غبار خاطر (۱۳ برخه)

 
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۳ كال د دسمبر ۱۷
 
ګرانه دوسته!
وخت خو هماغه دى خو هغه چاى نشته چې شورش خوښوونكي طبع مې مسته كړې او د عالم آشوب فكر له پاره مې هوساينه شي:
 
پهر ديكهى انداز ګل افــشانى ګفتار ([1])
رکها دى كويى پيمانه صهبا مرى اگى
 
هغه چيني چاى چې ورسره روږدى وم دا څو ورځې كيږي چې ختم شوي دى او په احمدنګر او پوناكى دا ډول چاى څوك نه پيژني:
 
يك ناله مستانه زجايي نه شنيدم
ويران شودآن شهر كه ميخانه ندارد
 
له مجبور تيا څخه هندوستان هغه توره پاڼې جوشانده څښم چې ددغه تعبير سره سم برعكس نهند نام زنګى كا فورورته وكړي چاى وايي او شيدې په كې اچوي او تود شربت ور څخه جوړوي:
 
درمانده صلاح وفســـــــــــاديم الخدر
زين رسم ها كه مردم عاقل نهاده اند
 
د سوداوزيان په دې كار ګاه كې داسې عشرت نشته چې حسرت ورسره ملګرى نه وي. له زلال څخه هيڅ داسې جام نه دى ډك شوى. چې د خوا بدې خيرې ورسره نه وي د برياليتوب له شرابو سره د نه برياليتوب خمار تل ملګرى دى او د پسرلي په خندا پسې د مني ژړا راتلونكي ده ابوالافضل څه ښه ويلى دى:
چې پياله ډكه شي تشه شي او چې صفحه پاى ته ورسيږي باڼه واوړي.
 
نيكو نبود هيچ مــــرادى به كمال
چون صفحه تمام شد ورق بركردد
هيله ده چې ستا د عنبرين چاى ذخيره چې په رمضان كې دى يو وار د هغه يادونه كړي وه د نايابي له گزنده محفوظ وي:
 
اميد كه چون بنده تنګ ما يه نباشى
مى خوردن هر روزه زعادات كرم اســــــت
 
معلومه نه ده چې كله دې مسئلې ته ستاسو فكر شوى دى او كه نه ؟
خپل حال څرنګه بيان كړم؟ واقعه داده چې د وخت د ډېرو مسئلو په شان په دې معامله كې هم له نورو څخه زما طبيعت مخالف دى او د زماني له بې لاريو څخه تل له كړاو سره مخامخ يم:
 
از آن كه پيروى خلق كمر هــــــــــــــــــــــــــى آرد
نمى مى روم بهراهى كه كاروان رفته است
 
له نورو څخه د چاى په باره كې زما اختلاف يوازې په ښاخونو او پاڼو كې نه دى چې په مفاهمه كې دا اختلاف حل شي بلكه زما اختلاف له بنسټه دى او بنيادي دى له هر څه دمخه د چاى په باره كې لولړۍ پوښتنه پخپله د چاى ده . زه چاى د چاى له پاره څښم او نور وګړي يې د خوږې او پيوله لپاره څښي زما له پاره چاى په مقاصدو كې داخل دى او ددوى له پاره په وسايلو كې راځي.
غور وكړي ! زما مخ كوم پلو دى او زما نه كوم پلور وانه ده:
 
