ملي وحدت حکومت؛ سل ورځې نیمګړی کار

 
د ۲۰۱۵ کال له پیل سره، افغانستان هم د بدلون (تحول) لسیزې ته، چې لرلید يې تلپاتې پرمختګ (Sustainable development) او په خپلو پښو ولاړ افغانستان دی، داخل شو؛ خو تلپاتې پرمختګ او ځان بساینه په هغه تګ ممکنه نه ده په کوم چې افغانستان پرې د ملي وحدت حکومت په لومړیو سلو ورځو کې روان و.
د ملي وحدت په نامه د نوي حکومت د دوو مشرانو (ولسمشر او اجرائیه رئیس) په لوړې سل ورځې اوړي؛ خو په داسې حال کې چې دوی په وېروونکي ډول په دروني اختلافاتو کې ښکېل دي، نه یوازې دا چې د خپلې ژمنې له مخې په دې سلو ورځو کې د بېلګې فعالیتونو، تعهد او بنسټیزو بدلونونو په راوړلو کې پاتې راغلل، بلکې په خپلو نیمګړتیاوو او ساده لوحانه سیاستونو یې د هېواد سیاسي، اقتصادي، امنیتي او حتی ټولنیز وضعیت لړزاند او کمزوری کړ.
خو دغه "ملي وحدت حکومت" چې د داخلي اختلافاتو، بهرنیو لاسوهنو او د نوو واکمنانو د کمزوریو په ګډون بېلابېلو لاملونو له کبله کوم زیانونه له ځان سره درلودل، مهم يې په لاندې ټکو کې خلاصه کېدای شي:
خلک یې پر خپله یوازېنۍ هیله، چې د یوې علمي رهبرۍ له خوا په یوه تازه په پښو درېدلي خو فاسد نظام کې ژور او مؤثر بدلونونه وو، بې باوره کړل.
سل ورځې وخت د ژمنو پرځای کولو او بېلګه کارونو ترسره کولو لپاره وي، چې د ملي وحدت د حکومت له خوا په بشپړ ډول بې ځایه تېر شو.
تیت پرک اختلافات یې حکومت او نظام ته دننه یوړل او په ژورو اختلافاتو يې حتی د نظام مراندې له ګواښ سره مخ کړې.
د کابینې د ځنډ په څېر کم‌کاریو او نیمګړتیاوو يې نظام پوره کمزوری کړ، چې په کارونو کې دغه ځنډ په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ټولو برخو کې نه جبرانېدونکي زیانونه واړول.
له سترو ملي موضوعاتو او ګټو سره یې احساساتي، بېړنی او سطحي چلند وکړ، یا لږترلږه د ملت له سترګو پټ یې د سترو تصامیمو د نیولو هڅه وکړه، چې د سولې او امنیت د هڅو تر نامه لاندې له بهرنۍ نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره په یو شمېر موضوعاتو بې باکانه بحثونه او پرېکړې یې د یادولو دي. د بېلګې په توګه، ولسمشر پاکستان ته د سفر پر مهال دوې مهمې پرېکړې وکړې؛ یوه دا چې له هند څخه د وسلو رانیولو تړون يې، چې پخواني ولسمشر له هند سره کړی و، لغوه کړ او بل دا چې د پاکستان پوځ به هم له دې وروسته افغان اردو روزي. د ښاغلي غني د سفر دا مهم ټکي له رسنيو پټ وساتل شول، چې وروسته بیا د پاکستاني دیپلوماتانو په لیکنو کې راڅرګند شول.
د ولس د تېرایستلو هڅه یې هم کړې، چې د کابلبانک د موضوع په احساساتي ډول مطرح کول او بیا یې د دې موضوع له ځان نه تېرول یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.
په تر ټولو حساس پړاو کې، چې همدا اوس دی د دولت په نامه په ځان غوښتونکي ډول خپلو ساده لوحانه سیاستونو ته دوام ورکوي، د دې پر ځای چې سلامشورې پراخې کړي، پراخې بې نظمۍ او نه همغږۍ جاري ساتي.
د مصلحت پالنې او پراخ اداري فساد د له منځه تللو او ژورو بدلونونو د راتګ هیلې هم، د ولسمشر او حکومت په ساده لوحانه حرکاتو او غیرمسؤلانه ویناوو له منځه ولاړې.
د دې ترڅنګ هغه اندېښنې، چې له ولس سره د راتلونکي په تړاو شته دي، په خپل ځای پاتې دي او تراوسه داسې ښکاري چې د ملي وحدت د حکومت دا ستونزې، اختلافات او کمزورۍ به لاډېرې ژورېږي.
داسې ښکاري، چې نه یواز.ې دا چې د ملي وحدت حکومت نه تراوسه او نه به هم په راتلونکي کې ولس ته ورکړې ژمنې پرځای کړي، بلکې د دغه دوه سري حکومت غیرمسؤولانه سیاستونه او نامسلکي ګامونه به په ملي او نړیواله کچه هېواد له پراخو ستونزو سره مخ کړي. د بېلګې په توګه په توکيو کنفرانس کې د افغانستان نړیوالو بسپنه ورکوونکو د خپلو مرستو لپاره دا شرط اېښی و، چې افغانستان به له اداري فساد سره مبارزه کوي، کوم څه چې په لندن کنفرانس کې هم تکرار شول؛ خو د افغان حکومت اوسني وضعیت ته په کتو سره، د افغانانو ترڅنګ د افغانستان نړیوال مرستندویان هم د  دغه حکومت د ضعف له کبله نهلي او په راتلونکي یې بې باوره دی.
د دې تر څنګ د نورو هغو ژمنو پوره کېدل چې د ملي وحدت حکومت مشرانو کړې وې چې وروستۍ هغه يې په لندن کنفرانس کې تر ډېره منعکسې شوې نه يواځې چې د پوره کېدو لپاره یې ګام نه دی اخیستل شوی بلکه د خلکو ناهیلي او بې باوري یې هم په دې برخو کې له ځان سره درلودلې، ښه بېلګه یې د امنیت ورځ تر بلې خرابېدل او د سولې پېچلې او مضحکانه لوبه ده.
پای