
جنوري ۲۰۱۵،۱۰
د فردي او یا هم سازماني مقاصدو د لاس ته راوړلو په موخه نفوذ کولو ته رهبري ویل کیږي! رهبري=نفوذ!
نفوذ له کومه کیږي؟
ته باید ځواک ولرې. کوم ډول؟
الف: جزایي ځواک: په دولتي اداراتو کې ستر مامورین زیاتره مهال د حاضرۍ د کنترول له مامور څخه ډیره ویره لري او خوشامندې ورسره کوي، هسې نه چې کومه ورځ یې خانه ورقید کړي!
ب: مکافاتي ځواک: تاسو به لیدلي وي چې خلک په دفترونو کې د ټرانسپورټ او یا هم د مالي له مدیر سره د اړتیا وړ ښه چلند کوي ځکه چې ګاډي ته د اړتیا پرمهال یې وړاندیز رد نه شي او یا هم د واده کولو پرمهال، د مالي له مدیر څخه د یوې میاشتې پیشکۍ غوښتنه یې رد نشي!
ج: تخصصي ځواک: یو څوک لایق دی، پخپلې رشتې کې له نورو ډیر پوهیږي، ددغه سړي پلویان او مریدان هم زیات وي! اشرف غني هم په همدې ځواک له موږ رایې واخیستلې!
د: ریفرینټ ځواک: لکه د یو چا شخصیت، د کالیو اغوستلو سټایل، د خبرو کولو انداز په یو چا نفوذ ومومي! د طلوع سیاووش بکتاش او اوسني اجرایه رییس دهمدغه ځواک له لارې له جونو رایې اخیستې دي!
د دویم په اړه یې ځینې نور شیان هم صدق کوي چې دلته یې له یادونې تیریږو!
ح: مشروع ځواک: یو ښوونکی خپل زده کوونکی له ټولګي وباسي، ځکه ښوونکی د زده کوونکي د ویستلو مشروع قدرت لري (په افغانستان کې)! اشرف غني کولای شي چې ډاکټر عبدالله په یوه فرمان په کور کینوي—خو که یو څه همت وکړي، چې نه یې شي کولای!
موږ زیاتره مهال وزیر او یا هم معینانو ته د رهبرۍ مقامات وایو خو رهبري له هغه ځایه پیلیږي چې ته په کې کار کوې او یا هم یې!
په لومړي ټولګي کې ټول ماشومان د یوه سن دي—۷/۱۰ کلن خو یو پکې د ټول ټولګي کپتان ټاکل کیږي! دغه ماشوم نه هم رهبري لوستې اونه هم په رهبرۍ پوهیږي خو دا چې نفوذ لري، په نورو یې غږ لوړ او خبره اغیزمنه!
قومندان مسعود په پروفیسور رباني اغیزمن و! هغه د دفاع وزیر و خو د وخت مشر ترې ډاریده!
حکمتیار په ټولو جهادي رهبرانو کې کشر خو وزن یې د مشر و!
د نفوذ لپاره ژوند مهم نه دی! ځینې په مرګ ډیر بانفوذه وي!
شهزادګۍ ډیانا په مرګ ډیره بانفوذه شوله لکه څنګه چې قومندان مسعود په مرګ بانفوذه شو!
د ملاعمر قومانده د هغه د امارت څخه ډیره د هغه د امارت په چپه کیدو کې بانفوذه او فرا مرزي شوله!
که تاسو په رهبرۍ کې د نفوذ خبره نه منئ نو راځئ چې په بل ډول یې مستنده کړو هغه دا چې: د اجرایوي رییس دویم مرستیال په لومړي هغه یې ډیر اغیزمن او ډیر بانفوذه دی!
قومندان عطا=قومندان جمعه خان! خو جمعه خان باندې د فساد تورونه دي، چې خپل ځان هم نشي سپینولی خو په مقابل کې یې عطا په شاندارو مراسمو لمانځل کیږي او تقدیریږي!
جمعه کلي ته نشي تللی خو عطا ارګ ننګوي!
جمعه خان +عطا=مجاهد خو د مجاهد ترمنځ هم توپیر او...شتون لري!
ستاسو په یاد دي چې پښتانه مشران له زلمي رسول څخه نیولې تر شیرزي، یاسیني او... د عبدالله تر شا ودریدل خو نفوذ یې هومره نه و چې د یوه عطا د "وړاندیز شوي—وزیر (رباني)" ځای ونیولی شي!
که دا هم درته د کار دلیل نه ښکاري نو متفکر وګورئ چې څنګه دغاښونو فشني ډاکټر بلک میل کړی او ټولې فارمولې یې ورته یوه په یوه غلطه ثبوت کړله!
د رهبرۍ لپاره په لوی مقام پسې مه ګرځئ: خپله د نفوذ ساحه پراخه او خپل ځواکونه مو لا پسې ځواکمن کړئ ترڅو پیروان مو ډیر او خبره مو د تللو شي!