
د تېلو له امپراطور سره محتاط اوسه
په واشنګټن کې د ایران سفیر اردیشیر زاهدي د اګسټ په ۲۱ نېټه د چهار شنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ او ۳۵ دقیقو د سپینې ماڼۍ د مشرانو د لیدنو کتنو رسمي دفتر ته ور وبلل شو چې له نوي ولسمشر سره د پیژندګلوي لیدنه کتنه وکړي. د غونډې او لیدنې پرمهال د کیسنجر چال چلند ډېر مهم او ګټور و. دا هغه یانې کیسنجر و نه ښاغلی زاهدي چې په واشنګتن کې یې اصلاً د تهران د پهلوې ادارې استازیتوب کاوه. له ولسمشر سره د ښاغلي زاهدي له ناستې یوه ورځ وروسته، ښاغلي فورډ د ایران د شاه یو نژدې ملګری نیلسن راک فیلر د شاه د بانکدار ډیویډ ورور د ولسمشر د مرستیال په توګه وټاکه. تهران له دغه ډول را منځ ته شویو پرمختیا څخه کم خوښ نه و. رضا شاه د غه وروستۍ ټاکنه په واشنګټن کې د خپل دریځ او زور د پیاوړتیا په مانا تفسیر کړه او هغه یې د بیل سایمون او سعودي پلوو امریکایانو پرمخ کلکه څپېړه وبلله. ښاغلي زاهدي وویل:« هغه (شاه) د راک فیلر په ټاکل کېدو خورا ډېر خوښ شوی دی. موږ له راک فیلر سره ډېرې نږدې اړېکې لرو. ډیویډ په تهران کې د بانک یوه څانګه پرانیستله. زموږ د اقتصاد او مالیې وزیران ـــــ چې دوه خولۍ یې پر سر دي ـــــــ دلته راځي چې یو ګډ کمېسیون را منځ ته کړي. زه ډېر خوښ یم چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی کیسنجر د بیل سایمون په پرتله ستاسو مشري کوي.»
کیسنجر په ټوکه کې وویل:« دوی زما په اړه ډیر فکر نه کوي، خو د سایمون کیسه هم مفته شوه.»
زاهدي وویل:« ما په پاریس او لندن کې هم له خپلو همکارو سفیرانو سره خبرې وکړې او دارنګه د اعلی حضرت احساس هم ډېر زبردست و. نیلسون ایران ډېر ښه پیژني او هغه له ایران سره ډېرې نږدې خوږې اړیکې لري.»
کله چې ولسمشر فورډ وویل چې هغه غواړي د ایران له پاچا رضا شاه سره مخامخ وویني، ښاغلي زاهدي بې واره په ډاګه کړه چې « د امریکې متحدو ایالتونو د هغه په زړه کې اوچت ځای خپل کړ.» او هغه په ماهرانه ډول د ۱۹۵۳ کال کودتا ته هم اشاره وکړه.« تل همداسې لیدل شوي چې د امریکې متحدو ایالتونو له موږ سره هر هغه مهال مرسته کړې چې موږ ورته ډېره اړتیا درلوده. زموږ هغه ورځې په یاد دي . . . . نورو ډېرو هغه کارونه هېر کړي چې د امریکا متحدو ایالتونو ترسره کړي دي.»
کیسنجر وویل: « شاه تل زموږ ښه دوست پاته شوی» او د اکټوبر په میاشت کې یې د عربانو او اسراییلو د جګړې پرمهال پر خپل فضايي حریم د شوروي الوتکو الوتنې رد کړې. موږ به د هغه دا هوډ او پرېکړه هېره نه کړو.
سفیر زاهدي په دغه موقع کې د تېلو حساسه مسئله را پورته کړه:« د تېلو ستونزه ــــ د لته یوه مسئله ده. زه غواړم هغه څه تر سره کړم چې کولی یې شم. » خو هغه روښانه کړه چې د نیکسون د دفترمشر کین جمایسون په دې وروستیو کې تهران ته راغی او هلته یې له باچا رضا شاه سره خبرې وکړې. شاه اوس غواړي په دې بحث وکړي چې له ارامکو شرکت سره د سعودي عربستان د شراکت د معاملې په شرطونو بیا خبرې اترې دا ما نا لري چې « سعودي عربستان او نور هېوادونه، په هر بیرل تولیدونکو تېلو۱۰ ډالره ګټه تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې ایران له هر بېرل تېلو یوازې ۷ ډالره ګټه تر لاسه کوي. ځینې هېوادونه غواړي چې له اعلان شویو بیو بیخي ځان بهر کړي.»
