د تېلو بادشاهان (۴۰ برخه)

 
شپاړس سمندري پوځیان 
د ولسمشر نیکسون د استعفا وینا په ټوله نړۍ کې  پر ټلویزیون خپره شوه او په ژوندۍ بڼه په تهران کې د اګسټ په ۹مه نېټه په سیمه ییز وخت د سهار په ۴ نیمو بجو واورېدل شوه. په تهران کې د امریکې د سفیر مېرمن سنتیا هلمس د خوب په جامو کې را پورته شوه او د دغه خبر په اورېدو سره ولړزېده. هغې د خپلې خوب له خونې لاندې منزل ته منډه کړه او د امریکې د سفارت انګړ ته یې را ډیو ور وړه او په لنډو څپو یې د امریکايي راډیوګانو د لټولو هڅې پیل کړې. هغې د راډیو په لنډو څپو د امریکا غږ راډیو ومونده خو څپې یې ډېرې جرړې وې او تر هغه وروسته یې د سویډن یوه راډیو ومونده چې دا خبر یې په کې لوسته چې ریچارډ نیکسون د امریکې په تاریخ کې لومړنی ولسمشر شو چې له ولسمشرۍ څخه یې استعفا وکړه. د هغې خاوند ډېر ډاډه و چې ولسمشر نیکسون دغه کار نه کوي او له همدې کبله هغه له خپلې بسترې هېڅ پورته نه شو. مېرمن سنتیا هلمس د هغې شپې په یاد کې وایي: «ډېره توده  شپه وه، اسمان تک شین او له ستورو ډک و.  د سفارت په زړه پورې حویلۍ داسې برېښېده لکه د پېریانو دنیا چې په امنیتي څراغونو رڼا شوې وه.»
د ایراني امنیتي ساتونکو پوسته د سفارت په دننه کې تر ونې لاندې  او د سفارت بهرنیو دېوالونو ته څېرمه پرته وه. د نیکسون غږ له راډیو څه راووت،  د سفارت د حویلۍ په دننه کې یې انګازې کولې. د سفیر هلمس غوږونه  ناڅاپه څک شول  او د خوب خونې کړکۍ یې په بېړه سره بېرته کړې او لاندې یې را غږ کړل چې تازه خبره څه ده؟ د هغه مېرمنې د نیکسون د استعفا د خبر د اورېدو د شېبې د احساس په اړه وویل: «دا زموږ لپاره یوه ډراماټیکه  او هېښوونکې شېبه وه. موږ ته بېخي د تاریخ پاڼې او کرښې په مغزو کې را تاویدې  او ما باید یو څه ځان ارام کړی وای.»
د سفارت حویلۍ او ځای په ۱۹۲۸ کال کې په ۶۰زره ډالرو له یوه سیمه ییز ایراني څخه اخیستل شوی وو. له دې ۲۵ هکتاره ځمکې څخه یو لوی دېوال را تاو شوی وو . دغه لویه حوېلۍ د روزویلټ او تخت جمشید د سړکونو په  یوه غاړه کې پرته وه. د سنتیا هلمس  ځکه دغه حویلۍ ډېره خوښېده چې هرې خوا ته په کې ډېر زیات الوتونکي مارغان، ونې، ګلان  او بوټي وو  او د یوه ځنګل تصویر به یې ورکاوه. د دې لویې حویلۍ په یوه برخه کې له خاورو او دوړو ډګې لارې هم وې؟ دې حویلۍ ۱۲ لویې شنې دروازې درلودې او هر ډول ونې په کې ولاړې وې.
د سفیر  د اوسېدو خونه له عصري  امریکايي او زړې  فارسي معمارۍ څخه جوړه شوې وه . د ودانۍ په پاس منزل کې څلور لويې مېلمه خونې وې، یو شخصي اپارتمان چې په کې یوه د ناستې خونه، د خوب خونه  او یو لوی تشناب وو چې په تورو مرمرو مزین شوی و. سناتیا وروسته وویل: «چې دوی د دغه اپارتمان میاشتنۍ  کرایه ورکوله، خو دا ډېره شخصي معامله وه. د یوې وړوکې کورنۍ د خوړو د خونې مخه د غرونو خوا ته خلاصه وه او  یوه مجلل تصویر یې ور کاوو.
د ۱۹۷۴ کال په مني کې، تهران  په اسیا کې د امریکا له ډېرو بوختو سیاسي اډو او په ایران کې د امریکا د مخ پر زیاتېدونکي حضور یو مرکز و. د سفارت کم شمېر امریکايي کارکوونکو فارسي ژبه زده کړې وه  او د ایران د کلتور او فرهنګ په اړه یې بشپړ معلومات در لودل. په ایران کې یوه پخواني امریکايي سفیر وویل: «دا چې ولې داسې وو او یا ولې کمو امریکایانو فارسي زده وه  او د نورو نه وه زده او  د ایران په فرهنګ پوهېدل: «زه فکر کوم ډېر هغه سفارتي کارکوونکي او د دوی کورنۍ چې یو ځل یې په ایران کې ژوند کړی ډېر مجبور شوي نه وو چې فارسي زده کړي. تر یوې اندازې ایران یو داسې هېواد و چې خلکو یې له موږ څخه ښه نه را تلل او کرکه به یې کوله  او کلتور یې هم بهرنیانو ته ډېر اشنا او په زړه پورې نه و.»  د سفارت ډېر کارکوونکي شیعیه ایراني مسلمانان نه، بلکې اذربایجاني، اذري یهودان او عیسویان وو. شیعیه مسلمانانو د بهرنیانو د کار د مخنیوي لپاره کلتوري دلایل درلودل. دغه مسئله کېدی شي د ایرانیانو لپاره یوه بدبختي وه، خو ممکن دا له دې کبله د هغوی لپاره ښه وه چې یو بهرنی د بل بهرني لپاره کار وکړي او دغه کار د دې لامل کېږي چې امریکايي ډیپلوماتان نور هم له ایرانیانو ګوښي شي.
هغه ایرانیان چې په سفارت کې یې له امریکایانو سره کار کاوو تر ډېره یې له شیعیه  اکثریت  مسلمانانو څخه شکایت درلود.
په تهران کې د متحدو ایالتونو سفارت  د سیمه ییزې اډې په توګه په ټوله سیمه کې د امریکې د استخباراتي ادارې، سي ای اې د عملیاتو لپاره دوه خورا مهمې دندې ترسره کولې.
په سیمه کې د امریکې نورو سفارتونو هم ورته دندې ترسره کولې خو په تهران کې د امریکې د سفارت له منډو ترړو سره نه مقایسه کېدې. تهران په هغو کلونو کې چې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې وې، د نړۍ د جاسوسۍ په مرکز بدل شوی وو، لکه چې د سړې  جګړې په لومړیو کلونو کې ویانا دغه ډول رول لوباوه. تهران د توطیو په مرکز او د دسیسه جوړوونکو پر اډې بدل شوی و.
د سي ای اې جاسوسانو په تهران کې له ډیپلوماتانو سره اوږه په اوږه کار کاوه او په ځینو مسئلو کې دوی د خپلو کارونو د پوښښ لپاره ډیپلوماتیک کارتونه هم کارول او د هغوی په اعتبار پاڼو یې خپل کارونه مخته وړل.
کله چې د ۱۹۶۰ مو کلونو په لومړیو کې ارمین مییر د امریکې د تهران سفیر دا تصمیم ونیو، چې د سفارت په حوېلۍ کې یو ګودام جوړکړي. دغه ګودام په واقعیت کې یوه زېرزمیني وه چې نور هېڅ شی یې نه درلودل، مګر برېښنايي سامان الات په کې وو او د سي ای اې لپاره د اورېدو را اورېدو یو مهم مرکز او ځای و. مییر وویل: «موږ په دغه مرکز کې د څارنې هر ډول وسایل درلودل. موږ د شاه د لوبې په ځای کې  ډېر ارزښتناک تخنیکونه  او وسایل درلودل او  د مشهد په شمال کې موږ پراخ مرکزونه درلودل چې پر مټ به یې موږ په شوروي اتحاد کې هر ډول چاودنه، هر ویشتل کېدونکی توغندی، د دوی د پوځي ادارو او فرقو ترمنځ هر ډول نیول کېدونکې اړیکې  او دا ډول نور مسایل ترې څارل. دا ډېر حیرانوونکی  واقعیت و.
د ایران بادشاه په دې برخه کې له موږ سره بشپړه همکاري در لوده، دا داسې مرکزونه وو چې موږ ترې  د شوروي اتحاد څارنه کوله. دغه مرکزونه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر او په تهران کې د امریکې د سفیر له خوا ډېر ستایل کېدل. دوی دغه مرکزونه  د واشنګټن لپاره خورا مهم ګڼل  او دوی له لرې د شاه د کړنو په اړه اندېښنې درلودې چې شاه د خپلو تېلو ډېرې پیسې د وسلو په اخیستو مصرفوي  او ایران د  خلکو د ځورونو، بې محاکمې اعدامونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو ریکارډ لري.
 
 
کله چې سفیر هلمز دغه پوست تر لاسه کړ، هغه لومړۍ دا هڅې پیل کړې چې ځان ډاډه کړي چې د سفارت په دننه کې هرڅه خوندي دي. هغه په خپله شخصا د هغو قلفو دروازو، الماریو او د بېړنیو حالاتو پر مهال د وتونکو دروازو پلټنه وکړه چې تر شاه یې څه پراته دي او هرڅه څه ډول ودان شوي دي. سره له دې چې ټولو ښې کلکې هڅې کولې، خو د تخت جمشید د سړک امنیت یو څه له ګړ بړ او ستونزو ډک و.  یوه پېښه په ځانګړې توګه را پورته شوه. دا پېښه هغه مهال را منځ ته شوه چې مېرمن سناتیا او په خپله ښاغلی هلمز د یوې ماښامنۍ مېلمستیا لپاره د خپل استوګنځي له دویم پوړ څخه څو دقیقې دمخه را کښته شول چې د را تلونکو مېلمنو لپاره هر کلی ووايي. هغې وویل: « زه خپلې خونې ته ور دننه شوم چې خاوند مې پیدا کړم، ما ولیدل چې هغه له یوې میرمنې سره خبرې کولې چې ما نه پېژندله.»
 «هغې، له خپل خاوند څخه وپوښتل چې، زموږ دا میلمنه څوک ده؟»
هغه وویل:« ما فکر وکړ چې هغه به ستاسو ملګرې وې. هغه د کوټې د مخې دروازې خواته روانه شوه.»
خاوند یې فکر کاوه چې د مېرمنې او مېرمنې فکر کاوه چې د خاوند له پېژندکلوو به یې وي. سفیر هلمز او مېرمن یې بلاخره په دې پوه شول چې دوی دواړه له  یوې نا بللي مېلمنې سره مخ شوي چې د دوی شخصي خونې ته یې ځان را رسولی و. دغه مېلمنه په میلمستیا کې ماسته وه. مېرمن هلمز وویل:«د وېرې له زیاتېدو سره سره ما د هغې په ستر لاسي بکس باندې سترګې ور خښې کړې چې د کوچ برسېره د ښاغلي ډیک په خواکې ایښی و. خوپوښتنه داده چې زموږ امنیتي ساتونکي چېرې وو؟» ما دوی هېچرې او نه هم دلته شاوخوا کې لیدل. هغه په هغو راغلو ښځینه مېلمنو چې نا ارامه برېښېدې د کتابتون خواته را تاو شوله چې سفیر په کې له خپلو مېلمنو سره ولاړ و. هغې د ودانۍ دننه تېلیفون را پورته کړ چې د هغو ۱۶ سمندري ځواکونو له کوم یوه مرسته وغواړي چې ددې حویلۍ ساتنه یې کوله. خو هېچا ځواب ورنه کړ. وروسته هغه بهر حویلي ته ووتله او د امنیت ساتونکو دفتر ته ورغله چې د مرستې غوښتنه وکړي. کله چې بلاخره هغې یو کس وموند، نو هغه سمدلاسه بښنه وغوښتنه او ویې ویل چې مسئله حل شوې او هغې ته مخابره وشوه چې راغلي ښځه د اندېښنې وړ نه ده.
دغه بې اجازې داخله شوې میرمن کوم امنیتي ګواښ نه و بلکې د یوه ایراني قاضي مېرمن وه چې د پخواني سفیر د مېرمنې ملګرې وه. خو دې پېښې سفیر هلمز او د هغه مېرمن بیخي وارخطا او عصباني کړل. د سفارت ساتونکو داسې چاته اجازه ور کړې وه چې مېلمستیا ته په سفارت کې ور دننه شي چې د سفیر د مېلمنو په لست کې نه وه. ان لا یوه پولیس د قاضي دا مېرمن دننه د ودانۍ تر لومړۍ دروازې پورې را سکورټ یا بدرګه کړې وه چې د مېلمنو لپاره پرانیستې وه. خدمتګارانو داسې تصور نه کاوه چې دلته دې ګنې داسې یوه ناسمه کیسه یا ننګونه را پېښه شي.هغه سمندري سرتېري چې د ودانۍ په دننه کې معمولا په دنده بوخت وو، نن په خپله پوسته کې نه وو. بله اندېښنه دا وه چې له هغه سمندري سرتیري سره یې خپله وسله او مخابره هم نه وه چې مېرمن هلمز ترې د مرستې غوښتنه کړې وه. هغې وویل:« یوه احتمالي بالقوه وژونکې د سفیر د اوسېدو خونې ته داخله شوې وه او زما د خاوند تر څنګ ناسته وه، ان کېدای شي د ایران د ډېر ساتل کېدونکي شخص(شاه) په خواکې.» دې پېښې او ورپسې یو شمېر نورو مسئلو دغه سفارتي جوړه په دې قانع کړل چې :« دغه ۱۸ کلن او ۱۹ کلن سمندري سرتیري چې د سفارت او نورو اډو د ساتنې ډیرې تمې ترې کېدې له څومره پېچلو ستونزو سره کېدای شي مخ وي او ددغه ډول سترو ما موریتونو د پېچلتیا په اړه یې دوی په اندیښنه کې واچول.»