د پښتنو ميرمنو ستونزې:

 
پښتنې ميرمنې چې تل یې په تاريخ کې خپل نوم ثابت ساتلی دی، دې هيواد او ولس ته یې خپلې د زړه وينې ور کړې دي. چې تر ټولو لویه نمونه یې نازو انا او د ميوند غازي ملاله ده.
پښتنې ميرمنې هره یوه تر ملالې او نازو انا کمې نه دي، دا څو لسېزو جګړو کې دوی همدومره رول لوبولی دی لکه ملالې او نازو انا....
دنرانو سره یې اوږه په اوږه تګ کړی دی، خپل بچي یې دې هيواد ته نذرانه کړي دي، خپلې سترګې یې د زوی د راتګ لپاره شوګېرې کړې دي.
 
دا یو روڼ او یو تريخ حقيقت و، چې په پښتنو لرې پرتو سيمو کې به ښځې ته د انسان په سترګه نه کتل کېدل، ښځه یا لور به د کور تور داغ وه. هر څه به چې د لور یا ميرمنې په اړه پلار یا خاوند ويل، همغه به پلي کيدل، ښځې یا لور ته هېڅ حق نه ور کول کيده.
ددې خبرو چې ښځې ته به په کور کې حق نه ور کول کيده، یا به په بده سترګه ورته کتل کيدل، ستر لامل یې دا و، چې په هغو سيمو کې به ډېرې و ګړي بې وسواده ول.
دا هم یوه نه هيرېدونکې خبره ده، چې ښځه د تاريخ هغه څهره ده چې ددې هيواد هر امپراطور او امير همدې ميرمن او مور زيږولی دی.
دا چې اوس مهال ميرمنې کومې ستونزې لري په دې اړه به یوه لنډه تبصره در سره شريکه کړم:
 
ددې سره چې اوس الحمدالله په هيواد کې یا په ځانګړې توګه په پښتنو سيمو کې بې سوادي مخ په ورکېدو ده، خو له دې سره سره بیا هم په ځينو پښتنو سيمو کې ميرمنې له خپل حق څخه محرومې دي.
دا چې اوس بې سوادي هم لږه شوې ده، او ميرمنې خپل حق نه شي موندلای نو  دا به ووایم چې ځينو خلکو د تعلیم سره خپل اذهان نه دي سم کړي، یانې مانا دا چې ميرمنې ته اوس هم د شک له سترګې ګوري.
دا باید ووایم، چې هر څوک دې په ځان باور ولري، په خپلې خور، لور او ميرمن دې باور و لري. ځکه هېڅوک داسې نه غواړي چې خدای مه کړې بد یې دې په ځان ولروېږي.
 
بل په پښتنو سيمو کې یا په ټوله کې د پښتنو ميرمنو ځينې ستونزې دا هم دي، چې کله یو څوک یې پلار ته ورور ته د هغه د ميرمنې یا لور په اړه کومه خبره و کړي، پلار یا ورور دا نه ګوري، چې ایا دا رښتیا ده کنه، نه نه دې خبرو ته نه ګوري بلکې زر تر زره اقدام کوي.. خپله ميرمن او یا لور له تعليم او یا کوم بل ښوونيز ځای څخه منعه کوي، او په ډېر لوی جريت ورته وایي چې نور مه ځه ځکه ستا په اړه ماته پلانکي هسې او دسې خبرې کړي دي. بلکې دا خبرې یو ځل نه ګوري چې رښتیا دي کنه.........
 
یانې لنډه خبره دا چې پښتنې ميرمنې د خپل پلار او یا ورور د ناکاره کړنو قرباني شوې دي.
پلار یې دا نه سنجوي چې ایا زما په لور یا ميرمن کې داسې څه شته دي چې زه دې پرې و شرمېږم، ایا داسې څه یې په ټول ژوند کې کړي دي چې کورنۍ یا زما نوم یې بد کړي دي؟؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې یوه ميرمن یې خپل پلار او ورور ته ځواب کولی شي، خو په تاسف سره وایم چې ځينې پلاران او وروڼه دې خبرو ته ډېری مهال غوږ نه نيسي.
تر ټول به دا ښه وي، چې پلار په لور، لور په پلار، ورور په خور او خور په ورور باندې پوره باور و لري.
ددې ټولو خبرو لنډيز په دې سره کوم چې تر ټولو به دا ښه وي چې یو عامه مثبت ذهنیت کورنۍ ته ور کول شي تر څو د ميرمنو په اړه یو ښه فکر و لري. چې ددې ستونزې د حللارې ستره لاره ده.
خدای دې و کړي چې نور هېڅ پښتنه ميرمن ونه ځورول شي، هېڅ پښتنه ميرمن یوازې د کور ميرمن نه بلکې د هيواد په کچه ميرمن شي.
د یوې داسې ورځې په هيله.....
ليکواله: عابده "سپوږمۍ"