سي ای اې په پنجشېر کې (وروستۍ برخه)

 
وروستۍ خبرې
                                                                      
د۲۰۰۴ کال داکټوبرنهم سهاردافغان څارگره ادارې دمشرامرالله صالح په دفترکې ناست وم اوپه افغانستان کې همدا شیبه پیښیدونکي ولسمشری ټول ټاکنې موسره څیړلې.
داته مليونوڅخه زیات ښځواوسړیودطالبانواوالقاعده له خوا دتشدداوتیري دگواښونوسره سره په کتارونوپه داسې حال کې چې هواهم ډېره خرابه وه( ساړه اوددوړوتوپانونه دهیوادپه نیمایی برخه سويل کې اوباران اوواوره په شمال کې وریدله) په تاریخ کې دلومړی ځل لپاره دازاداوولسواکه ټاکنوله لارې دخپل ملي رهبردټاکلولپاره درایومرکزونوته ولاړل.
دملي امنیت مشرصالح مې پخوانی دوست دی.زه هغه د۱۹۹۶ کال راپدیخواچې ما کابل ته دمسعود سره دلیدنې لپاره سفرکړی ؤ،پیژنم.
صالح هغه ځوان عمره هلک ؤچې مسعودپرې ډېرزیات باورؤاوپه ۱۹۹۷ کال کې په دوشنبه ، تاجکستان کې دشمالی ټلوالې ددفترریس وټاکل شو.
دهغه وروسته دتیروکلونوپه څار سي، ای، اې دمسعودسره په دوشنبه کې دصالح له دفترپه واسطه اړیکې نیولې.
په ۲۰۰۱ کال واداکتوبرپه وروستیوکې چې صالح په همغه وخت ایله بیله دیرش کلن ؤ،هغه ته امروشوچې پنجشېرته راشي اودانجنرعارف سره دشمالي ټلوالې داستخباراتوددفترپه اداره کولوکې دهغه دځانگړي همکارپه توگه دنده اجراکړي.
دهغه دنده لامل شوه چې دژامې ماتوونکی گروپ سره اړیکه ټیټې اندازې ته راولي خودکابل په نیولو سره  دغه حقیقت بدلون وموند.کله چې دشمالي ټلوالې کامیابه ځواکونه دکابل ښارپه ۲۰۰۱ دنومبر په څوارلسمه باندې ونیوه.انجنرعارف اودهغه په پخواني ملي استخباراتوپه پاتېشونوباندې کنترول په لاس  لاس کې واخیست اودغه دفتریې دملی امنیت ریاست ونوماوه.چې چې امرالله صالح یی د سي،ای،اې سره د ارتباطي افسر په توگه ددغه ریاست مشر وټاکل شو.
 کله چې موږدصالح په دفترکې ناست ؤاودهغه تلویزیون دهیوادپه کچه دملي ټاکنوبهیرپه ژوندي ډول خپراوه،ما اوهغه په هغه بدلونوباندې چې دسي ،ای، اې گروپ افغانستان ته دلومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ سپټمبرکې راننوت،بیا کتنه وکړله.
ماهغه ته دهغه شیبې چې ما اوریک د بارک د کلي کې په کلا کې دتوت لاندې په داسې حال کې چې باران وریده اوهوا سړه وه ، سگرټ څکول اوورسره مخ حالات موڅیړل ، وریاده کړله.
دامریکې بمباری یوازې دوه ورځې وړاندې پیل وه اولومړنی پایلې یې مایوسه کوونکې وې . په هیوادکې دامریکې دپوځ هیڅ پرسونل نه ؤاوموږله دې چې د او،ډي،اې د ځانگړوځواکونوسرتیري به څه وخت راځي ، هیڅ خبرنه درلود.هوا شمال لوري په غرونوکې په خرابیدو وه اودژمي دژرراتگ وعده یې کوله.
هغه وینا چې هرڅه بې خونده خړپړښکاري،دوخت نه مخکې وه.اوس موږدلته ناست یو،صالح اوس دملي امنیت یا د ملي امنیت ریاست یا ان،ډي،اس ریس دی.اوپه ټول افغانستان کې په داسې حال کې چې دټول ټاکنوپروسه رابرسیره کیږي،څاري.
صالح وویل چې هغه غواړي چې دسهارپه شپږوبجودلومړي ځل لپاره درایوهغه مرکز ته چې دده کورته ورنږدې دی،درایې ورکولولپاره ولاړشي. نه هغه رایومرکزته چې دولتي مهمواولوړپوړوچارواکولپاره تاسیس شوی دی.
هغه واضحً دخپلې راېې ورکولوله باندې دومره خوشاله اوویاړکاوه  چې ماته دهغه سست روش له امله چې دامریکې په تیروټاکنوکې مې درایې ورکولوپرمهال درلود،شرم احساس شو.دا د نوي اوعصري افغانستان په تاریخ کې یوه تاریخي ورځ وه.
داسې یوه ورځ چې دپنځه ویشت کلنی جگړې وروسته یې هغه حقیقت چې دافغانستان په بیا ودانولوکې څومره پرمختگ شوی دی،څرگنداوه.دغه ورځې داحقیقت چې دبشپړیدولپاره څومره نورکارونه باید ترسره شي،هم څرگنداوه . اوهمدارنگه که چیرې دغه ملت غواړي چې هېواد يې بایدبیا دترهگرو ځاله نه شي اوسیاسي اواقتصادی ټینگښت رامنځ ته شي ، نوددغه موخو په وړاندې  شته خنډونه باید له منځه یووړل شي.
