
تا زه شاعره کړمه
ته د قلم ژبه یې
ته له خیالو نه ډک یې
ته له لفظو نه ډک یې
ووایه دغه توري
ماته له کومه را وړې؟؟
.................
چې ترې خوندونه څاڅي
دومره خواږه دي پکې
چې ترې شاتونه څاڅي
دا ښکلي توري ماته
د جنت توري ښکاري
له اسمانو را کوز دي
هم یې سپوږمۍ ښکل کړې!!؟
............
یو دوه راڼه ستوري هم
ور سره جوخت راغلي
لاس کې یې دوې نښې دي
یوه کې د مينې کلام
بل کې د خدای کلام دی
.........
په دغه نښو کې یې
ښکاري څو ښکلي توري
زما قلم ته داسې ژبه ښايي
چې پرې غزل وليکم
په هر یوه توري کې یې
نوم د جانان وليکم
افغانستان وليکم
افغانستان وليکم
......
عابده "سپوږمۍ"