دنده مې نه خوښیږي څه وکړم؟!

 
ګهیځ وختي پاڅېدل او کار ته تلل د مرګ په څېر پرې تمامیږي.
(( کاشکې لږ یخ وهلی وای، پوزه مې بهیدلې وای، چې یو درې ورځې مې د ناروغۍ رخصتي اخستې وای))!
د پوهنتون نوم پرې بد لګیږي. پوهنځي ته، چې ځي په لاره یې زړه ګړبیږي. په ټولګي کې له استاد نه ځان چپوي، چې پوښتنه ترې ونه کړي. (( زړه یې را خوړلی، هېڅ خوند نه کوي، نه مې زده کیږي.))
کېدای شي ستاسې هم خپل کار خوښ نه وي او هره ورځ دفتر ته د نه تګ لپاره پلمې لټوئ. یا کوم پوهنځي ته چې ورکړل شوي یې، هغه مو له سره نه دی خوښ. یا د کانکور په ړانده ګذار کې ورغلی یئ او یا مو د کورنۍ په خوښه انتخاب کړی.
که خپله دنده مو خوښه نه وي، دا به مو بیخي سردرد وګرځي. بېګاه تر ډېره ویده هم نه وئ، کوم واده ته هم نه وئ تللي، خو بیا هم سهار وختي له خوبه نه ویښیږئ. کېدای شي ستاسې مغز او بدن به ناسم پیغام در لیږدوي او دا پلمه در کوي، چې له کار سره مو ډډه نه لګیږي نو ولې بیا دومره په شنه سهار دفتر ته حاضریږئ!!.
ولې له خپلې دندې او زده کړو دومره ناراضه یئ؟!
په کاري چاپیریال او کارځي کې له کاره د کس رضایت هغه ته د کار انرژي ور کوي. ددفتر او ادارې پر وړاندې ځان ژمن ګڼي، روحیه یې لوړیږي او نوي مهارتونه هم زده کوي. خو که له خپلې دندې خوښ نه وي، نه یوازې دا، چې انرژي او روحیه نه پیدا کوي، بلکې ظرفیت یې لا ټیټیږي او د نویو مهارتونو له زده کولو سره یې لېوالتیا صفر ته رالویږي. هغه کسان، چې په خپل کار کې خوښ نه وي غیر حاضرۍ ډیرې کوي او پر وخت دفتر ته نه ځي. شخصي ټیلیفون کوي او هڅه کوي، چې چټي په چټي خپل وخت ضایع کړي.
ډیرکسان، چې کانکور ور کوي د خپلې خوښې پوهنځیو ته نه ځي.
دوی، چې کله فارغیږي له خپل مسلک سره یې علاقه نه وي او په نه زړه او له مجبورۍ کار کوي. دا ډول کسان په دفترونو کې هومره ټنبل وي لکه د پوهنځي په درسونو کې. که دوی د خپلې خوښې اړوند پوهنځی لوستی وای، اوس به یې په خپل مسلک کې یوځای نیولی وای. د هغه، چې ښکلي هنرونه خوښیدل او پرځای یې ژورنالیزم ولوست، طبعي ده، چې خبریالي به کوي او دلته به هم په نه زړه لګیا وي.
مخکې له دې، چې سړی د یوه مسلک په اړه پراخه مطالعه او څیړنه ونه لري، انتخاب یې غیر منطقي کار دی. یوکس، چې ټول عمر په شعر او شاعرۍ کې بوخت دی او انحنیري انتخابوي، معقول انتخاب نه دی. دلته د ټولګي په سر کې استاد الجبري افادې وايي او هلته به دی د ټولکي په وروستي کتار کې په خیال کې ډوب وي او شعر به لیکي. انتخاب باید د انسان د مینې، ظرفیت او امکاناتو متناسب وي. یو څوک له مذهبي کورنۍ د ښکلو هنرونو پوهنځي ته ور کول کیږي، څه فکر کوئ، چې وبه یې لولي؟ که ویې لولي، ایا خپل مسلک به یې وګرځوي؟ دا او دې ته ورته نور مسایل په نهایت کې د کار په انتخاب او له کاره د رضایت په برخه کې ستونزې جوړوي. ( ژباړه او زیاتونه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.