دولتي ترهګري(تروريزم)

 
  نیټه: ۱۰/۱۰/۱۳۹۳، ه،ش
دولتي ترهګري(تروريزم)                                                                                                 دریم څپرکی؛ دریمه  برخه
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ د خپلو هیوادوالو پر وړاندې، د وژنو او شکنجو ډولونه:
د امیر عبدالرحمن خان په پاچاهۍ کې ډیرې سختې او ډول ډول زورونې (شکنجې) د افغانستان پرخلکو باندې ترسره شوي دي او د امیر لخوا، بې له دې چې غور یې پرې کړی وای تورنو کسانو ته داسې سزاګانې ورکول شوي دي چې نه په دین کې جواز لري او نه د نړۍ په کوم دود او دستور کې.   امیرعبدالرحمن خان، د قدرت د ساتلو او زموږ د(پلارني دښمن) انګریز د خوشالولو لپاره افغان آتل ملت ته بلابېلې شکنجې ورکړي دې چې د نوموړي د   زورونو او وژنو څخه لاندې ترهګریزې کړنې د یادولو وړ دي. د وژنو بېلا بېل ډولونه:
په توپ کې الوزول؛
د خېټو څیري کول؛
د سرونو غوڅول(ذبحه کول)؛
 په تیږو ویشتل(سنګسارول)؛
د دوه ونو د چپه کولو په واسطه د انسان بدن دوه ځایه کول؛
غرغړه یا په دار کول؛
چاندماري(د توپک او نورو وسلو، په ګولیو باندې د چا وژل؛
برچه پک؛ د وژل شویو کسانو له سرونو څخه د مِنارونو جوړول؛
د وژل شویو کسانو سرونه له بوسو ډکول؛
د زورونو(شکنجو) ډولونه:
په لویو لویو امبورونو باندې د تورنو کسانو له بدن څخه د غوښو شکول؛ د تورنو کسانو د سر په کوپړۍ باندې د سره شويو تېلو اچول؛  
 تړل(ولچک او زولانې)، غره بغرا، قین او فانه کول؛
 د سترګو ایستل او بیا یې د سترګو په زخمونو کې ژوندۍ چونه اچول؛ د بدن د غړیو غڅول؛ د تورنو کسانو په سرونو باندې د سرو غوړیو اچول؛  په تورو څاګانو کې اچول؛ د تورنو کسانو د ږیرې، بریتونو او نورو ویښتانو شکول؛
د اوسپنو په قفسونو کې اچول؛ بې حرمته کول؛
د ښځو بندي کول او خرڅول؛
د ډله ییزو خلکو شړل؛
د خلکو د کورونو سوزول؛
پورته وژنې او زورونې امیر په عمل کې پلي کړي دي چې پر ټولو ترهګریزو کړنو باندې به په خپل وار سره رڼا واچول شي.
 امیرعبدالرحمن خان په هیواد کې د جنایت کارانو(ترهګرو) ډلو ټپلو د ځپلو پر واړندې عادلانه جګړه لکه ډول چې باید ترسره شوي وای نه ده تر سره کړي او ترهګرو پر غبرګون کې یې سختې ترهګریزې کړنې عملي کړي دي چې نوموړی د خپلو ترهګریزو کړنو له امله دولتي ترهګر دی.
دا شان امیر د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې هم ترهګریزي کړنې تر سره کړی دي، ده، خپل سیاسي مخالفین لکه د پښتنو قومي مشران او ملایان، د ازبکو او ترکمنو او هزاره ګانو مشران چې د ده د لښکرو سره به یې جګړې کولې او په مخامخ جګړو کې یې د ده لښکرو ته ماتي ورکړي دي، غله، کافران، لاره وهونکي، جاهل، وروسته پاتې او په نورو ناوړو نومونو باندې یاد کړي دي نوموړی د افغانستان د ډېریو خلکو په اړه د نیکلای مکیاولي ترهګر نظر په عمل کې پلی کړی دی او په دې باب وایي:«ټول هغه کسان چې د عدالت، تمدن، پرمختګ، روزنې او د خلکو د ازادیو مخالف دي، باید له منځه یې یوسم، ډېری خلک مغرض او جاهلان دي، چې د کورنیو جګړو له امله ما ملامتوي او فکر کوي چې زما کړنې د دوی پر وړاندې ډېرې جابرانه  دي، مګر په متمدنو هیوادونو کې اوس هم د دا ډول پېښو بېلګې شته چې د هغه ځای پاچاهان د خپل تمدن د تاریخ په لُمړیو کې اړ وو چې د خپلو هیوادوالو پر وړاندې جګړې وکړي، ځکه چې د هیواد خلک یې پر تمدن باندې نه پوهیدل.
