غزل

 
زموږ د سوي زړونو ولې دومره شور دی
د اوبرنګو سترګو رنګ کې دومره زور دی
 
دا چې نن داسې په چيغو درته ژاړم
بیا یې ستا په نوم را کړې نن پېغور دی
 
نه پوهېږم، زما د زړه ريښې یې مړې کړې
سوزوي مې چې د کومې لمبې اور دی
 
دادې مينې ضمانت نه دی نو څه دي
چې سپين شوي رانه ټول د سترګو تور دی
 
دې "سپوږمۍ" چې لږ د زړه حال درته ووې
دا اخيستی یې له زړه نه درته پور دی
 
عابده سپوږمۍ