
احمدنګر کلا
د ۱۹۴۳ کال د جنوري ۹
ګرانه دوسته !
د انانيتي ادبياتو به هکله داو سنی زمانې ځينې نقادانو داسې رايه څرګنده کړې ده چې دا ادبيات يا ډېر په زړه پورې وی او يا ډېر بې خونده چې د ګومې منځنې درجې ځای په کې نشته .له انانيتي ادبياتو څخه هغه ادبيات مراد دي چې په هغو کې دليکونکو ايکو يعنې “زه” په څرګنده توګه سرراپورته کړی وي مثلاً لکه په خپل لاس خپله بيوګرافي، خپلې انګيرنې مشاهدات او تجربې د نظر او فکر ځانکړی اسلوب او په څرګنده توګه مې ددې له امله وويل چې دا قيد مې نه وي ذکر کړی نو دايره به ډېره پراخه شوې وه ځکه چې په عين څرګنده توګه خو به هر راز ليکنه کې دليکوال انانیت سررااوچتولای شي او سررا اوچتوي که په دې اعتبار پهوضع باندې نظر واچول شي نو زمونږ د بې وسيو يو څه عجيب حال دی.
مونږ خپل ذهني اثار له هر څه څخه ساتلي شو خو خپل ځان له خپله ځانه نه شو ساتلای. مونږ چې هرڅومره “د غايب ضمير “ او د مخاطب ضمير تر پردو لاندې ځان پټ کړو خو بيا هم ورباندې د “متکلم ضمير” سيوری لويږی مونږ چې هر چيرته ځو زمونږ سيوری له مونږ سره روان وي، مونږ ډېر ځله خپل ځانونه په ځان پرستې کې له لاسه ورکوو همدا وجه ده چې يو نکته شناس مجبور شوی او ويلي يې دی:
فقلت لها “مااذنبت” قالت مجيبة ([1])
وجــــــــــــود ک ذنب لايقاس به ذنب
پرون مې د هغه کتاب چې تر تسويد لاندې دی يو خاص مقام ليکه چې دانانيتي ادبياتو خبره مې را په زړه شوه او اوس مې قلم نيولی او په دې هکله کې غور کوم.
ديو اديب يو شاعر يو انځور ګر او ديو ليکوال انانيت څه څيز دی ؟ اوس د فلسفې او اخلاقو : د (انا) مذهب ته مخ کوﺉ او مه د تصوف مصطلحی خو دۍ ته مخ ور واړوي. يوازې له عامې تخيلې زاويې څخه معاملې ته و ګورﺉ . تاسو ته به پوره ښکاره شي چې دا “انانيت” پرته د فکری انفراديت له جوش او بغاوت څخه بل څه نه دی چې د انفراديت تر واک لاندې نه راځی او چې زور ورباندې واچول شي نور هم سر پورته کوي او خپل وجود ثابتوي کله چې ابوالعلامعری خپله لاميه ويله:
الافى سبيل المجد مانافاعل
عفاف واقدام وحــــــــــزم ونايل
او يا لکه چې ابو فراس حمدانی خپله لافانی راييه ويلې
اراک عصی الدمع شيمنک اصبر
اما للهوی نهی عليک ولا امـــــــــر
او يا لکه چې ابن سناءالملک خپلې زمانې ته خطاب کړی:
وانک عبـــــــــــــــدی يا زمان وانی
علی الرغم منی ان اری لک سيدا
ما اناراض انــــــــــنی واطی الثری
ولی همة لاترضـــــــــــی الافق مقعدا
اويا لکه چې د فردوسې له قلمه راوتلی:
بسی رنج بردم درين سال سی
عجم زنده کردم بدين فارسـی
اويا لکه فيضي چې نل او دمن نظم کاوه او دا شعرونه يې ويلی
امروز نه شـــــــــــــــــــــــاعرم حکيم
داننده حــــــــــــــــــــــــــــادث وقديم
هر موی زمن تمام گوش اســــــت
خاموشی من بصد خروش اســت
اين باده که جوشـــــــــــد از اياغم
خونيســــــــــت چکيده از دماغم
صــــــــــــــــدديده به ورطه دل افتاد
کين موج ګوهر بســـــــــاحل افتاد
بگداخـــــــــــــــــــــــــــــته ابگينه دل
اينه دهم بدســـــــــــــــــــــــت محفل
آنم که بســــــــــــــــــحر کاری ژرف
از شــــــــــعله تراش کرده ام حرف
بانگ قلمم درين شـــــــــــــــــب تار
بـــــــــــس معنی خفته کرده بيدانر
می ريخت زســــــــحر کاری ژرف
از صبح ســـــــــــتاره وازمن حرف
هر نغمه که بســــــــــــته ام زين تار
ناقـــــــــــــــــــــــــوس نهفته ام به زنار
اين گل که به بوستان نثاری است
از من به بهار يادگاری اســـــــــــــــت
يالکه چې زمونږ ميرانيس ويلي دی:
لگارهاهون مضامين نو کې پهرانـــــــــبار ([2])
خبر کرو مری خرمن کی خوشه چينون کو
خو چې بياهم ګورو د انانيت دا شعور يو داسې ډول دی چې هر انفرادی انانيت چې د خپل زړه په هنداره کې کوم عکس اچوي په بهرنيو هيندارو کې دا عکس نسکور او معکوس ښکاري په دننه هينداره کې ډېر ستر وجود ښکاری او په بهرنيو هيندارو کې ډېر وړو شکل تر ې جوړيږي:
خودی اينه دارد که محروم است اظهارش
وضع همداسې ده چې هر ليکوال د خپل ځان به هکله څه وايي نو د ځان ښونې ټول اشکال را برسيره شي. داليکوال خپل تصوير چې دده په دنني هينداره کې يې صورت موندلی دروغ نه شی ګڼلی نو ناڅاپه څه ګوري چې د بهر ټولې هيندارې دا تصوير کاذب بولی. چې ورته په ډېر اهميت قايل وي د نورو په نظر هيڅ نه راځی . لکه يو انځورګر چې د انځور له پاره خپل قلم پورته کوي نو پوره باور لري چې په کوم نظر دی خپل انځور ته ګوري نو ورسره دومره مينه نه ښيي:
ايينه نقش بند طلسم خيال نيــــست
تصور خود به لوح دگر می کشيم ما!
له دغه مشکل څخه ځينې ليکوال خلاص دې. دا هغه وګړې دی چې خپل انانيت ته نمايشي بڼه نه ورکوي د نورو په مخکې د دريدو صلاحيت لري. دده انانيت د نورو په مخکې بې تکلفه او ساده وي. دا خبره چې يو سړی یې له ځان جوړونې څخه په خپل واقعي صورت کې د وګړو پهمخکې دريږي اوی خاص ډول جزابيت لري او ځکه د نړيوالو پام ځان ته وراوړي. خاص اديبان داکولی شي دده “زه” په خپله دده له پاره چې هر څومره لوی وي او د نورو له پاره وړوکی وي خونړی يې له ښه والی نه انګار نشي کولای ، نړۍ ته دده د انانيت د مقدار د تللو مهال په لاس نه ورځي نړۍ چې دده بې تکلفه واقعيت وګوري نو ورته حيران شي.
که څوک خپل انځور ايستل غواړي نو په خپله په دې پوهيږي او که نه پوهيږي خو دده دانانيت تقاضا ضرور داوي چې ځان ښکاره کړي. دانځور ايستلو بيلې بيلې لارې حالتونه دي، يو حالت هغه دی چې ورڅخه په مصورانه وضع تعبير کيږي يعنې چې دانځور ايستلو له پاره يو ځانګړی راز تکلف غوره کړی يو ماهر انځور ګر پوهيږي چې د کوم مخ او جسم انځور څرنګه وايستل شي؟
هغه چې تر څو پورې په کړووړو ځان پوه نه کړي انځور نه وکاږي پهسلو کې د ۹۹ وګړو غوښتنه داوې چې وضع سمه کړي او بيا انځور وباسي. خو داسې فرض کړﺉ چې يو څوک يې وګوري پام يې ورااوړي هغه دانه ګوري چې د چا انځور دی ؟ او څرنګه انځور دی ؟ دی په دې کې محوه کيږي چې پخپله انځور ښه دی.
همداسې ددې وضعې حال هم وبولي چې کوم ليکوال د خپل انانيت سوچه انځور وکاږي داسې څوک په ټولو مشکلاتو باندې په خپل کار کې بر لاس وي . دا ليکوال په خپل قلم خپل انځور وکاږي خو دا خبره د انځور په ښکلا کې خلل نه راولي ځکه انځور يې بې تکلفه او په عادي توګه ايستلی دی. دا انځور وګړو ته ښه ښکاره شي او که نه خو د دغه انځور ساده توب د ټولو پام ځان ته وراړوي دا همداسې ليکوال دی چې خپل انانيت ته ډېره ښکلی بڼه ورکوی.
خو دا خبره هم بايد په يادو لرل شي چې دانسان د معنوي محسوساتو په شان دده د انفراديت ظهور هم په مختلفو حالاتو کې راز راز نوعيتونه درلودای شي کله دی ويده کيږي کله پاڅيږي ، کله پاڅيږي او کينې او کله په زور او شور خيزونه وهي دانسان د ټولو قوتونو په شان په خپله انسان هم ودې او نمو ته اړ دي.
داسې چې د انسانانو ذهنونه: او ادراکات يوډل نه دې همداسې د وګړو د انفراديت جوش په هر ديک او کټوۍ کې يو شان نه وي دومره اختلافونه شته چې مونږ يې په څرګنده توګه په اديبانو شاعرانو انځور ګرو او موسیقۍ غږونکو کې مومو د زياترو انفراديت خبرې کوي خو مرموزی خبرې کوی او د ځينو انفراديت دومره له جوشه ډک وي چې خبرې کوي نو په هر لوري يې انګازې خپريږي:
يكبار ناله کردم ازدرد اشـــــــــــــــتياق
ازشش جهت هنوز صدامی توان شنيد
له همدې امله يو عرب شاعر مجبور شوی چې ويلي يې دی:
ومـــــــــالدهر الامن رواة قصاء ندی
اذاقلت شعرا اصبح الدهر منشدا ([3])
داسې وګړي د خپل “زه” جوش نه شي زمولولی د دوې چوپتيا چيغې او ددوی سکون حرکت دی. ددوی انفراديت پهزمولولو نور هم پهخيزو کيږي ، داسې وګړي چې کله “زه” وايي نو په دعا کې یې ساخته ګاري او ځان ښودنه نه وي بلکه ټول د حقيقت چيغه وي فيضی هم همداسې چيغه درلوده چې تردې مهاله پورې زمونږ د سامعې سره ټکرې وهي.
می کشد شعله سری ازدل صد پاره ما
جوش اتــــــــــش بود امر وزبه فواره ما
خو دهر قانون په شان دلته هم استثناات شته مونږ مجبور يو چې ومنو چې کله کله داسې وګړي په نړۍ کې پيدا کيږي چې دانانيت مقدار يې اضافي نه وي بلکه مطلق وي يعنې څومره چې دوې ته خپل انانيت ستر ښکاره کيږي نور وته هم ستر ښکاري ، ددوی د انانيت سيوری چې کله کله ولويږي نو دننه هينداره وي او که د بهر هينداره د دوی د انانيت دريواړه بعدونه په کې په څرګنده توګه ښکاري.
داسې ځانګړی وګړي له عام معياري نظر څخه بيل ساتل کيږي دداسې وګړو فکر او نظر پهعامو تلو نه تلل کيږي د ادب او ليکوالي عام قوانينی د وګړي په خپلو کلياتو کې نه شي ايسارولی زمانه مجبوره ده چې د دوې دا حق ومني چې داوګړي چې ځان ته “زه” وايي نو ددوې دا له “هغه” او ته څخه ډېر اوچت او په زړه پورې وي.
که دانانيتي ادبياتو کوم خاص قسم واخلي لکه په خپل لاس ليکلی سوانح او بياد مثال له باره څووګړی لکه سانت، اګستين ، روسو، ستريند برګ تولستوی اناتولی فرانس اندری زيد ددې شپږو واړو خپلې ليکلی سوانح شپږ ډوله دي، خو دوی ټولو په ادبياتو کې دايمي ځای ځانته نيولی دی، ځکه د دوی انځور ګري واقعې دي. په ختيځو ادبياتو کې مثلا که د غزالي، ابن خلدون ، بابر ، جهانګير او ملا عبدالقادر بدايونی په خپل لاس ليكلی سوانح په مخکې کيږدو او په مخالفانه نظر يې ولولو بيا يې هم له ښکلا څخه انکار نه شو کولای . غزالي د خپلو فکري انفعالاتو سر ګذشت بيان کړی . ابن خلدون د خپلو تعليمی اوسياسی اړيکو داستان ويلی ، بابر د جنګ او امن واقعات او واردات ليکلي ، جهانګير د پاچاهې پر تخت ناست او وقايع يې ليکلي ديپه دغو ټولو ليکنو کې د دوی هريو انانيت څرګند دی ، مونږ ددوی اثار د دوی په ستر ګونه شوليدلای خوبيا هم ورڅخه انکار نه شو کولای ځکه چې حقايق دی اوساخته کاری په کې نشته.
د بدايونی معامله له نورو نه بيله ده . د عامې طبقې يو فرد چې عالم شي او په علماو کې ځای پيدا کړي او پاچاهي دربارته ورسيږي نو دداسې وګړو په ټولو سرګرميو کې چې کوم ځانګړی څيز جوت ليدل کيږي هغه دده څرګنده تنګ نظري او ډېر تعصب او ټينګ اعتقاد دی.
مونږ ته يوازې دانه چې دداسې سړي انانيت راته ووړ ښکاري بلکه دده انانيت مونږ ته ورڅخه دانکار او بيزارې بلنه راکوي. خو بيا داڅه خبره ده چې. مونږ ورڅخه سترګې نه شو پټولای او سترګې مو دده د انانيت په لور وي؟ زمونږ نه خوښيږي خو بيا هم دده آثار لولو په غور يې پهخوند مطالعه کوو، نو چې ورته ژور وګورو داسې معلوميږي چې له مولف څخه قطع نظر داثر دلوستلو وړ او په زړه پورې اثر دی نو ځکه مونږ ورته متوجه يو دا ددغه اثر د خاوند تاثير نه دی چې دا اثر مطالعه کوو بلکه دا په خپله داثر اثر دی چې مونږ ځانته ورکاږي او ځان ترې نه شوژغورلی.
تولوستوی هم يو خاص شخصيت دی چې دانانيت مقدار يې داضافي کيدو پهځای مطلق نوعيت لري.
دده انانيت دی ستر ښودلی دی او نړۍ ته هم ستر ښکاره شوی دی . د تيرې پيړې په پای کې او ددې پيړې په پيل کې به د هيڅ مولف اعتماد پر خپل ځان “زه” داسې باور نه ولکه چې تولستوی دغه غريب او عجيب روسي په خپل “زه” درلود . دده انانيت دده په سوانحو او دده په شخصي وارداتو او تاثراتو او دده په بيانيو او ليکنو دده په ادبي او فني مباحثو کې خپل مخ لوڅ څرګند کړی او نړۍ په ستر وليکنو کې ورته ځای ور کړی دی . دده په خپل لاس ليکلی سوانح چې ډېرې ساده ليکل شوي دي دده له دوو اثرو نو څخه “جنګ اوسوله “ او “اينا کاز مينا” نوميږي لږه ښکلا نه لري او په دغو دواړو افسانو کې هم مونږ ته دانانيت غږونه راځی . زمانه دده دليکنو ښکلانه شي زمولولی . دلومړي جنګ په زمانه کې وګړو دده اثر “جنګ اوسوله” غوښته او اوس يې هم غواړي.
د تولستوی عظمت په موجوده وخت کې ديوه مفکر په توګه ډېر وګړي خپل ځان ته متوجه کړي دي په امريکا او اروپا کې داسې لږ وګړي پيدا کيږي چې دده معاشرتي فلسفه او جمالياتي افکارو ته داسې نظرونه کړي لکه ددې پېړې په لومړيو وختو کې چې ورته خلکو نظر کاوه . خو اوس هم دده دانانيتي ادبياتو له په زړه پورې توب څخه څوک انکار نه شي کولای . دده د عجيب ژوند معما اوس هم د بحث او نظر غوره موضوع ده په هر دوه درې کاله کې څه نا څه يو نوی کتاب دده په باره کې راووځی.
دتيرې پيړې په وروستيو او ددې پيړې پهلومړيو کې ډېرې سوانح عمري ليکلی شوي دي. ويل کيدای شي ددغه مهال هر څلورم ليکوال دا ضروري ګڼلې ده چې د خپل تير عمر په پای کې يو ځل بيا تکرار کړي. د نړۍ کتابتونو دي ټولو ته پهخپلو الماريو کې ځای ورکړي دی خو د نړۍ د وګړو په دماغونو کې ډېر لږ داراز اثار ځای موندلی شي.
ما په لومړيو کرښو کې دايګو لفظ استعمال کړی دی. دا هماغه يوناني “ايکو” عربي تعبير دی چې دارسطو عربي ژباړونکو غوره کړی دی او بيا فارابي او ابن رشد او نورو هم استعمال کړی دی. زه خيال کوم چې په فلسفيانه مباحثو کې به “انا” په ځای ايغو استعمال ډېر موزون وي ځکه دا نيغ په نيغه فلسفيانه اصطلاح څرګندوي او هماغه کار ورکوي چې په اروپايي ژبو کې يې “ايکو” ورکوي . دا استعمال به هغه اشتباه هم لري کړی چې د فلسفي “انا” او تصوفي انا ترمنځ شته . په اردو کې مونږ بعينه “ايګو” استعمالولای شو ځکه چې مونږ له ګاف څخه ځان ساتنې ته کومه اړه نه لرو.
ابوالکلام
[1]- دې ته مې وويل : زما ګناه څه ده. دې په ځواب کې راته وويل “ستا وجود داسې ګناه ده چې له ګناه ورباندې نه قياسيږي”
[2]- بيا د نوو مضامينو انبار جوړوم زما د درمند وږی څاڼې را خبر کړي.
[3]- د هر زما د قصيدو له رواياتو څخه دی چې شعر وايم نو د هر زما د شعر جوړولو ځای او مکان شي.