
اتمه برخه
دکابل نيول
۱ ـ۱۴ نومبر
کال۲۰۰۱
داكټوبردڅلورم په سهاردوهم گیري(1)، دبحری ځواکونوقومندان کالنډاوهانک دکافي څښلوپرمهال په شمال کې حالاتوته بیا کتنه وکړله.
دجنرال فهیم سره په دوشنبه کې داكټوبر ددېرشمې نېټې لیدنه دافغانستان په شمال کې دامريكې دبمباری په ستراتیژی راڅرخیدله اوفهیم دطالبانوپرهغه کرښوچې دکابل سره په شمال اوهمدارنگه په هغه لومړیوکرښوچې په تخارکې ورسره دده ځواکونه مخامخ دي، باندې دامريكې دهوایي ځواک لخوا ددرنې هوایي بمباری غوښتنه وکړله. فهیم له دې امله چې دامريكې دمتحده ایالات دمزار په خوا اوشا کې دښمن ټکوي په داسې حال چې دکابل اوتخارسره دطالبانواصلي مرکزیت له پامه غورځوي. وروسته له یوه اوږده بحث اودجنرال فرانک له خوا فهیم څخه په کابل باندې دهغه دبرید دپلان په اړه دڅوسختوپوښتنووروسته لیدنه په دې هوکړه چې دامريكې دمتحده ایالات دبمبارۍ کمپاین دکابل اوتخارسره لومړیوکرښوباندې متمرکزکوي، پای ته ورسېدله. دنومبرپرلومړی نېټه په شمال کې په ځانگړي ډول دمزاراوکندوزپه سیموکې چېرې چې دجنرال دوستم او قومندان عطا ځواکونودطالبانوپه وړاندې په کراره خوثابت پرمختگ کاوه، په بم غورځونه کې ناڅاپي اودپام وړزیاتوالی راغلی ؤ. دتخارپه لومړی کرښه باندې هم لویه بمباري ترسره شوي وه چې د بي-52 اوبي-1 ډوله الوتکودطالبانوشپږمهم مرکزونه په نښه کړل، اوتردرې سوه پورې طالبان اودهغوی یوجگپوړی نظامي قومندان یې وواژه. شمالي ټلوالې له خوا دطالبانوترمنځ په مخابروکې دخبرودثبت له مخې دا څرگنده شوله چې دکندوزپه گرنیزیون کې حالات خرابېدل اوسیمه يیزقومندان غوښتل چې ټول نظامي اکمالات مزارته ولېږي. ښه خبرخوداؤچې دبمبارۍ زیاتوالی په هغه سیموکې دوام وکړ. بدخبرخو داؤ چې دکابل په خوا او شا کې دبمبارۍ په زیاتوالي کې هیڅ بدلون نه ؤراغلی.
ممتازوروسته له دې چې په همغه سهاریې په استانه کې گیري دوهم ته هرکلی ووایه، خبرورکړچې جنرال فهیم اوعارف دورځې په وروستیوکې له مهالویش سره سم له دوشنبې راگرځي. ممتازوویل چې فهیم دپیغام له مخې، هغه غواړي چې هرڅومره ژرددوهم گیري هانک اودبحري ځواکونوقومندان کالنډسره، لیدنه ترتیب شي. داښکاره وه چې دفهیم له خوا لومړی پوښتنه به دکابل په خوا شا کې دبمبارۍ زیاتوالی چې تاسې یې ژمنه کړې وه، چېرې ده؟. نوموړېپوښتنې ته ځواب ؤخوداسې ځواب چې فهیم ته دمنلو وړنه ؤ.
په همغه ورځ لیدنه په رښتیا هم ستونزمنه وه. فهیم په خپلوخبروکې مودب خوپه خبروټینگ ولاړؤ.
هغه وویل چې داكټوبرددېرشم په لیدنوکې دوعدوپه اساس هغه دشمالي ټلوالې ځواکونه دکابل په شمال کې دطالبانوپه کرښوباندې دبریدلپاره تیارول. هغه خپل پلان عمده طرح کړاودسويل په لورې پردوه غاښوچې دکابل په لورې په دوه عمومي سړکونوپرتعقیب ؤمتمرکزكېده. هغه شل ټانکونه، شل دانې روسي بي اېم پي ټانکونه (زغره وال گاډي چې پرسونل لېږدوي)پنځوس دانې توپونه، اوتردولسوزروپورې ځواکونه دبريد لپاره چمتودرلودل. ددغه شمېرڅخه پرته فهیم دطالبانوپرکلکودفاعي موقیغتونوچې په ژوروخوړونواوددوی دلومړیوکرښومخامخ په کلیواوبانډوکې اچولي ؤ، په درنې اودوام داره بماری باندې تاكېدوکړي. هغه وویل چې دبمباری پرته بريد ښایي ناکامه شي ځکه چې زغره وال ځواک یې لږاوپه وسلوباندې دغیرمستقیم ډزواداره کول ستونزمن ؤ. هانک اودبحري ځواکونوقومندان کالنډ له فهیم سره په لنډ وخت کې دبمباری دکمپاین دبدلون وعده وکړه. دوعدې کړل اسان ؤخوسرته رسول یې ربړین ؤ. دکابل په خوا اوشا کې دبمباری پرموضوع تراوسه هم دامريكې دحکومت دلوړپوړوپرېکړه کوونکو ترمنځ اوس هم بحثونه کړل. لویدیځ لورې ته، دکندوزاومزارخوا اوشا کې جگړه ایزعملیات اوس هم ښه روان ؤاوپه سیمه کې مهم پرمختگونه كېدل. داسې هیله كېدله چې مزاربه په راتلونكې څوورځوکې ددوستم ځواکونوترخپلې والکې لاندې راولي.
هوایي بمباری ته دوام ورکاوه. که چېرې دشمالي ټلوالې دځواکونوله خوا مهم څوسړکونه اوغرونه ونیول شي، سويل ته دطالبانودپرشاتگ لاره به بند شي. دمزارنيول به په شمال کې دطالبانومرال ولړزوي. بیا به دامريكې دبمباری ټول زوراوتمرکز دتخارسره لومړی کرښې ته بدلون ومومي اودشمالي ټلوالې ځواکونه چې دجنرال بریالي خان له قوماندې لاندې ؤ، به وتوانېږي څوکرښه ماته اوتالقان رالاندې شي اوپه کندوزاوسیمه کې دطالبانوپرځواکونوباندې دزیات فشارلامل شي.
دتالقانواوکندوزترنیولووروسته به دکابل پرلومړی کرښه بمباری متمرکزه شي. سره له دې چې دغه پوځي ستراتیژي امريكني جگړه پلانونکو درک کوله خو د کابل ښار د نیولو هغه مهم اوحیاتي ارزښت چې د شمالي ټلوالې مشرانو ته یې درلود، له پامه غورځولی و. د شمالي ټلوالې لخوا د کابل نیونه به د طالبانو په وړاندې كاميابي حتمي او د شمالي ټلوالې د کلونو مبارزې ته به مشروعیت وروبخښي.
جنرال فهیم او د شمالي ټلوالې نور مشرانو ته دهغې موضوع تشرې چې په شمال کې جگړه د کابل د ارزښت له انډوله دوهم مقام لري، یوه ناممکنه دنده وه. د فهیم دفاعي بحثونو په دې چې د کابل نیول به په شمال کې د طالبانو د مرال په ضعیفولو کې یو مهم گام او همدارنگه په سیمه او په خوا وشا کې به د هغوی راپرځېدل گړندي کړي، راڅرخیدل.
له بله پلوه د مزار او د کندوز فتح به په کابل کې دطالبانوپه رهبرانواودهغوی دځواکونوپه مرال باندې لږتاثیرولري اوبیا هم دکابل څخه دطالبانودشړلولپاره یوه لویه جگړه ترمنځ پرته وي. هغه هڅه چې له مخې يې فهیم اودشمالي ټلوالې نورمشران دامريكې په هغه ستراتیژی چې دکابل نیول به وروستی گام وي، پوهول، فهیم اونورومشرانوداسې انگېرله چې دامريكې دحکومت په منځ کې دلوړپوړوچارواکوترمنځ دشمالي ټلوالې له خوا دکابل په نیولوکې لویه سپمونه موجوده وه. دامريكې دحکومت سره دکلونوپه موده دمعاملې کړلوله امله شمالي ټلوالې ته داحقیقت چې دامريكې دحکومت دلوړپوړو پرېکړه کوونکو په منځ کې ځواکمنه تاجک ضدډله شته، په خوگمنه توگه څرگندکړ. په دېرشم اكټوبرلیدنه کې جنرال فرانک اودهغه لوړپوړوافسرانوته داحقیقت چې جنرال فهیم ځان سپموي ځکه چې غواړي چې دطالبانووروسته سیاسي مبارزې ته خپل نظامي ځواک وساتي، څرگندؤ. دوی واضحً پوهېدل چې دفهیم دځواکونوسره مخامخ طالب ځواکونوباندې دامريكې ددرنې بمباری تاكېد یې ددې دپاره چې دامريكې متحده ایالات لوی باراوچت اودفهیم له خوا دکابل نیونه دهغه لپاره لږه قیمتي کړي، دوی واضح پوهېدل چې فهیم دطالبانوپرهغه ځواکونوباندې چې هغه ورسره مخامخ ؤ، دامريكې دمتحده ایالاتوله خوا په درنې بمباری باندې ددې دپاره تاكېد کاوه چې متحده ایالات دروندبارله مخې لیرې اودده دپاره دکابل نیول اسان شي. کابل دوروستي گام ستراتیژي دشمالي ټلوالې هغه ویره چې دامريكې حکومت نه غواړي چې په سويلکې دپښتنوڅخه تاجک زاته سیاسي گټه لاس ته راوړي، راپارولي وه.
فهیم په خپل تحلیل کې صحیح ؤ، له هغې هوکړې پرته چې د دېرشم اكټوبر پرمهال رامنځ ته شوي وه، جنرال فرانک هغه نظرته چې هغه پرشمالي ټلواله کابل ته دطالبانوپه وړاندې دجگړې دپرمخ بیولواعتمادنه لري، دوام ورکاوه. دکابل د نيولو اودانتقال کولوموضوع دامريكې کړنلاره جوړوونكې ترهغې وروستنی شېبې چې دکابل ښاردشمالي ټلوالې لاسونوته ولوید، ځورول. دشمالي ټلوالې له خوادکابل د ښار د نيولواوكنټرولولوپه اړه جدي سپمونې موجودې وې.
که څه هم چې دفهیم ځواکونودکابل په شمال کې شمالي اواروسیموکې دجگړې په گټلوکې مهم رول درلود، په واشنگټن کې دمشرانوډلې هڅه کوله چې یوداسې دکاروړپلان چې له مخې یې تاجک ځواکونه له ښارڅخه بیدیا وساتي اوپرځای یې دکابل دادارې اوپولیسي حدماتولپاره یوبهرنی ځواک وگوماري. په امريكې کې کړنلاره جوړونکودکابل سره په لومړی کرښه باندې دبمباری دمتمرکز کولودوخت په اړه ترهغه چې حالات دلته پخپله پریکړې په لورې پرمختگ کاوه، بحث ته دوام ورکړ. دنومبرپه څلورمه نېټه دفهیم سره دلیدنې څوورځې وروسته هانک اودبحري ځواکونوقومندان کالنډ له درې څخه لاړاودوهم گیري هم ترهغې دښه تاسیس شوي ژامې ماتوونكې گروپ دادارې لپاره مثبت شوی اوتیارؤ. په لویدیځ کې نظامي حالات اوس هم ښه روان ؤ. دنومبرپه شپږمه نېټه رپوټونه راغلل چې طالبان په مایوسی اوبیړه سره مزارته ملاتړلیږدوي. امريكایي تکتیکي هوایي بريدونوطالبانو ته زیات شمېر دسرزیان وررسولی ؤ. په هغه جگړه کې چې دیوه مهم اوستراتیژیک لوی کلي چې (دره سوف)نومېده دنیولولپاره ترسره شوه، پرته له شلوکسانوچې په منډه بریالي شول، نوریې ټول په پوره ډول له مځکې ورک کړل. هغه تقویه اومرستې چې دمزارشریف څخه ورلیږل كېدلې، دامريكې دهوایي ځواکونوله خوا وټکول شوې. دنومبرپه اوومه نېټه دوهم گیري دجنرال بسم الله خان سره په جبل السراج کې دهغه په قرارگاه کې دلیدنې په موخه په موټرکې هډوكي دردونكى(1) سفرترسره کړ. جنرال په کابل باندې دبریدجوړېدونکوپلان ته بیا کتنه وکړله. جنرال په داسې وخت کې چې دلويې کړكۍ سره چې هاخوایې دشمالي دجگړې د ډگرخوځېدونکې منظره وه، ناست ؤ، هغه ستونزې چې ده دجگړې دپلانونوپرمهال درلودل وڅېړل. طالبانودکلونوپه موده خپل دفاعي موقیعتونه ځواکمن کړي دي. لاندې هریوکوریوحقیقي جنگي کلاده چې چتونه یې ډبل شوي، دېوالونه یې ځواکمن کړیدي. اودیوځای ډزولپاره یې ساحه تاسیس کړي ده. سخته بمباری کولای شي چې ددغه کورونوڅخه زیات کورونه یاپه پوره ډول ویجاړاویا هم زیانمن کړي، که چېرې بمباری دوام داره اوځواکمنه نه وي، شمالي ټلوالې له خوا ددغه موقیعتونونیول به ډېرگران تمام شي. اود وخت په تېرېدوسره ځکه چې طالبان به دغه لیکوته مرسته راوړي، حالت ښه نه شي. بسم الله خان وویل چې هغه ددریوڅخه ترڅلوروورځوشپه او ورځ بمباری ته اړتیا لري.
کوچني کلي اوکورونه چې دده مخامخ ؤ، بایدویجاړشي. بسم الله وویل چې هغه به په لومړی کرښه پينځه كېلومتره پراخه بريد کوي چې دځواکونودتمرکز یوه نقطه به لویدیځ ته دکابل په زاړه سرک اوپه مساوي ډول ځواکمن غړي به ختیځ ته دکابل په نوي سړک باندې بريد ته متمرکز کوي.
دامريكې دالوتکوله خوا دبمبارۍ لپاره دښې تیاری په پايله کې باید لومړني بريدونه بریالي شي. که چېرې دامريكې تکتیکې الوتکې دراتلونکوڅوورځوپه موده کې په داسې حال کې چې بريدونه پرمختگ کوي اودوی دطالبانودفاعي بريدونو ته په بیړه غبرگون وښیي، دعمومي كاميابی دترلاسه کولولپاره به ډېرزیات چانس موجود وي. درې ته په موټرکې دراگرځېدلوپرمهال، دوهم گیري لیدنې ته بيا کتنه وکړله. بحث بالکل لکه دفهیم سره دڅلورم نومبرلیدنې ته ورته والی درلود. هغه څه چې دغه دواړوجنرالانوویل:مفهوم جوړاوه. دوهم گیري دهغوی هغه ویناوې چې پرته له امريكې دځواکمنې تکتیکې بمبارۍ دبريد وړاندې اودبريد په جریان کې، دشمالي ټلوالې ځواکونونه شوکولای چې لومړی کرښې ماتې اوښارته ورننوځي.
که چېرې شمالي ټلوالې د طالبانو ځواکونه دامريكې دهمکاری پرته ماتولای شوای، هغوی به له ډېره وړاندې داکارکړی وای. هغه پوښتنه چې دوهم گیري کورته په کنډ کپرسړک باندې دراتگ پرمهال سوچ کاوه، هغه دکړنلارې جوړونكې دکابل سره په شمال کې دحقیقي حالاتوپه څرنگوالي باندې پوهول ؤ. نوموړي پوښتنې ته صادقانه ځواب دکابل سره په لومړی کرښه باندې دبمبارۍ دوخت اوهغه پرېكړه چې بایدشمالي ټلوالې ته دکابل د ښار د نيولواجازه ورکړل شي او كنه، دلته په شمالي افغانستان کې دجگړې په ډگرباندې شرایطوڅرگندوله نه هغه غونډو چې په واشنگټن کې لوړپوړو چارواکوداېرولې.
د پنجشېر دره
۱۰ نومبر ۲۰۰۱
دوهم گيري د انجينر عارف سره چې مخ يې له اندېښنې، خپگان او غوسې څخه ډک و، كېناست. ممتازه هم عارف ته ورته خپه و.
دوهم گيري په داسې حال کې چې عارف ته موسكې شو فکر کاوه چې نوموړې ليدنه به له ستونزو ډکه وي. عارف چې د ليدنې د دایرولو غوښتنه يې کړې وه، خبرې پيل كړې. اغا(ښاغلی) گیري، زه باید په ډانگ پیلی وغږېږم. جنرال فهیم او د شمالي ټلوالې لوړپوړوچارواکو نن سهار د حالاتو د بحث لپاره ليدنه وکړه. جنرال خپه دی. سره له دې چې جنرال فرانک، اغا هانک او د سمندري ځواکونو مشر ژمنې وكړې، د کابل سره په لومړۍ کرښه اوس هم درنه بمباري نشته. سربیره پردې د قوماندان عطا او دوستم اوس خو حتی د جنرال بريالي خان څخه د مخابرې له لارې رپوټونه دا په گوته کوي چې په نوموړو سیمو کې د متحده ايلاتو الوتکې په دښمن باندې درنې بمبارۍ ترسره کوي.
هغه خبرې وځنډولې او دوهم گیري ته یې ځیرځیر ورکتل ویې ویل: زه جنرال ته له دې چې ولې دلته جدي بمباري نه ترسره كېږي، څه ځواب ورکولای شم؟
دوهم گیري ورمخکې شو او عارف ته يې وروکتل: انجينره زه پوهېږم چې دلته تر اوسه هم محدوده بمباري ترسره كېږي، خو د مزار او کندوز په خوا او شا کې حالات (خوب است!)(ښه روان دي) دوهم گیري عادت درلود چې د ممتاز او عارف سره د خبر پرمهال خپلو خبرو ته د پاړسي لغتونه او نیمگړي جملې ورگډولې. زیات وخت به دغه گډون هغه قرینه چې گیري به پرې غږېده، پوره کوله. زيات شمېر طالبان وژل كېږي او دوستم تقريبا مزار شریف ته رارسېدلی دی. طالبان د کندوز او مزار څخه د سويل په لورې په شا تگ کوي او د امريكې الوتکې هغوی ټکوي. هر څه بسیار خوب است(هر څه ښه روان دي). عارف په بې اعتنايې لهجې سره وویل چې هو هو زه پوهېږم چې د تخار په کرښه بمباری زیاته شوې ده خو اغا گیری د کابل په اړه څه وايې؟
انجينره زه د ترورېزم په وړاندې په ریاست کې د هانک سره په اړيکه کې یم. لکه څنگه چې هانک دلته درې ته د سفر پر مهال وویل: د متحده ايالاتو پوځ هڅه کوي چې د زیاتې كاميابۍ لپاره دښمن ډېر ځلې او سخت په دغه سیمه کې په نښه کړي.
دا چې دوستم او عطا ښه پرمخ روان دي، دوی غواړي چې د جنرال بریالي خان د تخار ولایت په لورې کرښه ماته او تالقان ونیسي. او له دغه کار سره به په شمال کې د طالبانو د تقدیر سرغوڅ شي. بیا به تمرکز په کابل او د طالبانو د موقیعتونو په ټکولو راوڅرخي څو جنرال بسم لله خان ته د برید اجازه ورکړي.
د خبرو په مهال د دوهم گیري غږ پسې غټېده او غټیده ،دا هم دده د پخوانیو ځانگړو خاصیتونو څخه و.
عارف خپل لاسونه پورته او ورغوي یې د گیري په لورې تقریبا داسې لکه د هغه څخه چې د څپېړې دفاع کوي، جگ کړل ویې ویل: ولې کابل د پلان په وروستنۍ برخه کې شامل دی؟
موږ د شمالي ټلوالې ښه او مجهزه ځواک د بريد لپاره چمتو لرو. د جنرال فهیم هغه راغونډ شوی ځواک چې دلته دی نسبت د دوستم او عطا ځواکونو ته ډېر لوی دی. دوستم مزار ته د خوځښت په مهال ستاسې د هوايي ځواک د درنې مرستې سره سره په اونیو وخت ونیوه. که چېرې فهیم ته هغه ډول مرسته برابره شي، کابل به په دوه یا دریو ورځو کې ونیسي. اجازه راکړه چې له تا وپوښتم، ایا ددغه ځنډ تر شا کوم سیاسي دلایل شته؟
عارف مخکې له دې چې گیري ځواب ورکړي خبرو ته دوام ورکړ. واشنگټن ته د ډاکټر عبدالله وړانديز شوې لیدنه رد شوه او د تکراري ژمنوسره سره په دره کې د جنرال فهیم ځواکونو ته د هوا له لارې د اکمالاتو او مهاتو غورځېدنه ترسره نه کړله. تاسې اوس په باميانو کې د خلیلي سره یو گروپ لری او هغه د بمبارۍمرسته ترلاسه کوي. ستا څخه وړاندیني افسر جنرال گيري په خپلو خبرو کې چې ویل یې د پنجشیر په تاجکو باندې په واشنگټن کې بې باوره ده، رښتینی ؤ.
گیري وویل: هغه ټكي چې تا ورته اشاره وکړه، صحیح دي خو په دې کوم پټ پیغام نشته. انجينر عارف: زه یوازې دومره ويلی شم چې د متحده ايلاتو هوایي ځواک مرسته به د کابل سره لومړۍ کرښې ته راځي. هانک تېره شپه وویل چې که چېرې د جنرال بریالي خان ځواکونه په كاميابۍ سره کرښه ماته کړي درنه بمباري به د کابل سره لومړۍ کرښې ته راوگرځوي.
ما په تخار کې د براډ سره یوازې دېرش دقیقې وړاندې خبرې وکړې او د تخار د جبهې سره بم غورځونه په مخ روانه ده او جنرال بریالى خان په دې باوري دی چې هغه به نن ماسپښین خپل یرغل پیل کړي. انجينره بمباري ښايي چې سبا ته دلته را متمرکزه شي. عارف په چوكۍ کې وروسته شو او لاس یې په خپلو نریو تورو وېښتانو راتېر کړ. هغه خپل لاسونه د مېز په څنډه كېښودل ويې ویل: هو ښاغلی گیري سبا! سبا خو مهرباني وکړه هانک، جنرال فرانک او هر یوه ته ووایه چې که چېرې سبا ته دامريكې بمباری پیل نه شي نو جنرال فهیم به خپلو ځواکونو ته د امريكې د بمبارۍ پرته د یرغل امر ورکړي. هغه لاندې د مېز سرته او بیا یې پورته گیري ته وروکتل: ویې ویل: په مزار او کندوز کې بری په هغه صورت کې چې که چېرې موږ د کابل سره په لومړی کرښه ناکام شو، بې ارزښته ده!
دکابل سره لومړۍ کرښه
۱۱ نومبر ۲۰۰۱
دوهم گیري وختي پاڅېدلی ؤاودتېرې شپې په زړه پورې خبرونه ته یې بیا کتنه کوله. په شمال کې، دکندوزاومزارپه خوا اوشا کې جگړه ښه روانه وه اوپه زرگونوطالبانودمزارله سويل څخه وکابل اویا دمزارختيځ کندوزته په شاتگ کړی اوهوایي ډگرله تراوسه هم دطالبانوپه ولکې کې ؤ. قومندان سیدجعفري چې دعطا اړوند قومندانانوله ډلې څخه ؤ، نهرین په ولسوالی کې دیوه مهم پله نیولوته ورنږدې شوی ؤڅوسويل ته دهغوی یوه لاره بنده کړي. جعفري په همغه ورځ درې زره طالب بندیان ونیول. قومندان خلیلي په یوولسم نومبر دباميانوپه ښاردبرید پلان درلود، که چېرې هغه بريالى شي، سويل ته به یوه بله لارهم وربنده کړي.
شمالي ټلوالې دطالبانوپه مخابروکې دخبروثبت مالوماتوداڅرگندنه کوله چې په تالقانوکې طالب قومندان ملا دادالله په کابل کې دطالبانومشرانوته خبرورکړي چې دتالقانوپه شمال کې حالات بې هیلې دي اوهغه ښارتخلیه کوي. دی اولږترلږه پنځلس نورلوړپوړي طالب قومندانانوکندوزته په شا تگ کاوه. دلسم نومبرپه ماسپښین دبریالي خان ځواکونوپه خپل ټول وس سره دتخارلومړۍ کرښې په اوږدویرغل پیل کړ.
جگړه په زور سره روانه وه خودتېروڅوورځودبمبارۍ کمپاین دطالبانود مشرانو د کنټرول جوړښت کمزوری کړی ؤ.
دطالبانوټينگښت له منځه تللی ؤاودیوولسم نومبر په سهاردجنرال بریالي خان ځواکونه دتالقانوپه لورې دناڅاپي خوځښت اوپه زرگونوپه شاكېدونکوطالبانودڅار لپاره چمتو وو.
بریالي دورځوپه اوږدودښاردفتح کولوهیله درلوده. هغه له دوه سیمه يیزمهموطالب قومندانانوعبدالله قرد اوبشیراحمدسره چې په ښارکې پاتې وو، اړیکې نیولې اودهغوی دوفاداری داخیستلو(له دوی سره دیوځای كېدلولپاره. ژ)لپاره خبرې اترې روانې وي. دنومبر په لسمه نېټه دوهم گیري دهانک سره خبرې وکړې. هانک وویل چې په کابل باندې داوږدې مودې ژمنه شوې بمباري دنومبر ددیوولسمې به په سهارپیل شي.
دوهم گیري سمدستي د ډگروال اېچ سره ولیدل، هغه هم همدغه ښه خبردټاسک فورس ډاگرله هوایي آډې ترلاسه کړی ؤاودهغوی هغه ستراتیژي چې په کابل باندې دیرغل پروخت دژامې ماتوونكې گروپ اود او ډي اې۵۵۵ گروپ دجنرال بسم الله خان له ځواکونوسره ډېرې لويې مرسته ډاده کړي کړي، تربحث لاندې ونیوله. دکابل سره په لومړی کرښه باندې په مخابره کې دخبروپرمهال سټان ددوهم گیري سره دجنرال بسم الله خان دیرغل دوه اړخیزه پلان ته بیا کتنه وکړه اوهغه وویل چې داو ډي اې۵۵۵ گروپ اودسي ای اي غړي به هم په دوه گروپونووویشل شي. سټان وویل چې نن د پينځه ويشتوبريدونو په هیله دی. زموږدگروپونوڅخه یوبه دطالبانودکرښوپه لویدیځ برخه کې دکابل پرزوړسړک باندې په هدفونوکاروکړي. ډاکټربه له همغه گروپ سره وي. کوچنی کلی شته په ځانگړي ډول اغبلک اواستالف دسختوچارمغزوپه ډول دي چې ماتول یې یوڅه ستونزمن دي. جنرال بسم الله هڅه کوي څوداړونده برخې قومندان شمالي ټلوالې دپیسوپه بدل کې تسلیمېدوته وهڅوي خوزياتې هڅې ته اړتیاده.
زه به دهغه گروپ سره دکابل په نوي سړک چې دطالبانودکرښوختیځه برخه ده، په هدفونوباندې کارکوم.
هلته موجوده خوړونوتړانگه ډېره سخت ساتل کېږي اونن ورځ زموږمتمرکز دهمدغوکرښوددفاع پرماتوولودی څودجنرال بسم الله ځواکونوسبا سهارخپل یرغل پیل کړي.
کله چې یرغل پیل شي، موږدواړه گروپونه به دلومړۍ کرښې سره جگړې تراخري امکان نږدې اوسوڅووکولای شودممکنه سخت مقاومت په وړاندې نږدې اوگړندی هوایي مرسته راوغواړو.
دوهم گیری له هغه غوښتنه وکړه چې جگړې ته ډېرورنږدې نه شي. هغه پوهېده چې دوی به دده دغه اخطارته پاملرنه ونکړي. په عین وخت کې زه به له انجينرعارف وغواړم چې ژامې ماتوونكې گروپ ته مخکې خوځېدنې لپاره اسانتياوې برابرې کړي. واضحاً دبمبارۍ دکمپاین درابدلېدلوپه صورت کې جبل السراج ته دژامې ماتوونكې گروپ د وړلو پلان داكټوبرپه مياشت کې نیول شوی ؤ. ممتاز وویل چې په هغه وخت کې دژامې ماتوونكې گروپ لخواددفترپه توگه دکارولولپاره یوه ودانۍ ټاکل شوې وه. موږغواړوچې دبسم الله سره نږدې اوسوڅووکولای شودهغه دجگړې دډگرستراتیژي د بدلون په صورت کې مالومات له تاسوسره گډ کړي. کله چې موږسفرته توکي تیارکړو، له تاسې دواړوسره به اړیکه ونیسو!سويلي لورې ته زموږددفتروړل اوهلته کارته دسامان تیارول به ټول څلورساعته وخت ونیسي. بلې موږدرسره موافق یواوزموږپه اړه اندېښنه مه کوه موږپلان نه لروچې جگړې ته ډېرورنږدې شوخوپه دې کې شک نشته چې گروپ به دجگړې دپیل پروخت دتوپک دډزودوررسېدلوواټن پورې ورنږدې كېدلوکې په ما فشارراوړي. په یادولری چې ستاسې دنده دشمالي ټلوالې سره دطالبانوپه وړاندې دجگړې په پرمخ بیولو کې مرسته کول دي نه داچې تاسې پخپله پکې له نږدې گډون وکړي. سټان وویل: هو صاحب بې غمه اوسه!دوهم گیري فکروکړچې داړیکې د پای ته رسېدلوپرمهال یې دسټان په غږپه نیمه خوله خندا ترغوږونوشوه.
نومبر ۲۰۰۱
د سهار پنځه نیمې بجې وې او دوهم گیري د جنرال بسمالله او ممتاز سره په جبل السراج کې په هغه نوې کلا کې چې چې اوس مهال د ژامې ماتوونکو گروپ د دفتر په نوم یادېدله، ناست و. تېره شپه جنرال ممتاز راغوښتی و څو ددوهم گیري سره راتلونكى سهار وختي لیدنه ترتیب کړي. په نږدې مېز باندې کافي خوټیدله او نوموړو دریو کسانو د جگړې په ډگر په حالاتو باندې غږیدل. پرون ورځ حالت ډېر ښه پر مخ ولاړ. ستاسې کسانو او ځانگړو ځواکونو دواړو ښۍ دندې ترسره كړې. په لومړی نمبر سړک باندې دښمن سخټه جگړه وکړله خو هغه هوايي حملات چې ستاسې کسانو راغوښتل، پرېكړه کوونکې وو. لطفا خپلو کسانو ته زما لخوا مننه وروسوه !
گیري ځواب ورکړ: مننه جنرال صاحب زه به ستاسې مهربانه کلمې هغوی ته ورسوم. خو ستا په باور به نن ورځ جگړه څنگه پرمخ ولاړه شي؟
هغه ځواب ورکړ: د طالبانو زیات ځواکونه پرشا شول عربانو او نورو بهرنیانو یو شمېر ځواکونه سره یوځای کړيدي او نوموړي د دښمن سخت گروپونه دي چې د کابل څخه د دفاع لپاره به سخته جگړه ترسره کړي. د ختيځ په لورې په دوهم سړک باندې موږ کولای شو چې د کابل په لورې ژور پرمختک وکړو خو لومړی نمبر سړک به له دې زیات ستونزمن وي خو د الله په مرسته او ستاسې د الوتکې په مرستې سره به موږ ماښام ته د کابل دروازو ته ورورسیږو.
اغا گیري اوس به زه خپله اصلي پوښتنه مطرح کړم. ایا د امريكې حکومت به پخپله د کابل ښار پورې له موږ سره مرسته وکړي؟ هغه خبرو ته ځنډ ورکړ او له کافي یې غوړپ وکړ. دوهم گیری ددغه پوښتنې هیله درلوده. هغه وویل جنرال صاحب: زه باید رښتیا درته ووایم. په واشنگټن کې اوس هم هغه اندېښنه چې کابل ته د رسېدلو سره سم به ستاسې ځواکونه د انتقام اخستنې لپاره لویه وژنه وکړي، شته. ما هڅه وکړله څو واشنگټن ډاډه کړم چې داسې څه به ترسه نه شي خو پاکستانیان واشنگټن ته د هغه شکایت چې که چېرې د شمالي ټلواله کابل ونیسي څه به پېښ شي، دوام ورکوي. جنرال خپل سر وښوراوه وی ویل: اغا گیري: پاکستانیان بهترهغه چې یو پښتون ځواک جوړ او په رسمي ډول کابل ونیسي، موږ انتظار کړي.
دغه کار خو به مياشتې ونیسي، هغه خبرې وځنډولې او د کوټې کونج ته یې لکه سړی چې فکرونه راغونډوي وروکتل: د انتقام لپاره به هيڅ وژنه ترسره نه شي. له دغه پلوه شخصاً زه ډاډ درکوم. موږ ته رپوټونه را رسیږي. د مخابرو له لارې مالومات او د همدارنگه د انساني منابعو څخه هم مالوات لرو چې د طالبانو مشران له کابل څخه تښتېدلي دي. زیات شمېر یې د تېرې شپې په بهیر کې تښتېدلي دي. هو زما په ځواکونو کې زیات کسان شته چې کورنی یې د هغوی په لاسونو ځورېدلي دي، هغه خبرې وځنډولې بیا یې گیري ته نیغ سترگو ته وروکتل ویې ویل ما ورته جدپ امر کړی دی چې وژل او ظلم باید ونشي! د مرگ درد باید چا ته ورنه کړل شي. زه له ته غواړم چې واشنگټن ته دغه ډاډ وروسوې خو مشرانو ته دا هم ووایه چې نن شپه به کابل زما لپاره خالي وي.
سبا سهار به ښار د طالبانو د ساتونکو څخه پاک وي. خو څنگه ډاډه یې چې هغوی به د ښار د ساتلو لپاره جگړه و نه کړي؟
اغا گیري دا افغانستان دی، په کابل کې د طالبانو مشرانو په داسې حال کې چې پوځ یې له دوړو سره گډ شو، ننداره کوله.
په تېرو لسو ورځو کې په زرگونو طالبان ووژل شول. دوی ماتې خوړلې ده او هغوی ته به سويل او ختیځ ته ددوی د ملگرو په لورې پاکستان ته ورتښتي. په ما باور وکړه، دا زما هېواد دی، زه پرې پوهېږم.
گیري سر وښوراوه: جنرال صاحب زه به واشنگټن ته ددغه لیدنې وروسته پیغام ولیږم خو سره له دې کابل ته د شمالي ټلوالې په ورننوتل د ملي شورا اېن اېس سي په دریځ باندې ډاډه نه یم. جنرال خپله کافي خلاصه کړله او پیاله یې به مېز باندې كېښوده. جنرال گیري زه باید تا ته په پوره صداقت ووایم چې زه به کابل ښار ته پرته له دې چې ستا د ملي امنیت شورا پرېكړه کوي او کنه، ورننوځم. !. زه باید د بې گنا ښاریانو دساتلو لپاره ورشم.
اوس اجازه غواړم، باید د نن ورځې جگړې ته تیاری ونیسم. کسان ولاړ شول، لاسونه یې راکړل او جنرال هم له کوټې څڅه په بیړه سره ووت. ممتاز هم پسې وروان شو. هغه بیا ودرېد او ویې ویل: گیري سبا ته کابل ته د ورننوتلو لپاره باید موږ او تاسې تیاری ونیسو. ته هم گروپه کابل ته د جنرال د ځواکونو پر مهال هلته ورنناباسې. ته باید هلته موجود وې څو واشنگټن ته د هغه وروسته چې موږ تاجک شیطانان ښار بیا ونیسو، صحیح مالومات ورکړې.
مازدیگر پيل و چې درې موټریزه کاروان د جنرال بسم الله خان ودانۍ تهورننوت. هغه دغه ودانۍ د خپلې قرارگاه په توگه کاروله او په چاریکارو کې یې موقیعت درلود چې د جبل سراج څخه پينځه میله د سويل لورې ته ورټن درلود. کله چې موټر د عمومې سړک څخه چې د کابل زوړ سړک و، وروگرځېدلو دوهم گیري ولیدل چې ودانې د ښار په سويلي څنډه کې د غونډیو په یوه تېره ډډه باندې موقیعت درلود چې د کابل په لورې ترې اوارې سیمې ښې اداره كېدلې. لیرې واټن کې د توغندیو چاودنو پړکې کولې. غږیې داسې لکه لیرې تندرترغوږونورسېده. دوهم گیري داسې تصورلکه داوړي دتندر توپان چې پردغه سیمه راغلی وي اواوس پرې تېرېږی اولیرې کېږي، وکړ!
توپیریې يوازې دادی چې دباران داوبوولاړډنډونه ،تازه اوپاکې هوا شته والی نه لري اوپرځای یې ویجاړتیا دوړې، گڼ شمېرشیان، تاوشوي اوسپنې اووژل شوي کسان پرخپلوکرښوپراته پاتې دي. دموټروڅخه دښکته پروخت همشیني حیرانتیا په داسې حال کې چې کسانوځانونه درتبې په اساس برابرول، رامنځ ته شو.
