د تېلو بادشاهان (۴۱ برخه)

 
د سره بیرغ پورته کول
 
د فابریکو بندېدل، د انفلاسیون لوړېدل، د بېکارانو د لیکو اوږدېدل، د غلې دانې کموالی، د بېخونده ورځو د وخت د ولسي انقلاب نښې را څرګندولې. سیاسي جوړښتونو د دړې وړې کېدو ټکانونه پیل کړي وو. د پرتګال امپراطوري په پسرلي کې ړنګه شوه. د ۱۹۷۴ کال په اوړي کې د اېټالیا د دولت وار و چې د مالي نابودۍ له کبله د کندې خواته د غورځېدو مزل یې پیل کړی و. د تېلو ټکانونوهغه مهال له یو لړ ظاهري غیر تړل شویو بحرانونوسره ورته والی درلود چې هر یو هېواد یې له بل څخه په مختلف ډول له منځه وړلو. د میاشتې په اخر کې د لوېدیځ جرمني صدراعظم سشمیدیټ په بېلاګیو لیک کامو ښار کې د اېټالیا له لومړي وزیر ماریانا رومور سره د مالي بحران په مسلو خبرې اترې وکړې. پای یې د تېلو د لوړو بیو له کبله د اېټالیا د اقتصاد دړې وړې کېدل شو چې له کبله یې په بیړه د انفلاسیون کچه نژدې ۱۹ په سلو ته لوړه شوه او ۸۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړې. د جرمني صدراعظم له اېټالیا سره د ۲ میلیارد ډالرو د پور ژمنه وکړه. دغه پور باید په ۶ میاشتو کې ور کړل شوی وای، خو دغه ژمنه د ۱۸ میاشتو لپاره وغزول شوه. اېټالیا ومنله چې ددغه پور په بدل کې به ۸ په سلو کې سود یانې ګټه ورکوي او دارنګه به ۵۱۵ ټنه سره زر او یا به د دولتي بانک  له پنځویوه برخه د تضمین په ډول ږدي. 
 د لوېدیځ جرمني د ژغورنې پکیج یا ټولګې د خبر داري یا بدشګونۍ ښکاره نښه وه چې اروپا له نوي خطرناک مالي بحران سره مخ کېدونکې ده. په برېتانیا، فرانسې او اېټالیې کې حکومتونه ډېر ضعیفه و او د هلمیت سشمیدیت لپاره د اروپا د براعظم د بانکونو او پیسو د ژغورنې چاره ور پاته وه او ټولې سترګې د ته ور اوښتې.
په را تلونکو دوه نیموکلونو کې اروپا  له یوه بحران څخه په بشپړه توګه لا نه وو بهر شوی چې په بل بحران کې په لامبو شو او صدراعظم سشمیډیت د مشر اور وژونکي په توګه په دغو شپو ورځو کې منډې ترړې وهلې. د هغه هڅې ډیرې زیاتې پېچلې وې چې د سویلي اروپا د هېوادونو د اقتصادي جوړ جاړي او بیا تنظیمولو لپاره یې د اروپا په سیاسي تاریخ کې تر سره کولې. د ۱۸ میاشتو په دننه کې په اروپا کې ښي اړخي دیکتاتور رژیمونه په پرتګال، هسپانیې او یو نان کې ړنګ شول. دغه کړکېچ  له لیزبون څخه تر اټن ښاره پورې د ډیموکراسۍ د غوړېدو فرصتونه برابر کړل . د نا امنیو ډیره بېړنۍ ښکاره ګټه داوه چې د سیمه ییز وکمونستو اړخو له برکته دیکتاتور دولتونو له منځه ولاړل.
د ۱۹۷۴ کال په اوړي کې د پرتګال په پلازمېنه لیزبون کې د کمونست ګوند په ودانیو د دوی بیرغ ورپېده چې څټک او لور په کې انځور شوی وو. د دغه ګوند عمومي مشر د ملي یو والي په حکومت کې د کابینې غړیتوب تر لاسه کړ او وزیر شو. انفلاسیون له ۳۰ تر ۴۰ په سلو کې دوام درلود، د سیلانیانو د راتګ کچه ۳۰ په سلو کې را ټیټه شوې وه . او د لومړنیو اساسي خدماتو نشتوالی د کولرا د وژونکې ناروغۍ سره یو ځای بحران را منځ ته کړی وو .
یونان هم په ورته بحران کې ښکیل وو . په پلازمینه اټن ښار کې د نظامي حکومت په ړنګیدو سره د کمونست پلوو ګوندونود چپ اړخو متحد ایتلاف رامنځ ته شو. دغه مهال په امریکا کې حکومت د جیرالډ فورډ په منګولو کې وو چې د نیکسون پخوانی مرستیال وو.  د ولسمشر فورډ  نوی تازه حکومت قبرس ته د دغو شخړو د ور پیښیدو له کبله  سخت قهریدلی وو . په یونان کې نوي حکومت له ناټو څخه خپل ځواکونه را بهر کړل او دیونان ښارونه د امریکا پرضد لاریونونو له کبله په لړزېدو وو. د مالي چارو تحلیل کونکو داسې رپوټ ور کړ چې دغه هېواد۲ اعشاریه ۸ میلیارد ډالره سوداګریز کسر درلود. پر دې سربېره یونان د نړیوالو پورونو د ورکړې په برخه کې دایمې کسر هم در لود. د یونان د توریزم عواید په بیسارې توګه را کم شوي وو، لومړی له ترکیې سره د جګړې له کبله او دویم په نړیواله کچه د د توریزم په برخه کې د راغلي رکود او کموالي له کبله دیونان د توریزم عوایدوکم شوي وو . دغه هیواد ته له نورو اروپايي هیوادونو اوامریکا څخه سیلانیان را تلل چې دا مهال هغوی په خپله په کوردننه د اقتصادي ستونزو له کبله د پیسو دساتلو لپاره د چکر وهل کم کړي وو او په خپلو کورونو کې اوسیدل.
د سپټمبر په ۶ نېټه  اېټالیې ته د مالي پور د چک له ورکولو ۵ ورځې وروسته د یونان حکومت ته هم د یو شمېر بانکونو له خوا چې منهاټن د چیس او ګولډمن ساچس بانکونو له خوایې چارې سمبالیدلې د لس میلیون ډالرو پورمرسته وشوه. اتن دارنګه له لویدیځ جرمني او ازاد مارکېټ څخه د نغدو پیسو د دویم ځلې ۸۰۰ میلیون ډالرو پور غوښتنه وکړه .
د یونان د بهرنیو چارو وزیر جورج ماوروس په همدې اونۍ کې څو اروپايي هېوادونو ته سفر پیل کړ او په عام مارکېټ کې یې د یونان د غړیتوب مسئله وړاندې کړه. هغه له ساړه غبرګون او هر کلي سره مخ شو. یوه اروپايي ډیپلوماټ ولیدل چې یونان په ډېر ساړه ډول تصمیم ونیو چې له واشنګټن سره ټول اړیکې پرې کړي « دوی یو نوي ملاتړ کونکي ته اړتیا درلوده، ځکه چې دوی لا دمخه یو ساتونکی درلود. دوی په خپل لاس له هغه ملاتړي سره خدای په اماني وکړه او هغه ته یې پرمخ لاړې ور توف کړې چې له دوی سره یې مرسته کوله، نو اوس دوی د یوه نوي ملاتړي د موندلو په لټه کې وو.»
نور څېړونکي وارخطاوو چې یونان کېدای شي له مالي اړخه یوه داسې سمندري مرغابۍ شي چې عام مارکېټ ته به یې غاړه را اوږده کړي وي او له خپلو شمالي یارانو به اقتصادي مرستې ته اړ وي. د عام مارکېټ چارواکو وویل چې: « په واقیعت کې هېڅوک هم دوی نه غواړي. یونان به زموږ په خپلو لاسونو کې یو بل پوروړی هېواد وي، که موږ یې را پورته کوو او مرسته ور سره کوو دا به لکه د هسپانیې او پرتګال په څېر سخته وي چې مقاومت دې وکړلی شي.
سور جریان، په فرانسه او اېټالیا کې هم ښه په درز کې روان و او د کمونستو ګوندونو مشرانو جورج مارچایس او انریکو برلینګوایر ته درناوی په زیاتېدو او د خلکو پام ورته په ډېرېدو و او په تمه ناست پاک کشران بلل کېدل. د اروپايي کمونیزم را دبره کېدل او پیاوړي کېدل د تېلو د لوړو بیو له برکته وو. د ۱۹۷۴ کال لوی انفلاسیون د اروپا له جګړې راوتي سیاسي نظم بې اعتباره کړ او بېرته یې خلکو ته د ۱۹۳۰ مو کلونو د زړه بوږنونکي تورم یاد ور تازه کاوه چې له کبله یې  د لویدیځ ډیموکراتیک دولتونه له منځه ولاړل.
ډېر اروپايي او امریکايي تحلیل کوونکو په بې پردې او ښکاره ډول پر دې شک کاوه چې د اروپا د لویې وچې  له جګړې را بهر شوي ډیموکراتیک بنسټونه به ډېر دوام وکړي. په دوی ټولو کې مخکښ کس هنري کیسنجر و. د کیسنجراو نورو بدبینه کسانو لپاره د سویلي اروپا هېوادونه داسې وو لکه چې خپلې ماتې ته یې تیاری نیوه. د  ډومینو په نوم د له منځه تلو د تیورۍ ملاتړو کونکو وېره درلوده چې پرتګال په لوېدیځه اروپا کې د لومړني کمونست هېواد د جوړېدو پر پوله ولاړ دی. لوېدیځه اروپا کېدای شي د شمالي سو سیالست او  کمونست ضد او د سویلي کمونستو چلونکو هېوادونو په توګه په ۲ برخو وویشل شي. ناټو کېدای شي له منځه ولاړه شي او تاوتریخوالی هم کېدای شي له منځه ولاړشي. د سویلي اروپا هېوادونه به د هغو کمونستانو تر ولکې لاندې راشي چې ډېر خطرناک او سخت بلل کیږي. هنري کیسنجر چې د ستر سیاسي ځواک یو شاګرد و، بلاخره  په دې پوه شو چې د تېلو د لوړو بیو زور نه یوازې د بېلا بېلو اروپايي هېوادونو له اقتصاد څخه وخوت ،بلکې د لوېدیځې اروپا ډیموکراتیکو سیاسي جوړښتونو ته یې هم کلکه ضر به ورکړه. د چپ اړخو نظامي افسرانو لخوا د پرتګال د حکومت له ړنګېدو وروسته، د اېټالیا برخلیک د هغه په ذهن باندې لوی بوج اچولی و. 
د سپټمبر په لومړیو کې هنري کیسنجر د اېټالیا د راتلونکي په اړه د کانګرس له مشرانو سره په ناسته کې  سخته وېره په ډاګه کړه، خو د اېټالیا په سیاست کې یې د سي. ای. اې له پټو روانو فعالیتونو څخه کلکه دفاع وکړه. کیسنجر د اسراییلو له لومړي وزیر اسحاق را بین سره د خبرو کلک طرفدار و. اسحاق را بین له واشنګټن څخه له بېرته را ګرځېدو وروسته له یوې اسراییلۍ ورځپاڼې ماریو سره په مرکه کې وویل:« ما په واشنګټن کې د خپل سفر پرمهال ولیدل چې د هغو امریکايايي چارواکو شمېر په چټکۍ  زیاتېده چې باور لري د تېلو د بیو د لوړېدو له کبله په لوېدیځه اروپا کې ډیموکراتیک دولتونه له ماتې سره مخ شول او پایله یې په دغو هېوادونو کې د کمونستانو واک ته رسېدل شول. امریکايي چارواکو په ډېرو لیدنو کتنو کې ماته داسې اشارې را کړې چې هغوی په اېټالیا او شاید په نورو اروپايي هېوادونو کې د کمونستو ډلو د واک ته رسېدو په اړه اندېښنه درلوده.»
د کیسنجر یوه سلاکار د اروپا په اړه د خپل مشراندېښنه داسې په ډاګه کړه:« تاسو باید دغې تاریخي مسئلې ته په ډېر جدي سترګه وګورئ. هغه چې په نازي جرمني کې را لوی شوی و او په دې پوهېده چې اقتصادي رکود د دې لامل کیږي چې خلک دیکتاتوري او مرکزي یو کس واک چلونکي حکومتونه ومني، هغه وېره درلوده چې که یې پر خپل وخت غم ونه خوړل شي دا کار به په لویدیځه اروپا کې هم را منځ ته شي.