کیسنجر زیاته کړه چې د سعودي عربستان په اړه د ایرانیانو شکایتونه پر ځای او د توجیه وړ دي.« اصلي خبره داده چې دغه بیې ډېرې پېچلې دي. د شاه نظر دا دی چې هغه له سعودي عربستان څخه ۱۵ په سلو کې د تېلو د پلور له اړخه کمه ګټه تر لاسه کوي. ایران غواړي چې د تېلو بیو کې ګوتې ووهي، خو سعودي عربستان کولی شي پر دې موضوع خپلې مانورې تر سره او خپل ګډون ته تغیر ور کړي. »
ښاغلي زاهدي ولسمشر فورډ ته ډاډ ور کړ چې:« زه به په دغه موضوع کار وکړم او موږ غواړو چې مرسته وکړو او موږ په دغه ستونزه پوهیږو او درک کوو یې.»
ولسمشر فورډ په ځواب کې ورته وویل:« لطفا ددغه ډول چلند لپاره شاه ته زما لخوا د زړه له تله مننه وړاندې کړه»
له دې ناستې وروسته د امریکايي چارواکو سترګې په ریاض کې خښې شوې. ۸ ورځې وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عمر السقاف د سپینې ماڼۍ په دروازو کې ولیدل شو. وروسته له دې چې په منځني ختیځ کې د سولې په پروسې او ستونزو خبرې پای ته ورسېدې، ولسمشر فورډ خبره د تېلو د عرضې او بیې پر لور روانه کړه. هغه وویل:« موږ هیله لرو چې بل ځل د تېلو کوم بندیز ونه وینو. موږ ددغې مسئلې څرنګوالی و اغېزې په دې وروستیو کې ولیدې او موږ هیله لرو چې دغه کیسه بیا تکرار نه شي. دا به ډېره جدي مسله وي او بیا دوی د تېلو پر بیو تم شول»
د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر سقاف ځواب هم خورا تریخ و:« ما وویل چې تېل د لوبو کومه وسیله نه ده چې لوبه ور سره وکړو.»هغه ټینګار وکړ چې « د بیا ځلي د تېلو د بندیز پوښتنه نه را پیدا کیږي.» هغه سملاسي د تېلو د بیې مسئلې ته راغی او ښاغلي فورډ ته یې په ډاګه کړه چې د بیو په موضوع کې موږ اخرني کسان یو چې دا خبره منو.
بې له دې چې د شاه نوم واخلي سفیر دوی ته د ښاغلي ذکي یمني د تېلو د خرڅلاو د مزایدې خبره ور یاده کړه، خو هغه خبره بیا بلخوا تیره کړه او ایران ته یې اشاره وکړه او خبر داری یې ور کړ چې: «دلته د تېلو یو امپراطور دی. موږ باید ډیر محتاط واوسو. د تېلو د خرڅلاو هغه خبره اوس ددې لپاره ځنډول شوې چې له تېلو سره لوبه کول ودروو. »
کیسنجر ور زیاته کړه :« دغه دتېلو خرڅلاو کیدی شي د پایلو پرضد وي.» خو هغه دا خبره ونکړه چې د ایران شاه ګواښ کړی که سعودي عربستان د خپلې یوه مشخصې اندازې دولتي تېلو خرڅلاو چاره بازار ته وړاندې کړي ، هغه به د تېلو د بیو د لا نورې لوړتیا لپاره د خپلو تېلو تولیدات بند کړي. «که دلته زیات تېل نه وي ، نو دغه پلور کیدی شي بیې لوړې کړي .»
ولسمشر جیرالډ فورډ سفیر ته وویل چې:«د امریکا د اقتصاد ښه والی په نړیوالو چارو او د منځني ختیځ په مسله کې د امریکايي مشرتابه له چلند او کړنو سره ژورې او نه حل کیدونکې اړیکې لري.
سفیر السعودي ځواب ور کړ:« زه پوهیږم او وینم چې یو شمېر خلک له دې ګټه پورته کوي. زه پوهیږم چې که دا مسئله تاسو ته زیان رسوي موږ ته هم زیان اړوي. دا د میلیاردونو ډالرو خبره نه ده ، بلکې دا د انډول خبره ده.»
