
ډېر وخت په رخصتیو کې موږ د پلان مطابق عمل نه کوو. ټوله رخصتي په ساعت تیري، تفریح او خوب نه تیریږي. له ډېر خوب او تفریح هم سړی ستړی کیږي. که تفریح له ارام بښونکي کار سره مل وي، دې ته کاري تفریح وايي.
زه، چې یوه اوونۍ رخصتي وکړم، یوه دوه ورځې به ارام وکړم، خو نورې ورځې د کور په چارو کې بوختیږم. دا د حساس انسان خصلت دی. هغوی رخصتي د ځان په ګټه تنظیموي. داسې هم نه کوي، چې د عربو له څوکلنې مزدورۍ راشي او دلته هم درې میاشتې په خټو او کلا وهلو کې تیرې کړي. له دا ډول رخصتۍ سړی خوند نه شي اخیستلای.
ډېره تفریح هم اخر سړی ستړی کوي. یوه ورځ خوب، دوه ورځې خوب، په درېیمه ورځ مو په سر درد کیږي. یوه ورځ به فلم وګورئ، دوه ورځې به یې وګورئ، په درېیمه ورځ مو له درده سترګې راوځي. یوه ورځ به په چکر لاړ شئ، دوه ورځې، درې او ... اخر به مو له ډیر چکره هم زړه تور شي. نو، چې داسې ده، څنګه له رخصتۍ خوند واخلئ، هم تفریح وکړئ او هم مو تفریح او رخصتي د ځان په ظرفیت جوړونه او مثبتو چارو بدله کړئ.
زه په دې نظر یم، چې زموږ تفریح باید د استراحت او کار دواړو پر بنیاد وي.
یو مشخص کار شته، چې له موږ نه فارغ وخت غواړي، خو په نورو عادي کاري ورځو کې نه پسې رسیږو. یوه مشخص وخت ته اړتیا لرو، چې خپلې ستړیاوې پکې رفع کړو او په ژوند کې خوښۍ هم تجربه کړو. ددې دوو څیزونو تشخیص له موږ سره د رخصتۍ په تنظیم کې مرسته کولای شي.
ډیر کسان خپل ستر کارونه خپلو اوږدو رخصتیو ته ځنډوي. مشخص دي: کور باید رنګ کړم. د نوي کور د نقشې اچولو چارې باید پخپله له نږدې وڅارم. له ماشومانو سره څو ورځې په کلي کې تیرې کړم. د باغ او کلا چارې هم تنظیم کړم. دا او دې ته ورته ګڼې چارې له تاسې پلان شوې رخصتي غواړي. داسې مه کوئ، چې ۱۵ ورځې رخصتي واخلئ او ټوله په کار کې تیره کړئ. له دې ۱۵ ورځو لږ ترلږه پنځه ورځې استراحت ته ور کړئ. دوه ورڅې په سر کې، یوه د کار په منځ او دوه د کار په پای کې. کله، چې بیرته دفتر ته ستنیږئ، باید په پوره انرژي لاړ شئ.
په رخصتیو کې مطالعه او یوڅه لیکل هم ستاسې کاري او دماغي دواړه تفریح کیدای شي.
څه، چې تاسې په دفتر کې لیکئ، هغه تاسې ته درسپارل شوی کار دی او ستاسې انتخاب پکې ډیر کم رول لري، خو څه شی، چې تاسې په خپله خوښه کوئ دا انتخابي کار دی او په شوق یې کوئ. له لومړي کاره ممکن ستړي شئ، خو په دویم هغه کې له یوه ځانګړي ذهني او فکري کیفیت سره مخ کیږئ. یوه ښه لنډه کیسه لیکئ، یو ښکلی شعر لیکئ، تحقیق کوئ، یوه نوې پروژه جوړوئ، پروپوزل جوړوئ، یوه نوې طرح ډیزاین کوئ، دا هر یو په تاسې کې خوښي او کاري – تفریحي رضایت را ټوکوي. ځینې کارونه هم تفریح وي او هم کار.
که رخصتۍ دا ډول تنظیم کړئ، فکر نه کوم، چې بې ګټې یې تیرې کړئ، یا پکې ستومانه شئ، خو که غیر پلاني رخصتۍ کوئ، هم به بې ګټې وي او هم به ژر پکې ستومانه کیږئ. ممکن داسې ورځ هم راشي، چې د رخصتیو په منځ کې بیرته دفتر ته لاړ شئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.