
احمدنګر کلا
د ۱۹۴۳ کال د جنوري ۷ نيټه
ګرانه دوسته!
پيا هماغه د ګهيځ زړه وړونکې مهال دی ، ډېر ساړه دی د کوټې دروازه او کړکۍ مې پرانستې پرې ايښی دی د هوا سړی څپې پرلپسې راځي چای مې کړی او تيار ايښی دی ورته منتظر او په څو ناست يم چې پنځه شپږ دقيقې تيرې شي او چای خپل معياري رنګ وباسي نو د چای څښلو دور پيل کوم دوه ځله مې ګړۍ ته وکتل لا پنځه دقيقې نه دې تيرې شوې. د شيراز د خواجه د ګهيځ ترانه مې په زړه اودماغ کې بنګيږي بې اختياره مې زړه غواړي چې په ترنم لګياشم خود ګاونډيانو د خوب ورانيدل اجازه نه راکوي چې شونډې پرانيزم نو ځکه دا ترانه په قلم ليکم:
صبحســــــت وژاله می چکد از ابر بهمنی
برگ صبوح ســـــــــــــاز و بزن جام يک منی
اگر صبحدم خـــــــــــــــــــــمار ترا دردسردهد
پيشانی خمار همان به که بشـــــــــــــــــکنی
ساقی! به هوش باش که غم درکمين است
مطرب نگهدار همــــــــــــــين ره که می زنی
ســـــــــــــــــاقی به نيازی يزدا ن که می بيار
تابشنوی زصـــــــــــــــوت مغنی “هوالغنی”
په دې سيمه کې په عامه توګه ساړه لږ وي معلومه نه ده چې دلته کله راغلې يې او که نه ؟ او که راغلی ياست نو په کوم موسم کې خو پوناته به په وار وار تللی ياست. د ۱۹۱۵ کال د دسمبر سفر خو ماته هم ياد دی چې د مسلم ايجوکيشنل کانفرانس د اجلاس په مهال ماله تاسو سره هلته وليدل پوناله دغه ځای څخه اتيا ميله وړاندې دی اود دکن دا سيمه ټوله په لوړه پرته ده. نو د دی ځای موسمي حالت پرپوناباندې قياس کړی. سربيره پردې دا مهال بنديان څه په پوناکې ساتل کيږي او څه دلته نو ويلی شم چې د عرفي په قول د دواړو ځايو حکم يو دی:
يکيست نسبت شيرازي و بدخشاني
کله چې اکبر فيضي په سفارت : د لته را استولی وو نو د کارو مشکلاتو پرې نه ښود، چې تر دوو کالو پورې له دغه ځايه وخوځيږي او دلته ورته د هر موسم تجربه حاصله شوه، هغه په خپلو ليکونو کې داحمدنګر د آب و هوا د اعتدال ډېره ستاينه کړې ده له فيضي څخه د ډېر پخوا واقعه ده چې شيرازي ملک التجار مولانا جامې ته بلنه ورکړې وه چې دکن ته راشي او ورته يې ليکلي وو چې دلته دولس مياشتې له معتدلې هوا څخه ګټه اخستلای شي، هر څه چې وي. دولس مياشتې خو بيخي مبالغه ده خو په دې کې شک نشته چې دلته دګرمظ ورځې ډېرې خوندور دي غالبا د ۱۹۰۵ کال خبره ده چې په بمبي کې د ثارالعجم له مولف ميرزا فرصت شيرازي سره مخامخ شوم چې هغه د برسات په موسم کې په پوناکې اوسيده او ويل يې چې ددې ځای د هوا اعتدال د شيراز ياد را تازه کوي:
ای گل بتو خر سندم توبويی کسی داری
ما هم شيراز ليدلی د ميرزا صاحب چې صاحب البيت وو ميلمه وم او “صاحب البيت ادری بمافيه”
اورنګ زيب چې د کن ته راغلی و نو ددغه ځای د “پرشکال” و ورښت مهال اعتدال دده وچه طبعه هم لنده کړې وه.
تاسو به دخواني خان او “ماثرالامراء” او نورو په تاريخو کې ځای په ځای لوستلی وي چې اورنګزيب به دبرسات په موسم اکثره احمدنګر يا پوناکي اوسيده د پونانوم هغه “محی نګر” ايښی و، خو دا نوم پر ژبو رواج و نه موند . دی په احمدنګر کې مړ شوی دی.
تر کومه ځايه چې دغه اعتدال له ګرمې او برسات سره لري ددې په ښکلا اوښه والي کې ګڼه نه شته خو مصاحبت دادی چې ددې ځای سوړ موسم هم معتدل وي او حال دادی چې په سوړ موسم کې څومره ساړه ډېر وي هغو مره خوندور وي او د سړو لږوالی د نقص او فتور حکم لري او ورته اعتدال ويل او ستا يل يې نه شي کيدلای:
در مانده صلاح و فساد يم الحدز
زين رسمها که مردم عادل نهاده اند
کيدای شي چې تاسو ته معلومه نه وي چې د عمر له لومړي وخت څخه په دغه هکله زما طبيعت عجيب حال لري.
ګرمې چې هر څومره معتدله وي خو زما نه خوښيږي او هميشه سوړ موسم غواړم ، د موسم سوړوالی زما د ژوند پانګه ده چې دا پانګه ختمه شي نو لکه چې د ژوند ټول خوندونه او کيفيتونه ختم شي او څرنګه چې ژوند کول په هر حال يو ضروري امر دی نو ځکه هڅه کوم چې له هر موسم سره سازښت وکړم خو بيا هم د طبيعت په اصلي غوښتنه بريالی کيدای نه شم. افسوس دادی چې د هندوستان سوړ موسم دومره لږ وي چې راغلی لانه وي بيا بېرته په تلو وي او چې ورته ګوري پای ته رسيږي ، زما دوارخطا طبعي له پاره په دې وضع کې د صبر او زغم عجيب حال وي ترڅو چې راغلی نه وي په انتظار کې يم او چې راشي نو په خوښيو کې يې ورک شم خو داموسم دومره لنډوي چې له هر کلي څخه يې لاوزګارشوی نه يم چې دوداع غم يې زما پر سرراولويږی:
همچوعيديگه در ايام بهار آمد ورفست
زه به درته ووايم چې زما په خيال کې د ژوند ښه تصور څه څيز دی؟ زما ژمی خوښيده اوښه سوړ ژمی چې په نعري کې اورلمبې وهي او زه ورته ناست يم او يو څه لوستل او ياليکل کوم:
من اينمقام به دنيا وعاقبت ندهم
اگر چه درپيم افتند خــلق انجمنی
معلومه نه ده چې د جنت د موسم به څه حال وي؟ د هغه ځای د ويالو خومې ډېرې ښې يادونې اوريدلی دی ډاريږم چې چيرته نه چې هلته هم ګرمې وي:
سنتی هين جوبهشت کې تعريف سب درست
ليکن خــــــــــــــــدای کری وه تری جلوه گاه هو
عجيبه معامله ده ماډېر ځله غور وکړ چې زما ولې دومره ډېر تود نظرې خوښيږي؟ خو څه نه شم ويلای؟ چې ولې ؟ خبره داده چې د سړو او نغرې ترمنځ نژدې اړيکې دي ، چې څوک يوله بله سره نه شي بيلولای ، زه د سوړ موسم نقشه لا په خپل ذهن کې هم نه شم کاږلی او چې د نغري په هکله فکر کوم بيا مې هم هغه پخوانی نغری ذهن ته راځي چې غټ غټ لرګی په کې سوزيدلای شول د بريښنا په بخارې هم زړه نه ښه کېږي بلکه چې ورته ګورم فکر مې وران غوندې شي. هو! خو د ګاز بخارې دومره بده نه ده خو دامې هم دومره نه خوښيږي. اصلاً زه د ګرمۍ له پاره په نغري باندې مين نه يم زما بلې لمبې خوښيږي کله چې بلې لمبې په زور نه شي د زړه تنده مې ورباندې نه ماتيږي د تودو لمبو له خونده ناخبره څه پوهيږي:
سينه گرم نداری مطلب صحبت عشــــق
آتشی نيست چو در مجمره آت عود مخر
که تاسو واورې وبه خاندې ډېر ځله داسې شوي دي چې په دې خيال چې ډېر ساړه مې وشي د جنوري په شپو کې دشنه اسمان لاندې کښينم او چای څښم او خپل ځان داسې غولوم چې نن ډېر ساړه دي:
ازيک حديث لطف که آن هم دروغ بود
امشب زدفتر گله صد باب شسته ايم
زما طبيعت هم عجيب حال لري له نورو څخه دمخه زه په خپل ځان پورې خاندم. په کوچنيتوب کې د څو مياشتو له پاره په “چنسوره” کې اوسيدلم ځکه چې په کلکته کې طاعون خپو رشوي وو. سحر او ماښام مې تر ګړيو پورې په سين کې لمبل او بيا مې هم زړه نه مړيده اوس مې هم لمباته ډېر زړه کيږي. سبحان الله زما د طبعي رنګينې و ګورﺉ له يوې خوا د سين سره دومره مينه او له بله پلوه داور په سرو لمبو مينيدل ښايي چې دا ددې له پاره وي چې زما د ژوند په اقليم کې دپاسه اوبه بهيږي او دلاندې اورلمبې وهي نو حقيقت پوهانو ويلي دی چې :
هم سمندر باش وهم ماهی که در اقليم عشق
روی دريا ســـــــــــــــــلبيل وقعر دريا اتشست
وګړي په ګرميو کې غرونو ته ځي چې هلته د ګرمې مهال تير کړي ما څو ځله په ژمو کې د غرو لارنيولې ده چې هلته د ورتلو مهال همدا دی متنب هم څومره بد ذوقه وو چې د لبنان د موسم په قدر نه پوهيده زه يو څه وخت په لبنان کې وم:
وجبال لبنان و کيـــــــــف بقطعا ([1])
شتا هن شتا ء و صيفهن شتاء
د ژوندانه يو ژمی چې په “موصل” کې مې تير کړ را څخه نه هيريږي “موصل” اګر که د جغرافې په ليکو کې په معتد له سيمه کې پروت دی .
خو خو ! او شاسيمو په سړو حدودو کې داخل کړي دی او کله کله خو په “دياربکر” کې دومره سخته واوره کيږي چې بې له توږلو څوک کوروته نه شي ورننوتلای. په هغه کال چې زه هلته تللی وم ډېره واوره شوې وه له واورې وروسته چې اسمان شين شو او دارمنستان د غرونو ساړه بادونه لکيدل نو څه به درته ووايم چې څومره ساړه وو؟ ماته په زړه دی چې کله کله به دومره ساړه شول چې اوبه به مو په کار شوې واوره به مو ويلې کوله خو بيا هم ماله سړو څخه ګيله نه درلوده. د هغه شيخ په کور کې چې زه ميلمه وم د هغه کوچنيانو دواورې په غونډارو لوبې کولې او کله کله به يې دواورو واړه غونډاري په خولو هم ننه ايستل د شيخ مور خدمتګارو ته حکم کړی وو چې زما نغری څليرويشت ساعته بل وي په خپله به هم زما پوښتنې ته دوه درې ځله راتلله او نغری به يې معاينه کاوه په نغري باندې په يو ځنځير کې د اوبو يو لوښی زوړندواو هميشه به اوبه ايشيدلی او تياری وې چې قهوه په کې واچول شي او وڅښل شي، خو له دې امله چې که اوبه ډېرې ايشيدلې وي نو چای يا کافي اچول په کې خوندور نه راځي نو ځکه به مې دا لوښی له اوره کوز کړ، خو خدمتګاري به بيا زوړند کړ او ويلی به يې چې د بی بی حکم دی . داسې چای کول مې د ايران په عامو کورنو کې ليدلي وو د نغري اور يوازې د خونې د تودولو له پاره نه وو بلکه د پخنلځی له پاره هم ورڅخه کار اخيستل کيده. وګړي په نغري چای هم کوي او مړی ورباندې هم پخوي. که د شمالي ايران وګړي داسې ونه کړي نو دسون مواد به له کومه کړي چې خونې هم ورباندې تودې کړي او پخلی هم ورباندې وکړي د هغه ځای نغری دومره پراخه دی چې په يو وخت کې ورباندې څو څولوښي زوړنديدلای شي. د نغري د جوړولو په مهال د نغري په محراب کې څو څو داوسپنې کړې اچوي لکه زمونږ په کورو کې چې په چتونو کې کړی اچول کيږي به دغو کړيو کې ځنځيرونه اچوي او د چای او پخلي لوښی په کې زوړندوي په ځينو ښارو کې په سرايونو کې په هره خونه کې نغري وي او خواړه ورباندې پخوي.
د اګست په مياشت کې چې مو نږ.دلته راوستل شو لو نو د ورښتونو موسم و او هوا ډېره خوندوره وه بيخي داسې فضاوه لکه تاسو چې په جولايي او اګست کې په پوناکې ليدلې ده. دلته باران له شلو پنځه ويشتو انچو څخه زيات نه اوري خو داوبو دوه څلور څاڅکي هم هوا خوندوره کړي او شمال تل لګيږي.
سپتمبر او اکټوبر په داسې عالم کې تير شو چې نومبر شو نو خوامې له دې امله بده شوه چې د سړو مهال دلته ډېر سپک وي . د چوڼې کمانډر چې تير کال ژمي دلته تير کړی دی وايي چې دا ځای له پونا څخه لږ څه سوړ دی خو داهم دلسو دولسو ورځو له پاره په عامه توګه دستمبر او جنوري موسم دلته داسې وي لکه په ډيلي کې او په پنجاب کې چې ژمی په لومړيو ورځو کې وي دې خبرو نومې زړه بيغي خوابدی کړی و خو چې دسپتمبر پيل شو موسم ناڅاپه اړخ بدل کړ تر دوو ورځو پورې وريځ خپره وه او بيا چې آسمان شين شو نو مه يې پوښته د موسم د فياضيو څه عالم شو ډيلي او لاهور يې را په زړه کړل . ددې ځای په خونو کې نغري نشته ، چيته خان چې نری کميس اغوندي ناڅاپه يې توده دريشي واغوستله. او وايي چې يو انګريز سپاهي چې د شپې پيره وګهيځ په نمونيا ناروغي ککړ شو او تر ماښامه يې دار پانی ته ورسيد . زمونږ د قافلې بنديانو دا حال شو چې له غرمې پورې يې څادرونه له ځانه تاوکړی دی اوله سړو نه شکايتونه کوي لنډه دا چې ډېر ساړه دي:
چنان قحط سالی شد درد مشق
که ياران فراموش کردند عشق
ددې سيمې کلکټر د همدې ځای اوسيدونکي دي هغه راغی او ويې ويل چې مادلته کلونه کلونه تير کړي دي خو داسې ژمی مې نه دی ليدلی ، ګرماسنج له (۴۰) درجو هم ټيټ دی دلته ټول حيران دي چې سږ کال څه خبره ده چې د پنجاب ساړه احمدنګر ته راغلي دي زما په زړه څخه همدا غږ پورته کيږي : معلومه ده چې زمونږ بنديانو او څراباتيانو د عاء ګانې څومره اثر او غيزه لري:
فدای شيوه رحمت که درلباس بهار
بعذر خـــواهي زندان باده نوش آمد
ددې ځای وګړي خوله سړو څخه شکايتونه کوي او زما له آرزومند زړه څخه همدا غږ پورته کيږي : (هل من مزيد” له کلکتې څخه تودې ختې راغلي دي چې مالاتر اوسه پورې لاس هم نه دی ور وړی له دې ډاره چې که تودې ختې واغوندم نو بيا به د سړو په خوند پوه نه شم. تر اوسه لاد ګرمې ختی اغوندم، البته چې ګهيځ پاڅيږم وړين څادر په اوږو واچوم ، ږما او د سړو د موسم معامله هغه شوه چې نيشاپوري نظيري ته پيښه وه:
او در وداع و من بجزع کزمی وبهار
سه چارمانده و روزی سه چارخوش
تر دې ځايه مې ليکنه وکړه چې خيال مې شو چې په تمهيد کې مې يوولس صفحی توري کړی دي اوتر اوسه پوري د مطلب خبره لاپه ژبه نه ده راغلي ، ډېره نوی پيښه داده چې ديوی مياشتی له محرومي او انتظار وروسته (وړمه) ورځ چيته خان زيري راکړ چې په بمبی کې په يوه مغازه کې (وايت چسمين ) چاۍ پيدا شوی او يو پونډ ماته راليږل شوی دي لکه چې پرون پارسل را ورسيده . چيته خان ددې چانۍ له ګرانې څخه شکايت درلود چې ديوپونډ چای به دومره ډېره بيه ورکوم اوحال دادې چې زه دغه ارزانې حيران کړم ، که په دې ګرانې کې مغازې دوه چنده بيه غوښتلای بيا هم دا قيمتي جنس ارزانه وو:
ای که می ګويی چرا جامی به جانی ميخری
اين سخن باساقی ما گو که ارزان کرده است
دانيک اتفاق وګوري چې دلته داپارسل راورسيد او هلته په بمبي کې دوستانو له چينيانو څخه څو کوتي نور چای اخيستي او را ليږلې يې دي اوس مې چې دبندموده هرڅومده اوږده شی دچاۍ پروا راسرا نه شته .
په هرحال چې کومه خبره کول غواړم هغه داده چې دي پيښی مې دګهيځ د معاملي ټوله فضا بدله کړه اوپه وچه وياله مې بيا اوبه راغلی ، اوس مې بيا دګهيځ خوښظ پنه برخه دي اوبيا هماغه خوښی اود فکر نيلی زغلولې دي:
گوهر مخزن اسرار همانســـــــــــــت که بود
حقه مهر بدان مهر ونشانســــــــــت که بود
حافظ باز نماقصه خونا به چـــــــــــــــــــــشم
که درين چشمه همان آب روانست که بود
ابوالکلام
[1]- دلبنان غرونه څومره خوندور دی ژمي خويی ژمی دی اوړي يې هم ژمی دی.