سي ای اې په پنجشېر کې (نهه څلوېښتم څپركى)

 
 
دڅلورم نومبرترماسپښین پورې موږتاشکند ته ونه رسېدلو. زموږ سي اېچ 47(1)ډوله چورلکوکرشي خان اباد کې دامريكې دځانگړوځواکونوهډې ته چې دتاشکند څخه تقریبا سل میله واټن درلود، انتقال اوپه خالی خیموکې چې د او ډي اې گروپونوافغانستان ته دننوتلولپاره یې تیاری نیولوسیمې په توگه کاروه، ځای په ځای کړلوموږله ترپل جوړشوي کټونوباندې په داسې حال کې چې ستړي اوساړه هم نیولي ؤپریوتواودافکرچې په اډه کې دشته سي اى اې گروپ به زموږدراتگ څخه کله خبرېږي، درلود.
په پای کې داېل جېم چې دځانگړوفعالیتونوپخوانی افسر وروسته دیوساعت پلټنې څخه پیداکړلو. هغه ویل چې له دې امله چې د سي اى اې د بريدونو هوایي افسر نه ؤتوانیدلای چې موږتاشکند ته دانتقال لپاره دکومې الوتنې په مهال ویش کې وردننه کړي، یوڅه حیرانتیا رامنځ ته شوي وه. په تاشکند کې زموږدمرستې په مرکزکې، زموږدنشتوالي په مهال دپرمختگ لپاره کوم بدلون نه ؤراغلی. په پای کې دماسپښین په دریوبجوزموږ اړوند چورلکې ښکته، تاشکند ته ولېږدولو. موږشارټن هوټل ته وردننه شوواود هرکلي نجلیو(جناكېانو)دهغه لنډ لمن لرونکوجاموپه لیدلوچې زموږپه نشتوالي کې نورې هم کوچنی کړې وې، هک پک شووزه په شاورکې دگرمواوبولاندې چې زما پراوږوولي جوړجوړی کاوه، شل دقیقې ودرېدلم اوله ځان سره مې داژمنه وکړه چې زه به هیڅکله هم دگرمواوبوقدرهیرنه کړم،.
موږپه هوټل کې ډوډۍ وخوړله. ایله بیله مې روسي بالتیکه دریم نمبر(یوډول شراب)وڅښل. بالتیکه نهه ډوله ده، دریم نمبریې معتدل بیردي چې امريكايي ته ورته خوند لري اونهم نمبر یې کساک (یوډول شراب)دخوند لپاره جوړوي اودشرابوهغه اندازه چې په عادي بیروکې وي، په دې کې درې برابره وي. روسی بیروخوندسوړاوپوست ؤ. دچورلکوکارکوونکوموږته خبر راکړچې په تاشکند کې یوه گلف سټريم ۶ـ۵ الوتکه موجوده ده اوریک زموږدمحلي اوپراتیفي افسر سره څوځله ټليفوني اړیکه ددې لپاره چې څرگنده کړي چې ایا موږکولای شو چې دغه الوتکه وکاروو، او كنه، نیولې وې، اوکه ځواب منفي ؤنوبیا موپه سوداگريز الوتکوکې ځانته ټیکټونه اخیستل. په پای کې دماښام په اتوبجوریک ته ټليفون راغی اوخبر یې راکړچې موږکولای شوپه ۵ـ۶ ډوله الوتکه کې الوتنه وکړواوپه ډگرکې راتلونكې سهارپه اووه بجې حاضرؤ. په همغه شپه مې دماشوم په ډول خوب وکړ. تازه اوپاکې پردې ډېرې خوندورې وې. کورته په  گلف سټريم الوتکه کې تلل، زموږلپاره دخوب په ډول ؤ. موږپه فرانکفورټ کې بیا تېل واچول اودهغه وروسته شمالي ویرجینیا دډوول هوایي ډگرته وخوځېدله. په شپږنیموبجوښکته شو. نری باران ورېده چې گروپونه يې دتوروتیږوڅخه جوړشوي هوایي ډگرکې ځلول. دروازه خلاصه شوه موږپه دروازه راغونډشووالبته ميوري ترټولومخکې ؤ. دميوري معشوقه دهغه ستړي مشي لپاره راغلې وه اوریک ته خپله مېرمن سره ددوکوچنیوماشومانوراغلي وو کریس اوزه وروسته ودرېدلوڅویوځای كېدنه ترسره شي، بیا موږهم ددغه مراسمویوه برخه وگرځېدلو.