ښاغلی فورډ د جګړې په لور ځي
د۱۹۷۴ کال په مني کې د امریکا د ولسمشر جیرالډ فورډ لپاره تر ټولو ننګونکې مهمه مسئله اقتصادي انډول و. د ډاوجونس اقتصادي راکړې ورکړې منځنۍ کچه ۳۵ په سلو کې را وغورځېده او د ۱۹۷۳ کال د جنورۍ له ۱۱ نېټې را په دېخوا چې۱،۱۵۰ درجو ته را ورسېد نو د ملت ۳۰۰ میلیارد ډالره پانګه یې په اوبو لاهوکړه او بازارونو ته پراخ زیان واوښت. اقتصاد پوهان لا له وړاندې د دویمې سترې پرېشانۍ او خفګان وهم او ویرې نیولي وو. له ۱۹۲۹ کال راوروسته په لومړیو ۳ کلونو کې د ونډو د مارکېټونو د اسهامو بیې سختې خرابې شوې او په حیرانونکي ډول ۸۶ په سلو کې را وغورځېدې. تحلیل کونکو ویل چې له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۴ کلونو پورې د ۶ کلونو په موده کې ونډې تقریبا ۷۹ په سلو کې را وغورځېدې چې ډېرې زیاتې وې او د امریکا اقتصاد او خلکو ته یې سخت زیانونه ورسول. د ټایمز مجلې په ۱۹۷۴ کال کې رپوټ ورکړ «پانګوال داسې ښکارېدل چې په ټولو اقتصادي برخو کې وېرېدلي دي او داسې فکر کیده چې حالات له واکه بهر کیږي.» په همدغه موده کې د کورونو د بیو په برخه کې ۳۸ په سلو کې ټیټوالی راغی .د پان امریکن هوايي شرکت، د تېلو او سونګ توکو د لوړو بیو له درکه له ماتې سره مخ شو او له فدرالي حکومت څخه یې په میاشت کې د ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې او پور غوښتنه وکړه. د ارزښتونو راکمېدل یوه ملي سرګرمي شوه. د ماسچوسیت عمومي روغتون هره ورځ ان د ناروغانو د کټونو د روی جایانو بدلول بند کړل.
فدرالي حکومت داسې اټکل کاوه چې یوازې په ۱۸ میاشتو کې د هغو امریکایانو شمېر چې د بې وزلۍ تر ټاکل شوې کچې کښته ژوند کوي ۵ اعشاریه۶ په سلو کې لوړې شوی او د هغو ماشومانو کچه ۸ په سلو کې لوړه شوه چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. په دې توګه ددغو ماشومانو شمېر له ۱۰،۲ میلیون ماشومانو واوښت او د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې د ریښتیني عایداتو کچه ۴ په سلو کې کمه شوې وه. په امریکا کې د منځني پوړ خلک له ریښتیني فشار سره مخ وو. دا د شاه د تېلو د قیمت ریښتینې ټکانونه وو. په دې ډېره حیرانیتا را منځ ته نه شوه چې ۴۶ په سلو کې امریکایانو د ګالوپ په نوم تر سره شوې سروې ته وویل چې:«د ۱۹۳۰ مو کلونو په څېر د تېلو د کمبود او مالي ستونزو د رامنځ ته کېدو په اړه وېره لري او پرېشانه دي.» د اساسي قانون د بحران، مالي کړکېچ او نورو سختو شپو کې به امریکایان د تلویزیون پردو ته سره را غونډیدل چې د خپلې خوښې وړهالیوډي ستوري وویني چې هغه مهال د یوې بدې زلزلې او په ۱۹۷۵ کال د هوايي ډګر، د برجونو د نړیدو په پېښو کې وژل کیدل، سوزیدل او معیوبېدل. د جیرالډ فورډ امریکا په خپله ناتوانۍ کې لټ په لټ او رغړېده.
ها خوا تصویر دا ډول و چې حالات نور هم خرابېدل. د تېلو لوړې بیې نړیوال غذايي ناورین نورهم بد تره کاوه. د قحطۍ لامل د وچکالۍ او د تېلو او کیمیاوي سرې د بیو پورته تلل وو. دې ستونزې افریقا او هند را نغاړلي وو. هند د خپلو سونګ توکو د بیې د پرې کولو د وړتیا نه لرلو له کبله د اوبو لګولو د سیستم جنراتور پمپونه بند کړل او په کال کې ۵۰ میلیون کسانو ته د خوړو د برابرولو لپاره یې کافي غنم له لاسه ورکړل.
په تانزانیا کې د لوږې له کبله د ماشومانو مړینه زیاته شوه.
په لاتینه امریکا کې انفلاسیون له کنټروله بهر شو او په یوه وخت کې په چیلي هېواد کې په کلني ډول ۲۰۷ په سلو کې لوړشو.
په لوېدیځ کې د نساجۍ او رختونو لپاره د تقاضا د کموالي له کبله د سنګاپور د نساجۍ فابریکې وتړل شوې.
په لویدیځې اروپا کې چې د کورونو د ګرموونکو تېلو بیې له ۶۰ تر ۱۰۰ په سلو کې لوړې شوې او د تودوخې رامنځ ته کونکې دستګاوې پرچاو کړی شوې.
د فرانسې ولسمشر والیري جیسکارډ ایسټینګ، یو مخ په تېلو د چلیدونکو د کورونو د مرکز ګرمۍ سیستم بند کړ او پر ځای یې د کورونو د ګرمولو لپاره له اور اچولو څخه ګټه پورته کول پیل کړل. په برېتانیا کې د ورځې پر مهال عمومي برېښنايي څراغونه بند اعلان شول او کورنیو ته هم د برېښنا د کم مصرف کولو کلکه سپارښتنه وشوه.
په فرانسه کې د شپې له ۱۰ بجو وروسته برېښنا يي څراغونه بندیدل.
په یونان کې د اکرو پولیس په نوم د هېواد د یوې مشهورې شاهي ماڼۍ په شاخوا کې رڼا غورځونکي څراغونه مړه کړی شول او د ډیموکراسۍ د زېږېدنې په نوم څلي کې هم برقونه مړه او د شپې پرمهال به په کې توره شپه وه. یوازې څو څراغونه به د نیک فال د نیولو لپاره لګېدل.
سویلي وېتنام په دغه کړکیچ کې تر دې سخت ډز خوړلی و. په پلازمینه سایګون کې د تېلو د بیو د لوړتیا د ټکانونو په منځ منځ کې د سوداګرۍ تر سره کولو داسې ښکارېدل لکه چې یو امریکايي سوداګر له مړه جسد سره مینه کوي. د ولسمشر تهایو حکومت ومنله چې مالي سیستم او حالت یې د تېلو او سونګ توکو د بیو د لوړ والي له کبله بیخي دړې وړې شوی. په یو نیم ډالر د هرګیلن تېلو پلورل کېدل د سویلي وېتنام لاسته راوړنې له داسې یوه ګواښ سره مخ کړې وې چې شمالي کمونست تر اوسه هغه ډول ګواښ نه و ورته را منځ ته کړی او دغه حالت سویلي وېتنام د سقوط پر لور روان کړی و.
په سویلي وېتنام کې د امریکا تر تمې زیات حالات له اقتصادي او سیاسي اړخه کړکېچن شول او د امریکا سفارت په دغه هېواد کې هیلې له لاسه ورکړې وې او داسې یې انګېرله چې د سویلي وېتنام د اقتصاد علاج له امکانه په وتو دی.
له کلونو کلونو راهیسې دلته داسې اوازې وې چې د لته د میکونګ ډلټا په ساحلي اوبو کې د تېلو پراخې زېرمې شته دي. د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې د تېلو د څلورو لویدیځو کمپنیو یوه ګډ کنسورشیم په دغه سیمه کې د تېلو د موندنې په موخه د تفحصاتو او کشفیاتو حق تر لاسه کړ او یو داسې پلان یې اعلان کړ چې د کال په پای کې به دلته کیندنې او ازموینې تر سره کړي. امریکايي چارواکو په دې هیله دغې سیمې ته خپلې ګوتې ور اوږدې کړې چې دلته د تېلو موندل به د معجزې په ډول سویلي وېتنام د سویلي اسیا په کوېټ بدل کړي. یوه امریکايي ډیپلوماټ د خزانې د وزارت د تفحصاتو پر ضد د خپل مخالفت غږ داسې پورته کړ« لطفا ، خدایه دوی ته دا چانس ورکړه چې په یوه څاه کې تېل ومومي.» معنا یې دا وه چې تېل دغلته نه شته او دوی هسې خپل بخت ازمویيي.
یو نوی نړیوال اقتصاد د را ظاهره کېدو په حال کې و چې سترې ژمنې یې له خلکو سره وکړې، خو زیات خطر یې هم قبول کړ. د ۱۹۷۴ کال په سپټمبر میاشت کې توماس مولاني د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې کې ولیکل « هغه څه چې د یوه شاهي دولت په اقتصاد کې د نړۍ په یوه برخه کې پېښ شول، د نړۍ په بله برخه کې یې ژر اغېز پرې ایست. ډېر کله د انفلاسیون د لوړ والي، د ګټې د کچې د پورته تلو او په نړیواله کچه په چاودیدونکې ډول د تېلو د بیو پورته تلل.... هغه ډول جدي مسایل وو چې د نړۍ ناروغه اقتصاد ته یې په یوه موده کې بې له زیاتو ستونزو په اغیزمنه توګه رسیدنه کولی شوای. په منځني ختیځ کې یو کال دمخه د تېلو په پالیسیو کې ډراماټیک بدلونونه، نه وو راغلي.»
په ۱۹۷۴ کال کې د ټولې نړۍ د پلورل شویو تېلو ارزښت ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېده چې یوازې د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال پرتله ۱۶ میلیارد ډالره زیات تېلو ورکړي و. ښاغلي مولانې په نیویارک تایمز ورځپاڼې کې ولیکل چې: « په دومره کمه موده کې د نړۍ په دغه ډول مهمو منابعو کې د بیې پورته کیدلو په پراخه او نړیواله کچه منفي اغیز را منځ ته او مالي ستونزې یې وزیږولې چې د هرې اونۍ په تېرېدو سره سختېده او لوېدیځه نړۍ لا دمخه له دغه ډول خطرناک وضیعت سره د معاملې او مقابلې لپاره بې ځواکه او ناتوانه وه. » عام خلک د پیترولي اقتصاد په برخه کې د دغه نا څاپي بدلون د راتلو په مفهوم پوره نه پوهېدل، خو سیاسي مشرانو دغه خبره درک کړه. ولې د دې وېرې له نوي وضیعت سره ځان عیارول بیا بله موضوع ده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مالي او اقتصادي چارو خبر یال او کالم لیکونکی لیونارډ سیلک لیکي چې :« د تېلو تولیدونکي به دومره ډېر بې عقل نه وي چې د امریکایانو په حل لارې باور وکړي.» د امریکا متحده ایالتونو ته د تېلو د بیو د پورته تلوعواقب بې اندازې زیات ټکان ورکونکي وو . . . . خو تر ټولو پېچلې او لانجمنه پوښتنه دا نه وه چې د سعودي عربستان په څېر د تېلو یو شمیر تولیدونکي هېوادونه به په دې اشارو او حرکتونو وویریږي چې یو لړ معتدل ګامونه پورته کړو، خو ایا د تېلو په بیو کې د پام وړ کموالي لکه یو په درې ټیټوالي د رامنځ ته کولو لپاره د امریکې له متحده ایالتونو سره کافي ځواک او وړتیا شته؟»
د اوپیک غړي هېوادونه هغه مهال له سرې کرښې تیر شول چې دوی تصمیم ونیو په مارکېټ کې به د تېلو بیې د تېلو د تولید په کمولو سره په خپل حال یا لوړې وساتي او دوی به اجازه ور نه کړي چې د تېلو بیې د لوئدیځو مصرفونکو د مصرف په کمېدو سره را ټیټې شي. ښاغلي سیلک په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې لیکلي: « داسې ښکاري چې د انرژۍ دغه ښکارېدونکې اوږده جګړه چې کېدای شي په تاریخ کې لومړنۍ وي اوس په یوه خورا حساس پړاو کې ولاړه وه. د هغې نتیجه او د اوپیک لخوا یې ملاتړ کېدای شي په راتلونکي کال کې روښانه شي.»
ولسمشر جیرالډ فورډ د تېلو په دغه لویه جګړه کې د لومړنۍ مرمۍ یا ګولۍ فیر کولو یا ویشتلو ته زړه ښه نه کړ. خو هغه د ۱۹۷۴ کال د سپټمبر په ۲۳ نېټه د امریکا په ډېټریوټ کې د انرژۍ نړیوال کنفرانس ته د وینا پرمهال په ځانګړې اشارې د تېلو د تولیدونکو پر ضد د دښمنۍ کولو رسمي لارښوونه او اعلان وکړ. دا د ولسمشر فورډ د ولسمشرۍ په دوره کې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه تر ټولو مهمه وینا بلل کیږي. ولسمشر فورډ وویل «خطر روښانه او سخت دی.» ښاغلي فورډ روښانه کړه چې یو خپلواک ملت به اجازه ور نکړي چې تګلارې یې په نورو ور تحمیل یا وتپل شي او یا د دوی برخلیک په مصنوعي مزو وتړل شي او د نړۍ د تولیداتو مارکېټ ځان ته په ګونډو کړي. د تېلو قیمتونه باید په ازاد ډول د مارکېټ له قوانینو سره سم کښته او پورته شي، نه د دې لپاره چې د تېلو تولیدونکي غواړي د تېلو بیو په یوې خاصې کچې کې وساتي.
مالي سیستمونه او د پالیسیو جوړښتونه تر فوق العاده زیات فشار لاندې وو. د تېلو بې اندازې لوړې بیې یوازې کولی شي د نړۍ اقتصاد له خپل طبیعي مزل څخه بې لارې او منحرف کړي، په نړیواله کچه زړه بدوالی را منځ ته کړي او په نړۍ کې د خلکو او ټولنو خوندیتوب وګواښي. هغه ومنله چې دا ډېره اسانه نه وه چې د تېلو په مسلې بحثونو مخه ونیسي « بې له دې چې په دغه موضوع د قیامت یا حساب کتاب د ورځې ژبه وکارول شي . . . . زموږ د ټولنې ټوله تمه داوه چې ډېر زیات سونګ توکي په مناسبه بیه تر لاسه کړي.» دا داسې تمه وه چې د اوس لپاره ننګول شوې و،ه یانې تېل او نور سونګ توکي لوړ شوي وو. د امریکا ولسمشر دا رد کړه چې د پوځي ځواک د کارولو په مټ د تېلو د بیو د پورته تلو مخه ونیسي. « د تاریخ په اوږدو کې ، ملتونه د طبیعي منابعو او ګټو پر سر لکه د اوبو، خوراکي توکو او په وچې او سمندر کې د تګ را تګ په ستراتیژیکو لارو پر سر په جګړه کې ښکیل شویدي.» هغه وویل چې دا ټولو منلې چې « جګړه د نه منلو وړ خطرونه بشریت ته راوړي او یا یې ور سره مخ کړیدی.»
د وال سټریټ ژورنال د ورځپاڼې لخوا د ښاغلي فورډ وینا ډېره تنده ، خشنه، نا څرګنده، ګواښونکې وارزول شوه چې ډیره نازکه پرده پرې را غوړېدلې وه او د هغو ټولو هېوادونو اړیکو ته یو ګواښ و چې تېل د یوې سیاسي وسلې په توګه د امریکا د اقتصاد د دړې وړې کولو پر ضد کاروي.
په همدې ورځ هنري کیسنجر او بیل سایمون ورته، ډېرې تودې او تندې ویناوې وکړې او دوی د تېلو تولیدونکو ته دا پیغام واستاوو چې ولسمشر او د هغه کورنۍ کړۍ د انرژۍ او دغه روان ناورین په اړه همغږي دي او په یوه غږ یې په ښکېلو غاړو غږ وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل « هغه څه چې د سیاسي پرېکړو په مټ پورته کیږي، د سیاسي پرېکړو په واسطه بېرته را کمېدی شي. د تېلو بیې په نا محدود ډول نه شي لوړېدی.»
په فابریکو او د نړۍ په اقتصادي بنسټونو یا ادارو د تېلو او سونګ توکو د لوړو بیو فشار په ټولو خلکو کې یو ډول پراخه اندېښنه او غوصه را پارولې وه . . . . د نړۍ د مالي ادارو زېرمو په تاریخ کې تر ټولو پراخ او چټک ټکان وخوړ او د پراخو زېرمو د له منځه تلو له خطر سره یې مبارزه کوله. د انسانانو د ډېرو اساسي اړتیا وو لکه انرژۍ او خوړو په اړه ژورې پوښتنې را پورته شوې چې غونډې څه ورته وکړل. یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته وویل:« د تېرې ورځې ناسته یو زیګنال و.... مهمه مبارزه به په دغه مسئله کې تر سره شي. تر اوسه پورې موږ او دوی داسې فکر کاوه چې ستونزه کېدای شي له منځه ولاړه شي او عرضه او تقاضا کېدای شي یوه او بل ته ځواب ووايي.»
