د هند سفر؛  نظام الدین درګاه:

 
له محِفل پوره تر نظام الدین درګاه نیم ساعت د ریکشې لاره ده هغه هم د شپې ۱۲بجې کله چې ډهلي مړ وي او ټرافیک نه وي! زما او نورالهدا ګلزاده صاحب هسې عادت شوی و چې ماښامنۍ به مو دلته کوله!
څو وجې وې: دلته سوداګانې خرڅیږي؛ دلته تبلیغې مرکز او د مرزا غالب اکاډمي ده؛ دلته کریم ریسټورانټ دی! دلته شیدې او مزه داره حلواګانې دي!
ما به نورالهدا صاحب ته ویل که د لمانځه لپاره هم څوک نه راځي نو دغه حلواګانې یې هم ځان پسې راکشوي! که د شیدو دیګونه به ډک وو، مطلب دا چې تبلیغي حضرات لا هم په تبلیغ بوخت دي او که خالي به وو نو مطلب دا چې نفس اور یې پرې مړ کړیدی!
د شیدو جالبیت یې دا دی چې په ډیر انداز سره یې په څو جګونو کې سړه وي؛ دویمه دا چې خرما هم ورسره میکسوي! دلته د شیدو ترڅنګ د ګازرو حلوا او قیرډوله خواږه هم خرڅیږي—ستاسو نصیب دې هم ورکې وشي!
دلته د کوڅې دننه په ښۍ خوا ته سوالګر اوسي چې همدا ځای یې هم غریبګاه ده او هم یې درګاه!
تبلیغي مرکز چې د نړۍ د تبلیغ مرکز دی، کریم ته نارسیده د کوڅې په ښۍ خوا کې دی. د تبلیغي مرکز څخه په تیریدو نوره تنګې کوڅې پیلیږي... د شپې ۱بجه پکې سپي ګرځي چې سړی یوې کوڅې څخه بلې ته په تیریدلو ترې دې ډار احساس کوي!
دا چې تبلیغي مرکز همدلته پروت دی نو لیدل یې مه هیروئ. دلته د مغلۍ شهزادګۍ جهان آرا او شاعر امیر خسرو قبرونه دي!
د نظام الدین مرکز مسجد: دغه مسجد ته د بنګلې والا مسجد هم ویل کیږي! د نړۍ د تبلیغیانو مرکز دی! د نړۍ دغه مرکز باید صاف او ستره وي خو دومره خیرن دی چې پوښتنه یې مه کوئ!
د او داسه لپاره ډنډ لري چې په لسګونو تبلیغیان په کې یو ځای اودس کوي او د یو بل مسواکونه کاروي! سړی حیران شي چې دوی "د نظافت د ایمان برخه" ده حدیث شریف څنګه هیر کړیدی!
دغه مرکز د نارینه تبلیغیانو او ښځینه وو لپاره بیل ځایونه لري! په سلګونو تبلیغیان ګډوډ په یوه محل کې سره ویده کیږي! مسجد په یوې خوا کې لس منزله او په بل اړخ کې ۹ منزله دی!
د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه تبلیغي حضرات دلته راخوشې وي! دوی کې هم رده بندۍ شته! کلاس او های فای لوګ هم په کې ښکاري چې عادي دال نه خوري او له نورو بیل ژوند لري!
جهاد او هغه هم په افغانستان کې!
په مرکز کې له راوتلو وروسته یې راته وویل چې باید چې د تبلیغ یوه اونیزه اراده وکړو! نورالهدای صاحب چې هسې یې هم له تبلیغیانو بد راتلل ورته وویل چې موږ جهاد کوو او هغه هم ستر جهاد!
تبلیغیانو ته مو وویل چې تاسو چې موږ تبلیغ ته بیایې له موږ سره جهاد ته لاړ شئ! ویل یې دلته په انډیا کې جهاد ته اړتیا نشته! افغانستان یې ښه ځای دی!
نورالهدای صاحب ورسره نیغیده خو ما ویل:"نه!"
پښتانه بحیث یې غیرتي قوم:
د تبلیغي مرکز مخې ته مو شیدې څښلې—په ولاړو! د کیناستلو ځای نه و! دوه تبلیغیان مو ولیدل چې ګیلاسونه یې په خلاصیدو وو! موږ یې چې ولیدو ویل یې راځئ دلته کینئ!
پوښتنو، پوښتنو کې دوی د قزاقستان او موږ افغانان وختلو! د افغان کلیمې سره یې ټک له خولې ووتل: پښتانه یاستئ؟
موږ: هو نو!
ویل یې: ماشاالله د نړۍ غیرتي قوم یاستی! اخخخخخ نو! ما ویل هسې نه چې چل یې جوړ کړی وي چې د شیدو پیسې یې موږ ورکړو او یا هم د بل ګیلاس ست ورته وکړو!!!
دلته مو د غیرت بحث اوږد نه کړ ځکه جیب ته یې خطرناکه صدمه رسوله!