دوهم گیري اوممتازکوچنی دروازې ته ورغلل. دروازه دیوکوچنی خوښکلی باع ؤ، دمازدیگر دلمردكېناستلوپروخت وروستنی شغلوپه باغ کې ماڼواودگلاب گلانوته گلابي سوررنگ ورزیاتاوه. هوا خوشبویه وه اودجگړې غړمبهارتقریبا په وركېدوؤ. دوی دباغ په لنډودشږوپه کوچنی پیاده روباندې اصلي ودانۍ ته ورننوتل.
جنرال بسم الله دښي خوا له کوټې څخه لاس غزیدلی راووت:
اغا گیري په خیرراغلی، هغه دگیري لاس وښوراوه اوټینگ یې کړاودهغې کوټې په لورې چې دی ترې راووت په لاس اشاره اوښه راغلاست ووایه. ډېرې خبرې دي چې بایدپرې وغږېږووروسته له دې چې چای اوکافي یې راوړه، جنرال بسم الله یواوږدغوړف وکړاوپه چوكۍ کې كېناست. گیري ولید چې جنرال ستړی ښكارېده اودهغه جامې په خټوداغ داغ وې، بوټونه یې په دوړوککړاوله یواوبل سره لگېدلي ؤ. نن یوه اوږده اوسخته ورځ وه.
جنرال صاحب:ما له انجينر عارف سره مخکې له راتگ ولیدل هغه وویل چې جگړه سخته وه خوپه ټوله لومړۍ کرښه کې موكاميابي ترلاسه کړله. کابل هم ستاسې لاسونوته نږدې شوی دی. دجنرال سترگې دچای دپیالې څخه دغوړپ کړلوپرمهال گونځې گونځې شوي اودپیالې دایښودلوپرمهال یې سروښوراوه. بلې اغا گیري: نن ورځ هرڅه ښه پرمخ ولاړ. دلته په لومړۍ لویه لار باندې دکابل څخه پنځلس كېلومتره لیرې اودوهمې لویې لارې څخه تقریبا شل كېلومتره دکابل څخه واټن لرو. هغه پرمخ لاس راتېراودپوزې په سریې گوتې ټینگې اودسترگوکونجونه یې وموښل.
دطالبانوزیاتې برخې ماتې خوړلی. هغه طالبان چې په اواروسیموکې پاتې دي، بهرنیوځواکونوسره ولاړدي. زما هغه قومندان چې په لومړی کرښه کې جنگېږي دنیول شویوزندانیانودمالوماتومطابق خبرراکوي چې بهرنیوجنگیالولوزکړی چې ترمرگه به جنگېږي. هغه سروښوراوه اوخوله یې کڅوړه کړله. بې مانا جگړه ده!
که چېرې افغانان وای موږبه تسلیمېدوته هڅولي وای، هغه زموږ دستوردی. خودغه بهرني شیطانان، داټول غواړي چې شهیدان شي. هودوی به سبا ته خپل مقصد ته ورسېږي اوټول به دوزخ ته ولیږم!جنرال صاحب:په اواروسیموکې شته مقاومت به ستا په باورپه څومره وخت کې له منځه یوسي؟اغاگیري:زما کسان به سبا مازدیگرپه کابل کې ناست وي!موږخبر ترلاسه کړی چې دطالبانوجگپوړي مشران لا له وړاندې دکابله په منډه دي. هغه ځواکونه چې له موږسره مخامخ كېږي، هغه به بې له شکه سخته جگړه وکړي اوپه سخت مرگ به ووژل شي خوکه ستاسې همدغه ډول ښې بمباری اوزما دکسانودمرال په ساتلوکې مرسته وکړي، هغوی به دماښام څخه وړاندې له منځه یوسو.
جنرال صاحب:زه ډاډ درکوم چې دتېروڅوورځوپه ډول مرستې ته به موږدوام ورکړو. ستا په اجازه، سبا دلمرختلووړاندې زه شحصاً غواړم چې له سټان اواودځانگړوځواکونوسره په لومړی نمبر لویه لارباندې یوځای شم. زه غواړم په داسې حال کې چې ستاسې کسان کابل ته دورننوتلولپاره وروستنی جگړه ترسره کوي، دهغوی سره موجود وم. جنرال موسکا وکړه ویې ویل:بلې اغا گیري، خپلوکسانوته ورشه. دابه یوه ښه جگړه وي. هغه خبرې وځنډولې ویې ویل:په حقیقت کې، غواړم چې ستا ټول گروپ کابل ته خوځېدلوته وروسته له دې ښارخوندي اوستاسې خوندي توب ډاډمن کړو، ښه راغلاست ووایم. زه غواړم چې تاسې اودځانگړوځواکونوسرتېري په داسې وخت کې چې زما ځواکونه دکابل ښاركنټرول اوهلته نظم اوامنیت منځ ته راوړي، له نږدې وڅاري.
واشنگټن به ستا په هغه رپوټونوکې چې زما دکسانودسلوک څرنگوالی کوي، نسبت هغه ډاډ ته چې زه یې هغوی ته ورکوم، ډېرزیات باوروکړي. دوهم گیري وویل: حتماً جنرال صاحب:ماغوښتل چې کابل ته دتگ وخت درڅخه وپوښتم. په حقیقت کې، ما اوانجينرعارف په همدغه موضوع خبرې وکړې. داسې ښکاري چې هغه زموږدټول گروپ دځای په ځای كېدنې لپاره کوم ځاى په نظرکې لري. دامريكې پخواني سفارت ته نږدې کوم هوټل شته اوزما په فکربهترین ځای دی. ممتاز په خبروکې راگډ شوڅوجنرال ته دهغه هوټل مالومات چې عارف یې ذکرکړی ؤ، ورکړي. دوهم گیري دممتاز اوجنرال ترمنځ دخبروپه زیاته برخه پوه نه شوځکه چې گړندی دري وه خودممتازتشریحاتوپه عمومي مانا پوه شو.
هوټل یولوی دوه ودانۍ ساختمان ؤچې د ۱۹۹۲ څخه تر۱۹۹۶ پورې دشمالي ټلوالې لخوا دمهموکسانولپاره دمېلمستون په توگه کارېده اوطالبانوهم دهمدغه مقصدلپاره کاروه. دغه ځای دامريكې دسفارت څخه دیوه میل په واټن لیرې ؤسره له دې چې ودانۍ طالبانوزیانمنه کړي وه، دموقتي عملیاتودقرارگاه لپاره بهترین ځای ؤ. جنرال دوهم گیري ته وویل:زه له انجينرعارف سره همغږى یم. په داسې وخت چې زما ځواکونوښارته ننوځي، زه به زما دسرتېرویوه ډلگی دهوټل دخوندي کولوپه موخه موظف کړم. دوی ډاډمن کړي چې دغه ودانۍ دطالبانوڅخه پاکه اوکوم پاتې شونې ونلري. !دابه ستاسې قرارگاه وي، عقلاً دلومړیوڅوورځولپاره!جنرال په چوكۍ کې په شاشواودوهم گیري ته یې په غورسره وروکتل. ښه نو، ستا هغه پلان چې زما دځواکونوسره کابل ته یوځای ورننوځي، زه داانگیرم چې واشنگټن زموږله هغه پلان سره چې کابل باید لاندې کړو، خوښ دی؟دوهم گیري موسکا وکړه:هوجنرال صاحب چې رښتیا ووایم په دې چې واشنگټن ستاسې ته پلان په کومه سترگه گوري، نه پوهېږم. خوحقیقت دادی چې ته دجگړې ډگرامريې اودسبا جگړه به بې له شکه ستاځواکونوله خوا دکابل په نیونه پای ته ورسېږي. پرته له دې چې دواشنگټن پلانونه اولاس تاوونې په نظرکې ونیول شي، په سیمه کې حالات هروخت په هغه عمل چې موږیې په ساحه کې ترسره کوو، دیکتا توري کوي. جنرال صاحب:سبا ماښام به په کابل کې سره ووینو!
د تخارلومړۍ کرښه
۱۰ ـ۱۱ نومبر ۲۰۰۱
براډ د ځانگړو ځواکونو د او ډي اې ۵۸۵ گروپ دهوایي ځواک دتکتیکې ماهرظابط بېل ترڅنگ په داسې حال کې چې هغه د سوفلامتوکي تیارول، كېناست.
براډپه وړسامان باندې فکرکاوه اوبېل خپل کارته دوام ورکاوه. براډ د او ډي اې سره دشنوخولیو(1)په برخه کې د سوفلام (لایزر اړوند ټکنالوجي. ژ) په سامان الاتوباندې دوه کاله روزنه ترلاسه کړي وه. اودجگړې په حقیقي حالاتوکې هغه ددغه توكو کارولوته بدن خارښت کاوه. هو، ښایي چې ارمان یې دقیقاً لکه دی یې چې غواړي پوره نه شي خودڅودقیقوپه موده کې په داسې جگړهيیزه عملیاتوکې برخه اخیستله چې له امله به یې دښمن ته مرگ او ورانی ورواړوي.
تېرماښام نا وخت دوهم گیري اودپنجشېرپه دره کې دژامې ماتوونكي گروپ خبرراکړچې دامريكې پوځ پرېکړه کړېده چې په شمال کې دبمباری کمپاین بایدپراخ شي څودتخارسره په لومړی کرښه دبمباری متمرکز شدیداوډېرکړي.
په مزار او کندوز کې جگړې ښې پرمخ روانې وې. په تخار کې د جنرال بریالي خان تر امر لاندې د شمالي ټلوالې ځواکونو په واسطه به د لومړی کرښې ماتې هغوی ته اجازه ورکړي څو تالقان ونیسي چې په نتیجه کې به پر طالبانو لوی فشار رامنځ ته شي.
سره له دې چې اوس مهال پرې د ورځې پينځه یا شپږ هوايي بریدونه ترسره كېږي، نوي ستراتیژي چې باید په همغه سهار پلې شوې وای، په بمباري کې ناڅاپي زیاتوالی رامنځ ته کړي.
براډ او د ځانگړو گروپونو غړی ټول انتظار او تیار وو. براډ خوا او شا وکتل او جېف چې د سي ای اې د گروپ د کوم غړي ځایناستی و، یې ولید چې د ځانگړو ځواکونو د دوه خورد ظابطانو سره یې د مورچل په ښکتنۍ برخه کې کار کاوه. دوی مارک نولسم ډوله گرینټ ویشتونكې توپک چې د ویتنام د اېم -۷۹ گرنېټ ویشتونكې وسلې نیم اتومات بڼه وه، په مورچل باندې برابراوه. جېف د سي ای اې اوپراتیفي افسر و او د پوځ پخوانۍ تجربه یې نه درلوده. براډ ویره لرله چې د ځانگړو ځواکونو به تجربو کې پوخ شوي سرتېري په دغه ډول ماموریتونو کې د هغوی ترڅنگ د جیف شته والی له امله چې بې تجربه و، په قهر او سر ټکوي.
هغه باید اندښنه نه وای کړې ځکه چې د جیف هغه شوق او لېوالتیا چې په هره ورسپارل شوې دنده به ټینگ سرېښ و، پرته له دې چې ددندې چټلتیا او خطر په پام کې ونیسي، له ځانگړو ځواکونو هم ډگر وگاټه.
جیف په شپږم نومبر باندې د براډ او د هغه د ځانگړو ځواکونو سره یو ځای شوی و او د راتگ څخه یې یوازې څلور ورځې وروسته هغه د ځانگړو ځواکونو د طرز او حتى د هغوی تریو او مالگینه خبرې هم زده كړې. نصواري رنگه هواره چترالي خولی یې(پاکول. ژ) پر ښي غوږ به غرور سره راښکته کړې وه او هغه تور او سپین پنجشېري دسمال یې له سر څخه داسې لکه بندانه(یو ډول ټاپه شوی دسمال. ژ) د اسماني رنگه اېل بين پتلون او پر ببر جاکټ برسېره له خپل سر راتاو کړی و. مات کنداغ لرونکې کلاشینکوف یې په غاړه کې و او پر شا یې زنگېده. دوی د هغې غونډی په سر چې د بریالي خان د لومړی کرښې لیرې شمالي څنډه کې د تاجکستان د سرحد سويلي لورې ته د یو میل په سرحد کې وه، کار کاوه.
ددغه نقطې څخه هغه د طالبانو ځواکونه چې مخامخ او د څو میله په پراخیتا د هغوی چپ لورې ته پراته وو، ښه ترصد کولای شول. دوی ددغه موقیعتونو سره څو ورځې تېرې کړې وې او د هغوی د مسولیت لاندې سېمې باندې یې د بمبارۍ لپاره د زیاتېدنې دعا کوله. اوس دغه حالات بدلون ته ورنږدې وو.
د تېر ماښام د خبر سره سم به دوی ته د ورځې په بهیر کې په سیمه کې د بمباری لپاره په هوا کې څرخیدونكې شل الوتکې په واک کې ورکړل شي.
جېف د براډ خواته ورغی او د هغوی سره په دایره کې كېناست او ویې ویل: بیل وایي چې د اړتیا په وخت کې کولای شم چې په مارک-۱۹ باندې دفاعي ډزې وکړم. هغه بچې تر دوه زره متره پورې واټن وهلای شي!
براډ ځواب ورکړ چې په دې هیله چې نن ورځ به زموږ دفاعي ډزو ته اړتیا موجوده نه وي. زه به نن ددې پرځای چې ددښمن د گولۍ څخه ځان وژغورم، دښمن د ډزو لاندې نیسم. مخابره لکه لرگی چې وسوځي، داسې غږ راغی: بیا د ځانگړو ځواکونو مشر بي B د اواکس كنټرول سره خبرې پیل کړې.
دوه اېف اې -۱۸ ډوله الوتکې راروانې وې او دلته موقیعت ته په شلو دقیقو کې رارسېدلې. هرې الوتکې دوه پينځه سوه پاونډه ناپوه بمونه له ځان سره لېږدول.(1) دا هغه بمونه و چې له اوسپنې جوړ او د پیلوټ پر تجربه او د مځکې څخه هوا ته د بم غورځونې په وخت په رهنما پورې اړه لرله.
براډ له ځان سره وبزید: هو دا خو هغه څه دي چې د ځانگړو ځواکونه یې په ترسره کولو کې ماهر دي.
مخابره د هوايي ځواکونو د مخابرې تکتیكې افسر ته وروسپارله. گروپ ددې په خاطر چې دغه ناپوه بمونه لپاره بهترین هدفونه خوښ کړي، سره راغونډ شول. یو لویه هغه کلا چې د سمڅې په توگه کارېدله او تقریبا اته سوه متره لیرې د یوې لوړې غونډی په ډډه یې موقیعت درلود، د هدف لپاره لومړنی انتخاب و.
پېژندل یې اسان و. (دوی کولای شول چې د لایزر په واسطه یې په نښه کړي څو د پیلوت سره د دهدف په نښه کولو کې مرسته وکړي.) گروپ کولای شول چې د هر بم د لویدلو وروسته پیلوټ ته د بم لویدنې دقیق مالومات ورکړي څو راتلونكې هدف د همدغه مالوماتو په اساس صحیح کړي.
دوهم هدف هم یو مورچل و چې به عین وخت کې ترې د سمڅې کار هم اخيستل كېده او د لومړی هدف سويل ته په پينځه سوه متری کې پروت و. د بریالي خان څارگره ادارې خبر راکړ چې نوموړی موقیعت د القاعده یو مهم موقیعت دی چې د عربیانو، چيچنیانو او د ازبک اى اېم يو (د ازبکستان اسلامي تحریک) ترورستانو لخوا ساتل كېده. د براډ سترگو ته د غبرگو ودانۍو د سولو انځور تاوېده(د سپټمبر ۱۱ پېښه یې مراد ده. ژ) او دا دع یې کوله چې په نوموړو موقیعتونو کې بهرنیو تروریستان د خپل عمل رښتیني سزا وویني. په داسې حال کې چې د گروپ غړی د مورچلو په لورې وروان شول، ظابط براډ وویل: په یاد ولری چې د پېژندگلوی اندازه مو ټیټه وساتی!(یانې کم خوځښت او احتیاط. ژ) زموږ دنده نوموړو حراميانو ته درد او ژوبلې وراړول دي. موږ نه غواړو چې د هغو سره د ډزو تبادله وکړو که څه هم چې زه پوهېږم چې موږ ټول په مينه غواړو څو دغه جگړه په یوازیوالی ره ترسره کړو!
هغه خبرې و ځنډولې بیا یې په موسکا سره وویل: زه تاسې ته ډاډ درکوم چې مخکې له دې چې دغه جگړه پای ته ورسیږي، موږ هر یو به د نوموړو حیواناتو له جملې څخه د دریو یا څلورو څخه زیات مردار کړو! له دې سره کسان خواره شول او خپلو مورچلې یې ونیولې. براډ ولیدل چې جیف د مارک-۱۹ ډوله لاسي بم ویشتونكې توپک ته نږدې ورغی. لومړی پينځه سوه پاونډه بم د ودانۍو له کلا څخه لس متره لیرې د مورچلو پر یوه ځای چې درنه گڼه گوڼه پکې وه، وربرابر شو.
هوا ته د اور توپ، د مځکې تند باد، لوگی، جسدونه، د بدن غړي او سلاح او نور گڼ شیان پورته شول. د لړزې څپې او غږ یې د غونډۍ په سر کړنگهار وکړ. براډ ولیدل چې د هوا څخه گڼ شيان د راغورځېدلو په حال کې وؤ. د چاودنې لوگي د ودانۍو په لورې زیاتېده او د ودانيو خوا وشا کې خلک گرځېدل او د چاودنې ځای یې کوت. د هوایي ځواک کنټرول افسر بیل د هغې الوتکې له پیلوت سره چې همدا اوس یې بم غورځولی و، خبرې وکړې. دا دریم پړانگ پر لیکه دی، تاسې د هدف څخه لس متر لیرې وی. موږ د چاودنې په ځای کې دننه او خوا او شا د وگړو گڼ خوځښت وینو. نوموړی غوره هدف دی. دریم پړانگ به ستاسې راتلونکې نښې لپاره هدف د لایزر په واسطه په نښه کړي.
دوهم بم دقیقاً د کلا په مينځ کې ولوېد چې د اور سترې لمبې او گڼ شیان یې د اسمان په لورې پورته لو براډ ولیدل چې دا ځل چاودنې زیات شمېر انسانان هوا ته پورته وتوغول. هغه د دغه دوه چاودنو په دومره پیاوړتیا باور نشو کړلای!
هغه وویل: دا خو یوازې پينځه سوه پاونډه دی. صبر تر هغې چې بي52 دوه زره پاونډه جیډام (دمستقیم بريد لپاره د گډو تجهیزاتو بمب) راوغورځل شي. د القاعده پر موقیعت بريد لا نوره هم اثرناکه وه. لومړی بمب له خټو جوړې شوې پر کوچنی کلا په سويلي برخه کې د ودانۍ په چت باندې ولوېده، چې د ودانۍ چت او په خټو بندې شوې کړكۍ یې والوځولې. دغه نښه د لومړۍنښې څخه پينځه سوه متره لیري و نو براډ د وراني د ښه لیدلو لپاره دوربین وکاروه.
د وران شوې ودانۍ له ننه څخه د اور لمبې پورته كېدلې او کوچني انسانان د سوځېدونکې ودانۍ څخه د لیرې تښېدو په حال کې و. د غږ څخه تر رسېدلو وړاندې یې د تیزو او سختو چاودنو لړۍ تر سترگو شوله. هغه نورې زیاتې پړکې او درنې چاودنې او د ډزو غږونه چې ټک ټکار یې کاوه، واورېده. القاعده په نوموړی ودانۍ کې مهمات ساتل. لوگې د ودانۍ ویجاړې برخې څخه راپورته كېدل. دوهم بمب چې ددېوالونو په منځ کې د وروستنۍ ودانۍ په چت باندې راوغورځېده. سمڅې یې له منځه یوړې او د اور توپ یې له چتهراپورته او د كړكيو د غارونو راووت او گڼ شیان یې د اسمان په لورې والوځول.
لږ ځنډ ووت بیا دوهمې چاودنې د ودانۍ پاتې برخې سره لوی کاڼو او لرگیو هوا ته وتوغول. د گڼو شیانو سره یوځای يې د اوسپنې نلونو ته ورته شیان هوا پورته کړل او براډ باور درلود چې دغه اوږده نلونه ښایي چې ۱۲۲ ملي متري راکټونه وي چې د مځکې څخه مځکې ته ویشتل كېږي او مجاهدینو د روسانو سره د جهاد د اوږدو کلونو پر مهال ډېر کارول.
براډ خپلو مورچلو ته وروکتل او ویې لیدل چې جیف او د ځانگړو ځواکونو نور کسان موسكې وو، لاسونه یې پړکول او یو او بل ته یې غټې گوتې د خوښۍ د څرگندولو لپاره برابرولې.
دبېل (Bill) مخابرې ټكهار یا(شوڼ شوڼای) وکړ او مایکروفون کې د خبرو کولو په موخه ورکوږ شو. براډ فکر وکړ چې له اواکس(AWACS) له كنټرول سره غږیږي. بېل سر پورته کړ او د ټولو د اورېدلو په خاطر يې په زوره وویل: یو ه بي -۵۲ چې د دوه زره پاونډه جیډامس بمونو(1) څخه ډکه ده ډيگو گراسيه اډې څخه راروانه ده. دلته درارسېدلو تقریبې وخت یې دېرش دقیقې دی. د هغې په تعقیب دوه بي ۱ الوتکې چې هره یوه یې اته لس زره پاونډه جیډامس بم لیږدوي، راروانې دي.
هغوی به د شپیتو دقیقو په خوا او شا کې راورسیږي. ښاغلیو راځی چې د راتلونکې بمبارۍ لپاره د هدفونو لړۍوټاکو. نن ورځ به ډېره اوږده او گټوره ورځ وي.
۱۲ نومبر ۲۰۰۱
شاوخوا شورماشورسټان له خوبه راويښ کړ. هغه خپل ساعت ته وروکتل: دسهارڅلورنیمې بجې وې اوڅلورساعته خوب یې کړی ؤدسهارتیاره ډېره توره اوجدي ښكارېدله. هغه پوهېده چې په زرگونوکسان دلته له خوبه په داسې حال کې چې ستړي، خیرن شخ، ساړه وهلي اوله دې اندیښنې سره چې ښایي نن ورځ یې وروستی ورځ وي، راپاڅېږي.
د۵۵۵ گروپ پينځه غړي په نږدې خوا اوشا کې خوځېدل اوخپل سامان یې رایوځای کاوه. سټان دهغه دخوب چتریكې څخه راووت مخ یې وموښه اوپرویښتانویې لاس راتېرکړ. هغه فکروکړچې نن ورځ لویه ورځ ده. تېرې ورځې په زړه پورې بری منځ ته راوړی ؤ.
د او ډي اې ۵۵۵ گروپ چې دخوندي ساتلودنده یې دشمالي ټلوالې اړوندگروپ چې مشري یې تورن امېرمحمد په غاړه درلوده، ټوله ورځ ترماښام پورې دکابل سره په لومړی کرښه باندې کاروکړ.
مځکه هم ددرنوبمونودچاودلوله امله، لړزیدلی، ایږدېدلي اوښورېدلي وه. ټینگې شوي ودانۍ، دټانک لپاره ژورشوي موقیعتونه، زیات شمېرځواکونوچې په ژوروموقیعتونوکې وو، دتوپونواودمشرانوسمڅې، اودهواضدزيډ اېس يو۲۳ موقیعتونودبريدونو په واسطه مېده مېده شول.
طالبانوپه مخابروکې دخبروپرمهال حیرانتیا، ویره چېغې اوډارڅرگنداوه!طالبانودغه ډول ویجاړتیا چې پردوی له سټان څخه راورېدله تردې وړاندې نه وه لیدلي. دلومړیوڅوبريدونو په څار بم غورځونه تېزه شوله اودطالبانوله لورې هیڅ دفاعي بې نښې ډزې ترسره نه شوې.
سترې چاودنې په هدفونوباندې په حیرانوونكې دقت سره دخاوروژوندي کورونه، اوسپنې اوجسدونه هوا ته والوځول!په نوموړي ډاگ باندې کسانویوازې دومره کولای شول چې ځانونه پرمځکه ونښلوي اوځانونه دهرڅومره کوچنیوالي لپاره سره نناباسي اودا دعا چې له داسې ورځې چې هیڅ پای ته نه رسېږي، ژوندي راووځي. دوهم گیري په جبل السراج کې دنوي قرارگاه څخه تېره شپه خبرراکړچې جنرال بریالي خان تېره دنومبر په یوولسمه دتالقانوښارونیوه.
په زرگونوطالب جنگیلي په داسې حال کې چې په خلاص ډاگ کې دسويل یا دکندوزپه لورې په شاتگ کاوه، زنداني ونیول اومرگ ژوبله هم درنه وه. کندوزمحاصره وه اودښارپه منځ کې دمقاومت کوونکودتسلیم كېدلوپه خاطرخبرې اترې روانې وې. که څه هم چې دطالبانوروحیه ماتې خوړلي وه، خودپاکستاني چيچنیایي، عرب اوازبک کوچنیوگروپونواوس هم سخت مقاومت کاوه. دبامياونوښارهم دقومندان خلیلی لاس ته دپریوتلوپه حال کې ؤ. په هرات کې داسماعیل خان د كاميابیدلواوازې هم وې، اودغورپه ولایت کې دشمالي ټلوالې اړوند قومندان ابراهیم علي خوځښت پیل کړی ؤ. په شمال کې حالات ښه پرمخ روان وو. سټان یوه پیاله کافي څښله اودگروپ سره دناستې پرمهال دورځې په اوږدوکې دپېښوپه څرنگوالي غږیده، اوتورن امېرراغی. امېرله قدڅخه لنډ، سخت ځان ایږې ته ورته انسان ؤ.
اواغوستی یونیفارم یویا دوه نمبره ترې کوچنی ؤ. هغه اوږده ږیره لرله اوسپین اوتورټكې لرونكې دسمال یې داورمېږڅخه څوځلې راتاواوه، داسې ښكارېده لکه ورمېږیې چې دمټونوسره سم اوننوتی وي!!
امېرپه خپل ستړي مشي کې وویل:ښاغلونن ستره ورځ ده. جنرال بسم الله په اووه نیمې بجې دیرغل دپیل امرکړیدی. هغه خبرې وځنډولې بیا یې ساعت ته وروکتل:په دوه ساعتونوکې، هرڅومره ژرچې رڼا خواره شي!
هغه له تاسې غواړي چې له لومړی کرښې سره نږدې کاروکړي اوپه خوړونوکې دطالبانوهغه دفاعي کرښې چې لویې لارې ساتي، ترسترگولاندې وڅاری!دسهاردخوراک وروسته به زه دڅارنې لپاره هغه لوړه نقطه چې ستاسې لپاره انتخاب شوي ده، وربدرگه کړم.
ټول کسان لکه یوکس چې ولاړوي، ودرېدل اود ۵۵۵ گروپ مشرافسر آر ځواب ورکړ. تورن صاحب دسهارډوډی موپای ته ورسوله. موږبه خپل سامان راغونډ اوپه پينځودقیقوکې به خوځښت ته چمتووو. هغه گروپ دورکتلولپاره وروگرځېد موسکا یې وکړه اوویې ویل:راځی چې یوڅه نورژړیدونكې حراميان جنت ته ورولیږو. په داسې وخت کې سیمه یې له چټلۍ پاکوله، دخوشالی شورجوړشو!؟
سټان سخت ستړی ؤ. اوتیاره وه اوغوږونه یې دورځې دبمونودچاودلو، دماشین گڼودډزو، دهاوان دمرمېودلگېدلواودکسانودمړینې داوازونوڅخه ترنگېدل.
نن ورځ دېرش الوتکې د ۵۵۵ گروپ په واک کې ورکړل شوي وې اود۵۵۵ گروپ دغه الوتکې دبسم الله خان دبریدکوونکوځواکونولپاره دبیړنۍ مرستې په توگه وکارولې. نوموړي گروپ دیرغل کوونکوځواکونوترشا ؤ اوجگړه یې څارله اودهغه کوچنی گروپونوچې سخت مقاومت یې کاوه، دبمباری لپاره په نښه کول.
دغه کا رگروپ ددښمن لخوا دټولې ورځې په اوږدوکې ددوام داره ډزوسره مخامخ کړ. دکابل دزاړه سړک څخه په پورتنیوخوړونوباندې دورځې په وروستیوکې ددې دپاره چې دوه زره پاونډه وزن لرونكې هوښیار(رهبري شده. ژ)بمونه دکابل دزاړه سړک څخه په پورتنیوتړانگوکې بمباری دورځې وروستی برخې ته ددې دپاره چې (دتورن امېرپه وینا چې شیطانان راویښ کړو)دوه زره پاونډه هوښیار (1)یا بمونه راورسیږي، وځنډېدله. دشمالي ټلوالې لومړني ځواکونه په دره باندې سخته بريد وکړله حتى مخکې له دې چې دچاودنې لوگی اودوړې له منځه لاړې شي اورننوتل.
جگړه ډېره سخته وه، اونږدې جگړې حتى په ځينوځایونوکې لاس په لاس جگړې دوام داره ډول پينځه ساعته ونیول اوپه منځ کې ایله بیله دومره ځنډ چې الوتکه موددښمن په ضد دبمباری اودهغوی دفاعي کرښودړې وړې کولولپاره راغوښتې، موجودؤ. بیا هم دغه بهرني جنگیالي ـ پاکستاني ـ عربان، اوچيچنیان ؤ چې دومر ه سخت مقاومت یې وکړ!خویوځل چې په دره کې دفاعي کرښې ماتې شوې، شمالي ټلواله ډېرژرپرمختگ وکړ.
دطالبانوځواکونوپه ماتې پیل وکړـ په شاتگ اویا به یې تسلیمېدوته غاړه ایښودله اودبهرنیوځواکونوکوچنی گروپونه یې دشمالي ټلوالې په وړاندې مقاومت کړلوته تنها پرېښودل!!
نوموړي کوچنی گروپونه د ۵۵۵ اودامريكې دهوایي ځواکونولومړني اهداف ؤ. دلومړی لویې لارې سره پرمختگ په کراره خوثابت ؤاوسټان اوگروپ دوړاندې تلونکوځواکونوسره یوځای خوځېدل.
دوی ته تورن امېرخبرورکړچې دطالبانودلومړی کرښې دختیځې برخې سره یرغل ډېراسان ؤ. وروسته له دې چې تېره ورځ بمباری داغلبک اواستالف بانډوته دروندزیان ورواړوه، په اغبلک کې دطالبانوقومندان دده مخالف قومندان سره دخپلوځواکونودتسلیمېدولپاره خبرې اترې پیل کړې. جنرال بسم الله خان نوموړي مذاکرات څارل خوکله چې په همغه سهارداووه نیمې بجې دیرغل وخت رانږدې شو،
هغه باورراغی چې خبرې اترې د دځنډ رامنځته كېدلویوتکتیک ؤ. دهغه ځواکونه اغبلک ته ورننوتل اودلږمقاومت وروسته یې ونیوه اوبیا یې سمدستي استالف باندې یرغل وکړاودلږمقاومت وروسته یې هغه هم ونیوه.
دسويل په لورې په دوهم سړک باندې خوځښت سخت ؤاویوازینی سخت مقاومت بهرنیوجنگیالوکاوه. تورن آر دسټان ترڅنگ كېناست اوهغه ته یې داوبوبوتل ورکړ. یوغوړف وکړه اودجگړې خوندله خولې پاک کړه. سټان بوتل ترې واخیست اوله هغه یې مننه وکړه اوترې ویې پوښتل:دسبا لپاره حالات څنگه ښکاري؟
تورن امېر خبرراکړچې جنرال بسم الله خان دشمالي په اواروسیموکې پردواړوکرښوددرنې جگړې اټکل کوي. اوس مهال هم ددښمن ځواکمن گروپونه شته خوزیات شمېریې بهرنیان دي. دوی دمخابرودمالوماتوله لارې څرگندونه کوي چې دطالبانورهبران دکابل ښارڅخه دسويل اوختیځ په لورې په وتلوپیل کوي. لږوړاندې جنرال بابا جان راغی اوویې ویل چې پروفیسورسیاف دخپلوڅلورزره کسانوسره دجلال اباد په لورې خوځیږي څودطالبانوپه شاكېدونکوځواکونه همغه خواوتښتوي. بابا جان دبسم الله خان دجنرالانوله ډلې ؤچې دشمالي ټلوالې ځواکونوددیخوافرقې مسولیت یې په غاړه درلود. تورن آر ځواب ورکړ:داخوډېرښه خبر دی سبا ته همدغه ډول حالات ادامه وکړي، سبا نه بله ورځ به په کابل کې ؤؤ!سټان له اوبو اوږد غوړپ وکړ ویې ویل:ژامې ماتوونكې گروپ ته مې څودقیقې وړاندې ټليفون وکړ. گیري وویل چې دشمال په نوروبرخو کې هم حالات پرمختگ کوي. کندوزیواځینی ځای دی چې لا تراوسه پکې مقاومت شته. بیا هم بهرني ځواکونه دي چې غواړي مقاومت وکړي اوله مرگ سره مخامخ شي. تورن آر ولاړشو او ویې ویل: موږبایدلږوړاندې ولاړشوکسانودشپې تېرولولپاره ښه ځای پیداکړی دی!موږبه دندې سره بدلې اودخوراک لپاره به یوڅه راواخلوسبا ته به هم یوه بله اوږده ورځ وي.
۱۴ نومبر ۲۰۰۱
دوهم گیري دسټان ترڅنگ د ۵۵۵ گروپ دسرتېروپه یوه دایره کې ولاړؤچې هریوه دسټاربکس کافي څخه غوړپ کاوه. دوهم گیري نوموړي ځای ته دسهارپه پينځه بجې سره ددوه ترموزه تازه جوړې شوي کافي، راورسېد، داسې یوڅه چې په لومړی کرښه باندې کسانودڅوورځووروسته ترې خوندواخیست. دوهم گیري کسانوته وروکتل. ټول چټل شوي وو جامې یې په دوړواوخټوداغ داغ وې، ږیرې یې ببرې اودگوتونوکان یې په خاوروتورشوی وو.
دهرسړي سره دمينځلولپاره دومره اوبه موجودې وې چې يوازې مخ اولاسونه یې پرې یوځل مينځلای شول بیا هم دوی خوښ ؤ، دوی چېرې چې جگړه وه، خوشاله وو اودتورن آر په وینا دوی د نیزې سرته رسېدلي دي (مرادیې دجگړې تښتول دي. ژ)سهارسوړؤاوله گرمې کافي بخارکاوه اوساه گانې یې په داسې حال کې چې په راتلونكې پېښوباندې غږیدل، اوکافي یې غوړپ کوله، تازه شول. سټان گیري ته وویل: تورن امېر ستاسې دراتگ څخه لږوړاندې دلته راغلی ؤاوحبر یې راکړچې برید په شپږنیموبجوپیل كېږي. دهوایي ځواکونوتکتیکې افسر وویل:چې په شپږ نیموبجوبه لومړی الوتکه په هوا کې گرځي. نن ورځ موږته دهرڅومره ډېروالوتکې چې موږیې اداره کولای شو، وعده راکړل شویده. دوهم گیري موسکىشو:هوداهم عجیبه ده چې څومره ژرهرڅه بدلون مومي!ستا په فکرنن ورځ له څه سره مخامخ یو؟
تورن R دجگړې دډگرپه لورې مخ ورواړوه. هغه له خټوجوړې شویوهغه ودانۍوته چې تقریبا یومیل لیرې دمځکې په یوه نسبتا لوړټینډي باندې جوړشوې وې، اشاره وکړله اوویې ویل:دنن ورځې لپاره همغه لومړی هدف دی.
عربانودهمدغه سمڅې دننه اودکلا په خوا اوشا کې څوسوه کسان هادیخوا خوځولي دي. دوی لږترلږه یو زيډ اېس يو ۲۳ توپ اویوشمېر14. 5 ملي متره ماشین گڼې ځای په ځای کړیدي. هغه له پیالې څخه یواوږدغوړپ وکړاودوهم گیری ته یې وروکتل ویې ویل:زما په فکرحالات دخوځېدونكي اوگړندي حل غوښتنه کوي.
څلوریاپنځه داوسپنې بمونه اویا ښایي یو دوه زره پاونډه هوښیاربمب (رهبري كېدونكى. ژ)دغه دنده بشپړه کړي. وبه گوروچې دبمبارۍ په لست کې لومړی څه لرو؟
سټان دجگړې ډگرته وروکتل. او.. هو... د سهارپیل کولولپاره څه ښه لاره ده!د ابرټ ډوول هغه خبره چې داوسني اوپوکلاپس (د نړۍ پای یا قیامت چې په انجیل کې ذکرشوی دی. ژ) فلم کې کوي. ټولوپه یوه اوپه لوړغږوویل:زما په سهارکې د ناپالم (هغه موادچې مرباته ورته دي اودپټرولوڅخه جوړېږي، دسون قابلیت لري اود بمونوپه جوړولوترې گټه اخیستل کېږي. ژباړن)دسولوبویډېرخوښېږي. ټولوپه زوره وخندل اویواوبل یې په شا وټپول. دوهم گیري ته دښوونځي پرمهال دفوټبال دلوبې دلومړی هاف ټایم څخه لږوړاندینی شېبه وریاده شوه چې په اسانی سره یې لوبه گټله. ټول خوشاله، مغروره، ډاډه اوله شېبویې خونداخیست. موږستا له هغې مهربانی څخه چې دکورخوندمورایادکړ، مننه کووخوزما په باوربایدزینونه وتړواورځ پیل کړو. دوهم گیري دسمڅوگډې کلاته وروکتل:راځی چې ورځ له خرپ سره پیل کړو:ښاغلیوكاميابی موغواړم. دمازدیگرپنځه نیمې بجې اوماښام یوازینی یوساعت لیرې ؤاودوهم گیري دمهموکسانودموټروپه تم ځای، دکابل هوایي ډگردعمومي ترمينل ترڅنگ ولاړؤاوهغه ډزوته چې دکابل له ښارڅخه ددوی په لورې په خوځښت وي، غوږنیولای ؤ. هغه خوا اوشا وکتل، دعمومي ترمينل ودانۍ خالي وه. بهرني دېوالونه یې ځای ځای دچاودنوله امله ژورزیانمن اودمرمېودلگېدلوله امله حال حال ؤ. كړكيویې شیشې نه لرلې اودڅه دباندې شل کلنر جگړې ویجاړتیاواضح ښكارېدله.
هغه په کراره درې سوه شپیته درجې تاوشو، دشمال په لورې کې هغه مځکې ته چې دښمن یې سخته دفاع کړي وه اودلته اوهلته په اواراوپراخ ډاگ کې لوگي پورته كېدل، ورکتل.
کله چې دی وگرځېد په لنډيېش منظرکې دالوتکې یوازینی له کانگریټ جوړه شوي ځغاستي لارې ترڅنگ واښه دودانيودلویدلوله امله ټول ککړؤ. هغه واښه چې دودانۍ دلویدلوڅخه بیخ پاتې وو، دکاڼواوخښتوڅخه راوتلي ؤاوخوا اوشا یې کنډکپراوتاوو شوالوتکوکباړپروت ؤ. دالوتکې دځغاستې لاردگڼ شمېرویجاړشویوسامان، تیږې اوماتې، خښتې، تاوشوي اوسپنې ټوټوڅخه ډکه وه اولږترلږه یوجسدچې دځغاستې لارې په څنگ کې په واښوکې پت ؤ، پروت ؤ. هغه مخ راواړوه څوښاروگوري. دکابل ښاردشمالي څنډې گڼ شمېرچټل کورونه يوازې څوسوه متره لیرې ؤاواصلي ښاردیوه میل څخه نږدې پیل كېده. هغه دکابل دښارهغه پخوانی نقشه چې ده له ځان سره راوړي وه، لوستلي وه اودی پوهېده چې دامريكې سفارت سويل لورې ته يوازې دوه میله واټن کې موقیعت لري اولږشانته دسترگوپناه ده.
دورځې په اوږدوکې دوهم گیري، سټان اود۵۵۵ گروپ کسان دجنرال بسم الله خان دځواکونوپه داسې حال کې چې ددفاعي موقیعت جوړولوپه خاطردراغونډیدونكې دښمن دبمباری لپاره الوتکوته په نښه کول، وروستنی لس میله دشمالي په اواروسیموکې تعقیب کړل.
دورځې په اوږدوکې دوهم گیري، سټان اود او ډي اې ۵۵۵ گروپ سانودجنرال بسم الله خان ځواکونه دشمالي په اواروسیموکې په داسې حال کې چې ددفاعي موقیعت لپاره راغونډیدونكې دښمن یې دالوتکولپاره دبمباری په خاطرپه نښه کاوه، وروستنی لس میله په واټن تعقیب کړ. په ځینوځایونوکې جگړه ډېره شدیده خوکله به بم په دومره زیات دقت اودنه منلووړ ځواک سره پرهدف ولگېد، دجگړې پایلې هروخت ښکاره وې. دکابل په لورې خوځښت په کراره اوله خطره ډک ؤ. دوی په پیک اپ موټرواو یو د سرف جیپ موټرکې چې زیات وخت به یې عمومي سړک کاروه، تلل. دسړک غاړې دجگړې له امله گڼ شمېروران شویوتوکوڅخه له سویوټانکونوبه لوگي پورته كېدل، اوددوی درنې سټې چاودېدلې اوتاوشوي وې چې پکې کسانوجسدونه په بدرنگ ډول دکنډکپرکباړخوا اوشا پراته ؤؤ. دخټوجوړې شوې کلاگانې چې سمڅې یې ترې جوړې کړې وې، دچاودنوپه واسطه خلاصې شوې اودوړې اولوگي اوس هم ترې پورته كېدل، اوپه کوټوکې دلته اوهلته دراپریوتوخښتواولوټوپرسرجسدونه خواره واره پراته وو. کسان څوځلې ځنډیدلوته مجبورشول څودسرټمبه طالبانواوبهرنیوجنگیالوپرکوچنیوگروپونوباندې اور راوغواړي چېگڼ شمېرسړې مرمۍ دموټروترڅنگ اویا دهغوی په سرونوپه هوا کې چاودېدلې، دمعجزې په ډول، دموټرودغه کوچنی کاروان ترپایه خوندي راووت.
دوی دمیلوپه واټن له بشپړې ویجاړتیا تېرشول. دشمالي اوارې سیمې یووخت دکابل دباغونوغني ترینه نقطه وه چې سیمې یې دانگوروله تاکونو، دزیتون له ونو، دمڼوله ونو، دخربوزواودجواروڅخه ډکې وې. دپڼې لپاره داوبوویالوپه پټیوکې دومره ډېرې وې چې صليبي نښه (+)یې غوره کړي وه اوداوبوپریمانتیا اوارې سیمې اوپټي پرتک شنه سینداړولي وې، بیا د ۱۹۸۰ کالونوپه پیل کې دشوروي پوځونودونوزیاته برخه اودانگوروتاکونه ددې دپاره چې دمجاهدینودپټیدنې ځای ورک کړي ځکه چې پرشورویانویې دکمينونواو دسړک ترغاړې دبمونودچاودلوله امله دوزخ جوړکړی ؤ، له منځه یووړل. دغه ودانۍ حتی په ۱۹۸۹ کال کې دروسانودوتلوڅخه وروسته هم دوام وکړدنجیب الله کمونیستي رژیم ودانۍ ړنگې اوپرځای یې دفاعي یې دفاعي موقیعتونه جوړکړل څوپه ښارکې خپله والکه ټینگه وساتي. په ۱۹۹۲ کال کې وروسته له دې چې دنجیب الله رژیم له منځه ولاړ، په نوموړواواروسیموکې ودانۍ یوڅه بیا ورغول شوې خوپه ۱۹۹۶ کال کې طالبانوبیا په بل مخ واړولې. دوی خوله نورهم پسې ورتېرشول اوداوبوویالې یې له خاوروډکې كړې څوددوی دروڼ قانون په وړاندې ددغه خلکودمقاومت له امله هغوی ته سزاورکړي. تېرو څو ورځو درنې بمبارۍ او سختې جگړې د ویجاړتوب او ورانۍ اندازه بشپړه کړله. په موټرو کې له ډېرو داسې کلیو چې په پوره ډول وران اوار او په خښتنه او خاوره بدل شوي وو، له دوو ویالو باید هاخوا تېر شوي وای، د تیږو په موړو باندې موټر د ختلو له امله ښکته او پورته كېدلو او په سطحي اوبو کې د موټر د رفتار له امله اوبه دواړو خواوو ته الوتلې او په پای کې بلې خوا ته په سختۍ سره وختلو.
پلونه ټول ویجاړ شوی وؤ او په عجیب او غریب ډول به د کانکریټي مټو پر سر اوښتي پراته وو. مړي به خواره واره یو یو پروت او یا به د خاورو او شږو په ډانبار(کوټه) باندې لاسونه، پښې او وسلې سره پراته وو. دوهم گیري څو ځلې فکر وکړ چې ددغه ځایه تېرېدل، د دوزخ څخه تېرېدلو ته ورته دي.
دوی د کابل هوايي ډگر ته مازدیگر په پنځو بجو او لسو دقیقو راورسېدل او د جبل سراج څخه د ژامې ماتوونکي گروپ د پاتې غړو د رارسېدلو په انتظار و، سټان خوا وشا وکتل او له ځان سره یې وویل: دا ټوله ویجاړتیا خو هم پخوانۍ نه ده، موږ د اكټوبر په مياشت کې هغه اى اېل -۷۶ ډوله الوتکه والوځوله، هوايي ځواک د طالبانو د ټولو الوتکو په ورانولو کې جدي وو او بمباري مو د بگرام څخه انسجام کوله.
زما په باور په همغه یوه شپه یې لس یا دولس الوتکې له منځه یووړلې. دوهم گیري سر وښوراوه ويې ویل: دا خو ناشونې ده چې سړی د اوسني او د ۱۹۸۰ کالونو په مهال د شوې ورانۍ تر مينځ توپیر وکړي. دلته خو هرڅه ټوټې شوي دي. د ښار څخه د ډزو غږ نور هم لوړ شو، ټانک ډزونه کول، چاودنې او د درنو ماشیڼ گڼو ډزې هم اورېدل كېدلې. دوهم گیري د ښار په لورې وروکتل څو دډزو لورى پیدا کړی. ددریو یا څلورو موقیعتونو څخه لوگي پورته كېدل خو بیا یوې چاودنې هوا ته تاوېدونكې لوگي او گڼ شمېر شیان هوا ته پورته کړل.
دا خو له دې ځایه څو میله لیرې دی، داسې ښکاري چې هر څه گړندي كېږي خو د ډېر وخت لپاره به نه وي. همدا شېبه کې یو جیپ موټر په ټوپونو چې تر شایې د دوړو لیکه وه، زموږ خوا ته راغی.
کله چې موټر غاړې ته ودرېد، دوهم گیري ممتاز د موټر په وړاندیني سیټ کې ولید. هغه د تورن امېر سره ښار ته تللی و، څو هغه هوټل چې د ځانگړو ځواکونو د ۵۵۵ گروپ او د ژامې ماتوونکي گروپ لپاره په داسې حال کې ښار خوندي كېږي، د موقعتي خوندي ځای په توگه وکارول شي. ممتاز موسكې و، په داسې حال کې چې لاس یې د ستړي مشي لپاره غزولی ؤ، راورسېد.
اغا گیري هرڅه ښه پر مخ روان دي، د مقاومت وروستۍ کوچنۍ گروپ تر یرغل لاندې دی او جنرال باباجان ډاډه دی چې تر راتلونكې دېرشو دقیقو به له منځه یووړل شي. په عین وخت کې د جنرال بسم الله خان د ژمنېسره سم هوټل اوسمهال خوندي دی. ستاسې به خوښ شي که څه هم چې طالب ځناورو څو حمامونه چټل کړیدي او د وزو د ساتلو لپاره یې کارولي دي. بیا هم په ښه حالت کې دي.
موږ به سبا ته د هوټل پاکوالی پیل کړو. راځی یوازې پينځه كېلومټره واټن لري او د ستاسې سفارت ته ډېر نږدې دی.
دوهم گیري د ممتاز له پنجو څخه خپل لاس خلاص کړ: ویې وپوښتل: زما گروپ به څنگه كېږي؟
دوی خو لا د جبل سراج څخه تر اوسه نه دي رارسېدلي. اغا گیري، اندیښنه مکوه موږ به حافظ ته چې دوی ښار ته رهنما کوي، مخابره وکړو. هغه هوټل لیدلی دی او گروپ به مستقیم هوټل ته راولېږدوي. موږ ځیني سرتېري د چاپیریال د خوندي کولو لپاره په دنده گومارلي دي، عارف لا تروړاندې اړیکه نیولې ده. راځی چې ټول سره یوځای شو او زه مو تر هوټله بدرگه کړم.
دوهم گیري خپل ساعت ته وروکتل: د نومبرڅورلسمه او د مازدیگر شپږ بجې وې چې د امريکا د سفارت له ودانۍ زموږ د موټرو کاروان تېر شو. هغه له ممتاز غوښتي و چې کتار په کرار کړي څو د سفارت ودانۍ ته سر سري وروگورو. دغه حقیقت چې دوی د ډېرو زیاتو کلونو وروسته په کابل کې لومړني امريكایان و، ټکان ورکونكې و. دوهم گیري ودانې ته د ورکتلو پوره وخت درلود، سپینو مرمر تیږو څخه یې بهرني دېوالونه جوړ وو او اوس مهال د کلونو دوړو او بې پروایۍ له امله خړه پړه وه.
لوړه اوسپنزه جالۍ زنگ وهلې خو اوس هم سخته ښكارېدله، او هغه پوهېده چې هغه افغانان کارمندان چې په سفارت کې یې د ۱۹۸۸ کال په مهال کله چې سفارت تړل كېده، تر اوسه پورې د ټولو کلونو په بهیر کې هغوی ته د کلا او د ودانيو د ساتلو له امله تنخا ورکول كېدله. دوهم گیري كېناست او د تېرو لسو ورځو پېښو ته یې بیا کتنه وکړله، هغه په څلورم نومبر په داسې وخت کې چې حالت تر هغې نامالوم و، راغلی و.
هیڅو ک هم په دې نه پوهېدل چې په شمال کې به جگړه څنگه پرمخ ولاړه شي او یا دا چې طالبان به د کابل او نورو ښارونو څخه کلکه دفاع وکړي. اوس لس ورځې وروسته هغه یو خپلواکه کابل ته گروپ رهبري کاوه، او په شمال کې ټول ښارونه پرته له کندوز څخه د شمالي ټلوالې په والکه کې وؤ.
د راتلونکو څو اونیو پر مهال مو باید زیات کارونه ترسره کړي وای، خو اوس مهال د ارام ؤ او پر بریالي توب مو فکر کاوه!
په هغه هوټل باندې چې موږ پکې ځای په ځای كېدلو یو نښه ولیدله، هغه له ځان سره فکر وکړ. په کابل کې زموړ لومړنۍ شپه ده! یاره... یوه اوونۍ وړاندې به چا په دغه حقیقت باور راته، د اسمان لمن یو نڅاپه چاودنو پړکو سپینه کړله. د ټانک ډز ؤ او جنرال د وروستني مقاومت په له منځه وړلو بوخت و.
د ټوپک ډزو غږ د چاودنې له لورې راغی. او ورو په ورو لوړیده، بیا ټیټ شو او په څو بې سېکه غږو باندې پای ته ورسېده.
سټان د ورستني سيټ څخه را وړاندې شو ويې ویل: زما په باور په رسمي ډول اعلان کولای شو چې کابل... هغه بیا خبرې وځنډولې څو وخت قید کړي.. ویې ویل: د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۴ او د ماښام په شپږنیمو بجو د شمالي ټلوالې لاسونو ته ولوېد. !
د مزار شريف سويل
۱۰ نومبر ماښام ۲۰۰۱
ارجې او فرانک په تیاره کې د یوې پلنې تيږې چې د غونډی تېرې ژۍ ته نږدې وه، د پروت په حالت کې د طالبانو هغه ځای ته چې ښايي مزار شریف ته ددوستم د ځواکونو لپاره د طالبانو لخوا د ممانعت وروستنۍ هڅه وي، ورکتل.
د سپوږمې دومره رڼا وه چې هغوی کولای شول چې د دوستم ځواکونو لخوا د غونډی په بیخ کې جوړې شوې کرښې وویني. د غونډی د بیخ څخه یو پراخ او خلاص ډاگ ؤ او د ارجې په باور د طالبانو دفاعي موقیعتونه تقریبا درې زره گزه لیرې واټن درلود.
ارجې خپل ساعت ته وروکتل او فرانک یې په مټ وواهه ويې ویل: لس دقیقې پاتې دي. فرانک سر وښوراوه ويې ویل: بلې دا به حقیقي نمایش وي! ستا په فکر د دښتې په هغه پای کې هلکان په دې پوهیږی چې ددوی په قسمت کې به څه سوغات وي؟ نه د هغه د تش لاسه عراقي حرميانو څخه چې د توپان په دښته کې و، زیات نه دي خبر! په هغه وخت کې پر عراقیانو د شپې په مهال دوه بلو -۸۲ ډوله بمونه وغورځول. لومړی بم د مځکې پر مخ چاودېدلو ته برابر کړی و او په راتلونکې شپه دوهم بم یې په هوا کې چاودېدلو ته پروگرام کړی و.
دوی غوښتل چې د نوموړو دوؤ چاودنو تر منځ په دښته کې د ویجاړتیا اندازه وازمايي!؟ نوموړي لعنتي شیان دواړه پينځه لس زره پاونډه وزن لري او چاودنه یې دومره زوروره ده چې د چاودېدلو وروسته د مځکې ستوري ته ورته وریځ هوا ته پورته کوي. بېخي لکه د اتوم بم چاودنه! عراقیانو فکر کاوه چې په هغوی مو ذروي وسله کارولې ده. فرانک د افغانانو هغه گروپ ته له دوستم راچاپیره و، وروکتل: دوستم یوه جوړه روسي ـ جوړ د شپې د لیدلو عینکې لرلې چې پر غاړه یې ځوړند وې الفا گروپ د خواخوږی له امله هغه ته ورکړي وو ، په یوه تیږه باندې ناست و او تر مخ ډاگ یې ترصد کاوه.
د دوستم د گروپ ترشا د ځانگړو ځواکونو گروپ هم د یوې لویې تیږې تر شا راغونډ شول. ټول خو د نمایش د لیدلو لپاره راغونډ شوي دي. هیله ده چې ناکام نه شي. ارجې وویل زما په فکر هغه اړخ د اندیښنې وړ نه دی. په دیې هیله چې هغوی دغه لعنتي شی ددوی څخه راوړاندې نکړي او چاودنه موږ ته نږدې ونشي. فرانک په خندا سره وویل: بلې ښه فکر د کړای دی. ارجې د اېم سي-۱۳۰ ډوله الوتکې بې سکه غږ واورېد او ښي خواته د اسمان په لورې د الوتکې د پیداکولو په موخه وروکتل. هغه حتې د سپوږمې او د ستورو رڼا سره سره هيڅ الوتکه ونه لیدله.
خو هغه پوهېده چې نوموړې هغه الوتکه ده چې بلو ۸۲-Blu ډوله بمونه لیږدوي. کله چې په الوتکې په هوا کې الوتنه کوله، د ارجې په فکر کې په الوتکه کې د كېدونکې فعالیت انځور راغی. هغه پوهېده چې اوس مهال د الوتکې کارمندان د هغه ستر صندوق چې نوموړی بم انتقالوي، الوتکې له شا څخه د غورځولو لپاره تیاری نیسي.اېم سي -۱۳۰ الوتکه د دومره زیات وزن څخه د خلاصیدلو په مهال مخپورته جټکه وخوري! ارجې د الوتکې څخه د بنډل د راغورځېدلو وروسته د پېښو په سلسله پوهېده.
په داسې حال کې چې د لرگي دروند صندوق سره جلا او لیري لویږي،بلو ۸۲ بم د مځکې په لورې گړنډی لویدلو ته دوام ورکوي.
د بم د وروستی برخې څخه د مځکې په لورې د بم د لویدلو د سرعت د کمولو لپاره یو پراشوټ راوځې او بم د وړې چترۍ لاندې د ساعت د لنگر په ډول مخ ته او وروسته زانگي. ارجې د بم د لویدنې د وخت انتظار کاوه، ساه یې بند کړه او سترگې یې په دره پورې د دښمن په کرښو خخې کړلي. څو شېبې وروسته یوه لویه پړکه ولیدل شوه او د لړزې یو لویه څپه چې په سترگو لیدل كېدله، د هغه سیمې څخه چې پنځلس زره پاونډه تخریبې باروت پکې وچاودېدل، د بیدیا په لورې خواره شوه او غږ یې تقریبا د چاودنې سره سم په یو ځای راورسېد او ارجې د تیږې ترشا خپل سر پټ او لاسونه یې د ویجاړونکې غږ څخه د امن لپاره په سر كېښودل.
هغه یې له تیږی څخه په زوره شا ته وغورځاوه، پوندې یې ولگېدلې، بیا یې په سخته او زیږه مځکه باندې وویشت، او د باد یو ه څپه د چاودنې په واسطه د جوړې شوې خلا د ډکولو لپاره بیرته تېره شوله.
د ارجې غوږونه ترنگېدل، او کسانو چېغې داسې لکه چې د یوه لیرې واټن څخه چې راځي، اورېدل كېدلې. هغه فرانک ته وروکتل او هغه پرمځکه باندې په څټ پروت، لاسونه یې خواره واره و او بدن یې د بې هوښۍ له امله بې حرکته پروت و.
ارجې په داسې حال کې چې په گونډو كېناست او هغه یې راواړوه ویې ویل: دغه لعنتي شی خو دی بې هوښه کړی دی. لاسونه یې د فرانک د بدن په پورتنی برخه راتېر کړل. د فرانک د سر په وروستنۍ برخه باندې د لاسونو د راتېرولو پروخت یې د هغه په سر پړسوب ولید او په مځکه باندې د لگېدلو له امله یې وینه هم بهېدله خو ټپ یې خطرناک نه ؤ. ارجې په پښو ودرېده او ډاگ په کتلو سره د ویرې له امله په شا وتنبیده! د بم د لگېدلو د ځای څخه د مځکې د ستوري په ډول یو خواره لوی او خوټیدونكې لوگی راپورته كېده او سټه یا غار یې په ډاگ څو سوه گزه پراخوالی او کنده جوړه کړی وه.
دا دقیقا هغه ډول چې ده په هر فلم کې د اتوم د چاودنې انځور لیدلی و، ښكارېده او د ویرې یو ځواکمنه څپه پرې راغله. هوا غړمبهارکاوه اودغه سترې چاودنې غږپه غونډیوکې انگازې کولې. هغه له ځان سره وویل:اوؤزما خدایه:موږدچاودنې دځای څخه دیومیل په واټن لیرې ؤاوله موږیې هرڅه وباسل. هلته به دطالبانوپرلیکوڅه حال وي؟!
ارجې دفرانک ترڅنگ كېناست، خپل دسمال یې داوبوله پتكې څخه په اوبولوندکړاودهغه پرمخ یې راتېرکړ. فرانک په احساساتوراغی، زگېروی یې کاوه اومخ یې له درده تریؤؤ، اوـ ـ هوـ او... یې کول.
فرانک ارام وکړه، سردې له مځکې سره په زوره وهلی دی اوبې هوښه کړی یې وې خوفکرکوم روغ رمټ یې ارجې خبرې بندې كړې ځکه چې دالوتکې دانجن غږیې واورېد. بیا یې وویل:اولعنتي دوهمه الوتکه د بلو ۸۲ سره دطالبانودحیرانتیا لپاره راغله. ارجي فرانک لږراجږکړاوخپل کوچنی بکس دهغه دسرلاندې اولونددسمال یې دخوږځای لاندې وركېښود.
هغه دفرانک ترڅنگ په اوږدووغزېد اوله ځان سره یې وویل:یاره ددوهمې چاودنې دلیدنې څخه تېریم. یوځل لیدل یې بس ؤ!دوهم بمب هم دلومړی په ډول زورورؤاودلړزې څپه ددوی ترشا غونډی سره په خړپ سره ولگېده. غورېدونكې غږارجې په داسې حال کې چې مځکه لکه چې خوږېږي ورېږدېدله، سترگې یې پټې اودارام هڅه یې وکړله. دهغه یوازینی فکر، هلته بیچاره حراميانوته ؤؤ!
دوی ته یې دوزخ لا له اوسه وروښود!په همغه شپه مزارشریف ددوستم ځواكونولاسونو ته ولوېد.
(1) دوهم گيري د ليکوال ځايناستى و چې د ده په ځاى دندې ته راغلى و او نوم يې گيري و نو ځکه ليکوال دوهم گيري ياد کړى دى. ژباړن
(1) ليکوال دلته د سړک د خرابوالي له امله سرټکوي. ژباړن
(1) د شنو خوليو څخه يې منظور هغه ځواکونه دي چې د لايزر اړوند ټکنالوجي په کارولو کې مهارت لري چې د بمبارۍ په وخت کې د الوتکو سره د نښې په دقيق ويشتلو کې مرسته کوي. ژباړن
(1) ناپوه بمونه دي چې په عصري ټکنالوجى مجهز نه وي لکه د جهاد پر مهال روسي بمونه. ژباړن
(1) جيډامس رهبري کېدونکي او په تکنالوجى مجهز بمونه دي. ژباړن
(1) هوښيار يا په انگليسي ژبه کې ورته (Guided)راکټ وايي چې په موډرن تکنالوجى مجهز دي او دلېرې واټن څخه د کمپيوټر په واسطه رهنما کېږي. ژباړن