دولتي ترهګري(تروريزم)

                                                                                                 نیټه: ۱۹/۱۰/۱۳۹۳، ه،ش
  دولتي ترهګري(تروريزم)                                                                                                دریم څپرکی؛ پنځمه  برخه
د امیر عبدالرحمن خان، دحکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ (د استخباراتو یا کوټوالۍ اداره او کړنې یې)
امیرعبدالرحمن خان د استخباراتو ادارې او کړنو ته ډېر اهمیت ورکړی دی. د امیرعبدالرحمن خان څارګړې ادارې په خلکو کې، په ځانګړي توګه د ښاریانو په منځ کې ډېرې ناوړه او منفي اغېزې پریښودلې دي او د افغانانو پر ملي هوښ او میړانه باندې یې تر ډېرې مودې پورې لویې اغېزې پاتې شوې.
د افغانستان په ښارونو کلیو او ډېریو ښاري کورونو کې د امیر جاسوسان موجود وو، سره له دې چې امیر د خپلو کور په کور جاسوسانو په اړه بېلا بېلې خبرې کړې دي نوموړی وایي: «په دې هیواد کې ښځې او سړي سوالګر او کسبګر او یا نور لوړ کسان دې په هره برخه کې د خپل سلطان ته لیک ولیکي او اطلاع دې وړکړي، که چېرې د دوی اطلاع رښتیا وي او د دولت یا د یو هیوادوال په ګټه وه نو اطلاع ورکوونکی که رسمي جاسوس وي  او یا په رسمي توګه نه وي استخدام شوی باید ښه انعام ورکړی شي... د هیواد هر وګړی چې ما ته راپور راکړي عملي کوم یې او خپله ګټه ترې پورته کوم، سربېره پر دې هغه مخبرین چې له هیواد څخه بهر دي راپورونه رالیږي او د ورځنیو پېښو څارنه کوي دغه څارګر د افغانستان په اړه ورځنۍ خپرونې هم رالیږي ... .»  
امیر زیاتوي: ... که څوک ونه کړی شي چې خپل غوښتنلیک ما ته راوسوي نو زه پټ او سرګند مخبرین(جاسوسان) لرم چې د دوی غوښتنې تر ما پورې راورسوي، خو که مخبرین هم د دوی غوښنتې راونه رسوي نو سخته سزا ورکوم.
 دا ډول امیرعبدالرحمن خان د خپلو جاسوسانو د شمېر په تړاؤ وایي: « د افغانستان د خلکو عقیده داسې ده چې زه په هر کور کې جاسوسان لرم او د هر څارګر سره زما لاسلیکونه ورسره دي، خو دا مطلب یوه مبالغه ده.»  
امیرعبدالرحمن خان چې یو (جاسوس= شیطان) خوښوونکي سړی ؤ نو کله چې بخارا ته ولاړ د بخارا د امیر په دربار کې یې هم یو تن جاسوس استخدام کړ، امیر وایې: «کله چې زه بُخارا ته ولاړم لُمړی مې یو تن په پټه توګه، د بُخارا د امیر په دربار کې، د (۲۰) طلاوو میاشتنۍ تنخوا په بدل کې وګمارلو تر څو هغه څه چې د امیر په غونډو کې ویل کیږي معلومات راکړي... .»   
دا شان امیرعبدالرحمن خان په تاشکند کې د امیرشېرعلي خان د استازو په منځ کې هم جاسوسان ګمارلي وو، نوموړی یې په اړه وايی: « کله چې تاشکند ته ورسیدم د امیرشېرعلي خان صاحب منصبان هم تاشکند ته رسیدلي وو، ما خپلو څارګرو ته دنده ورکړه چې د دوی د کړنو په اړه معلومات راکړي، زما جاسوسانو خبر راکړ چې دغو کسانو له روسي حاکم سره تړون لاسلیک کړی دی چې د روسانو د مرستې پر وړاندې به ځینې شرطونه ترسره کوي... .»  
 د امیرعبدالرحمن خان د استخباراتو ادارې شېطانې کړنې تر هغه ځایه رسیدلی وې، چې د دولت ډېرو لوړ پوړو مامورینو به د ځانونو د ساتلو او د خپلو دښمنانو او رقیبانو پر وړاندې هر ډول جاسوسي کوله.
 وروسته د دولت د لوړپوړو چارواکو په منځ کې رقابتونه او کشالې رامنځ ته شوې نو د یو او بل مخالفې ډلې جوړې شوی چې دغه مخالفتونه د یو بل د دسیسو او توطیو او تقلب سبب شوې چې د جعلي مُهر شویو لیکونو او نورو اسنادو له امله ډېر خلک تباه شول دغه تقلبي اسناد داسې وو:
د فلاني کس د باقیدارۍ پېسې له فلاني سړي سره پاتې دي؛ د فلاني یاغي سره یې اړیکي دي؛ د فلاني په وژلو کې یې لاس درلود؛ د امیر له فلاني رقیب (د امیرشېرعلي خان د کورنۍ له غړو) سره اړیکي، یا خط او کتابت لري او دا شان نور جعلي تورونه یو پر بل باندې پورې کیدل، د دا ډول تورونو له امله یو تن ملااحد بېدکخیل په پکتیا کې د یوه یاغي سعیدو کړوخېل مُهر شوي لیکونه امیر ته لېږل چې له امله یې ډېر بې ګناه خلک د دولت لخوا ووژل شول چې په پای کې په خپله دغه متقلب جاسوس هم اعدام شو.  
سره له دې چې امیرعبدالرحمن خان په خپلو خاطرو کې لیکي دي، چې د جاسوسانو راپورونه ښه په غور سره څېړي او بیا اجرآت تر سره کوي خو له بل پلوه په دې تړاؤ ځینو لیکوالانو لیکلي دي چې امیر دومره وخت نه درلود چې د جاسوسانو ټول راپورونه دې تحلیل او وڅېړي او بیا یې پلي کړي وای.
 له بلې خوا د امیر له پریګړو څخه هم داسې ښکاري چې د تورنو کسانو پر اړه یې د خپلې خوښې سره سمې پریکړې پلي کړي دي هر تورن کس ته به یې چې څه ډول خوښه شوه سزا یې ورکوله، نو له دې امله کار تر هغه ځایه ورسید چې یوازې د جاسوس د راپور په ورکولو به امیر د اجرآتو امر ورکولو، داسې چې کله به د کوم چا په اړه راپور ورکړی شو او په کوم جرم به تورن شو، نو متهم به لُمړی له خپل کار څخه ګوښه، بندې او یا به یې شتمنۍ ونیول شوې او بیا به لُمړنۍ څېړنې وروسته له هغې ترسره کیدلې(۱) چې دغه تحقیقات به په مودو مودو وروسته پاتې کیدل، نو کله به چې له تورن کس څخه څېړنې تر سره کیدلې د ډول ډول شکنجو په ورکولو سره به عملي کیدې، خو په پای کې به چې کوم کس د څېړنو په پایله کې بري الزمه شو او خوشی به شو نو خپل ډېرې معنوي او مادي ځواک به یې په محبس کې له لاسه ورکړي ؤ.  
وایي چې د امیرعبدالرحمن خان د استخباراتو په اداره کې زیات شمېر نر او ښځې شاملې وې او دا اداره د امیر تر مخامخ رهبرۍ لاندې وه، د امیرعبدالرحمن خان د څارګرو له جملې څخه د کندهار په ولایت کې یوه ښځه چې د محمدآمین بارکزایي مور یې بلله د امیر څخه یې د جاسوسۍ اجازه تر لاسه کړي وه نو د کندهار د والي دفتر ته به د خپل میړه سره یو ځای ورتلله، د والي په څنګ کې به ناسته وه او د هغه اجرآت به یې څارل او کابل ته به یې راپورونه لېږل، ټول مامورین او د ولایت والي له هغې ښځې څخه وېریدل.  
 د استخباراتو لوړپوړو چارواکو تر دې پورې خپلې ناوړه ترهګریزې کړنې رسولي وې چې په خپلو بنډارونو کې به یې یوازې د یوه قیماق چای(دشیدو د رش سره د چای او ډوډۍ خوړل) په بدل کې د یو چا د وژلو وعده یې ورکوله او په همدغه تعهد کې د وژلو ورځ او د وژلو ډول هم معلوم وو.
نایب میر سلطان خان چې د افغانستان ټول ښارونه یې په نه لیدو په وېره (ترور) کې اچولي وو، د کندهار په ولایت کې د ده کوټوال، دوست محمدشاه چې په کوم ډول جرم باندې تورن ؤ د نوموړي د کور ښځې یې په رڼا ورځ د هغه له کور څخه راوایستلې او د کوټوالۍ ادارې(استخبارات) ته یې احضار او تر سختو کړونو او زورونو لاندې یې ونیولې، وایې چې په پای کې یې ظلم او فساد (تروریزم) تر دې حد پورې ورسیدل چې امیرعبدالرحمن خان د خلکو د توجه د اړولو لپاره، چې ده ته متوجه وو، میرسلطان خان ترورست یې په پغمان کې پر ونه پورې وځړولو او خپل ګناه یې د هغه پر غاړه ورواچولو.  
-------------------------
(۱)وایي چې یوه ورځ یو ګیدړ له ځنګل څخه په منډه روان ؤ، یو چا پوښتنه ترې وکړه: ولې منډې وهې؟ ګیدړ ځواب ورکړ، د ځنګل پاچاه له هر هغه چا څخه چې دوه (هګۍ) ولري یوه ترې اوباسي. پوښتونکي وویل: ستا خو هسې یوه هګۍ ده، نو ته ولې منډې وهې؟ ګیدړ وویل: دا سمه ده چې زما یوه هګۍ ده مګر، د ځنګل پاچاه لُمړۍ یوه هګۍ اوباسي او وروسته یې شمېري.
اخځ لیکونه:
امیرعبدالرحمن خان: تاج التواریخ.
میرغلامحمد(غبار): افغانستان در مسیر تاریخ.
فیض محمد(کاتب): سراج التواریخ.                                د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي