ناشکره ملت!

 
سمیع الله ایلم،کابل
جنوري ۲۰۱۵،۱۰
سړی حیران شي چې ولې دوی ګیلاس نیم خالي ګوري؟ ولې په تختې لګیدلی کاغذ کې یوازې تور ټکی ګوري او سپین کاغذ ته یې هیڅ فکر نه کیږي!
روایت کا چې کوم دوست د خدای اسمان ته تشریف وړی و او هورې ټولې کاري شعبې بوختې وې؛ ملایکې وې چې هرې خوا به یې منډې وهلې؛ د عزرایل (ع) د افغانستان فرانچایز په ځانګړې توګه او د اسلامي نړۍ برخه یې په عمومي توګه خورا زیاته بوخته وه!
دوست متوجه کیږي چې ځينې شعبې خورا بې کاره او غلې دي! دوست مخکې ځي او پوښتي چې دا ولې؟ وایي: موږ د شکریې، مننې او تینکیو ډیپارټمنټ یو!!!
که لاندې ځمکې ته راښکته شو، دلته هم خلک ورته کارونه کوي! د نفرتونو شعبې خورا بوختې وي خو د مننې شعبې خورا تشې!
خلک دا چیغې وهي چې کابینه نه اعلانیږي خو د ولسمشر د ۸٫۰۰۰ هګیو د بندیز فرمان، د شپې ناوخته ۱۱مې حوزې ته تګ دا یې هیر کړل!
همدا ولسمشر و چې د ۲۰۰ کیلو شاتو بیل یې منظور نه کړ!!!
همدا ولسمشر اشرف غني و چې د خپل قومي تخلص خلاف یې ګام پورته کړ او خپل تخلص یې یوازې وطني کړ!
همدا ولسمشر اشرف غني و چې ارګ کې یې ټکنالوجیز نوښت وکړ او سکایپ مرکې یې له ولایتونو سره پیل کړلې!
دا چې یږه د شاتو په مزې نه پوهیږي نو د ولسمشر څه ګناه؟!!!