تووطو بى ومــــــــــــــــاوقامت يار
فكر هر كس به قدر همت اوست
 
چاى د چين پيداوار دى او د چينيانو د وينا وو له مخې له يو نيم زر كاله راايسي كار ور څخه اخيستل كيږئ خو هلته هيڅكله د چا په خوب او خيال كې دا نه تيريږی چې دالطيف جوهر د پيو په ناولتوب ككړ كړى شي. كومو هېوادوته چې نيغ په نيغه چاى ځي په هغو كې هم دا خيال نه دې تير شوى لكه روسې تركستان او ايران چې پې ورسره ګډې كړي.
خو په ۱۷ پيړې كې چې انګريزان له چاى سره اشنا شو نو معلومه له ده چې د دوى څه فكر وو چې له چاى سره يې د پيو ګډولو بدعت ايجاد كړ.
او له دې امله چې په هندوستان كې د چاى رواج انګريزانو ګډ كړ نو دا بدعت هم ورسره خپور شو ورو ورو خبره ديته ورسيده چې وګړي په چاى كې د پيو اچولو په ځاى په پيو كې چاى اچوي “بنياد ظلم در جهان اندك بود هر كه آمد بران مزيد كرد . “ اوس خو انګريزان وايي چې په چاى كې ډېرې پى مه اچوې خو د دوې د فساد دومره ريښې خپرې شوې وې چې اوس يې څوك له منځه نه شي وړلاى. وګړي د چاى په ځاى يوه سياله حلوا جوړوي او د خوړلو په ځاى يې څښي او خو شاله وي، چې ګوندې مونږ چاى وڅښه دى ناپوهوته څوك ووايي چې چاى مو نه دى څښلى. بيا يوه بنيادي پوښتنه د چاى د نوعيت هم ده. او په دې باره كې هم يوه لويه غلطي خپره شوې ده څوك له چا سره جګړه وكړي او څوك څرنګه بل څوك پوه كړي:
 
روز و شب عربده با خلق خدانه توان كرد
 
عام وګړي يو خاص ډول پاڼو ته چې په هندوسمتان او په سيلون كې پيدا كيږي چاى وايي او بيا دا چاى په بيلو بيلو ډلو ويشي او يو ته پر بل باندې ترجيح وركوي يوه ډله وايي د سيلون چاى ښه دى او بله ډله وايي د دار جلنګ چاى ښه دى چې دا هم هماغه معامله شوه :
 
در ره عشق نه شد کس به يقين محرم راز
هركسى بر حســــــــــــــب فهم گمانى دارد!
 
حال دادى چې په رنګ او بوي غوليدلى څوك وپوهوي چې په كوم څيز تاسو جاره كوې هغه لاله سره چاى نه دى:
 
چون نديدند حقيقت ره افسانه زدند
 
په اصل كې دا ستره غلطي داسې پيدا شوې چې د نولسمۍ پيړې په اوايلو كې چې د چاى تقاضا په هر ځاې كې زياته شوه د هندوستان ځينو انګريز بزګرو خيال وكړ چې د سيلون او هندوستان په لوړو او لنډو سيمو كې د چاى كرل تجربه كړي هغوې له چين څخه د چاى بوټي راوړل او دلته يې وكرل . ددې ځاى خاورې د چاى له پيدا كولو څخه انكار وكړ خو په همدغه شكل او صورت يو بل څيز پيدا شو چې د غوبد مرغو ور باندې د چاى نوم كيښود او ددې له پاره چې له اصلي چاى څخه يې جګ وښيي نو دا يې د تور چاى په نامه ونوماوه ،د دنياوكړي په دې لټهكې وو چې دا كميابه جنس چيرته ارزانه پيدا كړي نو په دغه تور چاى باندې راوغور زيدل چې بياټولو وګړو دا څيز چاى وباله اوس چې څوك ورته ووايي چې دا چاى نه دى څوك يې مني.
د معاملې ډېردردوونكي اړخ دادى چې په خپله د چين د ساحلي برخو اوسيدونكي وغوليدل او ددغو پاڼو ته يې چاى وويل او په څښلو يې پيل وكړ . دا هماغه خبره شوه چې بدخشانيانو سرې تيږې ته لال ويل او كشميريانو رنګ شوې واښه زعفران بلل او خپلې پګړې يې ورباندې رنګول پيل كړل:
 
چو كفر ازكعبه برخیزد كجا ماند مسلماني
 
اكثره انسانان هميشه همدغسې فيصلې كوي د بشري ټولنې دا فطرت دى چې تل هوښيار وګړي يو، دوه وي او ډېر بې خبره وي چې يو ځلي يې ومنل نو غوا ته خداى وايي او چې ويې نه منل نو بيا مسيح په دار كوي حكيم سنايي په ټول ژوند كې ماتم كاوه:
 
ګاو را دارد باور در خداى عاميان
نوح راباور ندارند از پى پيغمبرى
 
نو ځكه د طريقې عارفان مجبور شول چې ووايي:
 
انكارى خلق باش تصديق اينســــــــت
مشغول به خويش باش توفيق اينست
تبعيت خلق حقیقت را باطل كرد
ترك تقليد ګير تحقيقينســـــــــــــــــــت
 
دا خو داصولو بحث شو اوس به فروعو ته راشو دلته داسې ځاى نشته چې هلته ځمكه هواره وي له ټولو نه ستره مسله د خوږې ده د مقدار په لحاظ هم او د نوعيت په لحاظ هم:
 
درداكه طبيب صبر مـــــــى فرمايد
وين نفس حريص را شكر مى بايد
 
تركومه ځايه پورې چې په بوري اړه لري هغه زما محرومي وبولي . يادخولي بدخوندي چې زه له خوږې سره ډېره لږه مينه لرم نه چې يوازې په چاى كې بلكه په هر څه كې مې ډېره خوږه نه خوښيږي په دنيا كې چې كوم څيز د نورو له پاره خوندور دى ، هغه زما له پاره ډېر بدخونده دى ، چې خوږه خورم ، د خولى خوند مې ور باندې ورانيږی خلك كوم خوند چې له خوږې اخلي هغه زه له مالګې اخلم كه په خوراك كې مالګه هم وي زه ور باندې نوره هم دوړوم زه د صباحت نه بلكه د ملاحت وژل شوى يم.
 
وللناس فيما يعيشون مذاهب ([2])
 
نو لكه چې داخي يوسف اصبح وانااملع منه “ د مقام لذت پيژندونكى يم:
 
گرنكته دان عشقی خوش بشنو اين حكايت
 
ددې خبرې ياد د قصو او وعظونو ديارانو د هغه كورو دودانې روايت را په زړه كړ چې : “الايمان حلوومن يحب الحلوى “ ايمان خوږ دى او د مومن خوږه خوښيږي. خو كه د ايماني حصول مدارج او د ايقاني تكميل مراتب دا معيار وټاكل شي نو معلومه نه ده چې له دغه ذوق څخه د بې برجو به څه حال وي چې ټول خوندو نه دنګه چاى په څو پيالو كې وګوري ، او كه لږه خوږه په كې وي هم وربانېد خوښ نه يم:
د مولانا شبلي يو ښه شعر را په زړه شو:
 
دو دل بودن در ين ره سخت عيب است سالك را
خجل هســـــتم زكفر خود كه دارد بوى ايمان هم !
 
وايي چې خوږه د وړو ډېره خوښېږي خوكه واورې تعجب به وګړي چې زه په وړكتوب كې د خوږې شايق نه وم زما ملګرو به زه ځورولم او راته ويل به يې چې د : “نيم دونى” پاڼې ژويه او يو ځل خو يې را باندې همداسې پاڼې خوړلې هم وي:
 
اسى باعث سې دايه طفل كوافيون ديتى هى ([3])
 كه تاهوجايى لذت آشـــــــنا تلخى دوران سى !
 
ماته دا معلومه شوه چې خوږه نه خوښول نقص ګڼل كيږي نو ډېر ځله مې هڅهوكړه چې ځان په خوږه خوړلو روږدى كړم خو په هر ځل ناكام شوم هماغه خبره شوه چې :
 
مرادلى است به كفر اشنا كه چندين بار
به كعبه بردم و بازش برهمـــــــــــن اوردم
 
دا خو د خوږې د مقدار خبره وه خو خبره كله په دې پاى ته رسيږي لنډ نظری به يې لنډه بولي. يو دقيق سوال د خوږې د نوعيت په باره كې هم شته په عامه توګه ګڼل كيږي چې خوږه په هر څه كې اچول كيږی نو په چاى كې هم بايد واچول شي. نو ددې له پاره كومې خاصې خوږې ته پام كول ضروري خبره نه ده. لكه باريكدانانو چې لومړى خوږه چې له جاوااو موريشس څخه راتلله او نوره خوږه چې اوس په هندوستان كې جوړيږي په چاى كې اچول توپير نه لري او حال دادى چې د چاى معامله له نورو څخه بيله ده دا په حلوا باندې نه قياسول كيږی . د چارې مزاج دومره لطيف او نازك دى چې هر بل څيز چې دده په شان پاكيزه نه وي چاى خرابوي نو د چاى معامله داسې ده لكه د پى مخو چې د سهار د وږمې په ښكلو لو يې هم رنګ بدليږي.
دا دوهم ډول خوږه چې هر څومره صافه شي بيايې هم رنګ پاك نه وي ، او چې په چاى كې واچول شي د چاى لطافت ورسره بدليږی خوله شودو سره كه واچول شي دومره نه معلوميږئ ځكه د شودو رنګ د چاى پررنګ باندې غلبه كوي او ګوزاره ورسره كيږی، خو په ساده چاى كې داراز خوږه فوراً د چاى خوند خرابوي او چاى تهډېره سپينه اورڼه خوږه په كار ده چې زه تل داسې خوږه په كار وم او ور څخه هغه كار اخلم چې ميرزا غالب له ګلاب څخه اخيسته
 
اسوده باد خاطر غالب كه خوى اوست
اميختن به باده صــــــــــــــــافى ګلاب را
 
ما ته د خوږې نوعيت داسې معلوم شو لكه شربت څكونكو ته چې د بورې او د ګوړې شربت فرق لري ، دا عجيب مصاحبت دى چې نور وګړي نه شم پوهولاى چې كه چاته په دې هكله څه ووايم هغه يې يا په مبالغه باندې حمل كوي او يا زما په وهم او تخيل باندې داسې معلوميږي چې يا زما د خولې خوند خراب دى او يا دا چې په نړۍ كې د هيچا د خولې خوند ښه نه دى . دا هيره نه كړى چې خبره د چاى په جوړولو كې نه ده د چاى د لطافت او كيفيت د خوند داحساس په باره كې ده ډېر وګړي په چاى كې قند او يا بوره اچوي خو په اروپا كې قند ډېر معمول دي خو دا كار ددې له پاره نه كوي چې ګوندې د چاى خوند له پاره دا كوم ضروري څيز دى . تش يو تكلفي خيال دى ځكه دا ډول خوږه يو څه ګرانه وي خو كه معمولي بوره په چاى كې واچول شي بيا هم كوم توپير په خوند كې نه ليدل كيږي.
كه د خوږې په باره كې څوك په حقيقت خبروي نو هغه ايرانيان دي اګر كه د چاى په هكله معلومات نه لري خو دومره پوه دى چې څه ډول خوږه په چاى كې واچوي. په عراق او ايران كې په عامه توګه هڅه كيږی چې په چاى كې قند واچوي او په معمولي بوره باندې ورته ترجيح وركوي ، ځكه قند صاف وي او هغه كار ترې اخيستل كيږي چې د غټودانو ولا بورې څخه اخيستل كيږئ او نه شم ويلى چې اوس به هلته څه حال وي . او كه د تعريف الاشياء باضدادها “ پر بنا باندې را څخه پوښتنه وكړي چې په دغه كار كې ډېر بدذوقه څوك دى ؟ نو زه به سمدلاسه ووايم چې انګريزان . دا عجيبه خبره ده چې اروپا او امريكا ته چاى د انګلستان له لارې تللى دى او انګريزانو رواج كړى دى خو بيا هم دومره بې ذوقه دى چې هيڅ د چاى په خوند نه پوهيږی . كله چې دامامانو دا حال وي نو د مقدیانو به يې څه حال وي ؟ چې د اشنا دا حال دى د پردې به څه حال وي.
 انګريزانو خو له چينايانو څخه چاى څښل زده كړل خو نور څه يې زده نه كړل . لومړى يې د هندوستان او سيلون تورې پاڼې چاى وبللې او بيا ډېره بده لادا شوه چې ساړه شيده اچول يې په كې رواج كړل او هر څه يې وران كړل او يو ناولى شربت يې ترې جوړ كړ او ددغه شربت يعنې شودو چاى د ښه ښودلو له پاره د فن دماهرانولوى پوځ پيدا شو كه دغو ورانكارو څخه څوك و پوښتی چې كه چاى په جوش اوبو كې ددغو تورو پاڼو اچولو ته او بيا څښلو ته وايي. دفن ماهرانو ته څه اړتيا ده؟
 ځكه چې دا تورې پاڼې خو په خپله داوبو رنګ اړوي او تيز بوي پيدا كوي او چاى كيږی او په كې د سړو پيو يوه څمڅه ورچول كيږی . او يو ناولى خړو بى ترې جوړيږی نو د چاى د فن ماهر به له دې څخه نور څه بدوبلا وښي.
اګر كه په فرانسه او براعظم كې قهوه ډېر رواج لري خو بيا هم شتمن وګړي د چاى شوق كوي او ددوى ذوق له انګريزانو څخه ډېر ښه دى . ځكه دوى زياتره چيني چاى څښي او كه تور چاى هم خوري نو په اكثر حالاتو كې يې بې پيو خوري او يا په كې د ليمو يوه سيپې اچوي چې د چاى رنګ ور باندې ښه شي دا په چاى كې د ليمو اچولو رواج دروس ، تركستان او ايران څخه خپور شوى دى او په سمر قند او بخارا كې ډېر رواج لري . د پيو رواج انګريزانو ګډ كړى دى!
 
سراين فتنه زجائيست كه من ميدانم
 
اوس دلته يو نوى غم راولاړ شوى دى تر اوسه خو مو د خوږې د خاص قسم څخه ژړل او اوس خبره ګوړې ته رسيدلې ده، په لرغوني هندوستان كې چې وګړو له ګوړې نه پل په وړاندې واخيست نو دا يې ويل چې ګوړه صافه كړي شي سره خوږه ترې جوړيږی ، چې مرتبه يې بيا هم له بورې څخه ډېره ټيټه ده خو بيا چې بوره پيدا شوه نو د ګوړې رواج يوازې په كليو كې پاتې شو خو اوس بيا معكوس كار روان دى او سلګونه كالونه تر شا ځاى ته ځي.
لكه چې په امريكا كې دا سره خوږه په ډېره مينه په خوند اخلي او په كافي “قهوه” كې يې اچوي چې اوس ورته د ذوق خاوند هم وايي . ډاريږم چې د پرون شوګر په نامه بير ته ګوړه رواج نه شي او په هر لوري غوښتونكي ونه مومي او ووايي چې له ګوړې پرته نه چاى خوند لري او نه قهوه نو اوس څه پاتې شول چې ورته انظار وباسو، د بورې او ګوړې دنيا ګانې دومره ليرې پرتې دي چې كه څوك ديوې دنيا شي نو بيا د بلې نه شي كيداى ، ماليدلى دى چې كومو وګړو چې په خپل ژوند كې دوه يا څلور ځله ګوړه خوړلې ده بيا په كې د بورې د لطافت احساس نه دى پاتې شوى.
“جواهر لال” چې د خوږې ډېرشوقمن دى ، دده هم ګوړه ډېره خوښيږي. مادلته ډېره هڅه وكړه چې جواهر لال د خوږې د نوعيت په فرق پوه كړم، خو موفق نه شوم، خو څه وكړو دا اوږډه قصه نه لنډيږي.
اوس راشي چې يو څه خپل حال درواوروم، د نظر د خاوندانو وينا ده چې د ښكلا او فن په معامله كې د هېواد د مينې جذبه بايد داخله نه شي او پر “متاع نيك هر دكان كه باشد” باندې عمل په كار دى لكه زه چې هم د چاى په هكله د هند د ښكلو په ځاى د چين پر ښكلو اعتقاد لرم.
 
دواى درد دل خــــــــــــو د ازآن مفرح جوى
كه در صراحى چينى وشيشه حلبى است
 
زما په جغرافيه كې د چين نوم اخيستل شوى دى نو هغه ددې له پاره نه دى چې جنرال چيانكا يي شيك او مادم چنګ له هغه ځاى راغلي وو بلكه ددې له پاره دي چې چاى له هغه ځاى نه راغلى دى :
 
مى صافى زفرنګ آيد وشــــــــــــــــــاهدزتتار
مانه دانستيم كه بسطامى و بغدادى هست
 
له كومه وخته چې په كوم چيني چاى عادي شوي يم هغه ته وايټ جاسمن يعنې سپين ياسمن وايي او په سوچه اردو كې ورته “ګورى چنبيلى “ وايي:
 
كسې كه محرم راز صباست ميداند
كه باوجود خزان بوى ياسمن باقيست
 
ددغه چاى وږم څومره چې په زړه پورې دى هغومره يې كيف تند او تيز دى ، درنګ په باره كې به يې څه ووايم ؟ وګړي ورته بهيدونكي اور وايي:
 
مى ميان شيشه ساقي نگر
آتشي ګويا به آب الوده اند
 
خود اور تخيل بيا هم ځمكنى دى او ددغه چاى چګوالى څخه بل څيز غواړي زه د لمر وړانګې په موټي كې بندول غواړم او وايم چې داسې يې وبولې لكه چې چا دلمر وړانګې حل كړي وي او په بلورين جام كې يې اچولي وي ملا محمد مازندراني د “بت خانه “ صاحب كه دا چاى څښلى وايى نو د ځانخانان د كورنيو مشرانو به يې هيڅكله ستاينه نه واې كړې:
 
نه مى مانداين باده اصلابه اب
توګويى كه حل كرده اند افتاب
 
چې د جنګ له امله د بيړيو ، تګ راتګ بند شو نو اثر يې پر چاى باندې هم ولويده ما چې له كلكتې څخه له كوم دكان څخه چاى راغوښته د هغه دكان ذخيره پاى ته رسيدونكې وه. خو بيا هم يو څو كوتې چاى راورسيده او ځينو چينې دوستانو هم يو څه چاى رااستولى وو چې چاره پرې كديله نو كله چې له كلكتې نه راتلم يوه كوتې را سره وه او په كور كې مې ايښې وه او چې په بمبيي كې ونيول شوم او دلته يې راوستلم يوه كوتې چاى همله سامان سره راغلى دى او چې دا چاى په پاى تهرسيدو شو نو هغه د كور يوه كوتې چاى هم راورسيده نو دلته كه د نورو شيانو كموالى ګورم د چاى كموالى نه ګورم او چې د چاى كموالى نه ګورم نو نتيجه داسې راوځي چې د هيڅ څيز كموالى نه شته
 
حافظ دگر چى مى طلبى از نعيم دهر
مى مى خوری وطرة دلدار مى كـــــــــشى
 
دا فكر راسره نه شته چې دا وروستې كوتې به كله پاى مومي ؟ ځكه د شيراز د خراجه بند مې همېشه په نظر كې دى :
 
تا ساغر پراست بنوشان و نوش كن
 
دلته د بنديانو په لړ كې دا جنس څوك نه پيژني دا ښاغلى د پيوانوغوړيو مينان دي او تاسو خو پوهيږئ چې پى ، غوړي او چاى سره ډیر ليري دي او چې عمرونه تير شي د دوې ترمنځ واټن نه وهل كيږی چيرته د چاى د خوند او خوښۍ د بازار لطيف ذوق او چيرته په پيو غوړيو كيډه ډكول:
 
ای عمر چاهيی که گوار اهو نيش عشق ([4])
رکهی هی اج لذت زخـــــــــــــم چگو گهان
 
جواهر لال په چای روږ دی دی او چای څګې اوله پيونه په غيريي څکې خو چې هر رنګ چای وي پروا يې نه لري او هر راز چای څکي خو زما د چای په څير چای ته دومره پاملرنه نه کوي:
 
می به زهادمکن عرضه که اين جوهر ناب
پيش اين قوم به شورا به به زمزم نه رسد
 
په دوې کې يو صاحب زما د سفر ملګری و او دا راز چای يې څښه او ويل يې اګر که شوده په کې نه شته خو بيا هم ښه چای دی خو ډېر ښه هغه د شودو چای دی بيا هم خوښ شوم چې داسې يو څوک خو مې وموند چې دغه چای ته چې زه يې څښم ښه وايي نو کله به مې راباله او چای به مې ورسره خوړ ده دغه چای ته يوازې هم دومره ويل چې ښه چای دی او نور هيڅ او که ونه وايي چې ښه دی زما څه وس ورسره برابر دی غالب څه ښه ويلی دی:
 
زاهد ازماخوشی تاکی به چـــــــــــــــــــــــــشم کم مبين!
 هين ، نه می دانی که يک پيمانه نقصان کرده ايم
 
خو يوه کوتې چای تر کله پورې کار ورکولای شي دا دی پای ته ورسيد. چيته خان دلته هم ولټاوه او پونا ته يې هم وليکل خو دا راز چای هيڅ پيدا نه شو اوس يې بمبې او کلکتې ته ځواب ليږلی وګورو چې نتيجه به څه وي دا يوه اونۍ کيږي هماغه هندوستانۍ توره پاڼه چای څښم او دراتلونکي په هيله ژوند کوم:
 
نه کنی چاره لب خشک مسلمانی را
ای به ترسابچګان ګرده می ناب سبيل
 
اوس اوس په هندوستان کې په هر ځای کې چينيان شته له دې امله چې احمدنګر د انګريزانو لويه چوڼې ده دلته هم يو چيني رستوران پرانستل شوی دی. جيلر خيال وکړ چې دغو وګړو سره به ارو مرو داراز چای وي او خالي کوتۍ يې ور واستوله او ورڅخه يې د داراز چای پوښتنه وکړه هغوی چې کوتۍ وليده وې ويل داراز چای اوس کله پيدا کيږي تاسو دا چای له کوم ځايه پيدا کړی دی ؟ او څرنګه دی راز چای ته دلته اړتيا پيدا شوې ده اياله چين څخه کوم غټ سړی راځی؟ د زندان مشرښارته لاړ او ددغه چای لټونه يې وکړه خو پيدا نه شو او خبرې ترې جوړې شوې ځينو ويل چې داحمدنګر د کلا د بنديانو د ليدلو له پاره مادم چنګ کاشيک راغلی ده او ددې له پاره چيني چای په کار دی:
 
به بين که نفس املها چه باطل افتاده است.
 
د چای به کوتۍ کې د هميشه له پاره يو څه پاڼې پاتې کيږي چې دا له کوتۍ سره غوزا رول کيږي ، زما د ورستي کوتې چای هم په خلاصيدو دی نو يو څه پاڼې په دې کوتې کې هم پاتې وي ما پريښوده چې يو څه کار به ور څخه واخلم خو چې چيته خان دا کوتۍ وليده ويې ويل نن سبا د جنګ له امله د اشعار جاري دی چې : “مه يې ضايع کوﺉ” دا په کوتۍ کې پاڼې به هم په کار شي ما هم فکر وکړ چې:
 
به در دوصاف تراحکم نيست ، الطاف است
که هر چه ساقي ما ريخت عين دم درکــــــــش
 
چې له همدغه پاتې پاڼو څخه مې هم کار واخيست او لږ لږ به مې ترې دماوه او څښه به مې ، او چې چای به مې په پياله کې واچاوه نو د چای هغو ذروبه د حال په ژبه ويل :
 
هر چند که نيست رنگ و بويم
اخــــــــــــــــــــــــرنه گياه باغ اويم
 
دزې تخيل چې ددغې ذرو په لاس د کيف او سرور جام اخلم . دفکر نيلي ته مې لښته ورکړه او ناڅابه يې بل عالم ته ورسولم هو ميرزا بيدل زما په ژبه ويلي دي:
 
 
اگر دماغم درين شبســـــــتان خما رشرم عدم نه گيرد
زچشمک ذره جام گيرم به آن شکوهی که جم نه گيرد
درين قلمرو کف غبارم به هيچ کــــــــس همرهی ندارم
کمال ميزان اعتبارم بس اســــــــــت کز ذره کم نه گيرد
 
که دخم د جوش کيفيتونه نه وي نو کاشکې چې د صافي ښيښي يو څو غړپه خورا رسيدلي وای ، غالب څه ښه ويلی دی:
 
کهتی هوتی ساقی سی حيا آتی هی ورنه ([5])
يون هی که مجهی دردتهه جام بهـــــت هی
 
د خوږې خبره هم همدلته راپورته شوې وه خو فوراً مې حل وموند او اوس ډاډلرم چې غټه دانه والابوره زما په سفري سامان کې وه چې تر څو ورځو پورې کيږي او چې پای ته ورسيده نو ما خيال وکړ چې دلته به ارو مرو پيدا شي خو چې په بازار کې ولټول شوه نو معلومه شوه چې دامن په وختو کې هم ددې څيز تقاضا دلته نه وه او اوس د جګړې خنډونو لارې بندي کړي دی نو له کومه به شي او مخروطې قند مې پيدا کړ او ددغه قند دميده کولو له پاره بغرۍ ته اړتيا پيدا شوه جيلرته مې وويل يوه بغرۍ او مولې را پيدا کړې. بله ورځ څرګنده شوه چې دا څيزونه دلته نه پيدا کيږي، نو حيران پاتې شوم چې ايا په دې کلي کې د خپل سرماتولو له پاره هم څوک نه دي اړشوي آخر دا وګړي څرنګه ژوند کوي.؟
 
حديث عشق چه داندکسی که درهمه عمر
به سرنه ګوفته باشـــــــــــــــــــــد در سرايی را
 
نو له مجبور تيا څخه مې يو بل ترکيب پيدا کړ په يوه پاکه لته کې مې د قند ټوټې واچولې او د پاسه مې ورباندې ردی کاغذ ونه کوټ کړل او بيا مې يوه ډبره راواخيسته او يو بندي ته مې ورکړه چې دلته ديو څه چارو د سرته رسولو له پاره راوستل شوي و چې د خپل سر په ځای دا قند وټکوي:
 
در اين که کوهکن از ذوق داد جان چه سخن
همين که تيشه به سردير زدسخن باقيســـــت
خو دده حال هم داسې وو چې د قند ټکولو يې څه نه موندل او چې څه يې موندل د کار نه وو په خواريو خواريو يې دا قند ټکاوه چې د کاغذونو ټوټې پورته باد باد شوي او لته هم ټينګه نه شوه خو څو ورځې وروسته يوه بد مخې بغرۍ پيدا شوه بد مخې له دې امله وه چې هيڅ کله مې داسې بدرنګه لوښي په نظر نه وو راغلي. په دې ورځو کې ټاټا يو کتاب خپور کړی دی او دا خبر ورکوي چې زرګونه کاله د مخه په منځني هندکې يو ې قبيلی هېواد له پښګري سره آشنا کړي دی عجيبه نه ده چې دا بغرۍ هم د هغو له جوړوشوو څيزونو څخه پاتې وي او په دې تمه يې شپې ورځې انتظار ايسته چې داحمدنګر د بنديانو قافله به راشي او داسې به وې چې د خپل سر دماتولو له پاره به دتيشي په ځای د بغرۍ مولي ته اړوي:
 
شوريدگی که هاتهـ سی سر هی وبال دوش ([6])
صحرا مــی ای خداکويی ديواربهی نهين
 
ښه نو هر څه چې وي د قند د ټکو لو لاره پيدا شوه . خو اوس ټکيدلی قند شته خو هغه څيزنه شته چې قند پهکې واچوم:
 
اگر دستی کنم پيدا نمی يابم گريبان را
 
و ګورﺉ تش دومره خبره کول مې غوښتل چې چای ختم شوی دی خو دوه ويښت صفحې وراندې ډکې شوې او تر اوسه لاخبره تمامه شوې نه ده:
 
يک حرف بيش نيست سراسر حديث شوق
اين طرفه ترکه هيچ به پايان نمی رســـــــــــد
ابوالکلام
 
 
 
[1]- بيا د وينا د ګل شيندنې انداز وګوري څوك خو دى زما په مخ كې د صهبا پيمانه كيږدي.
[2]- وګړي په هغه څه كې چې ورسره مينه لري بيلا بيل مذهبونه لري.
[3]- ددې له امله دا يې كوچنې ته افيون وركوي چې له لذتو سره آشنا له تر خو سره هم بلد شي
[4]- دينې له نيش سره د آشنايي له پاره ډير عمر په کار دی نه پوهيږم چې د زړه د زحم خوند یې نن چيرته ايښی دی.
[5]- وايم چې له ساقي نه حيا راځي که نه په ماباندې د جام د تل خيرې هم ډيردي
[6]- ددې شعر ژباړه د اګست د دريم به ليک کې تيره شوې ده.