د بابا مرکې او په وګړ پیژندنه یې شک!

 
سمیع الله ایلم، کابل
اکتوبر ۲۰۱۵٫۲۳
بابا له اولې ورځې په مرکو اصرار کوي. دده په فکر دی به ددې مرکو له لارې وتوانیږي ژمن او وړ کسان ومومي! که څه هم د لوړو پوزیشنونو لپاره مرکې او ورته لیدنې نمایشي وي خو بابا د مایکرو مدیر په څیر هڅه کوي چې خارق العاده کړنې ولري او ځان یو ډول قانع وښيي.
دده د مرکو څو نمونې په لاندې ډول دي:
الف: عمر صافی، د کندوز لپاره د ولسمشر پخوانی نمونه وي والي
ب: سلیم کندوزی، د ننګرهار لپاره نمونه والي
ج:حمدالله محب، د امریکې لپاره د افغانستان هلک/بچه ډیپلوماټ
د کاري مرکو پرمهال، افغانستان کې لاندې پوښتنې مطرح کیږي:
الف: ولې پخوانۍ اداره پریږدې؟
ب: موږ ته څه کولای شې؟
ج: غښتلتیاوې دې څه دي؟
د: کمزورتیاوې دې څه دي؟
یو ځلې یې له یوه کس څخه پوښتلي وو چې فرض کړه ته په اتم منزل کې یې، اور ولګیده نو هغه څه دي چې ته به یې لومړی ترسره کوې؟
د مقابل لوري ځواب: لومړی کار چې زه به یې په جدي ډول سره ترسره کوم هغه دا چې زه به هیڅکله  دا ډول فرض نه کوم.
ولسمشر ویل کیږي چې له دوستم او ضیا مسعود سره هم مرکې ترسره کړیدي—والله اعلم! خو ددې پرځای چې هغوی په پښتنو کې وننګوي، هغوی ولسمشر پخپلو پوښتنو کې ننګولی و!
د هرې کاري مرکې پرمهال د مرکې ته دعوت شوي کس د بریا ریکارډ کتل کیږي چې هغه په ماضي کې څومره بریالی و؛ کومې پروژې یې په ښه توګه پای ته رسولي او کومې لاسته راوړنې یې درلودلې؟!
د بابا لخوا ددغو پورته ټاکل شوو کسانو د بریا ریکارډ هیچا ته مالوم نه دی!
عمر صافی چیرته عادي مامور تیر شوی؛ افغان تلویزونونو چې پخپله تر پوښتنې لاندې دي، ده ته د امنیتي کارپوه کلیمه کارولې او بابا هم ترې اغیزمن شویدی!
د عمر صافي د یوه کال پایلې د کندوز سقوط و! که حکومت او نور متخصصین یې هر ډول توجیه کوي، د منلو نه دي!
حتیٰ د عبدالله د پلویانو انتقاد په دغه ځای کې ډیر زیات د تایید وړ دی. هغوی وایي چې موږ د دا ډول والي له تعینیدو سره وار له مخه مخالفت کړی و!
سلیم کندوزی: د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې دده له کارنامو او درغلیو تیریږو. فقط دده په غږ خبرې کوو.
د والي غږ زیاتره ښځو ته ورته کیږي! کله چې خبرې کوي اغیز یې نشته؛ او د ماشومانو ورته غږونه یې له خولې وځي چې له دې مالومیږي چې سړی خام او مرکه کوونکي ځان تیر ایستلی دی.
داسې یو کس چې لږترلږه خو یې غږ باید اغیز درلودلی که نور هیڅ هم نه وای! داسې یو ولایت کې چې غږ او څیرې په اړه خلک له تعلیم او نورو کوایفو څخه ډیر غږیږي، دداسې یو والي غوراوی بدې پایلې درلودلی شي چې خپل کار یې وار له مخه پیل کړیدی!
حمدالله محب: حمدالله محب باندې په لومړي سر کې خپله ږیره تاوان شویده. ده فقط او فقط دغه ږیره د همدې مقام لپاره پریښودلې ده!
اعتقادي ډول دا سړی وار له مخه وسوسو په مخه کړی او دیني صبغه یې کمزورې ده.
دی د پورته یاد شوو دوو نمونو په پرتله ډیر زیات ماشوم او کمزوری دی!
پښتو یې د بابا په څیر ده! له آشنا پښتو سره یې خبرو کې جنګ ته ځنګ وویل او زیاتره "دغه" کلیمه کاروي چې د یو دومره مهم ډیپلوماټ له شان سره نه ښایي!
که تاسو دده مخ ته متوجه شی وار له مخه مالومیږي چې نوموړی د ستر فشار، ویرې او ډار تر اغیز لاندی دی! شونډې یې نه رپیږي! مفاهمه یې ازاده نه ده! توقیف شوې مفاهمه کوي!
دا چې نوموړي د ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې کړیدي؛ نو د ده زده کړې هم د ده پر شخصیت منفي اغیز لري هغه ځکه چې د ټکنالوژۍ، ساینسي علومو او زیاضیاتو ماهرین ډیر کم ټولنیز خویونه لري!
د حمدالله محب دري له پښتو اغیزمنه ده! تاسو به د آشنا دري تلویزون سره د ده مرکه اوریدلې وي چې وایي: "در پاسخ جواب شما"په داسې حال کې چې پاسخ=جواب سره!
ددغې مرکې پرمهال دده په خبرو کې د یوې او بلې کلیمې ترمنځ خورا ډیره فاصله لیدل کیږي چې دا د دې په مانا دی چې دی له یوې کلیمې څخه تر بلې پورې هڅه کوي چې ځواب ته ځان آماده کړي او یا هم لغات ومومي.
په یو بل ځل کې د اوباما د نوې پریکړې په اړه چې غواړي د خپلو عسکرو ماموریت تر ۲۰۱۶ ز پورې وغځوي وایي: "باز ضرورت نباشد که ما همین چیزش را تمدید کنیم!"
ما فکر کاوه چې دده پښتو او دري به له دې کبله د ربړې وي چې بهر کې یې زده کړې کړیدي خو د ده انګریزي هم پوره شرمیدلې ده!
له ورقې غږیږي؛ فصیح نه دی؛ هغه ډول انګریزي چې د ده په څیر یو بهرزده کړي څخه توقع کیږي ده یې نه شي ویلی.
د امریکا چین او افغان د ځوانو ډیپلوماټانو په څلورمې غونډې کې یې د خبرو پرمهال وضعیت ډیر زیات ترتوړی ښکاري.
قبض دی! آپرټیونیټي په بشپړ ډول سره آپرچونیټي وایي چې له دې څخه مالومیږي چې ده حتیٰ هغه د آی آر سي انګریزي سیستم هم په بریالیتوب سره نه دی پای ته رسولی!
دی غواړي چې ټوینټي ون ووایي خو له خولې یې ټوینټي فایو وځي همداسې بیا نورې کلیمې درسره واخلی. په یو ځای کې غواړي چې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت له مامورینو څخه چې امریکا ته راغلي مننه وکي وایي: to my fellow diplomats from Ministry of Finance بیا سمدستي وایي Affairs
نوموړی په دې نه پوهیږي چې مالیې وزارت ډیپلوماټان نه لري خو حتیٰ بیا خپله اشتباه اصلاح کوي هم نه او همداسې مخکې ځي یوازې افیرز کلیمه اضافه کوي او بس!
مطلب ارویدونکو ته وایي چې خپله پرې پوه شئ!
تر دې دمه چې بابا کوم کسان مرکه کړي، خورا کمزوري، ماشوم ډوله او غیرتخنیکي دي چې سړی د بابا په وګړ پیژندنه مشکوکیږي او په بهرنیو پوهنتونونو چې دغه ډول مضامین تدریسوي بې ایمانه کیږي!!!