امیرعبدالرحمن خان د هزارګانو پر وړاندې خپلې ترهګریزې کړنې په دې بنسټ توجیه کوي چې، دغه خلک لاره وهونکي دې او تل د پردیو د تیري په وخت کې د افغانستان له دښمنانو سره یو ځای شوي دي، ځکه چې دوی ځانونه شعیه ګان بولي او سني مسلمانان ته د کافرانو خطاب کوي، دوی خپلو ځانونو ته افغانان نه وایې او خپله سیمه خپلواک دولت بولي.
امیر د هزاره ګانو پر وړاندې له دیني اختلافاتو څخه ګټه پورته کړه نو د دوی پر اړه یې د کفر فتوا ورکړه او د هزاره ګانو هر څه یې لکه د حربي کفارو په شان غنیمت اعلان کړل.«د دغه کافر قوم نر او ښځې، جلکۍ او هلکان، مال او متاع غنیمت کړئ، د اسلام د مبین دین سره سم، پنځمه برخه د لوی حضرت حق دی او پاتې نور ستاسو خپل حق دی تصرف یې کړئ».
بل ځای وایې:«د دغه ځناور خصلته ډلې ټول مال او جایداد تاسو ته حلال دی او دولت یوازې د دغه شریر قوم له اسیرانو څخه بل څه نه غواړي، باید چې دوی ټول له ځانونو سره راولئ او مال او متاع یې په خپلو منځونو کې سره ووېشئ.
دا شان د هزاره ګانو د لوټ تالان په اړه پخپله امیرعبدالرحمن خان په خپل کتاب (تاج التواریخ لیکلي دي: «په دې وخت کې مې عمومي حکم ورکړ، چې هر شخص دې ولاړ شي او د یاغیانو په ځپلو کې دې مرسته وکړي، د جګړې لپاره هغه عسکر او داوطلب کسان چې حاضر شول شمېر یې له دېرشو زرو څخه تر څلویښتو زرو پورې رسیدلو... .
د امیرعبدالرحمن خان له ټولو ترهګریزو کړنو څخه چې د پښتونولۍ د دود پر خلاف یو ډېر ناوړه ترورستي عمل دا ؤ چې د پاڅونونو د له منځه وړلو په وخت کې یې د پکتیا د منګلو آتل قوم او د چخانسور د زړورو بلوڅانو ښځې د اسیرانو په توګه یرغملې کړې.دا شان د غزني د جاغوري ولسوالۍ د هزاره ګانو ښځې یې د مینځو په توګه ونیولې او کابل ته یې ولېږلې، د شلو او یو سلو شلو روپیو په بدل کې یې خرڅې کړې... دا شان د امیر د امر سره سم د هزاره ګانو په زرګونو جلکۍ او هلکان د افغانستان د ننه او هم د هیواد په ختیځو سرحدونو کې وپلورل شوې... .
موږ ټول افغانان په دې پوهیږو چې دا ډول کړنې د پښتونولۍ په قانون کې اجازه نه لري او دا ډول کړنې ناځوانو او ترهګرې کړنې دي، چې په افغانستان کې انګریزانو، روسانو او اوس اوس غربیانو او امریکایانو هم نه دي ترسره کړي، په هرحال، کله چې امیر مړ شو نو یوازې د کابل په بندیخانو کې (۱۲۰۰۰) سړي او (۸۰۰۰) ښځې بندیانې وې چې د هغه وخت د نفوسو د شمېر په نسبت ډېر لوی شمېر خلک وو.
امیرعبدالرحمن خان د خپلو ډېرو وژنو او زورونو له امله د هیواد خلک له سخت وحشت او وېرې سره مخ کړي وو،د نوموړي د ترهګریزو کړنو آوازو پر عامو خلکو، نظامي او ملکي مامورینو په مېنځ کې داسې وېره او ډار خپور کړی ؤ چې کله به چا ته وویل شول چې له کابل څخه جلب ورپسې راغلی دی نو له ډاره به یې زړه ودریدلو چې په یو تن افسر باندې همداسې وشول؛ که یو څوک به په دې ډول کابل ته ولاړل د هغه فاتحه به په خپل اړوند ولایت کې اخیستل کیدله.
د بندیخانو مسؤلینو ته بې کچې واک ورکړ شوي ؤ، په کابل کې ډېر زندانونه موجود وو، چې له هغې څخه یې یو خصوصي زندان د امیر په یوه نږدې کس (شاطرباشي) بابه برق، نومي پورې اړه درلودله، چې دغه بابه برق او د ده د لاس لاندې کسان ټول(د خپل پاچاه په شان) چرسیان وو، نوموړي په مرادخانۍ کې د خپل زندان پر وړاندې د (دار) یوه پایه درلودله چې محکومین به یې پرې ځړول، دغه د چرسیانو ټولي ته به امیر ځینې کسان د شکنجه کولو لپاره ورلېږل او اقرار ترې واخلي، د مجرم د جرم مسؤلیت به دې ده تر کورنۍ او حتیَ د هغه تر ملګرو پورې هم رسیدلو.
د امیر شکنجې تر هغې پورې وحشي او ترورستي وې چې که څوک به بې ګناه ونیول شو نو مخکې له دې چې شکنجه شي، دغه بې ګناه تن به په نه کړي ګناه باندې اعتراف کولو تر څو بې له شکنجې یو ځل په آرامې سره ووژل شي.
د امیر د سختو شکنجو او سزاګانو له کبله د حکومت لوړ پوړي خلک تل په وېره کې اوسیدل، لکه سهپسالار غلام حیدرخان توخي چې کله واوریدل چې (۳۸۰۰۰) روپۍ یې باقي قلمداد  کړی دی بې له ځنډه هندوستان ته وتښتید. دا شان یو بل تن میرزا، امیرابوالحسن چې کله خبر شو چې پلار یې بندي شوی دی نو په توپک باندې یې خپل ځان ووژلو.
میرزا عبدالحکیم خان چې د افغانستان (امین نظام) ؤ د امیر عبدالرحمن خان د کوټوالۍ له لوړپوړو کسانو سره یې سیالي درلوده، په دې جرم تورن شو چې (تیرج) یې سوزولی دی،(تیرج د مصارفو د سنجش هغه باطله مسوده ده چې وروسته له تصحیح څخه به په ثابته توګه په رسمي کتاب کې قید شوه او هیڅ رسمي ارزښت یې نه درلود) نوموړی د څو تنو نورو کاتبانو سره  د ارګ په زندان کې واچول شول، میرزا عبدالحکیم خان د تحقیق په وخت کې د شکنجو او زورونو له وېرې څیړونکو (مستنطقینو) ته وویل: « زه ستاسو د شکنخو زغم نه لرم هر څه چې تاسې او کوټوال امر کوۍ زه یې منم» کوټوال میرزامحمدحسین خان تورن ته وویل: «آسانه لاره دا ده چې ته ولیکې چې، تیرج دې پخپله سوزولی دی» نوموړي تورن کس همداسې ولیکل او بله ورځ په توپ کې والوزول شو او ټوټې ټوټې شو او کورنۍ یې مصادره شوه.
د دولتي مامورینو د سزاګانو په لړ کې امیررعبدالرحمن خان وایي: «د کتابچې په لمُړي مخ کې د پاڼو ټول شمېر لیکو او بیا یې په خپل مُهر باندې ټاپه کوم چې   څوک نه شي کولی د کتابچې پاڼې وشکوي په لُمړیو کې ځینو کسانو دا ډول تقلب ترسره کړی ؤ او د دغه عمل پر وړاندې مې د دوی د لاسونو ګوتې غوڅې کړې، اوس(د دولت مامور) د کتابچې د اخیستلو په وخت کې د کتابچې پر لُمړي مخ کې پخپل لاس لیکي او تعهد کوي چې که په کتابچه کې لاسوهنه وکړم لاسونه مې دې غوڅ شي.
----------------------------------------
اخځ لیکونه:
 امیرعبدالرحمن خان؛ تاج التواریخ
 فیض محمد کاتب؛ سراج التواریخ
میرغلام محمد، غبار؛ افغانستان در مسیر تاریخ
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي