
د کارغه او بلبل حکايت
احمدنګر کلا
د ۱۹۴۳ کال د مــــــــارچ ۲
ګرانه دوسته !
پرون مې د تصور په عالم کې د کارغه او بلبل حکايت تر تياباوه د خيال مجموعه مې خوره وره وه:
اوس مې دا خيال شو چې يو فصل يې تاسو ته درواورم:
تا فصلی از حقيقت اشنا نوشته ايم
افاق را مرادف عنقا نوشــــــــــته ايم
يو ګهيځ مې چې چای څښه معلومه نه وه چې د سيد محمود صاحب څه چورت وو چې په يوه لوښي کې يې خوږه اچولې وه اورا وواته او په انګړ کې يې په څه لټولو پيل وکړ لکه چې دی طايقې دلته هم کوم ګوهر موندلي دی.
چې ورپسې شوم نو معلومه شوه چې د ميږيو سوړه لټوي چې هلته په دغه سوړه کې ميږيوته څه خوږه ورواچوي ما چې دا حال وليد نو د هڅې نيلی مې يوه بله مترو له وخوړه ، او ومې ويل :
وللارض من کاس الکرام نصاحب ([1])
ده راته وويل دا عبارت وژباړه ما ورته وويل چې شيرازی خواجه له يو څه اضافي سره دا کار کړی دی:
اګر شراب خوري جرعه فشان برخاک
ان آن ګناه که نفعې رسد بغير چه باک
دلته د کوټو په چتونو کې د چوغکو جوړو ځالی جوړې کړي دي او شپه ورځ د دوې شور او هنګامه توده وي يو څو ورځی وروسته محمود صاحب ته چورت ورغی چې په دغو مرغيو باندې هم څه لور په کار دی مرغيو د حال په ژبه دده لور غوښتنه چې :
نگاه لطف کی اميد وار هم بهی هی ([2])
په چپره نومي ځای کې ده يو ځل چرګې ساتلې وې دا نه به يې ورته په لاس کې ونيوله ورته به يې ويل : راشئ راشئ ! چې چرګې به ورته له هرې خوا راتلې ، نو يو ځله يې دا تجربه پهچوغکو کول هم غوښتل خو څو ورځې وروسته ستړی شو او کښيناست او ويل يې عجيبه معامله ده ، دا نه ورته ښيم او څومره چې ورنږدې کيږم هغو مره راڅخه زر تښتي لکه چې ورته ددانې وړاندې کول هم کوم جرم وی:
خـــــــــــــــــــــــــــدايا جذبه دل کی مګر تاثير الټی هی
که جتناکهينچتاهون او وکهينچاجای هی مجهـ سی ([3])
ما ورته وويل چې د طلب او نياز په لار کې دی پل ايښی د نخره ګرو پر نخرو او نازونو هم صبر کوه، د نياز د عشق له دعوو سره د ښکلا له ناز څخه مانه ګول ښه نه ښکاري:
به ناز کی نه بری پی منزل مقصود
مگر طريق رهش از ســـر نياز کنی
اگر به ناز براندمرو که آخـــــــــر کار
به صدنياز بخـــــواند تر او ناز کنی
دلته کله ځنګلي ښارونکي هم دوه درې جوړې راځی او په خپل چاڼچون غوږونه کڼوي اوس محمود صاحب د چوغکو مينه پرې ايښې ده اودغو د هواهوسيو ته يې دام غوړولی:
من وآهوی صحرائي که دايم مير ميد ازمن
دورځې ګهيځ د مړي خڅوز کې پهلاس کې اخلي او انګړ ته ووځي او هلته دريږي او ترڅو يې چې ستونی کار کوي راځي راځی.... نارې وهي او خڅوز کې هواته پورته پورته اچوي. دا عام ست خو د ښاروګانو التفات نه شي وراړولی خو د ښاروګانو به ځای کارغان له هرې خوا ګڼه ګوڼه جوړه کړې او بې سته ورباندې راتوتڼه شي بيا هم محمود صاحب راځي راځي نارې وهي او په نارو ستړی شي او بهرته روان شي او سمدلاسه کارغان راټول شي. د انګړ په شمالي برخه کې دنيم يوه غټه ونه ولاړه ده چې په هغې کې هم يو راز مرغۍ په انتظار کې وي او چې محمود صاحب ليرې شي فوراً په دغه غوړيدلي دسترخان باندې راغونډې شي:
ياران صلای عام است اگر می کنيد کاری
د محمود صاحب خيرات دومره لوی وو چې د احمدنګر له هرې سيمې څخه ورته کارغان پهمنډو راتلل:
طفيلی جمع شد چندان که جای مهمان گم شد
کله چې د محمود صاحب دسترخان وغوړيده نو دومره ډېر کارغان به راټوليدل او کاغ کاغ به يې نارې وهلی چې تر دوه ورځو صبر نه وروسته وګړي به تنګ شول چې محمود صاحب ته يې وويل : که دا دسترخان دې بيخې نه ټولوی نو ديو څو ورځو له پاره خو يې ونغاړه چې دغه کاغ کاغ څو نور زمونږ غوږونه وخوړل اوس خو لايوازې د احمدنګر کارغان خبر شوي دي او که داد عام خيرات دستر خوان غوړيدلی وي نو داحمدنګر لاڅه چې د ټول دکن کار غان به راټول شي او تاسو ته به دصايب شعر درپه زړه کړي چې:
دوردستان را به احسان ياد کردن همتست
ورنه هر نخلی به پای خود ثــــــــمر می افگند
تر اوسه لامحمود صاحب د وګړو په دغه غوښتنه غور کاوه چې يوه بله پيښه وشوه هغه دا چې دوه تورمخي غټ کارغان هم راغلل او هغوې هم غاړې اوږدې اوږدې کولې او دست په تمه وو خو د محمود صاحب ور څخه خوابده شوه اوويل يې چې دا بدمخي له کومه شول ، چې د دوی راتګ په مونږ پورې ښه شو او محمود صاحب د خپل کرم دسترخوان ونغښته:
بيا هم دروږدو شوو کارغانو له نارونه زمونږ غوږونه ساړه نه شول او هره ورځ به پهټاکلي وخت راتلل او نارې به يې وهلې او دست په انتظار وو.
داسې معلوميږي چې محمود صاحب تنګ شو او له سخاوت څخه يې لاس واخيست . په دې وخت کې موسم بدل شو ژمی وواته او پسرلی شو. په تير کال کې چې مونږ دلته راغلو نو د بنديخانې انګړ سپيره ميدان وو او ځمکه يې ښه نه وه څه په کې نه شنه کيدل اوددغه ميدان په سپيره مخ ليدلو سترګې خوابدې کيدی او د شنو وښو او ګلو هيله يې درلوده نو دا خيال راسره پيدا شو چې بڼوالی ته لاس ورواچوم او له دغه سېره ميدان څخه د ګلوبڼ جوړ کړم چې :
(به بواصحاب معنی رابه رنگ اصحاب صورت-را-)
خوښ کړي.
جواهر لال زما د تصميم پوره کولو له باره تيار شو او ملامو وتړله او په ګلبڼ جوړولو مو پيل وکړ او د بڼ جوړولو له پاره دوو چارو ته ضرورت وو لومړی دا چې تخم ښه وي:
گرجان بدهد سنگ سيه لعل نگردد
با طينت اصـــــــــلي چه بدگهر افتاد
او دوهم دا چې ځمکه ښــــــــــــه وي:
جوهر طينت ادم زخمير دگرســـــــت
توتوقع زگل کوزه گــــــــــــــران داری
همداوه چې ددغه دوو چارو په هکله فکر کول پيل شو د تخم به باره کې مو چيته خان ته وويل چې له پونا څخه ښه تخم پيدا کړې ځکه ښه تخمونه شته خو د ځمکې د ښه کولو خبره دومره آسانه نه وه . ددغه انګړ ځمکه دپخوانيو ورانو شوو ودانيو خاوره وه چې لږه وکنودل شي ورلاندې د ډبرو ټوکړﺉ اوچونه اوشکې راووځی او مينځني برخه لکه هديره داسې ښکاري او معلومه نه ده چې داد کومو ښکلو د هډوکو او غوښو اغږل شوي خيره وه چې د حال په ژبه وايي:
قدح شرط ادب گير زانکه ترکيبش
زکاسه سرجمشيدو بهمن آست و قباد
نو مجبور شولو او ځمکه مو دوه درې فوټه ژوره کړله او له بهر څخه مو خاوره او سره راوغوښتله او داځای مو ورباندې ډک کړ او ځمکه مو کرلو ته تياره کړه:
اغشته ايم هر سر خاری به خون دل
قانون باغبانی صحرانو شــــــته ايم
نوله دې وروسته ورباندې د اوبو شيندلو وخت راغی او په دې کې مو فکر وکړ چې له کيمياوي حقايقو څخه په دې ځای کې څومره کار اخستلای شو. په دې باره کې دفن ماهرانو غټې غټې نکتې بيان کړې. زمونږ په ډله کې يو بنګالي صاحب هم شته چې په ساينسي علومو کې ځان دلوی لاس خاوند ښي، هغه وويل چې که د ګلو تخم د څارويو په وينو ککړ شي ډېره فايده کوي او داونيو لاره په ورځو کې وهلی شي او ژر رسيږي. خو اوس چې د جنګ له امله دانسانانو وينو ته ضرورت دی او دوينو بانک پرانستی شوی نو دبوټو له پاره څوک خپله وينه ورکوي. يو بل صاحب وويل : دلته په کلا کې چرکان ذبح کول کيږي د هغوی وينه ولې د ګلو بيخو ته وانه چوو؟ چې په دې مورد کې فوراً ماته يو شعر راغی حال داوو چې ډېرې مودې تيرې وې چې ما شعر ويل هير کړي وو:
کليون مين اهتزاز هی پروازحســـــــــــــــن کا ([4])
سينچاتها کی نی باغ کو مرغی کوخون سی
چې زما شعريې واوريده د اصف علي صاحب شاعرانه ولولی راوپاريدی، هغه په دې هکله غزل ويل پيل کړل خو بيا يې شکايت وکړ چې قافيه ډېره تنګه ده دلته بې له دې هم قافيه تنګه ده.
خبره را څخه اوږده شوه خو څه مې چې ويل غوښتل هغه دادی چې په سپټمبر او اکټوبر کې تخم واچول شو نو ددسمبر په پيل کې د ټول ميدان صورت بدل شو او چې جنوري شو نو هر ځای د مالې ځولی وه او پههر ځای کې ګل وو،ته به وايی:
اکنون که در چمن آمد گل ازعدم به وجود
بنفشه در قدم اونهاد ســـــــــــــــــر به سجود
به باغ تازه کن ايين دين زردشـــــــــــــــــــتی
کنون که لاله بر افروخت اتــــــــــــش نمرود
زدست شاهد سيمين عزار عيســـــــــــی دم
شراب نوش ورهاکن حديث عاد وثمـــــــود
جهان دی . خو دلته د زردشتې آيين د تازه کولو سامان چيرته دی؟
او د ګل ښکلو اعجازو نه چيرته ميسر دي؟ دا کمې هم پوره شو او په انګړ کې رنګارنګ کلونه پيدا شول ، له مهال سره سم زياتره ګلان موسمي وي، تر څلويښتو زيات ډولونه ګلونه کيږي خو په ټولو کې د “مارنينګ ګلوری” پهنوم يو ګل بوتی ګلونه وکړل او کله به چې د ګهيځ لمر خاته دی ګلونو به ورته په خندا پيل کړی وو ابوطالب کليم څه ښه ويلي دي:
شرينی تبســــــــــــــــم هر غنچه رامبرس
درشير صبح خنده گلها شکر گذاشت
زه ګلوری ګل ته د ګهيځ پسرلی وايم ددغه ګل څانګې تر چت پورې ختلې وې او بيا لاندې راځوړندې وې چې څو ورځې تيرې شوې وطن ګلو نيولی وو او څانګې يې خورې وې . وګړي له ګلونه فرش جوړ وي او ورباندې څملي خو مونږ له ځان څخه ګلونه ليری کوو او څانګې يې بل لوری ته اړوو په مخکې په ډيو کې “زينيا” ګل ، رنګ په رنګ کل وګړل دا ګل څو ډوله دی او ډېر ښکلی ګل دی په دغو اډيو کې خطمی ګل هم وو چې ښکلی ګلان يې ګړي وو او په زړونو يې ډېر اثر کاوه . البته چې مشهدي دانش به د همدغه ګل له ګلونو څخه کومه ډکه څانګه ليدلې وه چې ويلی يې دی:
ديده ام شاخ گلې زخويش می پيچيد که کاش
ميتوانستم به يك دست اين قدر ساغر گرفت
دا تخيل يې اصلاً له امير خسرونه اخيستی دی چې امير خسرو په دې هلکه ويلي دي:
هســـــــــت صحراچون کف دست وبرداز لاله جام
خوش کف دستی که چندين جام صهبابر گرفت
پتونې ګل هم ميدان ښکلی کړی وو نور ګلونه لکه:
آستر، کارنفلور، سوويت پيس ، کوکونار ، فلاکس او داسې نور ډېر وو او ښکلي ننداره يې جوړه کړې وه چې کوم څيز ښکلی او تنکی وي نو مونږ وايو چې “ګل” دې خوګل ته به څه تشبيه ووايو؟ حقيقت دادی چې په دې هکله بې وزله ژ به څه نه شي ويلای او بله چاره نه لري پرته له دې چې چوپ شی:
از آنکه چشم تهی گشت وتماشامانده اســت
در زبان حرف نمانده ست وسخنهاماندهست
دې ګلونو ته ځکه موسمی ويل کيږي چې کله کله وي او چې موسم تير شي دوې هم بيان وي په هغه وخت کې چې پيدا شي هماغه وخت يې کفن شي:
همچوماهى غير داغم پوشش ديگرنه بود
تاکفن آمد همين يك جامه برتن داشـــــــتم
مير مبارک الله واضح عالمګيری ته دا خيال د اوبو تڼاکه ښکاره شوې وه ګورﺉ څه ښه يې ويلي دي:
رشک فرمايي دلم نيس بجز عيش حباب
يافت يك پيرهن هستی و آن هم کفن است
په پسرلي کې بوټی وي او به مني کې ورک شي. خو چې بيا دموسم دور واړ وي بيا راپيدا شي خو د موسمی ګلو بوټی چې يو ځل مخ پنا کړي بيا خپل مخ نه راښکاره کوي لکه چې ابوطالب کليم همدې ته اشاره کړې ده.
وضع زمان قابل ديدن دوباره نيســـــــــت
روپس نکرد هر که ازين خاکدان گذشت
د ګلو له جمالياتې منظر څخه که تير شو نو يو بله څنډه مخې ته راځی چې د ګلو د عجابت آفرينیو څنډه ده.
نباتي روح هم لکه حيواني روح په راز راز جسمو کې راښکاره کيږي او راز راز افعال او خواص ښيي کله ويده ښکاري، کله اړخ بدلونکی ښکاري او کله بياراباڅيږي، زمونږ په دې واړه چمن کې داسې ګل شته چې په غير معمولي ګلونو کې شمارل کيږي . دا “ګل ګلوری او ساسيوپريبانوميږي ددې ګل مو پنځه بوټي پهګلدانو کې لګولي وو چې څلور واړه يې تغييرو کړ اوس يې څانګې له غوټيو ډکې دی، داګل لومړی د پنجي په شان غوړيږي او بيا د پيالې پهشان شي او بيا د فانونس به شان ګردی شي او بياله څه ځنډ وروسته بيرته لاړشي او ورک شي.
دهرګل راتګ او تګ په لسودولسو ورځو کې پای ته رسيږي په شپږو ورځو کې راځی او په شپږو کې بيرته ځی او په اصل کې يې راتګ دتګ له پاره دی او راتګ يې د تګ تمهيد وي.
درنګ له مخې هم دا عجيب ګل ډېر رنګونه لري چې غوټې ښکاره شي شين رنګ لري او چې ددغوړيدو مهال يې راشي زيړ شي او بيا دا زيړوالی په سور کيدو پيل وکړي لومړی نيم سور او نيم زيړ وي بيا يې ډېر ژر زيړ والی ورک شي او بيا ټول ګل سور شي اود مرچو د پليو په شان سور ځليږي . دا عجيبه خبره ده چې ددغه ګل نسل د هندوستان ګڼل کيږي خو دلته شهرت نه لري.
عالم همه افسانه مادارد و ماهيچ
دا ګل د نباتاتو په هغه قسم کې داخل دي چې دتناسلي اتحاد له پاره بهر ته اړتيا لري چې دا کار هم کله د هوا په څپو او کله د پتنګانو او غومبسو په واسطه سرته رسيږي . ددغه ګل نارينه جزء له ښځينه جزء څخه دومره بې تعلقه وي چې که د خار جي عامل په واسطه القاح نه شي هيڅ نه تلقیح کيږي. هغه ګلان چې دا خارجي مرسته ورته رسيږي هغه بار دارکيږي او تخم کوي او چې دا خارجي مرسته ورته ونه رسيږي هغه شنډ پاتې کيږي او تخم نه کوي زمونږ ګلوته پتنګانو دا کار وکړ او بار ورشول.
ښه نو د ګل سندره يوه معترضه جمله وه چې بلا قصده دومره اوږده شوه اوس به اصل حکايت ته مخ واړوو . د فروري په مياشت کې د وريځو اوسيليو د تګ راتګ له امله په موسم کې کوز او پاس جاري وي او چې مياشت پای ته ورسيږي ورپسې پسرلی شي يعنې چې د معتدلو هوا ګانو څپې پيل شي او چمنو نه ورته هر کلی ووايي:
نفس باد صبا مشک فشان خواهدشد
عالم پيردگر بار جوان خواهد شــــــــــد
ددغې زمانې واقعه ده چې يوه روځ په خونه کې ناست وم چې نا څاپه څه اورم د بلبلانو آوازونه او غږونه راځی:
باز نواي بلبلان عشـــــــــــــــق تو يادمی دهد
هرکه زعشق نيست خوش عمر ببادمی دهد
چې بهر ته راووتلم ګورم چې خطمي ګلان غوړيدلي او يوه جوړه بلبلان ورباندې ناست دي او غاړې يې جګې کړي سندرې وايي نو بې اختياره داد شيراز د خواجه غزل راياد شو.
صفير مرغ برامد بسط شراب کجاست
فغان قتاد زبلبل نقـــــــــــــــاب گل دريد
داسيمه اګر که سړه نه ده خو دا چې په لوړه پرته ده نو ځکه غرنې بلبلان په کې وي. دا بلبلان اګر که دايران د سړو سيمو د هزار داستان بلبلانو په څير نه دي خو بيا هم ښې سندرې او غاړې باسي . د غرمې چای له ويده کيدو نه وروسته څکم، وروستۍ پياله پاتې او هغه مې جګه کړه او د عندليب په دې نغمه کې مې خالي کړه:
تونيز باده به چنگآر وراه صحرا گير
که مرغ نغمه سراساز خوش نوادارد
بله ورځ ګهيځ په برنډه کې ناست وم چې بلبلانو بيا سندرې پيل کړې ، مايو صاحب ته وويل : واوره د بللانو آوازونه راځې. يو بل صاحب چې په انګړ کې ګرزيده ديو څه مهال له پاره ودريده او دا غږونه يې واوريده او بيايې وويل : هو لکه چې کلاته کومه لارۍ راځي او دا د هغې د اربو غږ دی. سبحان الله د اوريدو د ذوق ددقت امتياز و ګورﺉ چې د بلبلانو د آوازونو او د لارۍ داربو د غنګ غنګ کوم فرق نه کيږی.
همای گومفگن ســــــــــــــايه شرف هرگز
در آن ديار که طوطی کم از زغن باشد
د خدای له پاره انصاف وکړﺉ که داسې دوه ډوله غوږونه په پنجرو کې بند کړی شي چې يو د بلبلانو اوازونه اوري او بل ته همدا اوازونه د لارﺉ د اربو اوازونه ښکاري نو تاسو به ورته څه ووايې:
نوای بللت ای گل کجا پســــــــند افتد
که گوش هوش به فرمان هر زه گوداری
اصله خبره داده چې د هر هېواد فضا په طبيعتونو کې خاص شانته طبيعي ذوق پيدا کوي. د هندوستان طبيعي ذوق د بلبلانو له اوازونو سره نه شي اشنا کيدلی ځکه چې ددې هېواد فضا له بل ډول اوازونو څخه ډکه ده . ددې ځآی دالوتونکو شهرت د طوطي او ښارو له بڼو سره الوزي او د نړۍ له عحجايبو څخه شميرل کيږي:
شــکر شکن شوند همه طوطيان هند
زين قند پارسی که به بنگاله می رود
دلته د بلبل په ځای د فاختواوګونګو شتکو له اوازو نو څخه په شاعرې کې کار اخيستل کيږي او په دې کې شک ګڼه نه شته چې ددې مرغيو کوکو له غم سره پراشنا زړونو ښه لګيږي . د بلبلانو د اوازونو ذوق د ايران پهبرخه دی . د پسرلی په مهال په ايران کې باغونو او بيدياو ، او د کورونو په باغچو کې د بلبلانو اوازونه اوريدل کيږي او هر ځای انګازې کوي . کوچنيان د بلبلانو په اوازونو باندې ويده کيږي . او ميندې ورته وايي د بلبلانو غږونه دي چې تاته سندرې وايي: له جنوب څخه چې څومره د شمال په لور څوک درومي داد فطرت افسون نور هم زياتيږي او ژور يږي، حقيقت دادی چې که چاد شيراز او قزوين د ګلبڼونو سيل نه وی کړی هغه نه شي پوهيدلای چې حافظ دا شعر په کوم عالم کې ويلی دی:
بلبل به شــــاخ سرو به گل بانگ پهلوی
می خواند دوش درس مقامات معنوی
يعنی بيا که آتــــــــــش موسی نمود گل
تا ازدرخت نکــــــــــــــته تحقيق بشنوی
مرغان باغ قافيه ســــــــــــــنجندوبذله گو
تاخواجه می خورد به غزل های پهلوی
دای چې ويلی د باغ مرغان “قافيه سنجی” کوی نو دا مبالغه نه ده واقعه ده، ما ايران کې داسې قافيه سنجي په خپلو غوږو په چمنو کې اوريدلې دی . په وقفه وقفه “لی) بدلوی او هر “لی” په يو راز ټيټوالی پای ته رسيږي چې په غوږو د شعر د قافيو په شان متوازن او متجانس لګيږي . چې په ګړيو ګړيو يې واوري ددغو قافيو تسلسل نه شليږي چې اواز دريږي نو پر قافيه دريږي.
حقيقت دادی چې دبللانو غږونه د پسرلي د جنت ملکوتې غږونه دي هغه هېواد چې له دغه جنت څخه محروم دي هغه د دغو ترانو له ذوق څخه هم محروم دی . تاوده هېوادونه له دغه عالم څخ څه خبر دی له ژمي څخه وروسته چې مهال بدل شي او ښکلی پسرلی شي نو د ژمي واورو او سړو وژلي نړۍ بيرته راژوندۍ شي او د ژوندانه چارې پيل شي. او چې څوک خپل ځان ته ګوري نو وينې چې په رګ رګ کې يې تازه وينه چليږي او هر څه له خوښۍ څخه په نڅاښکاري د اسمان او ځمکې په هر څه کې چې پرون يې ډېر محروميتونه او کړاوونه په برخه وو نن يې د خوښيو او خوشاليو او د نازو نخرو هوسا او په زړه پورې ژوند پيل کړی او زړه خوښونکې سندرې او ترانې واي. ا چې پوزه راکاږي هر لور ته د ګلو په زړه پورې عطر اووږم وي:
صــــــــــــــــــــــــــبا به تهنيت پيرمی فروش آمد
که موســــــــم طرب و عيش ونای ونوش امد
هوا مســــــــــــــــيح نفس گشت وبادنافه کشا
درخت ســـــــــــــــــــبزشد و مرغ درخروش امد
تنور لاله چنان برفروخـــــــــــــــــــــــــــت باد بهار
که غنچه غرق عرق گشت و گل به جوش امد
د عيش او جوش په دغو خوښيو کې بللان مستې ترانې وايي او داسې ښکاري چې د فطرت له تارو څخه نغمې راووځی په دغه وخت کې دانسان په احساساتو داسې حالت راشي چې پهحرف او صوت ورڅخه تعبير کول ناممکن شي. شاعر لومړی غواړي چې دغه عالم په شعر کې تمثيل کړي خو دا تمثيل نه شي کولای بيا په خپله په دغه عالم کې ځان ورک کړي او درنګ او ښکلا په سمندر کې ډوب شي:
بيا تاگل برافــــــــــــــــــــــــــــــــشانيم و می درساغر اندازيم
فلک راسقف بشــــــــــــــــــــــــــــــــــــگافيم وطرح نودرانداز
چو دردست است رودی خوش بزن مطرب سرودی خوش
که دســــــــــــــــت افشان غزل خوانيم وپاکوبان سراندازيم
په هندوستان کې يوازې کشميرداسې ځای دی چې په کې ددغې رڼا څوک ليدل کيدی شي. نو ځکه فيضي ويلي دی:
هزار قافله شوق می کشدشب گير
که بارعيش گشايد بخطه کشمير
خوافسوس دی چې وګړي د ميووخوړلو شوق لري خو د پسرلي د ښکلو منظرو دليدلو شوق ورسره نه وي چې که کشمير ته ځی نو بيا هم د پسرلي په مهال کې نه ځی بلکه د ميوو په وخت کې ورځی معلومه نه ده چې دا نړ یوال ولې دومره کيډور دي؟ او حال دادی چې له ګيډې سره سره ،زړه او دماغ هم لري.
په هندوستان کې په غرو کې غرني بلبلان په نينيتال او کانګړه کې ډېر دي چې ترانې وايی د مسورې او شملې ډبر ينه فضا د بلبلانو د نغمو او ترانو له پاره مساعده نه ده او په کې کافي کشش نه شي پيدا کولی.
په هندوستان کې څلور ډوله بللان موندل کيږي او په ټولو کې د ډېر ښه خوند ورغږ خاونديو بلبل دی چې په دواړو مخونو يې سپين بوټي شته چې اوس ورته سپين بلبلان وايي “شاماته” خو په عامه توګه بلبل نه ويل کيږي خو دا هم د هوارو ځمکو يو ډول بلبل ګڼل کيدی شي او په پنجاب کې ډېر اقسام لري.
ما تر اوسه پورې د بلبلانو درې جوړې ليدلې دي چې درې قمسه يې معمول غرني دي او يوه د يو ګل په څانګو کې ځاله جوړه وې ، تر غرمې پورې بيخي چوپه چوپتيا وي او چې بياله دغه مهال نه وروسته راپاڅم او ليکل کوم نو د دوی غاړی هم ورسره پيل شي او ددوی په ښکلو سندرو کې له مانه هم ځان ورک شي چې زما د حال په باره کې يوه عرب شاعر څه ښه ويلي:
ومماشــــــــــــــــــجانی اننی کنت نايما
اعلل من برد بطيب االترغــــــــــــــــــــــم
الی ان دعت ورقاء می غرصن ايکته
تفردمبکا ها بحـــــــــــــــــــــــــس الترنـم
فلوقبل مبکاها بکيت صـــــــــــــــــــبابة
بسعدی شــــفيت النفـــــــس قبل الندم
ولکن بکت قبلی فهيج لـــــــــی البکاء
بکاها فقلت الفضـــــــــــــــــل للتقدم ([5])
[1]- د کريمانو په کاسه کې د ځمکې برخه هم شته
[2]- د مهربانې د نظر مونږ هم هيلمن يو.
[3]- خدايه د زړه د جذبې تاثير سر چپه شوی څومره يې چې ځان ته راکاږم هغومره را څخه ځان کشوي.
[4]- په غوټيو کې د ښکلا دالو تنور پاده ، چادمرغيو په وينو باغ خړوبه کړی دی.
[5]- او هغۍ خبرې چې زه خواشينې کړم هغه داده چې کله زه ويده کيږم او په خواږه خوب ويده يم نو ناڅاپه يوه خوندور آوازې مرغۍ د ګل په څانګو کې ترانې پيل کړي. ددې د ژړا آواز هم د خپل ترنم په ښکلا کې همداسې دی که د سعدی ژړا څخه ما په مينه يو څو اوښکې څڅولې نو زه به نه شرميږم . خو واقعه داده چې ما داسې ونه کړای شول او داد هغې مرغې ژړا وه چې زه یې هم ژړا ته وهڅولم. نو په خجالت اعتراف کوم چې بې شکه دافضليت ددې دی چې لومړی قدم يې پورته کړی دی .