
د گل گوزار مې هم پېرزو نه شي په تا جانانه
اظهار د مينې رانه پاتې دى په دا جانانه
ته خو پوهېږې چې رقيب غماز بيدار وي مدام
د گلو وږم شه رادومه په هوا جانانه
د محبت رازونه پټ ساتلى نه شي هېڅوک
پروا يې مه کړه که خبره شي دنيا جانانه
راځه چې غره ته شو په منډه منډه منډه روان
توپير ورک شوى د روا و ناروا جانانه
ساده له ډېرې رنگينۍ نه ساده شوى دى بيا
د ستاپه نوم باندې سندرې وايي بيا جانانه.
٠٥/٠٨/١٣٨٥
حيدرآباد