په داسې حال کې چې کیسنجر په لیزبون او روم کې په روانو پېښو له نږدې نظر ساته ، بیل سایمون په ډېره وېره او ډار د امریکا د بانکونو د روغتیا په څارنه بوخت و. د خزانې د خطرناکې سناریو کیسه د کمونستانو له خوا د سویلي اروپا د نیولو او په کې د را پورته کېدونکو کمونیستي رژیمونو له اړخه نه وه، بلکې په کور دننه د بانکونو د دیوالي کېدو خطر و. د تېلو په بیه کې بل لوړوالی کېدای شي « اقتصادي فاجعه رامنځ ته کړي، په ځانګړې توګه د ژمي پرمهال.»
د خزانې وزارت د سوداګرۍ د ډېر کموالي او تر زیاتې اندازې د بېکارۍ د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړـــــ و اپر لوېدیځ د تېلو د بیو د وحشیانه لوړتیا له بې اندازې اغېزو یې په ریشخند ډول مننه وکړه. لس میاشتې د مخه د انګلینډ په بانک باندي فشار راوړل شو چې د ۲ برېتانوي بانکونو پر وړاندې یو لړ ګامونه پورته او هغوی وتړي، ځکه چې پانګوالو په ډېره زیاته اندازه له دغو بانکونو بېرته خپل امانت اېښودل شوې پیسې ایستلې. هغه مهال د ایکانومیک مجلې رپوټ ورکړ چې « د لندن ښار له دغه بحران سره لاس او ګریوان شو. بانکي سیستم په ټوله کې د باور د کموالي د ستونزې له کبله د ړنګیدو په درشل کې وه.»
په دې وروستیو کې په لوېدیځ جرمني کې د بانکونو ماتې مالي او اقتصادي تحلیل کونکي ولړزول. د ۱۹۷۴ کال په سپټمبر میاشت کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۷ تم لوی بانک «فرانکلین نیشنل » د خطر پر خوا روان شو. د لسو لوېدیځو حکومتونو استازي سره را غونډ او په هغو شرایطو یې موافقه سره وکړه چې پر بنسټ به یې دوی د هغو لویو نړیوالو بانکونو ضمانت کوي او یا به یې د ړنګېدو مخه نیسي چې « مالي فشارونو ته یې د په ګونډو کېدو خطر موجود وي.»
سایمون لکه د کیسنجر په څېر له دې درکه وارخطاو چې د هوايي بېړیو او توغندیو په څېر پروګرامونه به د انرژۍ د بیو د لوړالي له کبله په لوېدیځه اروپا کې له سختې ماتې سره مخ شي چې دا کړکېچ کېدای شي د امریکا بانکونو او د امریکا سوداګرۍ ته را خپور شي چې له کبله به یې په لنډ مهال کې سوداګري را کمه کړي او کېدای شي د وزګارتیا کچه لس سلنې ته لوړه شي.
د ولسمشر فورډ د حکومت د انرژۍ د کمښت او تړل کېدو لانجه او غوصه هم په منځ کې وه. امریکایانو عربانو ته خبر داری ورکړ او د پیترولو پر سر یې د اتومي جګړې ګواښ ورته وکړ. د الشرق په نوم د یوې لبنانۍ ورځپاڼې پر لومړي مخ یو ستر عنوان ورکړی و چې « فورډ ګواښ کړی چې عرب تېل به د وسلې په زور رانیسي» په یوه بله ورځپاڼه کې هم ورته عنوان ور کړل شوی وو. خو په سعودي عربستان کې د هغه هېواد د تېلو وزیر شیخ ذکي یمني په ټوله کې دغه ګواښ ته ډېر پام ونه کړ. هغه د امریکا په شیکاګو ښار کې خبریالانو ته ددغه ګواښ په اړه داسې وویل:« دا د زور او تقابل نه، بلکې د مرستې غوښتنه ده او د تقابل پر خطرونو تاکید دی نه پر برید. زه حیران شوم چې ومې لیدل خبري رسنیو د فورډ خبرې په بل ډول تفسیر کړې دي. زه فکر کوم چې د ولسمشر وینا ډېره په انډول برابره بیانیه وه، ځکه چې ستونزې ته یې په ډېر دقت اشاره کړې. هغه د نه همکارۍ د دورې په اړه خبرې کړې دي.»
د ایران امپراطور داسې فکر کاوه چې لاړې یې تېرې شوې. محمد رضا شاه د استرالیا په پلازمېنه کې و چې یوه خبریال د ښار په ملي پریس کلب کې له هغه وپوښتل چې په ډیټریوټ کې د امریکا د ولسمشر فورډ د خبرو او اشارو په اړه یې غبرګون څه دی؟ شاه په ډېر متکبرانه انداز کې ځواب ورکړ چې « د ټولې نړۍ د برېښنا چټک رڼونکي سیستمونه او څراغونه په مزو او سیمانو وصل دي، هېڅوک پر موږ څه نه شي تپلی.» هغه ښه په لوړ اواز ور زیاته کړه چې :«هېڅوک موږ ته ګوت څنډنه نه شي کولی، ځکه چې موږ به بېرته ګوتې ورته څنډ وهو.» هغه یو ځل بیا د تېلو د بیو او له ۲۰ تر ۳۰ توکو د بیو ترمنځ د انډول غوښتنه وکړه:« که نړۍ د نورو شیانو بیې را ټيټې کړي، موږ به هم د تېلو بیې را ټيټې کړو. خو که دوی بیه پورته کوي ولې موږ باید دا کار ونه کړو او د دوی توکو ته ډک جیبونه خالي کړو؟» هغه باید په همدغه ځای کې ودریږي. هغه اعلان وکړ چې « د فورډ وینا د ایران د خلکو لپاره د نه منلو وړ ده. موږ تیار یو چې د خپلې انرژۍ منابع د واشنګټن ، د جنرال موټورز، جنرال ایلیکتریک او ټولو نورو لویو کمپنیو پرضد وکاروو.»
کله چې شاه له استرالیا څخه بېرته تهران ته را وګرځېده د دربار وزیر اسد الله علم له هغه سره د هغه د تصمیم په اړه خبرې وکړې چې په ډاګه یې په کانبیرا کې د امریکا د ولسمشر په اړه تند غبرګون ښوولی و. دا داسې جدي خبرې وې چې هغه هېڅکله دومره بې پروايي د ولسمشر نیکسون د واک پرمهال نه وه کړې. شاه پخواني ولسمشر نیکسون ته ډېر درناوی درلود او وېره یې هم ترې درلوده. شاه وویل: « فورډ بیخي بې عقل انسان دی. هغه نور هېڅ نه لري، بې له دې چې خپلې عقدې سړې کړي، هغه د سایمون لخوا پړسول شوی دی.» ښاغلي علم ځواب ور کړ چې کیسنجر د ولسمشر تر شا ریښتینی ځواک او شخص دی. شاه د علم له دغې اشارې سره یو څه موافقه وکړه. لکه چې کیسنجر د رضا شاه ډېر ښه دوست و او تل به یې د شاه ستاینه کوله، نو دوی داسې وانګېرله چې په دې اړه د وراخطايۍ لپاره څه نه شته. او داسې تمه یې وه چې هغه باید د شاه د یوه دوست په توګه پاتې شي. شاه په توهینوونکي ډول د کیسنجر په اړه وویل :« سره له دې چې هغه په ستایلو نه ارزي. خو یار مې دی» یوازې څوکاله مخکې رضا شاه په تهران کې د امریکا سفیر ډوګلاس مک ارتر ته تند شکایت وکړ چې ولسمشر نیکسون د هغه وړاندیز ته په درنه سترګه نه ګوري او نه غواړي چې تهران ته راشي. خو دا ځل شاه په مصنوعي او بې علاقې ډول څرګنده کړه چې اردیشیر زاهدي سپینې ماڼۍ ته ورغلی چې ولسمشر جییرالډ فورډ ته دا وړاندیز وکړي چې ټوکیو ته د لویدیځو مشرانو په غونډه کې د ګډون پرمهال په تهران کې دمه وکړي، خو هغه د برېتانیې د ملکې الیزابت، د ملکې د مور د را تلونکي سفر په پلان ډېر بوخت دی او د امریکا د ولسمشر د ورتلو ډېر باک نه لري.