
دویمه برخه
له ۱۹۷۴ تر۱۹۷۷ کاله پورې وروستۍ زور وهنه
اووم فصل
بې اندازې ښایسته شاهین
«زه به شاه ته ووایم چې هغه یوه ستایل شوې هستي ده»
هنري کیسنجر ـــ ۱۹۷۴
« ویاړ له مني دمخه راغی، اګر چې د کیسنجر په مسئله کې دا د ویاړ پرځای تر ډېره پر ځان غره کېدل دي.»
رضا شاه ــــ ۱۹۷۴
موږ پر شاه تر هغه نشو لاس بري کیدی چې له منځه یې یو نه سو.
په سپینه ماڼۍ کې د جیرالډ فورډ لومړۍ میاشت ډېره بې نظمه او ګډه وډه وه. د ریچارډ نیکسون په استعفا پسې سملاسي وروسته ولسمشر فورډ یو جنجالي تصمیم ونیو او د هغه د بښنې امر یې وکړ، د لومړۍ مېرمنې بیټي فورډ د سینو د سرطان ناروغي را برسېره شوه، ترکیې په قبرص یرغل وکړ او د تېلو د بیو د لوړوالي له کبله اقتصادي ځوړ دوام پیدا کړ. د نوي ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې د لوړې له مراسمو، څو ساعته وروسته ولسمشر فورډ ته وویل شول چې هغه درې میاشتې وخت لري چې انفلاسیون کنټرول کړي، که دا کار ونه کړي ددې وېره شته چې ممکن د بیکارۍ او افلاسیون د زیاتوالي له کبله ټولنیزه نا امني را منځ ته شي.
د کانګریس د مشرانو او ولسي جرګې ګډې ناستې ته ولسمشر جیرالډ فورډ په خپله لومړنۍ وینا کې په لنډو د خپل پخواني هیواد مشر په اړه خبرې وکړې او دارنګه یې د اګسټ په شپو ورځو کې د تېلو د ستونزې په حل ډېر ټینګار وکړ. کله چې هغه وویل:« زما لومړنی کاري لومړیتوب دا دی چې د انفلاسیون د کنټرولولو لپاره له تاسې سره ګډ کار وکړم .انفلاسیون زموږ لومړنی کورنۍ دښمن دی.»
ولسمشر فورډ یو ځل بیا هنري کیسنجر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د هغه هېواد د ملي امنیت د مشر په توګه وټاکه. پخواني ولسمشر ریچارډ نیکسون ښاغلي فورډ ته له کیسنجر سره د احتیاط کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې هغه ډېر پر ځان غره انسان دی:« هنري په رښتیا یو نا بغه دی، خو هغه فورډ ته سپارښتنه وکړه چې تاسو باید د هغه هره خبره ونه منئ.»
نیکسون خپل ځای ناستي ته وویل: «هغه به ستا حکومت ته ډېر ګټور انسان وي او هغه به ډیر وفاداره وي، خو ته به د دې اجازه هغه ته نه ورکوې چې په خپلو ټولو چارو کې خلاص لاس ولري.» په شخصي توګه نیکسون مخامخ موضوع ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه « فورډ باید په دې باندې پوه شي چې اوس هم وخت دی چې هنري باید په خپل لېونتوب کې ووهل شي. ځکه چې هنري دا فکر کول پیل کړي وو چې هغه ولسمشر دی. خو هنري خپله وروزه او د یوه ماشوم په څېر چلند ورسره وکړه.»
د پخواني ولسمشر نیکسون خلاف ولسمشر فورډ د کیسنجر توند چال چلند او عصباني فشار او غوصه زغمله او د مخامخ نیوکې په مقابل کې به یې غلی کېده. ولسمشر فورډ د هنري کیسنجر د ژوند لیک لیکوال والټ ایساکسون ته وویل : «کله نا کله به یې څو دقیقې او کله به یې ان یو ساعت وخت نیو چې هغه بېرته ارام شي او کیسنجر ته به مې ویل چې امریکا ورته څومره اړتیا لري او له هغه څخه به مې هیله کوله چې د مهربانۍ له مخې له ما سره کار ته دوام ور کړي.»
