
دپاچا ناروغۍ لویدیز اندېښمن کړی، دواک پر سردکشکمس ویره
وروسته له هغې دخلیج او نړۍ سترګې اوس دسعودي عربستان پر لور شوې ،چې حکومت رسمي اعلان کړه ،چې پاچا عبدالله ناروغه دی او دځینو معایناتو لپاره دپوځ روغتون ته لیږدول شوی دی ، وروسته مالومه شوه ،چې 92 کلن پاچا عبدالله دتنفس ستونزه لري او سږي یې پړسیدلي دي. پردې سربېره د ډېر وزن او دملا له درد څخه دخوځیدو نه دی .
دسعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز داسې مهال له ناروغۍ سره لاس وګریوانیږي،چې په سیمه کې وضعیت له آټکله پورته خرابه دی او سعودي ته سخته ده ،چې له دې وضعیت سره مبارزه وکړي ، پردې سربېره داعش داسې ګواښ دی،چې ټول عربي هېوادونه یې دمستقیم او نامستقیم اغیز لاندې دي .ځینې راپورونه وايي : په سعودي عربستان کې نږدې 92% ځوانان له داعش ملاتړ کوي ،سلفي دیني عالمانو دپاچا عبدالله پرلپسې غوښتنه ونه منله ،چې داعش او فکر وغندي او دا ګمراه فکر وبولي .
دویم ګواښ ،چې سعودي ورسره مخ دی هغه د تیلودبیو بېساری راښکته کېدل دي او لامل یې دتیلو په نړیوال بازاز کې د نږدې ( دوه نیم میلونو ) څخه زیاتو بیلرو شتون دی،چې دتیلو بیه 60% کې راښکته کړې ده.
سعودي ،چې دورځې نږدې 9,6 ملیونه بیلره تیل تولیدوي د بیو دلوړولو په موخه یې د خپل تولیدکچه راټېټه نه کړه او د اوپک پر وړاندې هم ودرید،چې له الریاض څخه یې غوښتي وو،چې تاسې خپل تولید یو څه راکم کړی ،چې په نړیوال بازار کې شته اضافه 30 ملیونه بیلره تمام شي .
لویدیز او امریکا سعودي عربستان ته دستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري او دپاچا عبدالله د ناروغۍ له کبله سخت اندېښمن دي ځکه ددې شونتیا شته ،چې په سعودي کې به دزامنو او لمسیانو ترمنځ دواک پر سر شخړه رابرسېره شي .
که چیرې پاچا ومړ ، دقانون له مخې به 77 کلن ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز (دپاچا ناسکه ورور) دچارو واګې په لاس کې ونیسي ، خو ستونزه په ولیعهد کې ده،چې دکورنۍ غړي تر اوسه په دې سره یوه خوله نه دي .
سایمون هندرسون،چې دسعودي عربستان دواکمنۍ کورنۍ کارپوه دی او په دې اړه یې دوه کتابه لیکلي دي وايي : دسعودي په واکمنه کورنۍ کې د امیر مقرن (69 کلن )په اړه ژور اختلافات شتون لري نوموړی دسعودي دبنسټګر تر ټولو کشری زوی دی ، پاچا عبدالله مقرن دوليعهد ځایناستی ټاکلی خو کورنۍ ورسره جوړه نه ده . پاچا عبدالله وايي : که چیرې ولیعهد ومړ نو امیر مقرن به یې ځایناستی وي ، خو که چیرې پاچا او ولیعهد (دواړه ) له منځه ولاړل امیر مقرن به دسعودي پاچا وي .
دسعودي عربستان نظام او قانون پاچا ته دا صلاحیت ورکوي ، چې هغه څوک دخپل ځایناستي / ولیعهد په توګه وټاکي چې دده خوښ وي دهمدې قانون له مخې اوسنی ولیعهد امیر سلمان کولای شي ،چې دپاچا عبدالله دا فرمان لغوه اعلان کړي او هغه څوک خپل ولیعهد وټاکي ،چې دده خوښ وي ځکه پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د(بیعت کمیسون) ،چې ټول دیرش تنه غړي او ټول دسعودي دبنسټګر عبدالعزیز زامن او لمسیان دي ، پاچا عبدالله ،چې دکله دنظام په جوړښت کې دوليعهد ولیعهد یا مرستیال منصب رامنځته کړ د (بیعت کمیسون ) ورسره خوښه نه وه .
که چیرې امیر سلمان دسعودي پاچا شو کېدای شي نوموړی خپل زوی امیر محمد،چې اوسمهال د وزیر په رتبه دخپل پلار ددفتر رئیس دی او په منظمه توګه دوزیرانو شورا په غونډو کې ونډه اخلي دخپل ولیعهد / ځایناستي په توګه وټاکي .
د نوموړي ټاکنه به د یو شمېرو ،چې وار له مخه ځانونه ددې منصب وړ ګڼي کینه او سیالي راوپاروي په دې برخه کې داوسني پاچا زوی امیر متعب ،چې دملي ګارډ وزیر دی ، امیر محمد بن نایف دپخواني ولیعهد او ى کورنیو چارو وزیر ( نوموړی په سعودي کې تر ټولو واکمن او دامریکا له ملاتړه برخمن کس دی ) داستخباراتو پخوانی رئیس ترکي الفیصل ، دروزنې او پوهنې وزیر امیر خالد او ملیاردیر امیر ولید بن طلال ، امیر بندر بن سلطان داستخباراتو پخوانی رئیس او دسعودي دامنیت شورا رئیس او نور لمسیان ،چې هر یو ځان ددې وړ بولي ،چې دسعودي دراتلونکي پاچا ولیعهد شي .
دسعودي عربستان رسمي سرچینې وايي : د ولیعهد په توګه دامیر مقرن ټاکنه د(بیعت کمیسون ) دټولو غړو په خوښه نه ده ځینو یې په څرګنده مخالفت کړی دی،چې په دې برخه کې امیرن طلال بن عبدالعزیز دریځ هم د ډېرو لپاره هېښوونکي و نوموړی اړ شو ،چې په رسمي توګه له دې کمیسون څخه ووځي .
په بله اندېښنه داده ،چې اوسنی 77 کلن ولیعهد امیر سلمان بن عبدالعزیز هم ناروغه دی او خپله حافظه یې له لاسه ورکړی ده یوه خبره څو ځلې تکراروي پردې نه پوهیږي،چې پنځه دقیقې وړاندې یې څه وویل او چاته یې وویل .
امیر سلمان تل هڅه کوي ،چې دوزیرانو شورا غونډې رهبري کړي او ان ځینې وخت بهرني سفرونه هم ترسره کړي ،چې وروستی هغه یې چین ، چاپان او دسویلي اسیا هېوادونه وو.
نوموړي تل هڅه کړې ده،چې ځان له پاچا سره دځینو ستونزو په اړه ښکیل نه کړي او دخپلې پاچاهۍ زمینه له لاسه ورنه کړي همدا لامل دی،چې دعربي نړۍ دځینو تودو موضوعاتو په اړه یې هیڅ خبره نه ده ځکه پاچا تیز مزاجه دی او ژر پریکړه کوي .
یوه خبره ،چې باوري ده هغه داده ،چې دپاچا عبدالله بن عبدالعزیز روغتیايي وضعیت ښه نه دی او هره شېبه یې دوفات احتمال شته نوموړي څلور ځل دملا علمیات کړي دي او درې ځل پرې د زړه حمله راغلې ده ، له ګرځنده څوکۍ ګټه پورته کوي د ډېر وزن او ملا درد له کبله خپله حرکت نه شي کولای .
اوس دپردې تر شا دا هڅې روانې دي،چې په سعودي کې دپاچا له مرګ وروسته دواک تشه رامنځته نه شي او نه دا زمنیه برابره شي ،چې په دې هېواد کې دواک پر سر دپاچا عبدالعزیز دلمسیانو ترمنځ سیالي زور وانخلي .
په دودیزه توګه ، واشنګټن تل هڅه کړې ده،چې په سعودي کې واکمن کس واک ته نه ورسیږي او لامل یې دناوړه پایلو مخنیوې ښودل شوی دی، خو که چیرې وضعیت کاواکه شو دا مهال بیا واشنګټن اړ دی ،چې بیا دې نوښت ته لاس واچوي،چې ځواکمن کس ته لار هواره کړي ،چې واک ته ورسیږي او خبره دېته پرینږدي ،چې خپله دال سعود کورنی به له خپله ځانه ځواکمن سړی ته زمینه برابره کړي ،چې پاچا شي .