
کله چې د افغانستان تر ۹۰ سلنه زیاته خاوره د طالبانو په لاس او ولکه کې وه هر ځای د امن او سولې یو ډیر ډاډمن ټغر خور وو دا چې په یواځې ځان سره سوله هم نشې کولاي چې د ژوند ټول اړخونه پرې اکتفاء وکړي نو ځکه خو طالبانو بیا په خپله دولتداری او حکومتداری کې یو لړ زیاتې ستونزی درلودي دوی په نړي کې پرته د ګوتو په شمیر هیوادونو څخه نور هیچا په رسمیت نه پیژندل، دوي ته پاکستان بیخی په ډیر نیژدي امن ځاي بدل وو، د پاکستان استخباراتي کړیو هم ور سره وخت ناوخت مرستې کولې او خپله انډیوالې یې ور سره ګرمه ساتله.
د طالبانو د واکمنې پر مهال یواځنې شې چې ساري یې بیا تر ننه ونه لیدل شو هغه سوله وه خو یو شمیری نورې ډيري ستونزی وي چې طالبانو ونشوي کولاي چې خپله واکداری په افغانستان کې وساتۍ، بیوزلې، بی کاري، بی سوادي، هغه داغ مسائل وو چې د طالبانو د واکمنې پر مهال افغان اولس ترینه ځوریده البته طالبانو هم یو لړ بی زړه سویه ظلمونه او کردارونه کول چې افغان اولس ترینه په ډار وو.
سوال اوس دا دي چې ولې دا سوله نوره په جنګ او جګړو بدله شوه؟ ولی د نړي د سترو قدرتونو لکه امریکي په شان هیوادونه افغانستان ته را غلل خو بیا هم سوله رانه غله؟ ولې هر ورځ د افغانانو له کورونو څخه د ځوانانو جنازي وځې؟ ولې مو د مور د سر پړونۍ نور د غم د سري کاسې له لاسه خرڅ کړ؟ ولې خواخوږي له اولس سره خواخوږي له تروریست سره وشمیرل شوه؟ ولی شمال د هیواد ځان د جنوب نه ګڼې؟ ولې یو هویت مو نن په ۳۰ ملتونو بدل کیږي؟ ولې د افغان ځوانانو لیاقت ته په کرکه کتل کیږي؟ ولې مو ملې مشران ورک شول؟ ولې مو ځانونه بی غیرته کړل؟ ولې مو د افغان د فخر شمله مو په بم والوزوله؟ ولې مو جهادي مشران د ډمانو سندرو ته کیناستل؟ سل او زر نور داسې سوالونه......................؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ خو دیارلس کاله وروسته امریکی د جنګ به ګرم میدان اعلان وکړ چې امریکه نوره په افغانستان دښمن نه لری او سوله را غله او خپل د دریالسو کالونو دښمن ته یې د دوست خطاب وکړ.
کله چې امریکې په ۱۳۸۱ کې پریکړه وکړه چې باید په افغانستان کې ډیمکراسی راشې او د طالبانو رژیم د نور نسکور شې چې د امریکی پدي اشغال کې یو شمیر افغانانو هم خپل رول ولوبلو، خو دا رول دوه ډوله وو یو شمیر افغانانو د ښه نیته وغوښتل چې نوره په افغانستان کې جګړه ختمه شې او یو د پرمختګ نظام رامنځ ته شې د دوي اساسې موخه دا وه چې نور دی د هیواد په شمال کې جنګ بس شې، هوکې په یاد یې ولري چې یو شمیر بیا ور سره د مزدور په شان را غلل او دا جنګ يې د هر افغان کور ته د یوي کرکې په نیت وغځولو، کله چې امریکې په افغانستان حمله وکړه او د هیواد په شمال کې یې د طالبانو د جنګ لومړي خط ور مات کړ څو ورځې وروسته د امریکی د وخت ولسمشر بوش اعلان وکړ چې د طالبانو رژیم نور ختم شو. لنډه دا چې امریکا د یو زیات شمیر خپلو شین سترګو عسکرو سره د هیواد په هره برخه دیره شول یو شمیر زیات افغانان یې په دندو و ګمارل ژوند د یو مصنوعې پرمختګ په لور روان شو، اقتصاد هم پرمختګ وکړ، سوداګریز چاری ښې شوي، مکتبونه زیات شول یو زیات شمیر مهاجر افغانان بیرته هیواد د ننه راغلل، د افغانستان ملې بیرغ په ټوله نړي ورپيدا، دا چې افغانان جنګ سخت ځپلې وو نو فکر یې وکړ چې نور نو هیواد ودان شو، نور نو سوله زموږ شوه نور نو د ځوانانو جنازی نه راځې او خپل د اخلاص ځولې یې د شین سترګې غلیم په مخ کې موسکې کړه. خو امریکه چې په بل نیت یې دی هیواد ته سفر کړي وو او هره ورځ یې د افغانانو د وژنۍ او سر ټیټې پروګرامونه جوړول.
افغانانو چې پوره ۳۰ کاله جنګ، بیوزلې، بی سوادي، بی کوري او داسی نور ور باندی تیر شوي وو یو زیات وخت یې د امریکی کړنو ته وخت ور کړ، او فکر یې وکړ چې ګواکې لوي مداري د انسانیت دښمن به سوله راولې، خو امریکایانو او ورسره ټولو ملګرو هیوادونو بیا د امریکې د بریتونو پیچ ته کتل او نه شې کولای چې ددی لوي فرعون په مخ کې خپل نظر ښکاره کړي، خو امریکې د افغانانو د تمې خلاف عملونه تر سره کړل جنازی او ښادي یې بمبار کړي، د خلکو کورونه یې لوټ کړل، د چاپې په نامه یې د شپي وحشت د هر افغان په زړه کې خور کړ، لوی لوی د عزت خلک یې بی عزته کړل، په افغانانو باندی د ظلم او وحشت لپاره یې خپل سری بندیخانۍ هم جوړي کړي او داسی د انسانیت څخه لری ظلمونه یې پکې وکړل چې نور نو ګوتي یې له لیکو څخه عاجزي دي، خو هر ظلم او تیرې به یې چې وکړ نو خلکو ته به یې وویل (نه نه دا خو ملکی خلک نه وو دا ټول طالبان وو) لنډه دا چې د طالب په نامه یې زموږ د پنځو میاشتو ماشوم او د شلو کالونو پیغله هم شهیده کړه، دا وژنۍ یې تر دي حده نن په افغانستان کې رواج کړي چې نن افغانان هم همدا وژنه دومره بیباکه کوي ته به وایې چې نو اعوذو بالله خالق یې هم دی دي.
پر طالبانو د امریکی د ظلمونو داستان بیخی ډیر اوږد دی د هغوی نظام یې وران کړ، په بګرام، کابل، شوراب، ګردیز او حتی په کیوبا کې یې د طالبانو د ظلمونو د پاره ستم کوټې جوړي کړي او د انسانیت څخه یې لري ظلمونه پري تر سره کړل، خو تر دیارلس کاله ظلمونو او تیریو وروسته یې وویل طالبان د امریکې دښمنان نه دی او دوی به نور په ۲۰۱۵ کال کې طالبان په نښه نه کړي زه د الله حمد پرځای کوم او وایم چې الحمدالله نور افغانان نه وژل کیږي ولې څو سوالونه مې مخ ته راځې:
اول: امریکې تیر دیارلس کاله ولې طالبان په نښه کړل او پر هغوي یې ظلمونه وکړل، ووژل؟ دا لا څه چې په زرګونو نور بیګناه افغانان یې هم ور سره شهیدان کړل او وروسته له دیارلس کاله یې ورته وویل چې تاسې خو زموږ دښمنان نه وي دا څنکه دښمنې او څنګه دوستې؟؟؟
دوهم سوال: د تیرو دیارلسو کالونو د بیګناه وژل شویو افغانانو او پرهغوي د ظلمونو ځواب به څوک ورکوي؟
دریم سوال: آیا امریکې په افغانستان کې ماتي وخوړه؟ دا خو بیا ډير حیرانونکې خبره ده چې پر دی پرمختللې عصر کې یې هم له تاریخ څخه پند نه دی اخیستې.
خو امریکه سیاست هم د هالیووډ د فلمونو په شان کوي ځان مصنوعې هیر ګڼې او یو مصنوعې ژوند ځان ته غوره کوي.
په هر حال زه هم خپله لیکنه نوره درته رانغاړم او باور لرم چې څوک به ونشې کولای دي پوښتنو ته په مسئولیت سره ځواب ورکړي. د تاریخ پاڼې به ګورو........................