دولتي ترهګري (تروريزم)

 
 نیټه: ۲۶/۱۰/۱۳۹۳، ه،ش
  دولتي ترهګري(تروريزم)                                                                                                 دریم څپرکی؛ شپږمه  برخه
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ (د امیر ترهګره ژبه او ترهګرقلم)
لکه چې ومو لوستل چې د امیرعبدالرحمن خان  په خټه کې ترهګري اخښل شوی وه نو له دې کبله نه یوازې چې د نوموړي کړنې ترورستي وې بلکه د هغه ژبه او قلم هم ترهګر وو، امیر چې یو نه ستړی کیدونکی سړی ؤ او له هر ډول دولتي چارو څخه یې ستړیا نه احساسوله، نو ځکه یې د خپلو ورځنیو کارونو په اړه کوم ځانګړی مهال وېش نه درلود چې له امله یې د دولت له نورو مامورینو څخه هم له ټاکلي وخت څخه د زیات کار غوښتونکی ؤ، نوموړی د خپلو کارونو په تړاؤ  وایي:« د حیرانۍ خبره خو دا ده، چې هر څومره چې زه ډېر کار کوم د دې پر ځای چې ستړی شم لا پسې ځواکمن کېږم، ... د خوب او خوراک لپاره کوم ځانګړی وخت نه لرم، ځینې وختونه د د سترخوان پرسره باندې خواړه د څو ساعتونو لپاره پاتې کیږي او په سوچونو کې ډوب شم او ډوډۍ رانه هېره شي، کله کله چې د ځینو پرمختګونو په باب طرحې جوړوم او د دولت په کارونو باندې بخُت وم، نو تر هغې پورې په خپلو خیالاتو کې ورک شم او دومره یې تر اغېزې لاندې راځم چې، هغه کسان چې زما پر وړاندې ناست وي نه یې وینم، ډېرۍ شپې پر لوستلو او د لیکونو په ځوابونو باندې مشغول وم او خپل سر نه پورته کوم تر هغې چې ټوله شپه تېره شي او سهار شي.   
امیر زیاتوي: «د هیواد هېڅ یو تن زما د زیار او کوښښ لسمه برخه کار هم نه شي کولی، زه تر سهار پورې کار کوم ... او یوازې یو څو دقیقې د ډوډۍ د خوړلو لپاره خپل کار پریږدم، خو بیا هم د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې د درباریانو او نوکرانو سره مذاکرې کوم، رښتیا ده چې بدخویه سړی هڅکله هم آرام نه وي.» 
امیرعبدالرحمن خان تر هغې پورې په خپلو کارونو کې ډوب ؤ چې د یوه کال په اوږدو کې د خپلې کورنۍ سره یوازې دو یا درې ځله لیده کاته کول.  
دا چې امیر یو بې کچې زیارکښ شخص ؤ او د ځان په شان یې له خپلو مامورینو څخه هم د ډېر کار غوښتونکی ؤ نو په دې اړه امیر امر وکړ چې د دولت په ادارو کې دې له لمرختو څخه تر لمر پریوتلو پورې باید ټول مامورین، د کار کولو لپاره حاضر وي، کنه نو له سزا سره به مخ شي.
 د امیر امر پلی شو، خو د دولت د مامورینو ژوند یې تنګ کړ، د دربار مامورینو په ګډه یو غوښتنلیک ولیکلو، مګر له ډاره یې امیر ته وروړاندې نه کړی شو، څه موده وروسته په کابل کې د امیر د زوی سردار محمدعمرخان د سُنت (ختنه) جشن ترسره شو په دې وخت کې د کابل د دفترونو (۵۲) تنو مشرانو یو بل غوښتنلیک ولیکلو او د سردارمحمدعمرخان مور(ملکې بوبوجانې) په لاس یې امیر ته ورولېږلو، چې د عریضې په متن کې له حده زیات احترام، غوړه مالي، زارۍ او ... لیکل شوي وو او هم یې خپل ډېر مشکلات او ناروغۍ، د ورځې د (۱۴) ساعته کار له امله یاد کړي وو، کله چې غوښتنلیک  د ملکې لخوا امیر ته وروړاندې شو نو امیر یې پر وړاندې پخپل قلم داسې ولیکل:
«بر پدر همهء شما میرزهایکه در این کاغذ مهُر و دست خط کرده اید لعنت...»
«ستاسو مرزاګانو پر پلرونو دې لعنت وي، چې په دغه کاغذ کې مو مُهرونه او لاسلیکونه کړي دي او ستاسو پر هر یو باندې دې د خدای په درګاه او د پاکانو د ارواحو په برکت، پر تاسو دې زر ځله لعنت وي، ستاسو زړونه نه غواړي چې کار وکړئ، تاسې ټول مردار او د مور او پلار زورونکي یاست، د دفترونو ټولې مردارۍ ستاسو له لاسه دي.
                                    یوازې(فقط) امیرعبدالرحمن، پخپل قلم مې ولیکل فقط.
دا شان، امیر د افغانستان د هزاره وروڼو د کار او زحمت کښیو په باره کې په دې توګه ناوړه سرګندونې کړي دي:«په افغانستان کې متل دي چې وایي: که چېرې دا هزاره ګان نه وای او زموږ کارونه دوی نه ترسره کولی نو موږ به پخپله د خرونو په شان بارونه وړلی.»  
امیرعبدالرحمن خان نه یوازې دا چې د خپلو هیوادوالو په اړه یې سپکې سپورې ویلي دي، بلکه د خپلې کورنې په تړاؤ یې هم ناروا خبرې کړي دي نوموړی د خپل تره (کاکا) امیرمحمداعظم خان په باب ډېر بې ادبه غږیدلی دی او په دې باندې نه پوهيږي چې د خپلې کورنۍ سپکاوی کوي لکه چې په پښتنو کې متل دی: (له یاره وایې، له ځانه وایې) او د پښتونولی په قانون کې خپله کورنۍ، خپل اړوند قوم او په نوم پښتون یا په لویه کې په نوم افغان پسې د سپکو سپورو ویل منع دي. په هر حال نوموړی د خپلې کورنې سپکاوی دا ډول بیانوي:« زما تره محمداعظم خان د وطنپرستۍ غېرت نه درلود، د هیواد نظم ته یې پام نه کولو او په پرله پسې یې شراب او نور نشيی توکي  کارول او د نورو ناوړو کړنو د ترسره کولو له کبله یې د څو میاشتو په موده کې سلطنت او هیواد له لاسه ووتل.»  
دا شان، سردار محمداسحاق خان چې د امیرعبدالرحمن خان د تره زوی ؤ، له ده سره د سیاسي مخالفتونو له امله په جګړه ؤ، امیر د خپلې کورنۍ دا غړی حرامزاده ... بللی دی او ډېرې ناوړه خبرې یې لیکلي دي، نوموړی وایی: «... خائین او غدار محمداسحاق خان، چې زما د تره زوی ؤ، د ده حالات به هم بیان کړم، نوموړی زما د تره امیر محمد اعظم خان نامشروع زوی ؤ، چې مور یې د ارمني عسویانو د یو تن لور وه او زما د تره د حرمسرای خدمتګاره او د کورنۍ له مشروع کسانو(میرمن یا مینځه)  څخه نه وه.»  
دا ډول، امیرعبدالرحمن خان د یو بل تره امیرشېرعلي خان په اړه داسې لیکي:«امیرشېرعلي خان د بلخ په لاره کې د لیونیانو په شان خبرې کولې او ویل یې: دا چې افغانانو د انګریزانو پر وړاندې له ما څخه ملاتړ ونه کړ، نو روسیې ته ځم او د مرستې لپاره قزاقان له ځانه سره راولم او د افغانانو ښځې قزاقانو ته ورکوم.  
امیرعبدالرحمن خان د امیر شېرعلي خان د بُزدلۍ او ناغېړۍ په اړه وایي: « وروسته له هغې چې په کندهار کې د امیرشرعلي خان ورور سردارمحمدامین خان د ده لخوا ووژل شو او کله یې چې د سردار مړی د امیرشېرعلي خان حضور ته راوړ، امیرشېرعلي خان وویل: د دغه سپي مړی لېرې وغوځوئ او زما زوی ته ووایئ چې د دغه بري له امله دې راشي او مبارکي دې راکړي.
امیرعبدالرحمن خان زیاتوی: دا چې د ده صاحب منصبانو دا جرأت نه شو کولی چې دې ده د زوی د وژلو حال ووایي، نو د امیرشرعليخان د زوی جنازه یې راوړه او امیر له جنازې څخه لږ څه لیری ؤ، پوښتنه یې وکړه: دا بل سپی څوک دی؟ د امیر د پوښتنې په ځواب کې یې دې ده د زوی جنازه پر ځمکه کېښودله، کله چې  امیرشېرعليخان پوه شو چې زوی یې وژل شوی دی، نو خپل ګریوان یې څیرې کړ او پر سرباندې یې د خاورو اچول پېل کړل او چې له دغې ویر او ماتم څخه لږ شان آرام شو، بې هوښه شو دغه حالت تر یوه ساعته پورې دوام وکړ، نو کله چې په هوښ راغلو د خپل  مړه زوی له جسد سره یې په خبرو باندې پېل وکړ او بیا بې هوښه شو او تر دوو ورځو پورې یې دا ډول حالت درلود او وروسته یې د خپل زوی جنازه کابل ته ولېږله او د سردارمحمدآمین خان جنازه یې په کندهار کې د خرقې شریفې په دروازه کې د ده د نوکرانو لخوا خاورو ته وسپارل شوه.  
دا شان امیرعبدالرحمن خان د خپلو نږدې خپلوانو د مشروع غوښتنو په ځواب کې هم ډېره سپکه ژبه ښورولي ده کله چې هغه شمېر محمدزي سرداران چې په بهر کې اوسیدل او امیر خپل مخالفین بلل، په ځانګړي توګه هغه سرداران چې په هند کې مهاجر وو، له امیر څخه یې غوښتنه وکړه تر څو خپل هیواد ته د بېرته راتللو اجازه وکړي او په اړه یې یو غوښتن لیک امیرعبدالرحمن خان ته ولیږه، امیر د خپلې کورنۍ د سردارانو غوښتنه ونه منله اوپه ځواب کې یې د دوی پر غوښتن لیک باندې دا بیت ولیکلو:
(چون گرسنه میشوید سگ میشوید = چونکه گشتید سير، بدرگ میشوید.)
ژباړه: چې وږي شئ نو سپي شئ = نو کله چې ماړه شئ، بد ذاته شئ.
 ملا دین محمد مشک عالم (اندړ) چې د انګریزانو په ځپلو کې لوی نوم لري د امیرعبدالرحمن خان سره د ده د ترهګریزو کړنو له امله تر خپل مرګ پورې په مخالفت کې پاتې شو، کله چې مشک عالم ته د امیر لخوا استازي ورولیږل شول تر څو تسلیمۍ ته یې وهڅوي ملامشک عالم امیر ته داسې لیک ولېږلو:« درې زره هغه افغان مشران چې د انګریز د نیواک پر وړاندې یې جګړې تر سره کړي دي او د افغان ناموس، هیواد او اسلام څخه یې ملاتړ کړی دی او په دې لار کې یې سختې ستونځې ګاللي دي، نن ورځ پرته له کومې خطا، خیانت او یا کوم جنایت څخه د کابل په زندان کې بندیان دي او په وېره او سختۍ کې وخت تېروي، په دې بنسټ د افغانستان  ټول خلک په وېره او خطر کې اوسیږي چې له هغو څخه یو زه هم یم.»  
کله چې امیرعبدالرحمن خان د ملا مشک عالم له تسلیمۍ څخه نا هیلی شو نو دغه لوی آتل  او د اندړو نور آتل پښتانه چې د انګریزانو او د هغوی د ګوډاګیانو پر وړاندې د زمریانو او بازانو په شان جنګیدلي وو د موږکانو په نوم یاد کړل په داسې حال کې چې عبدالرحمن خان پخپله د انګریزانو، روسانو او ایرانیانو پر وړاندې موږک او ګیدړ ؤ، نوموړی د ملا مشک عالم او د هغه د ملاتړو په اړه داسې خوشي او ناځوانه سرګندونې کوي.
«مشهور ملامشک عالم چې ما هغه موش عالم بللو چې دا نوم نسبت د هغه لُمړني نوم ته مناسب دی، ځکه چې د هغه صورت د موږک په شان ؤ او حرکات یې ناوړه وو... ده  غوښتل چې د خپل هغه زیات نفوذ څخه چې د غلجیو پر جاهل او غېرمتمدن قوم باندې یې درلود او پخپله هم غلجې ؤ زما پر وړاندې یې مشکلات رامنځ ته کړل ... د موش عالم د کورنۍ او د ډېریو نورو موږکانو هغه دوامدارې مرستې چې له دوی سره به ترسره کیدلې پر دوی مې بندې کړې او دغه مرستې مې هغو شجاع عسکرو ته ورکړې چې د دغه ډول آزار رسوونکو او بدبختو موږکانو د وژلو لپاره مې لیږلي وو، تر څو دا موږکان نور ونه شي کولې چې له خلکوڅخه په بې انصافۍ سره پېسې تر لاسه کړي او د خلکو کورونه سوري کړي، زما دغو کړنو د ملایانو، دیني مشرانو او د هغه کسانو په منځ کې چې ځانونه یې د خلکو مشران بلل د یو لوی هیجان عامل شول، ډېر داد او فریادونه یې وکړل ... له نېکه مرغه چې په دغه نا آرامیو کې مې ټول موږکان له منځه یوړل.»  
لکه څه ډول چې امیرعبدالرحمن خان یو ترهګر خویه سړی ؤ، نو دې ده کابینه هم د امیر په شان  له ترهګرو او وحشي طبیعته کسانو څخه جوړه وه چې پخپله امیر د خپلو وزیرانو او مشاورینو د حماقتونو او وحشتونو په اړه داسې وایي: « اوس به زه د دربار د وزیرانو او مشاورینو د پوهې حال ولیکم: یو وخت په بازار کې د اوړو او ډوډۍ بیې لوړې شوې، او له قحطۍ څخه مې وېره درلودله، نو له خپلو وزیرانو سره مې په دې اړه مشوره وکړه، دوی په جدي توګه دا ډول مشوره راکړه: د غلې د دوکاندارانو غوږونه باید د دوی د دوکانونو پر دروازو باندې مېخ کړم، تر څو دوکانداران دې ته اړ شي چې غله او اوړه ارزان وپلوري ... له هغې ورځې راپه دیخوا [په دولتي چارو کې] کوم مشاور او دوست نه لرم ...»  
امیر د خپلې کابینې د بې نظمیو او ناوړو کړنو په تړاؤ په دې توګه سرګندونې کوي:« کله به یې چې د شیرینۍ په لوښي کې دربار ته شيریني راوړه، نو وزیرانو او صاحب منصبانو به، د دې پر ځای چې وېش ته منتظر پاتې شي، د شيرنۍ پر لوري به یې ورمنډې کړې او یو پر بل به یې ځانونه سره واچول تر څو وکړی شي هر یو زیات خواږه لاس ته راوړي، سره له دې چې کوښښ مې وکړ دوی وپوهوم چې دا کار د دوی او د دوی د پاچاه لپاره د بې عزتۍ سبب کیږي چې د پاچاه پر واړندې د وحشی ځناورو په شان کړنې تر سره کوئ، خو زما خبرې یې ونه منلې، یوه ورځ چې د اختر ورځ هم وه د شیرینۍ پخاطر په خپل منځ کې سره ټګر شول او په لیدو یې دومره خواشینی شوم چې د قراول سرتېرو ته مې حکم وکړ، هر څومره یې چې وهلی شۍ ویې ډبوئ، د دوی په دا حالت باندې لږ څه خوشاله او یو څه هم خواشینی شوم ځکه چې د دوی سرونه یې مات کړي وو او وینې ترې روانې وې، خو زما دا ډول کړنلاره د دوی په احمقانه او ناوړو عادتونو پر وړاندې ډېره ښه تمامه شوه.  
 امیرعبدالرحمن خان په تاشکند کې هغه مهال چې د روسانو په غوښتنه يې عکسونه اخیستل د خپلو ورسره کسانو کېسه کوي:«د روسانو د حاکم نایب موږ ته وویل:... امپراتور ستا او ستاسو سره د څو تنو مشرانو د انځورنو غوښتنه کړي ده ... موږ یې د عکاسۍ دوکان ته بوتلو، خو زما سره ملو مشرانو د انځورونو له اخیستلو څخه انکار وکړ، ویې ویل: هر څوک چې خپل عکس واخلي کافر کیږي.
امیر زیاتوي: «تر اوسه مې داسې فکر کولو چې زما ملګري عقل لري، خو اوس پوه شوم چې هېڅ عقل نه لري، د حاکم نایب له ما څخه وپوښتل: ولي ستا ملګري عکسونه نه اخلي؟ په ځواب کې مې ورته وویل: دوی زما د کومې ډلې مشران نه دې یوازې زما عادي نوکران دي ... .»  
همداشان امیرعبدالرحمن خان د یو بل مسؤل تن په اړه وایي: «په کال (۱۸۸۵، ز، = ۱۳۰۲، ه، ق) کې چې راولپنډې ته روان وم یوه تن انځورګر د انځورګرۍ کمره زما د انځور د اخیستلو لپاره راوړاندې کړه، په دې وخت کې زما د دربار له نوکرانو څخه یو تن په بیړې سره را منډه کړه او د عکاسۍ د کمرې پر سوري(لېنز) باندې یې خپل لاسونه کېښودل، هغه ته مې ویل: دا څه کوې؟ ځواب یې راکړ: قربان دې شم، تاسې نه پوهېږې، دا یو ډول نوی توپ دی چې دغه سړي(عکاس) ستاسو پر لوري نښانه نیولي ده ... .»
اخځ لیکونه:
میرغلام محمد(غبار)، افغانستان در مسیر تاریخ.  
امیرعبدالرحمن خان، تاج التواریخ.
فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ۳، ټوک.
 
                                                           د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي