دنوې سړې جګړې  سپارښتنه

 
ل : میخایل ګورباچوف
دوه زره څوارلسم کال پای ته ورسید. ستر اقتصادي او سیاسي سازمانونه له نویمو کلونو راهیسې نړۍ ته د ناکامۍ او نهیلۍ بل څه نلري. د سړې جګړې د کلونو په پرتله د یویشتمې پيړۍ نړۍ د خوار پارونکي او لمسونکي چاپيریال کوربه ده. ښایي ډيرو ته د تیرې سړې جګړې د پیل بنسټیز لامل د سترو زبرځواکونو تر منځ د نړۍ په پوځي او سیاسي برخلیک ناجوړجاړی وي، مګر ننۍ نړۍ له بل هر وخت زیات، د نه مهارکیدونکي سیاسي ډینامیزم او سترو برخلیک بدلونکو پیښو شاهده ده ـــ د افغانستان ګونګ وضعیت، په سترو زبرځواکونو کې د پراختیا غوښتنې زیاته شوې شیمه، د اروپا د سیاسي ډګر تربګنیز انځور، د وسله والو ډلو رامنځته کول، د منځني ختیځ وروستۍ ناکراري  او له ټولو زیات بوږنونکې د پوځي پياوړتیا ستر رقابت هغه څه دي چې نړۍ یې د دویمې سړې لوبې په کمر درولې ده ـــ د ځینو په اند سړه جګړه پخوا پیل شوې.
د ملګروملتونو امنیت شورا په نړۍ کې د سیاسي اور او وژنو د مخنیوي په خاطر د ژمنتیا به بنسټ کوم جوړ شوی ټولشموله پروګرام نلري، ښایي یو لامل یې د هغه باور ختمیدل وي چې د تیرې سړې جګړې د ختمولو لپاره د سترو زیرځواکونو تر منځ را پيدا شوی و. د سړې جګړې روسی اړخ د رامنځته شوي باور ساتلو ته خورا ژمن و، د کرملین په انګیرنه، د سیاسي مشرتابه تر منځ د باور فضا پرون یا تیره ورځ له منځه نه ده تللې، بلکې د اوسني وضعیت بنسټیز لاملونه د نویمو کلونو پيښو سره تړي.
 د هوکړې له مخې داسې انګیرل کیده چې د سړې جګړې له ختمیدو وروسته به د نړۍ حالات د خوندیتوب په لور رهي شي، د سړې جګړې په وروستیو کې د ناټو سازمان د لندن د اعلامیې له مخې ژمنه کړې وه چې اروپا به وسله پالنې له ګردابه راباسي مګر ددې هر څه برعکس، لویدیځ او امریکا د سړې جګړې پای خپل بری اعلان کړ او د ټولو ناغوښټونکو پایلو سربیره یې د هغه مهال شوروي له کمزوري وضعیت څخه په ګټه اخیستنه د نړیوال مشرتابه د واک د انحصار نشه سر ته وختله.
د تیرو څو میاشتو پيښې د هغه لنډلید پایله ده چې  یو زبرځواک یې د خپلو ګټو لپاره نړۍ ته وړاندې کوي؛ د بیلګې په ډول په مختلفو جګړو کې د ناټو د ښکیلتیا پراختیا، په ستراتیژیکو سیمو کې د میزایلو دفاعي سیستم، د عراق، سوریې، لیبیا او افغانستان حالات هغه ساحې دي چې نړۍ ته رغونکې پایلې نلري. په ځانګړي ډول اروپا د نړۍ په مشرتابه کې د زمري رول خپلولو لپاره اوس هڅه کوي چې د نړۍ سیاسي مخ په خپله ګټه واړوي مګر ددې برعکس د پورته ټولو لاملونو له امله د اروپا لویه وچه د سیاسي ناکراریو، په اروپا کې د سیاسي نفوذ په سر سیالیو او د پوځي کړکېچ په سیمې بدله شوه. له همدې امله د یو سیاسي ځواک په توګه اروپا ورځ تر بلې د کمزوۍ په لور روانه ده که اروپا د خپل سیاسي ښکېلتابه په ساحه کې بنسټیز بدلون ته تغیر ورنکړي، د نړۍ په چارو کې به خپل اغیز له لاسه ورکړي او په پای کې به په تدریجي ډول په بې مانا اړخ بدله شي.
 له نېکه مرغه، د اتیایمو کلونو ترخې تجربې مونږ ته د یوې سالمې نړۍ په جوړولو کې ستر درس راکوي. هغه مهال د نړۍ حالات له اوسنیو هغه ډیر خطرناک و، مګر مونږ نه یوازې د اړیکو په نورماله کولو بلکې د سړې جګړې په ختمولو بریالي شو. دا هر څه د دیالوګ، د لمړیتوبونو وضعه کولو او پراخه سیاسي ارادې په پایله کې تر لاسه شول. نن هم که ستر زبرځواکونه په نړۍ رحم کول غواړي نو باید د خبرواترو او سیاسي هڅو له لارې ناکرارۍ او ستر ګواښونه له منځه یوسي. که څه هم د یادو موخو تر لاسه کولو لپاره د یوکراین او اقتصادي بندیزونو په اړه د روسیې ـ اروپا – یوکراین تر منځ وروستی جوړجاړی سړي ته هیلې ورکوي مګر پایلې یې د توقع څخه ټیټې دي.
مونږ باید له د تورونو او ګوتنیونو له فضا را بهر شو او دواړه لورو ته د کور ورانونکو اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په اړه سره یو غښتلي جوړجاړي ته ورسیږو. نړیوال او پان ـ اروپایي امنیت اوسمهال له ستر امنیتي خطر سره مخ دی، ترویزم، بیوزلي، د چاپیریال ککړتیا او کډوالۍ مسئلې ورځ تر بلې ډیرې بدې پایلې زیږوي مګر یوه خبره خورا واضحه ده ــ یوه یې هم پوځي حل نلري. له بل لورې له کاره لویدلي نړیوال سازمانونه او د سیاسي ارادې نشتون سړی د نهیلیو سره مخ کړي، د نړیوالو ستونزو هوارولو، د چاپيریال ساتلو، او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوي ټولشموله ماډل رامنځته کول خورا اړین دي.
که څوک په دې فکر کې وي چې د اروپا امنیت به د ناټو د دفاعي سیستم په پياوړي کولو وژغورل شي، زما په فکر د افت لور ته روان دي، مونږ داسې نړیوالو سازمانونو ته اړتیا لرو چې د ټولو د امنیت او د ګډ پرمختګ د سوکالۍ ضامن وي. د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان پورې ډیرې هیلې تړلې وې مګر په دې برخه کې تر سوال لاندې راغلی دی له دې امله یاد سازمان ستر رغښت ته اړتیا لري. کلونه پخوا د جرمني د بهرنیو چارو پخواني وزیر، د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتي چارو سلاکار او ځینې نورو سیاستوالو د اروپا د امنیتي مسئلو لپاره د یو نوي سازمان د جوړولو وړاندیز کړی و، د ولسمشر میدویدیف د مشرتابه پر مهال نوموړي د اروپا د امنیتي اندیښنو د له منځه وړلو لپاره هم ورته وړاندیز کړی و مګر دواړه اړخونه و نه توانیدل هغه څخه تر لاسه کړي چې غوښتل یې، همدا لامل دی چې د یوکراین ناکرارۍ زور واخیست، روسیه او اروپا یې په ګډه د ګواښ سره مخ کړه

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال امریکا او روسیه د نازي جرمني د ماتولو لپاره په یوه کرښه ولاړ و، مګر یو څو کاله وروسته پخواني متحدین په نړۍ کې د سیاست، اقتصاد،  واک نیونې او ایدیالوژۍ په مسئله سرسخت سیالان وګرځیدل ــ چې تر ډیره یې د  یو بل سره د سړې جګړې په انګړ ډغرې ووهلې. دا ډیره اړینه ده  چې په ګډ کار تمرکز وکړو او نړۍ د سوکالۍ، ټیکاو او خوندیتوب په لور رهي کړو. که ویسټن چرچل، سټالین او روزولیت هغه مهال ګرده نړۍ د ساړه جنګ قرباني کړه، پوتین، اوباما او نورو اروپایي چارواکي هم د سیاسي سیالیو او پراختیا غوښتنې سرشاره غریزې لري چې د دویمې سړې جګړې امکان خوار پیاوړی کوي.