتونه يې دلرګيو تيران دي او داسې ځايونه په کې شته چې چوغکو په کې ځایې جوړې کړي. د چوغکو شپه ورځ هنګامه توده ده او ځي راځي په کلکته کې چې “بالی ګنج” سيمه خوره پرته ده او له ونو ډکه ده هلته هم دکورو په برنډو کې د چوغکو ځالی ډېرې دي.
زه چې ددې ځای ورانی ګورم نو د کور ورانی راپه زړه شي.
اگرهـــــــــــــــاهی درود يوار سی سبزه غالب
هم بيابان مين هی اورگهر مين بهار اي هی ([2])
په تير کال کې چې کله مونږ دلته راغلو نو ددغو چوغکو د ځالو جوړونو ډېر خوا بدي کړم. د خونې په ختيځ ګوټ کې دمخ مينځلو ميز دی پهدغه ځای د پاسه د چوغکو يوه پخوانې ځاله پرته ده چوغکې ټوله ورځ خلې راوړې او په دغه ځاله کې يې غوړوي او لاندې ورڅخه داخلي په جک او ميز باندې رالويږي . جنوب لوري ته مې ګټ له ديوال سره لګيدلی دی او زما د کټ له پاسه نوی ودانې پهجوړيدو کې ده ، چې دنويو ودانيو د جوړلو هنګامه زياته عاجزه کوونکې ده او په هر وخت کې خلی او خزلې زما په بستر بانې راتوي شي او هر څه خراب شي، او زه يې بيرته پاک کړم.
د حکيم ارشميدس يوه مشهوره مقوله ده وايی: “ماته په فضا کې ددريدو ځای راکړی زه د ځمکې کره له خپل ځای څخه بې ځايه کوم” ددې دعوی تصديق ددغو چوغکو په سرګرميو کيدلای شي، چې ځاله جوړوي.
نولومړی ديوال دومره په ټونګووهی چې ځای په کې پيدا شي او پښې يې په کې ټينګې شي اوپه خپل کار لګيا شي، ددې خونو ديوالونه دومره زاړه دي معلومه نه ده چې څوځله به پلستر شوي وي خو چې يوه ټوټه پلستر ورڅخه ولويږي نو ټوله خونه له دوړو ډکه شي او پرکاليو باندې جګې ودريږي ، ددې غم علاج ډېر آسان دی چې خونه له سره ترميم شوې وای او دچوغکو ټولې ځالی بندې شوې وای خو ترميم د معمار له رابللو نه پرته ممکن نه وو ، او دلته له بهر څخه هيچا پل نه شو ايښودلای . دلته چې څرنګه مونږ راغلو داوبونلونه وران شول او ديو معمولي مستري کار خو تر څو پورې چې ديو غټ انګریز افسر امر نه و داترميم ونه شو.
يو څو ورځې مې صبر وکړ خونورمی زغم نه درلود او جنګ ته مې ملا وتړله:
من وگرزو ميدان وافراسياب
دلته زما په سامان کې يوه چترې هم راغلې وه دا چترې مې راواخستله او د جنګ اعلان مې وکړ خو ډېر ژر راته معلومه شوه چې ددغه چت له حريفانو سره په دې وسله جنګ کول ممکن نه دي او حيران شوم کله چې د چترې نارسايې ته ګورم او کله د چوغکو جګو جګو ځالوته چې بې اختياره د حافظ شعر راپه زړه شو:
خـــــــــــيال قد بلند تومی کنددل من
تودست کوته من بين و استين دراز
اوس نو د كومې بلى وسيلي په لټه كې شوم په برنډه كې د بانس اوږد لرګى پروت و ورمنډه مې كړه او هغه مې را جك كړ اوسخته جكړه پيل شوه دښمن په څلورو خواوو كې منډې رامنډې وهلى او په خونه كې ګرد تاويده اوما بانس په لاس كې نيولي و اوګرد ورپسى تاويدلم دفردوسي او نظامى رجزمې بې اختياره په ژبه راغى ::
به خنجر زمينرا ميستان كنم
به نيزه هوار ا نيســــــــــتان كنم
په پاى كې مې ميدان يووړ اود چت دښمنان پاك ورك شول
به يك تاخـــــــتن تا كجا تاختم
چه گردن كشان را سراندا ختم
اوس مې د چت په ټولو خواوو كې بريمند نظر و اچاوه او هوسا شوم او په ليكلو مې پيل وكړ . خو اوس لا پنځلس دقيقي تيرى نه وى چې څه اور م بيا دحريفانو چيغې او سورى شوي ، چې لږ مې سر جګ كړ ګورم چې د چت هر ګوټ له چوغكو څخه ډك دي او زه سمدلاسه پاځيدلم او بيا مې دبانس لرګى ورپسي را واخيست او بيا جكړه توده شوه
بر ارم همه دمار ازهمه لشكرش
به اتــــــــش بسوزم همه كشورش
دا ځل حريفانو خپله ميړانه څرګنده كړه چې په يو ګوټ پريښودلو به مجبورې شولې بل ګوټ به يې بيا ډك كړى و. زه ورپسې شوم او له ميدان څخه مې ډېرې وړاندې وزغلولې.
اوس ددښمن لښكر خور وور دى او دا ډار راسره و چې بيا بهخ راټولې نه شي او د ميدان په لور به رانه شي. په تجربه راته معلومه شوې وه چې د بانس دلر ګي هيبت او ډار پر دښمن لويدلى دى چې ور پسې به مې لرګي جګ كړله هغه ځايه به په تيښته وتښتيدلى. نو فيصله مې وكړه چې دالرګى راسره تر يو څه وخته پورې په خونه كې كيږدم او چې چوغكې دا لرګي كوري نو دراتلو جرات به نه كوي او همداسې مې وكړل. د مخ ميڼځلو د ميز د پاسه زړه ځاله وه او لرګى مې داسې ودراوه چې سر يې په دغه ځاله لګيده اوس هم دراتلونكې ډار وو طبيعت مې يو څه آرام و او بريالى وم او په مقابله كې پاتې نه وم او دمير ددى شعر مصداق مې وموند:
شكست و فتح نصاحبون سى هى ولى اى “مير” ([3])
مقابله تودل ناتوان نى خـــــــــــــــــــــــــــــــــــوب كيا
اوس يوولس بجې دي ، ډوډۍ خوړلو ته لاړم او چې لږ وخت بيرته راغلم او په خونه كې مې پل كيښود ، هكپك شوم خونه بيا له حريفانو څخه ډكه وه او ټول بيا په خپل كار لګيادي ځالى جوړوې . او داسې معلوميږي چې هيڅ حادثه نه ده پيښه شوې. او زماله وسلې څخه هم اوس دوى كار اخلي. ما چې لرګى د ځالى په مخ كې درولى وو له هغه څخه اوس د ځالى ددهليز كار اخلي او خلى راوړي او په بانس ورته دريږي او خپله ځاله ورباندې جوړوي او له ځان سره چغ او پغ كوي لكه چې دا مصرعه له ځان سره تكرار وي:
عدوشود سبب خير گرخداخواهد.
د خپلو برياليتوبونو مې چې دا خواشينې كوونكى پاى وليده نو بې اختياره خپل هوډا و همت جواب راكړ، او داراته جوته شوه:
چې دڅو شيبو له پاره په دښمن باندې برى آسان دى خو د هغه د استقامت او ټينګار له جوش سره مقابله آسانه نه ده او اوس بله چاره نه شته چې خپله ماتې ومنم:
بيا كه ماسپر انداختيم اگر جنگ است.
اوس په دې فكر كې ولويدم چې داسې لاره غوره كړم چې له دغونابللو ميلمنو سره په يو كور كې ګذاره وكړي شم تر هر څه دمخه د ګټ مسئله رادمخه شوه كټ بيخې د نوو تعميراتو تر ګوزار لاندې دى او له دوړو ډك دى او نورې دوړې هم ورباندې را لويږي نو لږ مې ديوال څخه راوړاندې كړ چې نيغ په نيغه خو ورباندې دوړې ونه لويږي په دغه تبديلي باندې د خونې شكل وران شو خو چاره څه وه؟
چې پخپله د خونې واك نه لرم نو د ښكلا به يې څه فكر وكړم خو دمخ مينځلو د ميز كار دومره آسان نه و وميز چې په كوم ځاي كې كيښودل شوى دى همدغه يې ځاى دى ! ولږيې هم يو پلو او بل پلو د وړاندې كولو چاره نشته نو مجبور شوم او دا انتظار مې وكړ چې له بازاره پر دې راوړم او دلته او هلته يې واچوم او چې دوړې ورباندې ولويږي ويې څنډم او يوه پرده مې دميز د پاك ساتلو له پاره وساتله خو ډېره ګرانه خبره داوه چې فرش څرنګه پاك وساتم خو ددې هم يوه چاره وشوه او هغه دا چې له جارو څخه كار واخلم چارو مې راوغوښتله او دالمارې په كونج كې مې پټه كيښودله ، كله د ورځْې دوه ځله او كله درې ځله د هرو دوو خونو د پاكولو له پاره او كله زيات ځاى جارو كوم. دلته يو بندي وركول شوى دى . دا څرګنده ده چې هغه هر مهال جارو نه شي وهلى او كه وهلى يې هم شي او دومره بار ورباندې اچول له انصاف څخه ليرې كار دى. نو دا كار مې وكړ چې پخپله جارو واخلم او چې د ګاونډيانو نظر بل پلو شي زر زر دوه درې ځله چارو ووهم ددې نابللو ميلمنو له لاسه جارو كش هم شوم:
عشق ازين بسيار كرده است وكند.
يوه ورځ مې فكرو كړ چې سوله شوه نو لازمه ده چې پوره سوله و شي داسمه نه ده چې په يوه كور كې استوګنه كوو او هغه هم د پرديو په شان ، ماله پخلنځى څخه خاصې و ريجې راوړې او په كومه چوتره چې كښينم د هغې په مخكې مې په درۍ باندې وشيندلى او بيا ورنه كښيناستم لكه يو ښكاري چې لومه غوړولى وي او ورته ناست وي ګوري. د عرفي شعر له دغه حال سره څومره ښه لګيږي.
فتادم دام بركنجشك و شادم بادآن همت
كه گرسيمرغ مى آمد به دام آزاد مى كردم
تريو څه وخته پورې د ميلمنو پام نه شو او كه ورته پام شوى يې هم وو ځان يې نا ګاره واچاوه . نو بيا راته په څرګنده معلومه شوه چې د نخره ګر و معشوقو په څير دوى هم نازكوي كه نه نو څله په نيلي رنګ درۍ باندې دوريجو سپينې سپينې غټې غټې دانې نه ګوري:
حور و جنت جلوه بر زاهد دهد راه راست
اندك اندك عشـــــق در كار آورد بيگانه را
لومړى ځل يوه چوغكه راغله او دلته هلته په ټوپو سره شوه په څرګنده خو يې چون چڼ كول خو د سترګو لاندۍ يې دانو ته كتل . يزدى (وحشي) څه ښه ويلي دي:
چه لطف ها كه درين شيوه نها نى نيست
عنايتى كه تودارى بمن بيانى نيســــــــت
بيا بله راغله او له لومړې سره ملګرې شوه اوله درۍ څخه تاويدلى. بيا دريمه او څلورمه هم راورسيدلې كله به يې دانو ته وكتل او كله به يې دانه اچوونكي ته كتل . داسې ښكاريده لكه چې سره په خپلو كې يو څه سلا مشوره كوي او كله به داسې معلوميږي چې هره يوه په فكر كې ډوبه ده تاسو به ليدلې وې چې چوغكې د تفتيش او تپوس په نظر ګوري نو د دوى د مخونو عجيب سنجيده اندازوې لومړى غاړه جګه كړې او په وړاندې ګوري او بيا غاړه كږه كړي او ښ او كيڼ لوري ته ګوري او كله پورته ګوري . او داسې معلمويږي لكه يو څوك چې په تعجب سره او تر او تر ګوري او سړى حيران شي چې څه خبره ده:
پايم به پيش از ســــر اين كوی نه مى رود
ياران خبر دهيد كه اين جلوه گاه كيست؟
بيایې ورو ورو پل راواخيست دانو ته يې كاږه او د سترګو لاندې كتل او بيرته وړاندې كيدلې او دايې ځان ته معلوموله چې زه خو دانو ته نه ورنږدې كيږم. ددغو رښتيا رنګه دروغو ننداره مې چې وليده بې اختياره د ظهوري دا شعررا په زړه شو:
بگو حديث و فا از تو باورســـــــــت بگو
شوم فداى دروغى كه راست مانندست
تاسو به ليدلى وي چې له ښكار څخه ښكاري ډېر انديښمن وي څرنګه چې دوى د دانو په لورپل راجګ كړ ما ځان نا ګاره كړ بل پلو ته مې كتل او د ډبرې په شان بې حركته وم او له ځان څخه مې د ډبرو بت جوړ كړ ځكه پوهيدلم كه لږ هم وخوزيږم نو ښكار لومې ته نه راځي او تښتي . دا د حسن د ناز او د عشق دنياز د معلومولو لومړى معامله وه:
نهان از وبه رخش داشــــتم تماشايي
نظر به جانب ما كرد و شرم سار شدم
خو داد تغافل او ځان نا ګاره كولو لومړى پړاو تير شو او يوه نخره ګره چوغكه دانو ته ورتيره شوه او په نازو نخرو ور روانه شوه او زه ورته بې حس او بې حركته ناست وم او په زړه كې مې ويل:
به هر كجا ناز سر بر آرد نياز هم پاى كم ندارد
توو خرامى صد تغافل و نگاهى وصد تمــــــنا
چې يو پل به په مخ ولاړه نو دوه پله به بيرته په شاه شوه. ما په زړه كې ويل چې څومره نخره ګره ده كاشكې دوه پله په وړاندې او يو پل په شاتلاى (غالب) څه ښه ويلي دي:
وداع ووصل جدا گانه لذتى دارد
هزار بار برو صـــــــــــد هزار بار بيا
دا نازو نخرې لا نه وې تيرې چې په ټولو چوغكو كې يو غټ نر چوغك راميدان ته شو او د حال په ژبه يې ويل:
زديم بر صف رندان و هر چه باداباد
او په دانو يې ور ټوپ كړ او چې دا چينچڼ يې وليد چې دانو ته ورغى نو نورو چوغكو هم په دانورامنډه كړه او ټولې په دانو لګيا شوې .
كه غور وكړي نو د عمل په دې كار ګاه كې همدغسې زړور پل ته اړه ده او ترڅو چې په دغسې ډاډ او زړور توب د كومې چارې په لور پل وانه خيستل شي كار سرته نه رسيږي او چې دا ميړنى پل واخستل شي نو ټوله نړۍ ور سره نا څاپه قيام وكړي:
نامردي و مردي قدمې فاصله دارد
د سود او زیان په دغه بزم كې د لنډ لاسو جام هيڅكله نه دى ډك شوى دا ډك جام د هغه چاپه برخه كيږئ چې په ميړانه او زړورتيا سره لاس ورتير كړي. مرحوم (شاد عظيم “ يو څه ښه شعر ويلى دى:
به بزم مى هى، هان كوتا . دستى مين هى محرومى
جوبړ كر خود اټهالى ها تهـ مين ميــــــــــــنا اس كاهى ([4])
ددغه چينچڼ (چوغك) دا ميړنى اقدام دومره موثر او اغيزه ناك و چې همغه مهال مې په زړه كې هوډ وكړ چې له همدغه نارينه څخه بايد د كار لاره زده كړم. دغه چينچڼ قلندر او او بې پروا دى . دوه درې ورځې مې دوه درې ځله په درۍ ورته دانې شيندلې يوه يوه به راتله او يوه يوه دانه به يې ټولوله، او چې كله به مې دانه وراچول و ځنډول نو دا قلندر به راغى او په چوڼ چوڼ به يې پيل وكړ چې معمول وخت تير يږي نور نو چوغكو ډار او تشويش نه درلود.
يو څو ورځْې وروسته مې يو بل پل واخيست ، د سګرټ يوه ټيمي خالي كوت مې واخستله او دانې به مې په كې اچولې او ددرۍ په غاړه به مې ايښودله، چوغكې به راغلې او څوك به د كوټۍ په يو ځاى او څوک و به په بل ځاى كينا ستلى او دانې به يې خوړلې چې ومې ليدل چې چوغكې له كوتې سره بلدې شوې نو كوتۍ مې د درې له غاړې څخه لږه د ځان په لور راووړاندې كړه او بله ورځ مې نوره هم راوڅښوله او په خپل مخ كې مې كيښوده اوله بعدنه قرب ته خبره ورسيده د قرب او بعد په باره كې (دعاليه) بنت المهدى دا مطلع راياده شوه:
وحبب فان الحب داعية الحب ([5])
وکم من یعدالدارمستوجب القرب
چوغکې ډېری نزدې راغلی خو بیا یې هم په زړوکو کې ګڼه وه او په تذبذب سره چغېدلې خو چې قلندر راورسېده نو ورسره ټولې چوغکی زړورې شوې او چې ترکوم ځای پورې قلندر وړاندې پل تېر اوه دوی هم هما غومره را وړاندې کېدلې دانې یې ټولولې او په ترنم سره یې دحال په ژبه وویل
ومالدهر الامن رواه قصائدی(1)
اذ اقلت شعراٌ اصح الدهر منشداٌ
او چې معامله تر دې ځايه راورسيدله نو بل قدم یې هم واخيست او تر لاس لاندې نژدې ځاى كې مې یې كيښود چې لاسې مې ورسيده چوغكې بيا هم نژدې نه راتلی ا و چې قلندر راغى او را نژدې شو نو ټولې چوغكې دده په پيروي رانژدې شوې ، او په دانو ټولولو يې پيل وكړ او راسره روږدى شوى نو ما خيال وكړ چې نوره هم معامله بايد په مخ لاړه شي. يو ګهيځ مې دوريجو لوښي نژدې خپل څنګ ته كيښود او بيا داسې په ليكلو لګيا شوم چې ګوندې زه له دوى سره هيڅ كار نه لرم:
دل و جانم به تو مشغول و نظر در چپ وراست
تا ندانندرقيـــــــــــــــــــــــــــــبان كه تو منظور منى.
لږ مهال وروسته په زوره زوره د ټونګو وهلو غږ راځي او چې ورته مې وكتل ګورم چې پخوانى دوست قلندر رارسيدلى دى او ټونګې وهي او چې راسره نږدې و نولكې يې زما په زنګانه لګيده او لږ وروسته ور پسې نورې راغلې او تردې وروسته به درې څلور چوغكې زما څنګ ته راغلى او ټوپونه به يې وهل او تردې اندازې زړورې شوې چې زما په اوږو باندې به هم كيناستلې او بيا به اوترې والوتې نو معلوميده چې نقشه لاپوره نه ده عملي شوې لكه (وحشي) يزدى چې طرح كړې وه:
هنوز عاشقى و دلر بانى نه شده اســــــــــت
هنوز زورى و مردانه آزما ئى نه شده است
همين تواضع عام است حســــــن راباعشق
ميان نازو نياز آشنائى نه شده اســــــــــــــت
په پاى كې ددې هوسيو باور راغى چې دا صورت خو هميشه په چوتره ليدل كيږي او د نورو وګړو په شان خطرناك نه دى. و ګورﺉ د مينې افسون چې وګړي نه شي رام او پيل كولى خو وحشي مرغان پيل كولى شي:
درس وفــــــــــــــــــا اگر بود زمزمه محبتى
جمعه به مكتب آورد طفل گريز پاى را
ډېر ځله داسې شوي چې زه په خپلو خيالاتو كې ډوب شوى يم او چې په زړه پورې خبره مې په زړه ګرزيدلې نو ورسره مې يو خوندور شعر را په زړه شوى دى . اوس چې ګورم نوراته څرګنده شوه چې داياران مې په څنګ كې په ټوپونو لګيا دي او د ډبرې په شان بې حوكته ورته ښكارم او چې ورته معلومه شي چې ډبره و خوزيده نو وډار شي او والوزي، دا كومه عجيبه نه ده په خپل زړه كې به وايي چې پرچوتره باندې ډبره پرته ده خو كله كله ور څخه آدمي جوړ شي.
ابوالكلام
[1]- زما له سرګذشت څخه به سباته قصې جوړې شي.
[2]- ل درود يوار څخه شنيلی راټوکيږي ای غالبه مونږ په بيديا کې يو او په کور کې مو پسرلی راغلی.
[3]- ماتې او برياليتوب په نصيبونو پورې تړلى دى خواي ميړه! ناتوان زړه خو مې ښه مقابله وكړه.
[4] - داد ميوبزم دى .لند لاسى په كې محروم دى او چې څوك لاس جګ كړي او وايي خلې نو مينا د همغه ده.
[5]- او دوستي كوه ځكه دوستي دوستي غواړي او ډير هغه كسان چې كورونه يې ليرې وي د قرب مستوجب او حقدار دي.
3- د هر زه قصیدو له راویانو دی چې شعرووایم د هر زما د شعر ویلو ځای شی.