ماشومانوغوښتل چې دپلارالوتکه وگوري، کله چې هغوی په لاسونواوپښووهلوسره الوتکې ته ورختل، مېوري خدای پاماني وویله. ما اوکریس خپل بکسونه کوچنی اوروڼ ترمينل ته وروڅکول څودعامه ټليفونوله لارې خپلوکورنیوته ټليفونونه وکړو. کریس غوښتل چې خپل پلار ته ټليفون وکړی اومخکې له دې چې دخپلې مېرمن اوماشومانوسره چې له ښاره بهرؤ، یوځای شی، له خپل پلارسره څوورځې پاتې شي. ما هم بیټسي ته ټليفون وکړاوهغې له دې چې زه د ډيولس په هوایي ډگرکې یم اوکورته به په ټکسي کې ورشم، خبره کړله. زه دهغې دغږپه اورېدلوسره ډېرخوښ شوم اوپوهېدم چې اوس رانږدې شوي وه. ریک اودهغه کورنی زموږترڅنگ تېرشول، ټولوخندل اوپه یوځای یې خبرې کولې، موږورته دخدای پامانی لاسونه وښورول. مېوري اودهغه معشوقه له لاوړاندې تللي وو. کله چې زه اوکریس له ټرمينل څخه بهرشولو، په هډه کې یوه ټکسي ولاړه وه. ما کریس ته اجازه ورکړه ترڅونوموړي ټکسي له ځان سره بوځي اوزه دبلې ټکسی په هیله ودرېدلم. باران هم تیزشواوهواسړه وه. څودقیقې وروسته زه دننه ولاړم اودکوم چا څخه مې دټکسی په راغوښتلو کې دمرستې غوښتنه وکړه. کله چې زه بهرانتظارودرېدلم هرپلوخاموشي وه، کوڅه هم تیاره وه، باران ودرېده اوزه با الکل تنها ولاړوم. زه پوهېدم چې يوازې پينځه څلویښت دقیقې وروسته، کورته دراگرځېدلواوله مينې ډک ښه راغلاست مې په انتظارؤ، خوهغه څه چې موږوکړل، پرهغې دفکرکولوپرته مې هیڅ هم یاد ته نه راتلل! دا دسپټمبر دیوولسمې بريد څخه يوازې څوورځې وروسته، ما د سي اى اې یو اووه کسیزه گروپ یووړ، دوی هغه لومړني امريكایان وو چې شمالي افغانستان ته لومړى ځل لاړل اوترورېزم په وړاندې په نوي اعلان شوي جگړه کې لومړی پړاوسرته ورساوه. موږډېرلیرې ځای ته تللي ؤداسې یوځای ته چې داونیولپاره په خپلواوږواوله پوره مرستې مو پرته ځانونه له خطرسره مخامخ کړي وو. دماموریت هدف موترلاسه کړ. په شمال کې دطالبانوماتې اودکابل فتح يوازې داوس څخه نهه ورځې لیرې وه خوزموږدهڅوپایلي واضح وي كاميابي راتلونكې وه. خودلته زه تنها ولاړوم. دتشریفاتولپاره هیڅ فعالیت هم نشته يوازې تنها زه یم اودټکسي په انتظارولاړیم!سره له دې ټولود سي اى اې دکارونوهمداډول طبیعت لري. اوهمېشه همداسې وي سخت له خطره ډک کاربه په خطرناکوځایونوکې په ویاړ، سيالۍ او وړتیا سره وکړي خوپه پای کې هیڅ مننه اوشاباسى نه درکول كېږي. ټکسي ودرېدله اوچلوونكى یې له ماسره په ډگۍ کې دبکسونوپه ایښودلوکې مرسته وکړله. زه په وروستني سیټ کې كېناستلم اوټکسي وان ته مې وویل:کورته مې ویسه!
 
(1) سي اېچ 47 ډوله چورلکه دوه څرخه چورلکې يا هليکوفټر ته ويل کيږي.