ما وروسته له دې چې دپنجشېرڅخه دنومبرپه څلورمه ۲۰۰۱ کال کې سهاروختي ولاړم،تراوسه مې کابل ته څلورم سفرؤاود۲۰۰۴ کال داکتوبرمیاشتې ترپایه په کابل کې پاتې شوم.ددغه دریوکلونوپه بهرکې لیدنوماته دپرتله کولوبنسټ پداسې حال کې چې دهیواداوسني حالات څارم اوراتلونکی یې اټکل کوم، کیښود.
کره کتونکي باور لري چې د هغې هڅې پایلې چې لویدیځ ډوله دموکراسي په داسې یوه ملت باندې چې په توکمیز ډول ویشل شوی وي، لکه افغانستان چې بنیادي جوړښت لکه سړکونه، بريښنا، د اوبو سیستم، د تعلیم سیستم خو پکې اصلاً وجود نلري، او په داسې یوه هیواد کې چې زیات نفوس یې بې سیواده وي او پنځه ویشت کاله یې قانون د کلاشنکوف د کلتور په زور جوړ شوی وي،پایله یې حتمي ناکامي ده!
دغه گوت نیونې ښایې چې په نتیجه کې صحیح ثبوت شي، او دغه تجربه د ۲۰۰۲ کال په پیل کې د بون د پریکړې وروسته چې یوه افغان موقتي او یوه ملي اساسي قانون ته یې چوکاټ او لاره پرانستله، وازمویل شوه.
ازادو ټول ټاکنو لپاره د مهال ویش جوړونه يوه هغه  هڅه ده چې په تر سره کولو کې لویدیځواله ډموکراسي د افغانانو پوروړي دي او دا هغه هڅه دې چې په کامیابولو کې باید هر ډول امکانات په لاره واچول شي.
د نهم اکتوبر بريالى او خوندي ټولټاکنې چې حامد کرزی یې ولسمشر کړ، د هغه حقیقت لپاره چې د افغانانو زیاته برخه  پر دغه هڅه باور لري، ثبوت او شاهدي وه. د کرزي په وړاندې پروت سړک یو اسان سړک نه دی. هغه ستونزې چې د ولس مشر کرزي او د هغه ادارې په وړاندې یی مخامخ دي،ډیرې دي او کوم اسان حل نه لري.
زه واضحً کوم سیاسي ماهر نه یم اونه یې دعوه لرم خو غواړم چې څو مهم موضوعاتو ته چې د افغان دولت ورسره مخامخ دی، گوتې وروړم او ځینې نا اټکل شوي خطرونه وڅیړم او په هغه څه چې ښايي متحده ایلات یې د ممکنه مرستې لپاره وکړي، و غږیږم.!
 د تاریخ له مخې هغه حکومتونه چې په کابل یې واک چلولای دی، ضعیف او د یوه مهم اساسي او ډاډمن مالي بنسټ نشتوالي د نوموړي حکومتونه د یوه داسې پوځ په جوړولو او ساتلو کې چې په نورو ولایتونو کې د پوځی ځواک د پلي کولو توان ولري، خنډ گرځیدلای!
پرته له غمیو کاڼو، هغه هم نسبتا کوچنی کان را ایستنه چې د هیواد په شمال ختیځ تاجک نفوذه سیمه کې موقیعت لري، هیواد ته د عایداتو یوازې دوه نورې لارې موجودې وې. یوه هغه مالیه وه چې د افغانستان په پولو باندې د سامان اړولو او رااړولو او د هیواد په دننه کې د سړکونو له لارې لاسته راتلله او بل هغه پیسې وې چې غیر قانوني اپینو د تجارت او قاچاق له لارې لاسته راتللې.
د هیواد سرحدي ولایتونه ځواکمنه قومي لیډرانو په اسانۍ سره غصبوي، بیلیونه ډالر چې دغه هیواد ته د ۱۹۸۰ کلونو په مهال راوچلیدل، دغه هیواد نور هم ناوړه کړ ځکه چې نوموړې بودیجه په لیرې پرتو ولایتونو کې د سیمه ایزه قوماندانانو او سیاسي اشخاصو ته په لاس ورغلله او د هغوی د اغیزې د لا نورې پیاوړي کولو کې ورسره مرسته وکړله.
 د جگړې د کلونو پر مهال د اپینو تولید ته دوام ورکړل شو، او د طالبانو د ماتې وروسته په دریو کلونو په موده کې پکې په ډراماتیکه او ناڅاپې ډول زیاتوالی پکې راغی. سیمه ایزه لیډرانو د مخدره موادو  د قاچاق څخه هر وخت گټه اخستې ده. یا خو یې د مخدره موادو د مستقیمې لیږدونې څخه گته اخستې او یا خو ددوی د ولکې لاندې سیمو کې د قاچاقو پرخوځښته باندې د مالیې اخستنې څخه گټه پورته کړې ده. دغه شتمني یو شمیر سیمه ایزه قوماندانان بډای کړل او هغوی ته یې د خپلو شخصي ملیشاوؤ د ځواکمن کولو او  وسلوال کولو توان ورکړ.
دغه کار په کابل کې مرکزي دولت په پرلپسې توگه د بهرنیو حکومتونو او نړیواله مالي ټولنو پر بسپنه باندې متکي کیدلو ته مجبور کړ او ونه توانید څو په خپلو مټو یو رښتینۍ پوځ جوړ څو په ځواکمنو سیمه ایزه لیډرانو باندې خپل واک حاکم کړي.
کرزی او د هغه انتقالی حکومت ځان هغسې لکه څنگه چې مرکزي حکومت د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې واک ترلاسه کړ،احساس کړه.
په ټوکیو کې د ۲۰۰۲ د جنوري کنفرانس وروسته د مرستې د راتگ هیله وه.  د ا مریکا په مشرۍ گډون کوونکو هیوادونو د پنځه لس بیلین ډالرو د مرستې وعده وکړله څو د افغانستان په بیارغونه کې وکارول شي خو ددغه وعدو څخه پکې ډیرې لږې لاسته راغلې. د امریکې متحده ایالاتو یوازې ۷۵۰۰۰۰ راتلونکي کال کې ورکړې.
او د نوموړو پیسو زیاته برخه د بیا رغونې پر د بشري مرستې لپاره ورکړل شوې وې.
اسماعیل خا ن په هرات کې، دوستم په مزار او د تاجکستان سرحد سره د جنرال فهیم خان ځواکونه او همدارنکه زیات شمیر سیمه ایزه قوماندانانو د هیواد په ختیځه ولایتون کې په بیړه سره د گمرکاتو او د سړکونو محصولات ځانونو ته راغونډ او خپلې زورورې مليشاوې یې نورې هم ځواکمنې او په کابل کې د مرکزي حکومت سره یې د همکاری په وړاندې نور مقاومت ته هم وهڅول.د اافغانستان انتقالي حکوت د ملي پوځ په جوړولؤ کې د پیل څخه د ستونزو سره مخامخ و، د بودیجې نشتوالی یې بل خنډ شو او حکومت ددغه ستونزو د پرمختگ د مخنیوي لپاره په اغیزمن ډول هيڅ هم ونه شو کړلای. د متحده ایلاتو د پالیسي جوړونکو هغه پرېکړه چې د امریکې پوځ به د افغانستان د انتقالي دولت سره د مرستې لپاره د سیمه ایزه ليډرانو په ضد نه کارول کیږي، په دغه بهیر کې د کرزي د حکومت د پرمختگ ممانعت نور هم زیات کړ.
د تیرو دریو کلونو به موده کې د کابل حکومت ډیر لږ او په کراره سره پرمختگ وکړ. د افغانستان ملي پوځ روزنه په مخ رانه ده او د سیمه ایزه ملشاوو د بې وسلې کولو، غیر فعال کولوو او بیا ځای په ځای کولو( ډي،ډي،ار) کولو لپاره نړیواله هڅه روانه ده خو بیا هم هغه سیمه ایزه قوماندانان چې دغه ځواکونه اداره کوي ددغه پروسې د پرمختگ سبب گرځي.
د ۲۰۰۴ کال په نیمایي کې کرزي د محلي قومادانانو په ضد گام اوچت کړ. جنرال دوستم او اسماعیل خان یې د اړوند ولایتونو څخه پداې حال کې چې ځانونه یې په خپله والیان ټاکلې ول، لیرې کړل. کله چې د اکټوبر دمیاشتې ملي ټول ټاکنې رانږدې شولې، کرزي خپل لومړی مرستیال مارشال فهیم خان له دندې گوښه کړ.
د فهیم په ځاې یې د کرزي په لاس کې نیولای د احمد شامسعود ورور، احمد ضیا مسعود راووست. د کرزي دغه پرېکړه د فهیم او د هغه نننۍ پنجشیري تاجک ډلې ته چې د مسعود د ورور   په راوړلو سره یې حتې د فهیم په قیمت هم مخالفت نه شو کولای، په مخ څپیړه وه.
کرزي ولس مشري د یوه مناسب او او رښتینې پروسې له لارې وگټله،  اوولسو نورو کاندیدانو په گډون د اسماعیل خان ، دوستم او یونس قانوني چې د فهیم د نږدې کسانو څخه و، په بې میلۍ سره د انتخاباتو پایلې قبولې کړلې.
 د تیرو دریو کلونو په بهیر کې د نړیوالې ټولنې لخوا په بسپنه ورکولو کې زیاتوالی راغی اومتحده ایلاتو په لویه کچه د ملي بیا رغونې پروگرام ته د بودیجې په ورکولو کې زیاتوالی راوستلای دی.
 د امریکې پوځ د هیواد په سطحه د پي ار ټی( د ولایتي بیا رغونې گروپونه ‎) پلي کړل څو کوچنۍ مرستې لکه د نویو ښوونځیو جوړول، نوي څاگان، د اوبونې پروژې او په محلي سیمو کې مستقیم کلیو ته د سړک جوړونه تهیه کړي.
بیا هم زیاتي مالي مرستې ته اړتیا شته او پرمختگ اوس هم هڅوونکی دی خو سربیره پردې د محلي قوماندانانو زور مرکزي دولت ته  یو جدي گواښ دی او دا گواښ ښایې چې د کامیابه ولس مشری ټاکنو وروسته هم متوجې وي.
اسماعیل خان اوس هم یو ځواکمن، په سیمه کې مشهور، د هیواد په لویدیځ کې سیاسي او پوځې ځواک او  د ایراني حکوت سره د هغه نږدې اړیکې او هغه مالي منابع چې دی اوس هم اداره کوي، له ده هغه ځواک جوړوي چې باید په وړاندې یې اقدام ترسره شي.
دوستم خو ښايي چې د ټولو سیمه ایزه قوماندانانو د ډلې څخه ترټولو زیات گمراه او بې لارې سیاسي شخص وي چې د کرزي دولت ته یو جدي گواښ دی.
دوستم د ازبک دولت سره اوس هم نږدې اړیکې ساتي او او هغوی غواړي په هغه ولایتونو کې چې د ازبکستان سره سرحد لري، دوستم په قدرت کې وساتي څو د سويلي سخت دریزه اسلامي گروپونو په وړاندې یې د ډال په توکه وکاروي.
برسیره پردې د مرکزي دولت د ثبات لپاره ترټولو سخت او ځواکمن گواښ مارشال فهیم او د هغه پنجشري هم قومیان دي . دده د امر لاندې ممکن دوولس زره جنگیالي وي، فهیم او دهغه  ښایي یواځنۍ پوځې ځواک وي (پرته د شل زره امریکایي سرتیروچې په هیوادکې پراته دي.لیکوال)بله ستونزه چې په تیرودریوکلونوکې دکرزي اداره ورسره مخامخ وه،هغه انجنرعارف اودهغه دملي امنیت مدیریت ؤ.پرته دهغه کردارڅخه چې دمسعودڅارگره اداره یې په کلونوکې په مخ بوتله او د۲۰۰۲ کال دلومړیوشپږوڅخه تراته میاشتوپورې داغیزناک پیل څخه پرته،عارف واضحً ونه توانیده چې دملي امنیت اداره دیوه پراخ بنسټ ، په توکم گډه اومسلکي ادارې په لوري  پرمخ بوځي.د۲۰۰۳ کال په اوږدو کې کرزي اود سي ای اې ته هغه حقیقت چې عارف په تیروخت کې سریښ ؤاودملي امنیت اداره یې دنژادي اوشخصي غوښتنوپه گټه کاروله اوزیات وخت به یې دپردې ترشا دکرزي اودحکومت په خلاف کارکاوه،څرگندشو.د۲۰۰۴ کال دجنوري په میاشت کې کرزي، عارف دملي امنیت له مشری څخه لیرې اوهغه یې یوه نوي جوړشوي مقام داستخباراتي موضوعاتوپه څانگه کې ولسمشرته دځانگړي مشاورپه توگه یوداسې مقام ته چې دنده اومسولیت نه لري،ترفیع ورکړه.
د ۲۰۰۴ کال دفبروري په میاشت کې کرزي امیرالله صالح دملي امنیت دنوي مشرپه توگه وټاکه.صالح دلومړنی ریاست دمشرپه توگه بهترینه دنده اجراکړله اودملي امنیت په ریاست کې دریښتیني سمون دراوستلودهغه ملاتړله امله انجنرعارف دده دښمني ته ملاوتړله.د ۲۰۰۳ کال په وروستیوکې انجنرعارف امرالله صالح دخپل مقام څخه گوښه اویوه ټیټ مقام ته چې اهمیت یې نه درلود،تنزیل کړ.
صالح پکې مقاومت وکړاودملي امنیت دننه  یې دمثبت بدلون لپاره کارته دوام ورکړو.دملی امنیت دمشرپه توگه دهغه دنده ،دنوموړي ادارې دراتلونکي لپاره یوه ځلانده نښه ده.هغه دپنجشېر تاجک دی اوهغه احمدشاه مسعود ته ورته  ځانگړتیاوې لري.
صالح دتوکمیزه سابقې اوقومي نسبونوڅخه هاخوا دیوه پراخ بنسټه افغانستان چې دموکراتیک ملت ولري،دقانون له مخې یې حکومت ترسره شي اوداسې هیوادچې ټول توکمونه اونژادونه سره په مساوی ډول چلند وشي،هیله لري.
دملي امنیت دمشرپه توگه دلومړیونهومیاشتوپرمهال،هغه په اداره باندې رښتني اغیزه لرله .دادارې په تشکیل اوجوړښت کې یې بدلونونه راوستل ،  هره کچه  اودرجه یې روزنې پیل کړې . داستخدامولولپاره یې یوپروگرام تاسیس کړچې له مخې یې خلک داستعداد په درلودلوگمارل کیدل نه دتوکم اویا دکورنیو اړیکوپه اساس اوپه ډراماتیکه ډول یې مرال اوکړنوته پرمختگ ورکړ.ملي امنیت ته دغوره کارپایلې وې چې ټاکنې په سوله ایزاومنظمه توگه ترسره شول.
دملي امنیت په ریاست کې ډېرڅه لاپاتې دي خومشرصالح اداره په صیح لاره روانه کړیده.هغه پرمختگونه چې پاس یې ذکر وشو هڅوونکي دي . دبخت دملتیا سره متحده ایلات او نورو هیوادونو لخوا د بیا جوړونې د کارونو لپاره د پیسو د مرستې زیاتوالی او د افغان ملي پوځ ته په پام سره هیله شته چې د دموکراسۍ لپاره دغه هڅه به کامیابه شي .
خو د مالي مرستې د زیاتوالي او د ولس مشر کرزي سره د هغه نوي شوي وعدې ډاډه کولو لپاره چې دهغه حکومت سره به د ورسره مخ مشکلاتو باندې د بري لپاره هر ډول مرسته کوي باید د امریکې متحده ایلات ځینې پاملرنې د عراق څخه لیرې او افغانستان ته یې راواړوي.
عراق د ۲۰۰۲ د نیمایۍ راپدیخوا د امرکایی ادارې لپاره د پاملرنې اصلي ډگر گرځیلای دی.کله چې افغانستان د مالي او پرسونل منابعو په ویشنه کې د عراق څخه دوهم مقام ترلاسه کړ، د ملي امنیت شورا د بحث مهال ویش ته د افغاني موضوعاتو ورننباسل ستونزمن شول.
مرستې او همکاری په څرگند ډول جلا شوي ول او هرنوی وړاندیز شوي پلان د کړنلارو جوړونکو له وسه تیر شوی و. د نوي ټاکل شوي افغان دولت د کامیابی لپاره د متحده ایلاتو په واسطه د راتلونکو دریو کلونو لپاره وړاندې شوې اقتصادي مرسته کې حتماً باید دپام وړ  زیاتوالی راشي. ښایې چې د یوه کال لپاره ددریو څخه د څلورو بیلیونو پورې ورسیږي او ورسره باید د متحده ایلاتو څخه مناسب لارښود او مشوره ورکړل شي. دا به د کرزي د حکومت په هغه پلان چې سیمه ایزه لیډرانو ځواک مات او په ملي بیا رغونه کې زیاتوالی راولي، ښه اغیزه ولري. د تجریې په اساس د یوه افغان وفاداري نه اخستل کیږي خو په کرایه کیدلای شي!؟
د ډېرو کلونو د جگړې، مرگ او ویجاړتیا وروسته، افغانان سولې ته تږي او غواړي چې له دغه فرصت چې د خپلو ځانونو او کورنیو لپاره یو خوندي ژوند برابر کړي، گټه واخلي!
یو مرکزي دولت چې مالي منابع ولري او د هیواد په سطحه د بیا جوړونې پلان د پلي کولو په پایله کې د ولایتي نفوس ترې گټه اخستلای شي او دغه کار هم په یو ډول د ولایتي قومي لیډرانو او جگړه مارانو اغیزې ته تاوان رسولای شي. په افغانستان کې په عنعنوي توگه هغه وخت وفاداري بدلون مومي ، کله چې یو شخص په بل لوري کې زیات گټه او مکانات وویني.
د مرکزي دولت لخوا مالي او ټولنیز ه سزا، داسې سزا چې وکولای شي د لوټمارو ،جنگسالارانو او د هغوی ملیشاوؤ څخه نظامي خوندیتوب تهیه کړي، دغه کار ته به ټول ملت هرکلی ووايي. په عراق باندې د متحده ایلاتو تمرکز زیاته او جدي اغیزه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ختیځې پولې په اوږدو د تروریزم په وړاندې په جگړه کې احساس کیږي.
د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې د توره بوړې د جگړې او ورپسې د  اسامه بن لادن او د هغه لوړپوړې افسر ایمن اظواهري د تښتیدلو سمدستي وروسته سي ای اې او د امریکې د پوځ لخوا ځانگړي روزل شوي، ځانگړي نظامي قطعې په ولایتي سیمو کې د کابل په ختیځ او سويل ختیځه سیمو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د گروپونو په جوړولوپیل وکړ.
دغه گروپونه چې نسبتا کوچني او خوځنده ول، له هغه موقتي کلاگانو څخه چې د سیمه ایزه قوماندانانو لخوا ساتل کیدل، هغوی ورته انساني ځواک، څارگره او د ډزو ځواک په داسې وخت کې چې ترهگره عناصر یې لټول، تهیه کوله.
لومړنی پایلې یې وعده ورکوونکې وې خو د امریکې پوځ په عراق کې د جگړې د  بیا تنظیم کولو لپاره، دروزنې لپاره د تیاری نیولو په موخه هغه مهمې قطعې چې په دغه هڅه کې بوخت ول، له افغانستان څخه وباسل.
ددغه ځانگړو قطاعاتو په ځای د متحده ایلاتو د پوځ معمولي ځواک لکه لسمه غرنۍ او پنځه ویشتمه پلې فرقه ځای په ځای کړله.نوموړې فرقې بهترین زړور سرتیري لرل خو دغه ځواک په چیرکي جگړو کې هغه دول روزنه او تکړه توب چې قطاعاتو درلود، نلرله او په عین وخت کې د سي ای اې ترمینځ هم په عراق باندې تمرکز زیات شو.
 له عراق څخه هغه مقناطیس جوړ شو چې پرسونل او منابع یې کشول او په عراق کې د سي ای اې گروپونه د با تجربه نظامي افسرانو باندې سمبالونه له ستونزو ډگه وه.
 د سرحدي سیمو د عملیاتو بڼې په بدلون پیل وکړ. د راتلونکو اته لس میاشتو په بهیر کې په سرحدي سیمو کې عملیاتي قرارگاوؤ د جسامت په لحاظ سترې شولې .
د پآیښت او دوام لپاره د کوچنیو گروپونو په ځای ستر چڼیز عملیات ترسره شول څو په سیمه کې شکمن تروریستان، وسلې او مهمات پیدا کړي.
زیات وخت دغه عملیات په سیمه کې دقومي خلکودغوسې لامل شواودهغوی دکورونوددغه ورانوونکوپلټنو،دښځواوماشومانودډارولودهغوی سخته کرکه راوپاروله . د۲۰۰۳ کال په وروستیوکې په میډیا باندې دپسرلي پرمهال په افغان سرحدي سیموکې دبن لادن دله منځه وړلولپاره به کیدونکي نظامي عملیاتوعام بحثونه وشول.
پسرلی راغی اوعملیات ونشول.دامریکې پوځ اوسي ای اې ونه توانیدل چې هغه اړین انساني ځواک چې ددغه عملیاتودترسره کولولپاره پکارؤ،را ولیژي.واضح هغه غوښتنه چې په عراق کې وه،ددغه کارخنډ شو.
په پای کې بله ستونزه دپاکستان ده،ددې لپاره چې زموږنظامي عملیات په ختیځ افغانستان کې کامیاب شي،موږدپاکستان دپوځ پوره همکاری ته اړتیا لرو.
ددواړوهیوادونودسرحدپه اوږدودزیږي عرضي له امله ، دهغه تروریزم په وړاندې چې په سیمه کې پټ دی دکامیابه عملیاتویوازینی لاردسرحدپه دواړوغاړودپوځونوپه گډه دڅټک اوسندان په ډول کارکړل دي.
داسې چې یوه غاړه پرې یرغل کوي  اوبله غاړه کلک ولاړوي ترڅودښمن په لومه کې راښکیل کړي.دمتحده ایالاتوځواکونه کولای شي دافغانستان دننه په سرحدي سیموکې ازاد ډول خوځښت وکړي خودهاخوا غاړې سندان یانې پاکستان پوځ په خپل هیوادکې په قبیلوي سیمودعملیاتوڅخه منع شوی دی ، دادمځکې هغه ټوټه ده چې ددوه زره مایلوڅخه زیات اوږدوالی لري اودپاکستان اوافغانستان ترمنځ سرحدجوړوي.هغه عنعنه چې په سیمه کې دبرتانیې دوخت قانون ته غږیږي،دسیمې دغه سخت او ویروونکي قومونه ددې پرځای چې خپلې پلارنی مځکې کې بهرنی ځواک وویني،حتی که پاکستانی ځواک هم وي،جگړه اختیاروي اوداسې نه ښکاري چې دغه طبیعت دې په لنډ وخت کې بدلون ومومي. لکه څنگه چې زما دکیسۍ په متن کې طرح شوي ده،پاکستان دډېره وخته په سويلي اسیا کې دامریکې دبدهلک (هغه څوک چې دبل چا په امرهرډول کارونه کوي.ژباړن)په نوم شهرت لري،دپاکستان هغه هڅه چې زروي وسلې ته یې پرمختگ ورکړاوداوږده واټن ویشتونکی بلاستیکی میزایل یې جوړکړل،هغه منبع وه چې د ۱۹۸۰ کال راپدیخوا یې ددواړوهیوادونوترمنځ دپیلوماتیک حساسیت منځ ته راوړ.پاکستاني حکومت په شغال شوي کشمیر کې دمسلمانوجنگیالوڅخه دهندوستان په وړاندې په خپله اوږدمهاله چیریکي جگړه کې ملاتړکوي.دغه کشمیری جنگیالوته دپاکستان حکومت دخپلواکۍ جنگیالو په سترگوگوري په داسې حال کې چې دامریکې حکومت هغوی ته ترهگر وایي.
په ۱۹۹۲ کال داپریل څخه تر۲۰۰۱ سپټمبر پورې چې پاکستان دافغانستان په کورنیوچاروکې لاس وهنو له امله چې لومړی یې سخت دریزه مجاهدین اوبیایې په داخلي جگړه کې په ملک باندې دکنټرول ساتلولپاره دطالبانوڅخه ملاتړوکړ،په سیمه کې دپاکستان هغه شهرت ته چې ستونزه  جوړوونکی اود سولې اوثبات لپاره خطردی،لاره نوره هم ورپخه کړله.په پای کې دامریکې متحده ایالاتودپاکستان په وړاندې دپیړیوپه موده بندیزونه ولگول.
حتی نن ورځ هم زموږپه کانگریس کې دپاکستان سره ددیپلوماتیکي اړیکودپرمختگ وړاندیز ته هروخت ناڅاپي غبرگون وي،سره له دې چې پاکستان موږته دتروریزم په وړاندې په جگړه کې ځان یوډېرمهم  ملگر ی او متحدثبوت کړ،دسپټمبرد ۱۱   څخه سمدستي وروسته پاکستاني حکومت دسختې پریکړې چې یا خودمتحده ایالاتوسره دترهگرو په وړاندې په جگړه کې همکا رشه اویا خوپه راتلونکې جگړه کې ددښمن په توگه وپیژندل شه ، مخامخ شو.
پاکستانیانوپرېکړه وکړه چې دمتحده ایالاتوترڅنگ به دریږي.دپاکستاني استخباراتي ادارې یا اى اېس اى(استخباراتي خدماتومدیریت)په پاکستان کې دسي ای اې سره په سلگونوالقاعده غړوپه نیولوکې مرسته وکړه او سي ای اې ته یې ځان یوموثر ملگری ثبوت کړ.اوځیني لوړپوړي القاعده غړي لکه خالدشیخ محمدچې دسپټمبر دیوولسمې دحملې مشرپلانوونکی ؤ،لاتراوسه نه دی نیول شوی اوهمدغه همکاری نن ورځ هم دوام کوي خوپاکستاني حکومت ددغه همکاری له امله دداخلي جدي اوسیاسي زیان سره مخامخ دي.د۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونوپه پیل کې ای، اس،ای کشمیري جنگیالي اودهغوی پاکستاني همکاران دهغوبهرنیوپه گډون چې دشوروي اتحادپه وړاندې جهادته راغلي ول،په افغانستان کې په کمپونوکې روزل.
دبهرنیوزیاته برخه دالقاعده غړي ول اوهغوکسانوچې روزنه یې په یوځای کوله،ملگرتیا اوترمنځ یې یوشریک هدف رامنځ ته شو.کوم وخت به چې په پاکستان کې دالقاعده په وړاندې دهغوی په پټ ځای باندې برید وشو،دالقاعده غړي به دپاکستان جنگیالوله خوا زیات وخت دلشکرطایبه اویا په کشمیر کې دیاغي توب (ملاتړکوونکی)دجیش محمداړوندگروپونولخواکوربه کیدل.نوموړي گروپونه دمتحده ایالاتوسره دپاکستان دحکومت همکاری له امله سخته کرکه لري اودپاکستان ولس مشرپروېزمشرف په څرگندډول ددغه همکاری له امله ملامتوي.په هغه باندې ددغه گروپونولخواڅوځلې دوژلوهڅې وشوې.
دکورنیوجنگیالودفشارله امله دپاکستان حکومت اوپوځ  قبایلي سیموته دورتگ اودالقاعده اونوربهرني وگړي چې هلته پټ ؤپه له منځه وړلوکې تر۲۰۰۴ اوړي پوري بې میله ؤ.
نوموړي سیمه دهیوادترټولوسخته مذهبي محافظه کاره سیمه وه چې په زرکونوکوچني مذهبي ښوونځي لري اوخپلوشاگردانوته داسلام ددین ترټولوسخته دریزه اوبنیادي بڼه ورزده کوي.دامریکې ددولت له خوا دسخت فشارله امله ، دپاکستاني پوځ ځواکونه دوزیرستان قبیلوي سیموته ورننوتل چې دقومونوسره په جگړوکې ددرنه مقاومت سره مخامخ شول اودرنه مرگ ژوبله ورواوښتله.
دغه پوځي عمل په مشرف اودپاکستان په پوځ باندې سیاسي فشارنورهم ورزیات کړ.ددغه گران بیه همکاری سره سره متحده ایالاتودهغه وړاندیز چې دپاکستاني حکومت سره اساسي دیپلوماتیکي یااقتصادي مرستې تهیه شي،په وړاندې مقاومت وکړ.
د۲۰۰۴ په وروستیوکې پاکستاني پوځ دمشرف څخه دالقاعده په وړاندې په جگړه کې پوره ملاتړوکړخودپوځ دمشرانوترمنځ دپاکستانیانودقربانی اوپه دغه هڅه کې دخطرسره دمخامخ کیدلولپاره دمتحده ایالاتوله خوا دکوروداني اورښتینې انعامونونشتوالي له امله کرکه راپورته شوله.
که چرې دپاکستان په هغه هڅه کې دمرستې لپاره چې سرحدي سیمې باید له تروریستانوپاکې کړي،په هڅولو کې کامیاب شو،هغه غواړي چې سیاسي خطرونه سره مخامخ  اوپه قبیلوي سیمه کې دعملیاتوبیه پرځان قبوله کړي نوبیا دپاکستان په وړاندې دمتحده ایالاتودیپلوماتیک دریځ بدلون ومومي.
موږباید دپاکستان سره دیپلوماتیکي اړیکې بیا ټینگې کړواودمشرف حکومت سره مرسته اوهمکاري وکړوترڅوپه هیوادکې د روانو ټولنیزاواقتصادي ستونزو په ښه توگه لارښودکړای شي.
موږبایددپاکستان پوځ ته هم انعام ورکړو،ښایي چې هغوی دپام وړپوځي توکوخرڅ اوهغې موضوعاتولکه اف-۱۶جنگي الوتکې چې د پاکستان هوایي ځواک کلونه وړاندې پیرودلي اوپیسې یې ورکړي خومتحده ایالاتوهغه دبندیزونودپروگرام دیوې برخې په توگه نیولي،مطرح شي.په وزیرستان کې جگړې پاکستاني پوځ ته په ملیون هاؤډالره تاوان اوپه سلگونوسرتیرودژوندپه بیه تمام شو.دپولې په دومره اوږدوالي سره په ټولوقبایلي سیموباندې بری به هغوی ته نورهم گران تمام شي.
ددې په بدل کې لازمه ده چې یوڅه ورکړل شي ، ددغې هڅې لپاره بایداساسي انعام ورکړل شي.اسامه بن لادن اوایمن الظواهري دپاکستان په قبایلي سیموکې پټ دي.دوی خوبې له شکه دهغه قومي لیډرانوله خوا چې پاکستان نه خوښوي اودهغه مالي انعامونوڅخه اسامه بن لادن یې ورکوي خونداخلي.
دپاکستان له خوا پوره همکاري لاس ته راوړل،دمتحده ایالاتودپوځ ستراتیژي دافغاني خواته  په پوله بیا متمرکزکول،دځانگړوعملیاتوقطعو بیا را لیژدول  اوپه سرحدي سیموکې د سي ای اې دگروپونوزیاتونه به دسرحد دواړه غاړوته د همکاری اوهم غږي پوځي عملیاتوته لاره پرانیزي.
دایوازینی لاره ده چې بن لادن،ایمن الظواهري اودهغوی ملگري پیدا اوله منځه یووړل شي.که څه هم چې افغانستان کې مثبت پرمختگ روان دی،دبشپړې ودې بنسټ لړزیدونکی دی.داچې د ۲۰۰۱ سپټمبروروسته دافغانستان مشری متحده ایالاتوپرغاړه اخیستي،دنورې ودې لپاره پرمخ تلل ترڅوډاډه کړي چې له وړاندې شوي پرمختگ دوام وکړي ، دامریکې دحکومت په لاسونوکې دی.
دپرمختگ په موخه دبدلون راوستلولپاره بایددغه اداره ځیني جدي ستونزمنه پریکړې وکړي.عراق هغه یوهستونزه ده چې کوم واضح حل نه لری.متحده ایالات اوس هم په بیلیونه ډالر او د امریکايي سرتیرو ژوند قربانوي څو په عراق کې سوله او دموکراسي  منځ ته راوړي؟! دغه هڅه د افغانستان په قیمت ترسره کیږي. دداسې یوه هیواد چې د ۲۰۰۱ وروسته د هڅو او د سولې او دموکراسی لپاره رښتیني امید او هغه هیله چې د تروریزم په وړاندې په جگړه کې مهمه گټه لاس ته راځي، له لاسه ورکوو. د امریکې کړنلاره جوړونکي باید بیا کیني او د افغانستان لپاره زموږ پلان او پروگرام بیا ارزیابي کړي څو په هیواد کې د اوسني حالت څخه گټه پورته شي.
موږ باید د کرزي له دولت سره مالي مرسته زیاته کړو څو د هیواد په سطحه اغیزمن د بیا رغونې پروگرام ته دوام ورکړي. او یو اغیزمن ملي پوځ جوړ کړي.
سیمه ایزه قومي مشران او ځواکمن جنگسالاران باید بې وسلې او د هغوی ملیشاوې د ملکي ژوند په ځواک بدل شي. د تروریزم په وړاندې په جگړه کې مهم سیمه چې لا تراوس پکې کار شته، د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمې دي، زموږ د اوسنیو عملیاتو دود او دستور او په سرحدی سیمو کې د پوځ او د سي ای اې ځواکونو جوړښت په غرونو کې د پټ دښمن په وړاندې په جگړه بې اغیزې دی.
ستراتیژی ته باید بیا  کتنه وشي او ځانگړی ځواکونه سره د باتجربه سي ای اې او د ځانگړو فعالیتونو فرقې افسران باید سیمې ته بیا راوړل شي. په عین وخت کې د پاکستان په لوري د امریکې د حکومت دیپلوماتیکه کړنلارې په دې موخه چې د پاکستان حکومت، د پاکستان د پوځ رهبري ځواکمنه شي څو وتوانیږي د ترهگرو هغه پټ ځایونه چې په قبیلوي سیمو گې موجود دي، جرړې وباسي.
د عراق سیوره په دې سیمه پریوځي او بیا به د ادارې لپاره د عراق څخه پام رااړونه له ربړونو ډکه وي حتې د پورتني بدلون د اړتیا لپاره به لږ هم و نشي کړای. د ذکر شوي بدلونونو د راړلو لپاره د یوه کال لگښت ښایي چې په عراق کې د امریکې د پوځ  اوسني عملیاتو د یوې اوونۍ د لگښته څخه هم لږ وي. د عراق سره د دومره شته اندېښنې ته په پام سره، زه باور نه لرم چې د متحده ایالاتو دولت به په پالیسۍکې دومره بدلون راوستلای شي چې په افغانستان کې د یوې دموکراتیکې هڅې د بریالي کېدلو لپاره حالت ته پرمختگ او یا د سويلي اسیا په سیمه کې د اسامه بن لادن د نیولو او القاعده ته د ماتې ورکولو لپاره دیپلوماټک او پوځې هڅې بیا را متمرکزه کړي.
 ددغه بدلونونو د راوستلو لپاره اوس هم فرصت شته. که چیرې په دغه هڅو کې ناکام شو، جدي خطر مو هم مخې ته پروت دی!
 
گیري سي شرون-د امريکې متحده ایالات