نوي ولسمشر جیرالډ فورډ د دې وړتیا او ډاډ نه در لود چې بهرنۍ پالیسۍ ته لاس ور وړي او خپلو کورنیو سیاستوالو ته وښيي چې هغه هم د دې وړ دی چې د امریکا په مهمې سیاسي تڼۍ ګوتې کیږدي. په داسې حال کې چې نیکسون له شاه سره له اوږدو او کلکو جوړو کړو اړیکو، معاملو او را کړې ور کړې خوند اخیست، خو د ولسمشرۍ په لومړۍ میاشتې کې ولسمشر فورډ دې معلوماتو ته اړتیا ونه لیده چې له کیسنجر او د هغه له نورو سلاکارانو څخه د جیوپولیټیکو مسئلو، د بهرنۍ اقتصادي پالیسیو او تګلارو په اړه پوښتنې ولري. دارنګه فورډ بیل سایمون د خزانې د وزیر په توګه له ځانه سره وساته، ځکه چې ولسمشر د خزانې په برخه کې د هغه محافظه کاري وستایله او د هغه مننه یې وکړه. د نیکسون د ادارې ددغو۲ مهمو وزیرانو یا چارواکو بیا ټاکل کېدو دا ډاډ را منځ ته کولو چې کېدای شي د نیکسون په ادارې کې د دوی ترمنځ اختلاف ته بیا دوام ور کړل شي او دوی بیا په دې مسله مخالفت ولري چې د امریکا د انرژۍ د امنیت او د تېلو د را تلونکې اړتیا د پوره کولو لپاره ایران او که سعودي عربستان حیاتي ارزښت لري او له کوم یوه سره دې دوستي پراخه شي .
ولسمشرفورډ په لومړي ځل د اګسټ په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د تېلو د صادروونکو هېوادو (اوپیک) او د شاه په اړه خبرې وکړې. د دوی د خبرو اترو متن ښيي چې د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر غوښتل چې د تېلو د بیو د لوړېدو او کموالي د ستونزې د پراختیا او دوام تور د ایران له شاه څخه بچ او په سعودي عربستان او د اوپیک په نورو غړو ور واچوي. هغه نوي ولسمشر ته دا روښانه نه کړه چې هغه او پخواني ولسمشر نیکسون له رضا شاه سره دا منلې وه چې د تېلو بیې د دې لپاره لوړې کړي چې خپلې نظامي اړتیاوې پوره او پوځي وړتیاوې پرې لوړې کړي.
خو کیسنجر هېڅکله هم ولسمشر فورډ ته د هغو پټو تړونونو په اړه څه ونه ویل چې د نیکسون او رضا شاه ترمنځ شوي وو او د نوي ولسمشر لپاره دغه دردونکې مسئله په میراث ورپاتې وه. کیسنجر وغوښتل دا ډآډ را منځ ته کړي چې په بهرنۍ پالیسۍ کې را مخې ته شوی دغه نوی ولسمشر وویني چې هرڅه د ده له پلان سره سم پرمخ روان دي. کیسنجر وویل:«د انرژۍ د څرنګوالي په تړاو، موږ باید داسې لاره پیدا کړو چې د اوپیک سازمان دړې وړې کړو. موږ دا کار د نورو هیوادونو له مرستې پرته نه شو تر سره کولی. دا د منلو وړنه ده چې د شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړو هېوادونه د ۸۰۰ میلیون وګړو صنعتي هېوادونه تر خپل تېغ لاندې راولي او بلک مېل یې کړي.»
سایمون غوښتل چې له شاه څخه ددغې مسلې تایید واخلي. هغه فکر کاوه چې سعودي عربستان غواړي چې د تېلو لوړې بیې را ټیټې کړي، خو که د ایران شاه ورسره پښې بندې نه کړي. « زه په دې کې شک لرم چې سعودیان به په دې مسئله کې ریښتیني وي. دارنګه سعودیان په عربي نړۍ کې ډېر بې اغېزې او سست خلک دي. دوی غواړي چې په ماهرانه ډول په دې برخه کې مانورې تر سره کړي. زه فکر کوم ، دوی هڅه کوي چې موږ ته ووایي ــــ لکه چې دوی وویل، غواړي چې تېل پلور ته وړاندې کړي ـــ خو دا کار به هېڅکله په ارزانه بیه ترسره نه کړي. دوی به موږ ته دا ونه وايي چې دوی غواړي په ارزانه قیمت ژوند وکړي یانې تېل په کمه بیه وپلوري، بلکې دوی د دغه کار لپاره په خپله مبارزه کې بریالي شول. که دوی اصلي ځای ته را ورسېدل نو دوی به له دې مسئلې د خپلو بنسټپالونظرونو له کبله په بله ټوپ کړي. رضا شاه سخت زړی کس دی. خو هغه زموږ ریښتینی ملګری دی. موږ پر هغه تر هغې پورې نه شو بریالي کېدای چې هغه له پښو ونه غورځوو. موږ کولی شو هغه ته د نظامي وسلو او وسایلو ورکول بند کړو او پر هغه د فشار راوړلو هڅه وکړو، خو فرانسه به زموږ تشه په ډېرې خوښۍ سره ډکه کړي.»
خو کیسنجر دا یادونه ونه کړه چې د ایران هوايي ځواکونه د روزنې او وسایلو له اړخه تر اوسه هم د امریکا په متحدو ایالتونو باندې تړلي دي او د امریکا له دغو مرستو پرته به ورته دروند زیان ورسیږي. فرانسوي پوځي وسایل د امریکايي پوځي وسایلو چې د رضا شاه ډیر خوښیدل ځای ناستې یا بدیل نه شي ګرځېدای.
ولسمشر فورډ وړاندیز وکړ چې:«هغه د تېلو په بندیز کې شامل نه شي.»
کیسنجر وویل:« بالکل، سایمونه اوس موافق شوې؟ په هر حال، پر شاه د غالب کېدو تګلاره به کار ور نه کړي. موږ اوس د نورو لارو په لټه کې یو.» دوی د تېلو له نورو اخیستونکو هېوادونو سره د همکاریو د زیاتولو په هڅو بحثونه وکړل :«موږ د تېلو مصرفوونکي سره همغږي کوو، وروسته موږ دوه اړخیز کمیسیونونه سره همغاړي کوو چې تر ممکنې کچې خپلې اقتصادي اړیکې سره نژدې کړو. دارنګه موږ خپل اغېز لرو او اروپآيي هېوادونه نه شي کولی د بحران په دننه کې مزل وکړي. موږ غواړو چې د دوی پلازمېنې له یوه او بل سره وتړو. کله چې شاه موږ ټول د تېلو اخیستونکي همغږي کېدونکي وویني ـــ هغه به وویني چې موږ څه کووـــ موږ دا کار په داسې ډول نه کوو چې هغه ته ګواښ ښکاره شي. زه کېدی شي په اکټوبر میاشت کې د شوروي د سفر پرمهال له هغه(شاه) سره ووینم او د دوه اړخیزو فعالیتونو په اړه ور سره خبرې اترې وکړم.»
ښاغلي فورډ وویل:«ایا هغه د تېلو لوړې بیې غواړي؟»
کیسنجر په ځواب کې ورته وویل:« هو، هغه محدود امکانات لري. هغه په دې پوهیږي چې د هغه ګټه په پیتروکیمیاوي موادو ډېره شوې ده او سعودیان له کمپنیو څخه په هر شي کې ډېرې پیسې اخلي. موږ باید په داسې رول کې نه وو چې د تېلو تولیدونکي هېوادونه د ۱۹۷۵ کال له نیمايي دمخه سره مخ کړو. موږ باید پر دوی واک وچلوو. »
کیسنجریوازې پنځه فوق العاده اعلامیې جوړې کړې. هغه ومنله چې شاه د تېلو د بیې په ټیټوالي کې مهم لوبغاړی و. هغه په دې پوهېده چې شاه د تېلو د بیو د نورې لوړونې د پلان جوړولو په حال کې و. هغه د سعودي عربستان لخوا په دې برخه کې د مرستې وړاندیز ته هېڅ پام ونه کړ او هغه یې ډېر جدي ونه ګاڼه. هغه تایید کړه چې د امریکې متحده ایالتونو په تهران کې په خپل متحد ملګري باندې ستراتیژیک اغېز لري. ډېره لویه دسیسه دا وه چې کیسنجر په غیر مستقیم ډول ومنله چې د پهلوي رژیم د ماتیدو په حال کې دی. «د تېلو پر بیو د شاه لاس بری کیدل کېدای شي شاه مات کړي» دا د کیسنجر وروستۍ اشاره وه چې هغه د ایران په دننه کې د بې ثباتۍ لپاره د بالقوه عامل د شته والي په اړه د ژورې اندېښنې په لړ کې په ډاګه کړه. امریکايي چارواکي لا له وړاندې دې پایلې ته رسیدلي وو چې د شاه رژیم هغومره پیاوړی نه دی لکه چې ښکاریږي؟
۳۶ کاله وروسته برېنټ سکووکرافټ په یوه مرکه کې دا خبره تایید کړه ( بالکل، زه فکر کوم موږ همدا ډول فکر کاوه چې ایران پیاوړي دی، خو هغومره نه و چې موږ یې فکر کاوه.)
په ۱۹۷۴ کال کې سکوکرافټ د ملي امنیت په ادارې کې د کیسنجر مرستیال و. «د ایران شاه په کور دننه خپل یو شمیر ستر دښمنان له منځه یووړل ــ لکه د یو شمیر حکومتي چارواکو، وزیرانو او د ځینو سترو ځمکه والو زور یې اوبه کړ، خو دهغه پرځای یې ونشو کولی چې خپلو پالیسیو او تګلارو ته ملاتړي پیدا کړي اوبلاخره یې پایله داشوه چې د هغه ملاتړ کمزوری او انقلاب را منځ ته شو .بناءً موږ پر هغه د فشار اچولو په برخه کې ډیر محتاط وو. »
سکوکرافټ چې شاه یې ډیر ستایه، هېڅکله یې هم قصد نه درلود چې د ایران او امریکا د ځانګړو اړیکو په تړاو دوه زړی واوسي، ځکه چې « موږ ایران ته په ټول درناوي یو شمېر مهمې موخې درلودې چې ځینې یې ډېرې پېچلې او جنجالي وې.» ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د پالیسۍ ستنه یا بنسټ، د تېلو د سیمو ساتونکی او د لیږد مهمه لاره وه او دارنګه یې اسراییلو ته د تېلو د ورکړې ضامن هېواد و. پر دې سربېره ایران دارنګه د تېلو د بیو د لوړوالي د مخنیوي یوازینی مسئول و چې د امریکا او د امریکا د دوستانو اقتصاد، پرمختګ او ټیکاو ته یې لوی ګواښ پېښ کړی و. تر دې لوی او پېچلي موضوعات دا وو چې شاه سپینې ماڼۍ ته دا روښانه کړه چې د تېلو لوړې بیې د ایران د سیاسي ټیکاو بیه ده، په هره اندازه چې د تېلو بیه اوچته وي هغومره به ایران له سیاسي اړخه ثبات ولري. سکوکرافټ وویل:« زه فکرکوم شاه سمه خبره کوله او هغه ډېر دروند او محترم ملګری و. هغه دارنګه خپلې کورنۍ ګټې هم درلودې او لکه چې تاسو لیدلی شئ پر هغه فشار د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېده او ډېر امکان لري چې هغه داسې فکر کاو چې باید دغه فشار له اقتصادي اړخه کم او خپل رژیم وساتي.»
خو د سپینې ماڼۍ چارواکو څه فکر کاوه چې دوی په شاه باندې تر اوسه څه ډول اغېز لري؟ خو لکه چې معلومه شوه دوی ډېر اغېز نه لاره.
سکووکرافټ وویل:« هغه اغېز چې موږ درلود داو چې په پای کې شاه بلاخره پر موږ باندې تکیه وکړه، زموږ په ملاتړ یې ټینګار کاو. خو هغه ستونزه چې موږ پرې نه پوهېده دقیقا دا وه چې هغه په دې اړه څه نظر درلود او ایا هغه په همغې لارې فکر کاوه چې موږ کاوه.» خو دا خبره د کیسې یو بل اړخ تشریح کوي.
ځینې خلک او چارواکي لکه د خزانې وزیر بیل سایمون له هغه سره بیخي جوړ نه وو او داسې فکر یې کاوه چې هغه د تېلو د بیو د لوړېدو مهم عامل دی . . . .«سایمون غوښتل چې پر شاه او موږ تور ولګوي، په خاصه توګه پر هنري او ما کیسنجر، زه فکر کوم ولسمشر فورډ له موږ سره موافق و او نه و تیار چې پر شاه هغه ډول فشار واچوي چې سایمون غوښتل.»
د امریکا حکومت د خپل ځان د فلج کولو پالیسي تعقیبوله. د کیسنجر نژدې سلاکار وینسټون لارډ په شخصي ډول خپل مشر ته وویل چې دوی اوس په داسې یوه وضیعت کې دي چې د تېلو پر بیو بحث کول کېدای شي له ایران سره د دوی معاملې ټوټه ټوټه کړي. ده وویل: « لږ تر لږه موږ کولی شو یو شمېر هغه تڼۍ کېکاږو چې په لاس کې مو دي، په دې توګه پر دواړو غاړو باندې یو ډول اغیز لري، خو شاه نه غواړي چې د تېلو د بیې پر مسئلې خبرې وکړي او یا کوم څه تر سره کړي . »