دولتي ترهګري(تروريزم)

 

                                                                                            نیټه: ۱۵/۱۰/۱۳۹۳، ه،ش دولتي ترهګري(تروريزم)                                                                                                 دریم څپرکی؛ څلورمه  برخه
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ د خپلو هیوادوالو پر وړاندې، د وژنو او شکنجو ډولونه:
امیرعبدالرحمن خان د نقرس پر ناروغۍ باندې اخته ؤ او د نوموړي ناروغۍ څخه کړیدلو او د تورنو کسانو د محاکمې په وخت کې یې وړ څېړنې او ګرویږنې نه شوی کولی، دا ډول پریکړو ته چې د انسانانو مرګ او ژوند پرې تړلي ؤ امیر دومره اوږد او پوره وخت نه درلود، نو له دې کبله یې ډېرې پریکړې په پټو سترګو تر سره کړي دي ... .
 داسې پریکړې چې د نړۍ په هېڅ قانون کې نه لیدل کیږي او یوازې د ترهګرو پخپل ځانګړي قانون کې ځای لري د امیرعبدالرحمن خان لاندې کړنې د بېلګې په توګه لیکو:
دتورنوکسانومحاکمه:(دخېټوڅیري کول، غرغره کول، دلاسونو اوغوږونو غوڅول، دسترګې ایستل اوپه ټپونو باندې یې دژوندۍ چونې اچول،... .)
په دې اړه یو تن میرزا، ګل محمد (وردګ) چې په کندهار کې د امیر په حکومت کې یې ماموریت درلود، په نه خبره اعدام ته برابر شوی ؤ، نوموړی خپل د سترګو لیدلی حال داسې یادوي: «... د امیر کسانو به په یوه وړه کوټه کې سل تنه بندیانول چې له هغې جملې څخه یو زه هم وم، ما د احمدجان نومي په غوښتنه یوازې د ده د پلار سیدمحمد د خلاصون په اړه چې بندي ؤ یوه غوښتن پاڼه (عریضه) د امیر حضور ته د وړاندې کولو پخاطر لیکلي وه، خو کله چې احمدجان د امیر د (عرض او داد) دربار ته احضار شو نو وډار شو او له خپلې عریضې څخه منکر شو نو، دواړه بندیان شوو، وروسته د څو ورځو له  تېریدو څخه د یو شمېر نورو بندیانو سره یو ځای د امیر دربار ته بوتلل شوو، ژمی ؤ او زما د زولنو او ځنځیرونو دروندوالی د کابل د څو منونو وزن ته رسیدلو، بندیان د شپې تر ناوخته پورې په ولاړي ولاړ وو، تر څو چې د شپې امیر وخت وموند او موږ ټول یې  وروړاندې کړو، لومړۍ د کوه دامن د غلو برخه (فقره) ولوستل شوه امیر بې له کوم سوال او ځواب څخه داسې امر(پریکړه) وکړ: (دوه تنه دې غرغره شي، د څلورو تنو لاسونه دې غوڅ شي، د درو تنو غوږونه دې غوڅ شي، د دوه تنو سترګې دې وایستل شي، د درو تنو خېټې دې سبا ورځ څیري شي او په اوښانو باندې دې په بازارونو کې وګرځول شي.)
میرزا، ګل محمد، وردګ زیاتوي: ورپسې د هغو غلو فقره ولوستل شوه چې د محمدکاظم، بزاز، له دوکان څخه یې غلا کړي وه، امیر امر وکړ: مامور جلال الدین او ناصر د کوټوالۍ نوکر(ملازم) دې په دار شي، د چوک د صاحب زادګانو سترګې دې ړندې شي او بیا دې له (ژوندۍ) چونې څخه دې ډکې کړی شي. ( په دې جرم چې له کور څخه یې غلاشوی مال پیدا شوی ؤ) سیدمحمد د کوټوالۍ مامور دې ووژل شي او د ده زوی احمدجان دې خوشی شي او میرزا، ګل محمد، د احمد جان د عریضې لیکونکې دې د (۲۰۰۰) روپیو په بدل کې خپله وینه وپېري که نه نو ودې وژل شي.  
 یو دیني عالم، آخوند عبدالرحیم، چې د امیرعبدالرحمن خان له وېرې یې د کندهار ښار، د پېغمبر(ص) د خرقې شریفې په ودانۍ کې پناه اخیستي وه، امیر د اسلامي عقیدې او د پښتنو د دود دستور پر خلاف د خپلو ډیرو جنایاتو په لړ کې د نوموړي دیني عالم وژل په دې ډول یادونه کوي: «یو تن د کاکړو ملا، آخوند عبدالرحیم چې زما په اړه یې د کفر فتوا ورکړي وه، او څو تنو نورو ملایانو هم هغه فتوا مُهر کړي وه او دا یې هم ویلي وو چې امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو مرستیال (نایب) دی. ( ص ۲۳۷) او د کندهار په خرقه شریفه کې یې پناه اخیستي وه، نو حکم مې وکړ چې داسې ناپاک سپی نه باید په داسې پاک او مقدس ځای کې پاتې شي، او هغه مو له هغه ودانۍ څخه راوایستلو او په خپل لاس مې ووژلو.»  
د تورنو کسانو پر سرونو باندې د سره کړیو غوړیو اچول:
په کال(۱۸۹۴، ز) کې یو تن سرتېری د عسکري رسمي تېریدنې(رسمي ګذشت) په وخت کې خپله پښه په غلط ډول پورته کړه، د قطعې قوماندان(کمیدان) عبدالمالک خان نورستانی چې له امیر څخه په تقلید یو عصاب خرابه ځوان ؤ، هغه سرتیري ته یې د ناموس زیاړې(کنځلې) وکړې، سرتېری د عسکرو له لیکې څخه ووت او قوماندان چې پر آس باندې سپور ؤ پخپل توپک باندې وویشت او مړ یې کړ، کله چې دغه سرتېری د امیر دربار ته بوتلل شو نو د څېړنو په وخت کې یې وویل: «ما ته قوماندان د ناموس زیاړې وکړې، نو ما هم هغه ووژلو، کوم بل علت په منځ کې نه ؤ»
وروسته امیر امر وکړ چې سرتېری او د هغې فرقې قوماندان جنرال رستم خان دې دواړه تر هغې پورې تر شکنجو لاندې ونیول شي تر څو اعتراف وکړي. سرتېری یې د سړک پر سر په یوه ولاړه ونه باندې وتړلو او تر درو ورځو پورې یې ډول ډول شکنجې ورکړې، چې له هغې له جملې څخه یې یو ډول شکنجه داسې وه چې له خیشتو اوړو څخه یې یوه دایره (کاسه) جوړه کړه او د هغه پر سر باندې یې کېښودله او بیا به یې د هغه پر سر باندې سره کړی غوړي اچول... تر څو جنرال او سرتېری د شکنجو له امله مړه شول.  
په تیږو باندې ویشتل(سنګسارول):
د امیر عبدلرحمن خان د وژنو له ډولونو څخه یو هم په تیږو باندې ویشتل وو نوموړی په دې باب وایي: « نایب سپهسالار تیمورشاه غلجې... چې د غلجیو په ناآرامیو کې زما سخت مخالف ؤ ... نوموړی زما عسکرو ونیولو او کابل ته یې راوستلو، حکم مې وکړ چې د دغه لوی خیانت له امله دې د (۱۳۰۴، ه، ق) کال په وروستیو کې سنګسار شي... .  
دا شان، د هرات د پاڅون مشر داودشاه خان وروسته له هغې چې د امیر سره یې په جګړه کې ماتي وخوړه ونیول شو او په کابل کې د خپلو دوه تنو ملګرو سره په تیږو وویشتل شول(سنګسار شول)  
  په توپ کې الوزول:
امیرعبدالرحمن خان به چې کله خپل مخالفین وژل، د لویو توپونو د خولو پر وړاندې به یې ودرول او د توپ د ډزو (انداخت) په کولو به یې هوا ته واوزول او ټوټې ټوټې به شول، امیر د دا ډول وژنو په اړه وایې:«زموږ لخوا به چې څوک ونیول شول ما به هغوی د توپ پر وړاندې درول او په توپ کې به مې الوزول، د درې کلنې مودې په ناآرامیو کې دا ډول خلک چې ما وژلي دي تقریباً پنځه زره کسان وو او زما د لښکر لخوا چې وژل شوي دي لسو زرو کسانو ته یې شمېر رسیږي.  
دا ډول امیرعبدالرحمن خان د اتو تنو افسرانو او د بدخشان پنځوس تنه اوسیدونکي چې امیر د تجارانو او لاره وهونکو په نومونو یاد کړي دي د وژلو او د یو تن د ږیرې او بریتونو د شکولو په اړه داسې یادونې کوي: « په خان آباد کې وروسته له هغې چې خبر شوم، سرتیري مې وبخښل او امر مې وکړ چې اته تنه تورنان (کاپیتانان) دې په توپ کې والوزول شي ... .                                                                                                                                             
د بدخشان تجاران چې پنځوس کسان وو، د څېړنو په جریان کې یې دا ومنل چې، موږ له پښتنو څخه ډېره کرکه درلودله نو ځکه مو له دوو کالو راپه دې خوا لارې وهلې.  ... حکم مې وکړ او د حکم سره سم، ټول یې د توپونو خولو ته ودرول، ځکه چې زما ډېر شمېر بې ګناه خلک یې وژلي او لوټ کړي وو ... او حکم مې وکړ چې د دغو کسانو غوښې دې د بازار سپي وخوري... کله چې د وژل شویو کسانو هډوکي یې ښخول ... میرجهاندار یو تن استازی راولیږه او دا یې ویلي وو چې ولې مې د ده خلک(رعیت) بندیان کړي دي، استازي په ډېرې زړورتیا سره خبرې کولې او ویل یې: زرترزره زموږ کسان خوشي کړه، په کوم جرأت دې زموږ خلک نیولي دي؟ نو بې له نورو خبرو څخه مې خپلو کسانو ته حکم وکړ، د دغه سړي ږیره او بریتونه وشکوئ او د هغه وریځې د ښځو په شان جوړې کړئ او وروسته مې د میرجهاندار استازی د وژل شویو تجارانو د پاتې هډوکو د لیدلو لپاره له ځانه سره هغه ځای ته وروستلو، د استازي د ږیرې او بریتونو ویښتان مې د زربفت په ټوکر کې وتړل او ده ته مې ورکړل چې خپل مشر ته یې د هغه د لیک په ځواب کې وروړي.  
 د مخالفینو له سرونوڅخه څلي(مِنارونه) جوړول:
امیرعبدالرحمن خان تر هغه بریده د خپلو وطنوالو پر واړندې ترهګریزې کړنې تر سره کړي دې چې وروسته له وژلو څخه یې د وژل شویو کسان څخه سرونه غوڅول او له هغوی څخه به یې منارونه جوړکړل وروسته له هغې چې د انګریزانو لوی دښمن، ملادین محمد مشک عالم (اندړ) چې په کال (۱۳۰۳،ه، ق) کې وفات شو، دې ده زوی عبدالکریم د خلکو مشري په غاړه واخیستله او د امیر عبدالرحمن خان د ترهګر حکومت پر وړاندې یې پاڅون وکړ، امیر سیمې ته د جنرال غلام حیدرخان(لنډي) په قوماندانۍ لښکر ولېږه چې په جګړو کې جنرال لنډی بریالی شو او د امیرعبدالرحمن خان د امر سره سم په کابل کې د (۱۰۰۰) تنو وژل شویو هیوادوالو له سرونو څخه یې څلی (مِنار) جوړ کړ او د اندړو له هرې کورنۍ څخه یو میل توپک او یوه توره په زور واخیستل شول ... او د غزني د قرباغ پاڅون کوونکو اندړو، لوهاڼيو او د خروټو ځمکې یې ونیولې او هزارګانو ته یې ورکړې ... .                                   
امیر عبدالرحمن خان د(قطغن= تخار) د یوې جګړې او د سرونو د څلي حال داسې یادوي: «دغو جګړو درې ساعته دوام وکړ، د جګړې په ډګر کې د دښمن درې زره کسان ووژل شول او زموږ لخوا تقریباً سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو تنه ټپیان شول. د دښمن شپږسوه کسان اسیر او پنځه زره آسونه زموږ لاس ته راغلل، حکم مې وکړ چې د دښمن د وژل شویو کسانو له سرونو څخه دې څلی(مِنار)جوړ شي، تر څو پاتې کسان ووېریږي.»  
 امیر چې د تل په شان خپل مخالفین غله او په نورو ناوړه نومونو یادوي په ننګرهار کې د هیوادوالو د سرونو څخه د منارونو د جوړلو کېسه دا ډول لیکلي ده: «په کال ۱۳۰۱، ه، ق، کې ... جلال آباد ته ولاړم ... په دې وخت کې نورمحمدخان د سردار ولي محمدخان زوی له دوو تنو مشهورو غلو هر یو سادو او دادو چې د صالح خېلو له قوم څخه وو، د شینوارو له قوم سره یو ځای شول ... هغه خلک چې د پېښور د لارې په اوږدو کې اوسیدل له ما څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاغیانو سره جګړه وکړي ځکه چې د شینوارو له تېریو او جګړو څخه په تنګ شوي وو، خو ما اجازه ورنکړه او ومې ویل چې دا زما کار دی، هغه کسان چې د خلکو امنیت ګډوډوي باید وټکول شي، د حصارک دره، آچین، منکل او د منکوخېلو په څلورو سیمو کې څلور ځله جګړې وشولې، په دې ټولو جګړو کې یاغیانو ماتې وخوړې او د جګړو په ډګر کې وژل شوي کسان او ټپیان ترې پاتې شول ... د منکوخېلو د قوم خلک ټول له منځه ولاړل او پاتې کسان یې تیرا ته وتښتیدل، حکم مې کړ چې هغه کسان چې په جګړه کې وژل شوي دي له سرونو څخه یې دوه لوی لوی مِنارونه جوړ کړئ، یو منار په جلال آباد کې او بل د شاه محمد نومي په سیمه کې چې دا خلک یې دغه  ناوړه عمل ته هڅولي وو، نو څوک چې د دغو یاغیانو د سرونو منارونه وویني، نو پوه به شي چې دا د هغو کسانو سزا ده څوک چې مساپر وژني ... .   
په پای کې امیر عبدالرحمن خان د خپلو دوو تنو مخالفینو په تړاؤ وایي:«دوه تنه لارو وهونکي هر یو سادو او دادو چې څو ځله یې زما لښکرو ته ماتي ورکړي وه د دوی د نیولو په اړه مې ډېرې کړنې ترسره کړي دي چې یو تن مې نیولی او د، لته بند په غره کې مې په اوسپنیز قفس کې اچولی دی.»  
د امیر د حکومت د ترهګریزو کړنو د لړۍ یو بل ترهګر عمل د یادولو وړدی: جنرال شربت چې د سردارمحمداسحاق خان پر پلوۍ یې د امیر عبدالرحمن خان سره جګړې کولې نو کله چې د امیر د پلویانو لخوا ونیول شو، نوموړی یې هرات ته ولېږلو او وروسته له وژلو څخه یې د جنرال سر او د پنځو تنو پوځي ملګرو سرونه له بوسو څخه ډک کړل او له هرات څخه یې کابل ته د امیر حضور ته ولېږل.  
پاتې دې نه وې چې د امیر د ترهګریزو کړنو په سلسله کې،« د مالیاتو د راټولو او ډېرولو لپاره یې په کال(۱۸۸۶، ز) کې (۱۳۶۲) مالدارې او بې ځمکې کورنۍ د فراه او کندهار له ولایتونو څخه په زور او جبر سره د بادغیس مرغاب او هرات ولایتونو ته ولېږلې... .»  
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي