اقتصادي ټکر

 
اقتصادي ټکر یا شخړه هغه حالت او پایله ده کله چې د اقتصادي جریان په یوه برخه کې د اړونده پالیسۍ د پلي کولو له امله د اقتصادي جریان بله برخه زیان ویني، یا د یوې اقتصادي موخې د لاس ته راوړلو له امله د بلې اقتصادي موخې له لاسه ورکول د اقتصادي ټکر یا شخړې Economic Conflict په نوم یادیږي. دغه ډول ټکرونه د اقتصادي سیستم په ډېرو برخو کې لیدل کیږي چې په دغه لیکنه کې هڅه کوو چې پر ځینو یې لنډې خبرې وکړو.
د روزګار د فرصتونو او بیو تر مینځ ټکر: کله چې اقتصادي پالیسي جوړوونکي په اقتصادي جریان کې د اضافه تقاضا د رامینځته کولو له لارې د روزګار د فرصتونو جوړښت ته لار هواروي نو دا چاره د بیو لوړوالي یا انفلاسیون ته لار هواروي، ځکه د بازار د میکانیزم پر بنسټ ښکاره ده چې اضافي تقاضا د بیو د لوړوالي لامل کیږي. یادونه باید وکړو چې پالیسي جوړوونکي د پیسو او تمویل د پراختیایي پالیسي ګانو په وسیله کولای شي په اقتصادي جریان کې نوې او اضافه تقاضا وزېږوي.
د اقتصادي پرمختګ او ثابتو قیمتونو ټکر: د اقتصادي پرمختګ او د بیو د لوړوالي تړاو هم د روزګار د کچې او د قیمتونو د تړاو په څېر دی. کله چې دولت خپل پراختیایي پروګرام عملي کوي نو د هیواد اقتصاد په چټکۍ سره وده او پرمختګ کوي، د دغه پرمختګ له امله رامینځته شوې ټولیزه تقاضا ناشوني ده چې د شته مجموعي عرضې په وسیله پوره شي ځکه خو د اضافي تقاضا د شتون له امله بیا هم د توکو او چوپړتیاوو بیې لوړیږي.
د اقتصادي ودې او تادیاتو د بیلانس ستونزه:  کله چې اقتصاد پرمختګ او ده کوي نو د وارداتو کچه د صادراتو څخه لوړیږي، لامل یې بیا هم نوې زېږیدلې اضافي تقاضا ګڼلای شو. د صادراتو څخه د وارداتو زیاتیدل د تادیاتو د بیلانس د کسر لامل کیږي.
پر چاپېریال د اقتصادي پرمختګ منفي اغېزې: که له یو لوري اقتصادي پرمختګ ډېرې ګټې لري او د یوې ټولنې د وګړو د ژوندانه د معیار د لوړوالي او سوکالۍ لامل کیږي نو له بل لوري له ځان سره ځینې منفي تاثیرات هم لري لکه د نړیوالې تودوخې زیاتیدل، د چاپېریال ککړتیا، د سرچینو بې درېغه ضایع کېدل او نور. د اقتصادي پرمختګ د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره باید د تلپاتې اقتصادي پرمختګ له پالیسي ګانو څخه کار واخیستل شي. تلپاتې اقتصادي پرمختګ داسې پرمختګ وي چې په راتلونکې کې هم د وګړو اقتصادي ګټې خوندي کوي چې د همیانۍ په یوه ګڼه کې مو په تفصیل سره پرې بحث کړی.
د خصوصي او عامه سکتور ټکر: کله چې دولت د خپلو لګښتونو د پوره کولو او ځینې نورو کارونو لکه د توکو او چوپړتیاوو د تولید  لپاره پورونه اخلي نو ښکاره خبره ده چې د پور لپاره د دولت زیاتیدونکې تقاضا د پانګې د سود کچه لوړوي. د پانګې د سود لوړوالی خصوصي سکتور ته له دې امله ګران تمامیږي چې د هغوی د پانګونې لګښتونه لوړوي. دغه زیان یعنې کله چې د عامه پورونو له امله په خصوصي سکتور کې پانګونه زیان ویني د Crowding-Out په نوم یادیږي
نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن: که له یوه لوري نړیوالتوب هیوادونه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ډګر کې سره نزدې کړي او په  اقتصادي برخه کې د نړۍ هیوادونه یو د بل د منابعو او تجربو څخه ګټه اخلي، خو د ګڼو ګټو تر څنګ نړیوالتوب د نړۍ هیوادونو ته ګڼې اقتصادي ستونزې هم جوړولای شي، لامل یې دا دی چې د نړیوالتوب له امله د نړۍ هیوادونه له اقتصادي پلوه یو له بل سره تړلي دي ځکه خو که د نړۍ یو هیواد د یې اقتصادي ستونزې سره مخ کیږي نو د نړۍ ټولو هیوادونو ته یې زیان رسیږي.
هغه انفلاسیون او یا مالي بحران چې نړیواله رېښه ولري ستونزمنه ده چې د کورنیو اقتصادي پالیسي ګانو د پر لار اچولو په وسیله یې مخه ونیول شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.