د سینګاپور سفر

 
د سینګاپور جوماتونه د لمانځه برسیره، مزې هم له ځان سره لري!
دلته مسلمانان په پوره شوق سره راځي! جومات ډک وي! امام په پوره خوند سره تلاوت کوي! جومات کې د ناروغو لمونځ کوونکو لپاره چوکۍ ایښودل شویدي!
د سلام ګرځولو څخه وروسته، مسلمانان خپل څنګ کس ته لاس ورکوي او ستړې مشي ورسره کوي! هر سړی کوښښ کوي چې د خپل چم ګاونډ ډیرو کسانو ته رسیده ګي وکړي په لاس ورکولو سره!
د سلام ګرځولو څخه وروسته اکثریت کسان ناست وي؛ زموږ په څیر له جوماته په منډه نه وي! مسنونه دعاګانې کیږي! بیا وروسته، مولوي صاحب په اوچت اواز سره دعا کوي!
پس له ۵-۷دقیقو اذکارو وروسته ډیره اوږده دعا کیږي. له دعاییې وروسته بیا یوه حلقه کسان د ممبر سره حلقه ودریږي او درود په لوړ غږ سره پیلوي! نور کسان راځي درود وایي او دوی ته لاسونه او غیږې ورکوي چې دغه برخه یې ډیره خوندوره ده! دلته خلک نه یوازې دا چې لمانځه ته راځي بلکې له عبادته خوند هم اخلي!!!
په دویمه ورځ چې زه کله په شارټز (لنډ پتلون) کې د مازدیګر لمانځه لپاره لاړم، یوه سپینږیري راته د باندې راوتلو وویل. ما ویل خدایه (ج) خیر!
ویل پښې او لنګي دې لوڅ دي نو باید پټ شي! د بنګالیانو لنګ یې راته راوړ! ما ویل زه خو یې په اغوستلو نه پوهیږم! ویل زه درسره مرسته کوم! ما ویل صحیح!
خو دا چې زما خیټه مبارکه لویه ده، لنګ نه دټینګیدو نه و! دوو سپینږیرو ناکام کوششونه وکړ چې ایله نو...
خولۍ یې هم را په سر کړه! د هند او پاکستان په پرتله د خولیو توپیر په پلاستیک کې دی! هلته پلاستیکي خولۍ در په سر کوي خو دلته ټوټه یي!
جومات ته خواتین هم اجازه لري! په لمانځه کې د سپینږیرو برسیره ځوانان هم ډیر لیدل کیږي! نن مازدیګر څلور صفونه ډک وو! زموږ په مجاهد کلي-کابل کې ما هیڅکله د مازدیګر په لمانځه کې دومره کسان نه دي لیدلي!
عطریات:
په الماریو کې د عطرونو بوتلونه ښه ډیر ایښي وي! ورځه او څومره دې چې زړه وي، کاروه یې!
خوراکونه:
د مازدیګر په لمانځه کې په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ، په جومات کې ښې ډیرې کیلې، معدني اوبه، میټاهیانې جومات ته راوړل کیږي!
بس څومره دې چې وس وي، خوره یې
دلته لمونځ بیله مزه کوي! یو د مازدیګر لمونځ پوره ۱۵دقیقې اخلي! عبادت، خوراکونه، مزې او اذکار ټول سره ګډ شویدي!