د تېلو بادشاهان (۳۹ برخه)

 
موږ د بحران پر لور مخه کړې
 
د اګسټ په درېیمه نېټه د سهار په  لسو بجو په همغه ورځ چې شاه د را مسار د غونډې په څنډه کې د بودجې ارزونه وکړه، د نیکسون د ادارې لوړ پوړي چارواکي د بهرنیو چارو په وزارت کې سره را غونډ شول چې د تېلو د بیو په اړه له اوږده انتظار وروسته، وروستۍ پرېکړه وکړي. په دغه ناسته کې په تېرو ۴ نیمو کلونو کې په لومړي ځل له هنري کیسنجر څخه وغوښتل شو چې له ایران څخه د خپل بې قید او شرطه ملاتړ په اړه توضیحات ورکړي. دا داسې پېچلې خبرې وې چې هغه یې په اړه فکر نه کاو او نه یې غوښتل چې دا ډول بحثونه دې تر سره شي. کیسنجر تر اوسه په دې نظر او باور و چې د فارس خلیج محافظه کاره باچاهان د دې حق لري چې د تېلو بیې د خپلو عوایدو د لوړولو لپاره لوړې کړي چې په واک کې د دوی پاته کېدل تضمین کړي او دوی  دا وړتیا تر لاسه کړي چې امریکايي وسلې او تجهیزات واخلي او پر بنسټ یې وکولی شي په منځني ختیځ کې د لوېدیځ سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي کړي. خو هغه څه چې کیسنجر یې په اټکل کولو کې پاتې راغلی و هغه دا و چې د تېلو ډېرې لوړې بیې کېدای شي د امریکا  او د هغه د ناټو د متحدینو اقتصاد دړې وړې کړي او ان کېدای شي د ازادې نړۍ امنیت هم ور سره ټکنی شي.
 کیسنجر کېدای شي دا پیش بیني کړې وي چې د خزانې په وزات کې د هغه همکاران له بالقوه بحران سره نه دي  مخ نو ځکه شاه ته په هیله دي چې د تېلو بیې را کښته کړي. کیسنجر په دې پوهېده چې د خلیج باچاهان په ځانګړې توګه ایران د تېلو له درکه له تر لاسه کیدونکو پیسو ډېرې زیاتې پیسې مصرفوي چې له کبله یې د دوی مالي مصارفات زیات شوي، له همدې کبله ایران له دې خطر او اغېزمنتیا سره مخ و چې نا ببره یې د تېلو عرضه او تقاضا کمه نه شي. د کیسنجر یوه نژدې دوست وویل:« د تېلو د بیو ښکته کېدل به په بیړه د تېلو د ټولو تولیدونکو هېوادونو عواید د اوسنیو لګښتونو له کچې را ټيټ کړي. له دې کبله به تیرو تجربو ته په کتو سره حکومت هغه حالت ته ونه رسیږي چې تمه ده، محافظه کاره رژیمونه کېدای شي پاتې نه شي او ډېر بنسټ پالي حکومتونه هم کېدای شي له ګواښ سره مخ شي.»
ایران د سعودي عربستان په څېر نه و چې نفوس یې کم او د بهرنیو اسعارو زېرمې یې ډېرې وي چې په یو ځل کېدای شي د تېلو په بیو کې کموالی وزغملی شي او په  خپلو عایداتو کې پام وړ کموالی تنظیم کړلی شي. شاه هېڅکله بهرني اسعار زېرمه نه کړل بلکې تر لاسه کېدونکې ټولې پیسې به یې مصرفولې. داسې نښې نښانې هم نه وې چې که د تېلو په بیو کې نا ببره کموالی را ځي، پهلوي شاهي کورنۍ او دولت به دغه ټکان څرنګه اراموي او په څه شي به ډډه لګوي.  د عوایدو یو نا څاپه تعدیل کېدای شي په ایران کې مالي بحران ته لاره هواره کړي چې ورپسې کېدای شي دغه لانجه په ټولنیزې نا امنۍ واوړي او سیاسي بې ثباتي را منځ ته کړي. د شاه  «غوړې پښې او پوندې» کېدای شي سپیرې شي. کیسنجر په دغه غونډه کې غبرګون وښود او له شاه څخه یې بیا کلکه دفاع وکړه  او هڅه یې وکړه د خزانې وزارت او سعودي عربستان باید په دغه رڼا  کې ولیدل شي. هغه کرار کراردا احساس په ډاګه کول پیل کړل چې د تېلو د بیو لوړ والي اقتصادي وده کراره کړې او په صنعتي نړۍ کې د بې ثباتۍ لامل شوې، خو هغه په مساوي ډول دا حقیقتونه سره څنګ په څنګ کړل چې د تېلو لوړې بیې د پهلوي یارانو د تخت او بخت د ساتنې مهم عنصر دی. هغه  له سختې معما سره مخ و، خو د تېلو د بیو ټکانونه به د لوېدیځ لپاره د شاه د رژیم له ماتولو پرته څرنګه را کم شي؟
د میز تر شا ناست په دغه وړه ډله کې د کیسنجر په ګډون د خزانې وزیر بیل سایمون، د فدرالي زېرمو د بورډ مشر ارټر برنز، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رابرت انجیرسول او د سوداګرۍ او اقتصادي چارو مرستیال وزیر  توماس اینډرس شامل وو. تر دې مهاله کیسنجر په بشپړه توګه دا درک کړې وه چې د خزانې وزیر بیل سایمون د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې بېځایه او بې باکه لاس وهنې کوي. هغه د اګست په همدې سهار خپل همکار ته خبرې کولې او نېغ په نېغه اصلي موضوع ته راغی. « تاسو وایاست چې د تېلو وضیعت د کابو کولو وړنه دی؟»
سایمون په ډېر امرانه انداز وویل:«هو، دا به یو ستر بدلون وي ـــــ تاسو کولی شئ دا تشخیص کړی چې ایا دا کار زموږ لپاره ښه او که بد دی. اروپا داسې ښکاري چې نور د عربانو په تېلو او پیسو باندې اتکا کړې.»
کیسنجر وویل:« تاسو باید په دې هم پوه شئ چې د اسراییلو او عربانو د یوې بلې جګړې چانس هم ډېر دی. ایا سعودیان په واقیعت کې دې ته تیاردي چې د تېلو د بیو د ټیټیدو په برخه کې مرسته کوي او دا کار به کله کیږي؟
سایمون ځواب ورکړ:« که د تېلو تولید کم نه شي د تېلو بیې به تر ۳۰سلنې پورې را وغورځیږي. موږ باید د تېلو د تولید د کمولو چاره یو نامناسبه کړنه وبولو او د ایران په اړه موږ باید د نظامي تجهیزاتو ورکړه بنده کړو.» 
کیسنجر غوښتل په دې پوه شي چې څوک به د امریکا له متحدو ایالتونو او یا له امریکا، جاپان او اروپا سره ځان  مواجه کړي؟ هغه وویل « دویمه پوښتنه داده چې د پرا نیستل کېدو له پړاو وروسته به څه پېښ شي؟ زه فکر کوم چې الجیریا او ډېر نور هېوادونه به  د ایران ملاتړ وکړي. که د امریکا متحده ایالتونه په دې برخه کې یوازې وي، نو دغه به حال وي.» کیسنجر د الجیریا ولسمشر بومیداین د تېلو د بیو په برخه د کار وړ همکار مشر وباله او خبر داری یې ورکړ چې « که د امریکا متحده ایالتونه د تېلو د بیو جوړښت وننګوي او چلنج یې کړيٍ نو « الجیریا به په دغه برخه کې کمپاین تر سره کړي، دوی به له ځانه سره سوریه په خواکې نیسي او په سعودي عربستان به اغېز پرې باسي او باور لرم چې هغوی به بیخې منزوي شي. زه فکر نه کوم چې هغوی دې یوازې په دې برخه کې ودرېدای شي.» کیسنجر ناستې  ډلې ته وویل  چې د دوی اروپايي ملاتړي او ملګري د عرب هېوادونو له خوا تر سخت پیترولي فشار لاندې دي او ه نشي کولی نور له دوی سره په پخواني ډول دوستي او ملګرتیا مخه ته یوسي او د تېلو د تولیدونکو پر ضد ودریږي. که د امریکا متحده ایالتونو پر ایران د وسلو او نظامي تجهیزاتو پلورل بند کړي « اروپايي هېوادونه کېدای شي پر ایران دغه وسایل وپلوري.» هغه تر دغو خبرو وروسته د سعودي عربستان مسلې ته را وګرځېد:« سعودیان کېدای شي د اسراییلو په اړه وروستی التوماتوم وړاندې کړي. دوی غواړي چې موږ خپل ټول تېل یوازې له دوی څخه واخلو او که داسې وکړو نو چې دوی هر وخت وغواړي، موږ تر فشار لاندې راوستلی شي.»
کیسنجرپه دې تړاو یوازې خپله خطرناکه وېره په ډاګه کړه. هغه هغې ورځې ته په تمه و چې سعودي عربستان د خپلو تېلو زور په منځني ختیځ کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په ځانګړې توګه د اسراییلو پر وړاندې وکاروي.« زما نتیجه ګیري داده چې موږ باید په ډېر فوق العاده احتیاط او فکر کولو سره مخته ولاړشو. موږ باید د تېلو تولیدونکي په سم وخت کې خپل او په سم وخت کې بېګانه کړو او اسراییل د تېلو له لانجې چورلټ جلا کړو. خو دا کار باید په داسې وخت کې تر سره شي چې ستونزه له تېلو سره تړلي نه وي او موږ منزوي نه، بلکې په نړیوالو او د منځني ختیځ په مسلو کې پوره ښکېل وو. موږ تر ټولو دمخه دېته اړ یو چې د تېلو اخیستونکي سره متحد کړو. وروسته بیا موږ کولی شو د تېلو له تولیدونکوسره ډغرې ووهوــــ خو دا به یوازې هله کار ورکړي چې که موږ وغواړو چې زور وکاروو.»
هغه ستونزه چې کیسنجر پرې پوره خبر و دا وه چې د ۱۹۷۴ کال په اوړي کې د امریکا متحده ایالتونو د دې وړتیا نه درلوده چې د تېلو د تولیدونکو هېوادونو له سازمان اوپیک سره د زور کارولو له اړخه ځان مواجهه کړي. کیسنجر وویل غواړي  یو ځل بیا سعودي عربانو ته ووایي چې « موږ به بل ځل بیا کوم بل بندیز ته تم نه شو. موږ اړیو چې ټول اروپايي هېوادونه سره یو ځای کړو او دا خبره له دوی سره شریکه کړو. دوی به لومړی ټکان وخوري، خو وروسته به بله لاره نه وي ورپاته چې دوام ور کړو او یا پرې ولاړ شو. زه، په هر حال، تیار یم چې په دې اړه په پټه له شاه سره هم خبرې وکړم.»
سایمون ځواب ور کړ « زه فکر کوم موږ باید له سعودي عربستان سره له نژدې کار وکړو ــ او ورته ووایو هغه څه چې موږ اړتیا لرو دا او دا دي...
په همدې ځای کې برنز ناستو کسانو ته د روان وضیعت په اړه وویل:« موږ په صنعتي برخه کې د یوه بحران په لور روان یو. که موږ پر ایران د وسلو پلور ودروو دا به له موږ سره کومه مرسته ونه کړي. د تېلو د مشتریانو یو ځای کېدل به ګټور کار وي، جرمني ته پام وکړئ هغوی له موږ سره موافق دي او هر څه را سره مني. موږ له برېتانیې سره هم د جوړېدو ښه چانس لرو. فرانسه کېدای شي په خپلو پښو وخوځیږي، خو هم ممکنه ده چې وروسته له موږ  سره په یوه کاروان کې ملګرې شي. د جاپانیانو په اړه نه پوهیږم. محافظه کاران کېدای شي تر فشار لاندې وي. پر ګازو هر چېرې مالیې لوړې شوې وې، خو په دغه هېواد کې نه. خو زموږ د ټولو له خوا د تېلو تولیدونکو هیوادونو ته د صادراتو د مالیې د له منځه وړلو په اړه څه فکرکوی ــــ پر صادراتو؟»
د فدرالي خزانې مشر په اندېښمنونکي ډول په هغو هېوادونو کې د پیسو د زېرمو څارنه کوله چې د ایران پرتله یې د پیسو د جذب کمه وړتیا  درلوده. ایران دغه مهال ۳۳ میلیونه نفوس درلوده او صنعت یې په کې تازه د ودې او رشد په حال کې و.
نړیوال بانک اټکل کاو چې که د تېلو  ۵ هېوادونه په اوسنۍ کچه رشد او را کړه ورکړه ولري او د ټولو (سعودي عربستان، کوېټ، لیبیا، قطر او ابوظبۍ) د وګړو شمېر ۱۱ اعشاریه ۵ میلیونه وي، نو دوی به په ۱۹۸۰ م کال کې د ټولو هغو پیسو چې د اوپیک ټول غړي هېوادونه یې تر لاسه کوي ( له۶۵۰) میلیارد ډالرو څخه ۴۵۳ میلیارد ډالره د دوی زېرمو او لاسونو ته ورسیږي. نړیوال بانک خبرداری ورکړ چې« د نړۍ بانکي سیستم د دې وړتیا نه لري چې د دومره ډېرو بهرنیو اسعارو د بیا پروسس دنده ترسره کړي» پر همدې مهال د تېلو پیرودونکي هېوادونه لا په سرې کرښې ولاړ وو او د تېلو او سونګ توکو د لوړو بیو د مصارفود پرې کولو له اړخه له سخت فشار سره مخ وو. دوی د پورونو د ترلاسه کولو او له نړیوال بانک، ای. اېم. اېف (د پیسو د نړیوال صندوق) او شخصي پور ور کونکو، لکه د وال ستریټ  له بانکونو څخه د مالي مرستو د تر لاسه کولو په لټه کې وو چې خپل پړ سیدلی مالي کسر پرې دوا کړي او له ستونزو ځان وژغوري. پور ورکونکي په دې فکر کې غرق وو او دا سوال یې حل نه وو چې که د تېلو بیې همداسې لوړې روانې وي او په دولتي بودجه فشار نور هم زیاتیږي ایا پور اخیستونکي به د دې وړتیا ولري چې پورونه یې بېرته ورکړي؟ نړیوالې مالي کړۍ او بانکي سیستمونو تر دې دمخه په دغومره موده کې هېڅکله هم دومره تر پراخ او سخت فشار لاندې نه وو راغلي.
په نړیوالو مالي کړیو د پیټرو ډالرو (د تېلو د بیو د اغیزو د ارزونې  یوه څیړونکي لیکلي چې که د امریکا متحده ایالتونود «لویو بهرنیو پورونو» مخه نیولې وای د تېلو بیې به د اوپیک سازمان لخوا د پام وړکمې شوې وای او یا د امریکا د تېلو په وارداتو کې پام وړکموالی راغلی وای او یا  د سونګ توکو لګښتونه کم شوي وای یا د امریکا د کورنیو سونګ توکو او صنعتي تولیداتو پر لپسې پراختیا موندلې وای، نو امریکا به د نورو میلیاردونو ډالرو مالي پیټي تحمل در لودلی چې د هر کال په تېرېدو سره زیاتیږي. په دغه ډول پالیسۍ یا تګلارې له اقتصادي او سیاسي اړخه خطرناکې ښکاري.»
سایمون او برنز هڅه کوله چې د مالي بحران د رفع کولو په برخه کې یوه وسیله تر لاسه کړي. دوی له شاه سره د نیکسون او کیسنجر د پټې معاملې په اړه په هېڅ هم نه پوهېدل. دوی کېدای شي لکه د یوه ړانده جراح په څېر کړنې تر سره کړې وای. د امریکا په اقتصاد کې له ستر بحران را په دېخوا د کار مارکېټ تر ټولو زیات  خراب شوی و او په ډېرې تیزۍ  دندې په کې له لاسه وتلې وې او مالي کسر پورته تللی و. انفلاسیون ژوند ته په قهر و او د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېده. مشتریانو خپل ټول لګښتونه کم کړي وو. د صادراتو برخې ته زیان اوښتی و، ځکه چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکايي محصولاتو لپاره تقاضا کمه شوې وه. ډېرې فابریکې بندې شوې وې. مرګونې اقتصادي پدیدو څپې وهلې. په لوړه کچه بیکاري او انفلاسیون رامنځ ته شوی و. که په بیړه د حالاتو د ښه کېدو غم نه وای خوړل شوی او رغونه یې ژر نه وای شوې، ځینو اقتصاد پوهانو وېره درلوده چې د ۱۹۲۹ کال له ستر اقتصادي کړکېچ څخه به مالي حالت بدتر شوی و او هر څه کېدای شي له کنټرول څخه په ویجاړونکي ډول بهر شوي وای.
د انفلاسیون ګړ بړد ریچارډ نیکسون په ماغزو کې ۳ ورځې وروسته هغه مهال را و کټېد چې هغه د کابینې د یوې ناستې مشري په غاړه درلوده. د هغه ولسمشرۍ بلاخره پر هغه باندې سخته اېشېده. عامو خلکو ته د هغه ثبت شوې خبرې د یوه چاودیدونکي بمب په څېر خپرې شوې چې عام خلک یې ولړزول. د کابینې غړي د دې لپاره را بلل شوي وو چې تمه وه ولسمشر نیکسون به خپله استعفا ورته اعلان کړي. هغه بلاخره په خبرو پیل وکړ:« زه غواړم چې په ډېرو مهمو موضوعګاتو چې ملت ورسره مخ دی او موږ ورسره په نړیواله کچه لاس او ګرېوان یو خبرې وکړم.» دوی ټولو د راتلونکو ټکو او خبرو لپاره ځان چمتو کاوه. هغه کسان چې د غونډې په خونه کې وو ټول د ده د خبرو له کبله حیران شول:« انفلاسیون، په ننۍ نړۍ کې زموږ د اقتصادي وضیعت لپاره باید لویه مسئله وي.» هغه وروسته د اقتصادي ننګونو په اړه چې ملت او هېواد ورسره مخ وو خبرې وکړې او لامل یې هم اسمان ته د تېلو ختلې بیې وبللې.  مرستیال ولسمشر جیرالډ فورډ ته لارښوونه وکړه چې د واټر ګېټ په مسئله کې د غونډې مشري وکړي. فورډ نیکسون ته وویل چې هغه به د زیات وخت لپاره ونشي کولی په عام محضر کې ددې رسوايۍ په اړه د ولسمشرۍ د پلټنو دفاع وکړي او هغه د پارلمان لخوا د تورونو د لګولو وړاندوینه هم وکړه. فورډ ولسمشر نیکسون ته ډاډ ورکړ چې هغه څه به وکړي چې ده ته ښه بریښي. « زه هیله لرم د حکومت له بهرنۍ پالیسۍ او له انفلاسیون سره دمبارزې ملاتړ ته دوام ور کړم.»
بیل سایمون د دې په ډاګه شوې خیالي ډرامې ننداره کوله او فکر یې کاو چې« ولسمشر داسې ښکارېده هغه څه نه اوري، چې د هغه مرستیال وویل. د انفلاسیون په اړه خپلې تبصرې له ځانه سره وساته.» ولسمشر نیکسون وویل«زه فکر کوم ستاسو تحلیل په تمامه مانا سم دی.» وروسته ولسمشر زما خواته مخ را واړاوه. هغه له ماڅخه د راتلونکې اقتصادي سر مشریزې په اړه پوښتنې پیل کړې. ما د خبرو لپاره څه نه درلودل خو فکر کوم د هغه پوښتنو ته مې بیخي ښه ځوابونه ورکړل.» کله چې د غرمې په۳۰:۱۲ د کابینې ناسته پای ته ورسېده، له سایمون څخه ولسمشر نیکسون وغوښتل چې، له سپینې ماڼۍ  بهر ولاړو یا په تمه ناستو خبریالانو ته وینا وکړي. وروسته په ولسمشر ګڼه ګوڼه زیات شو «د کابینې پاتې نور غړي چې د شا دروازې له خوا په بیړه د وتلو په حال کې وو، دوی د بیل سایمون  په اړه غږېدل چې ولسمشر پام ورته ډېر کړی او د خپل مرستیال په ګډون یې د کابینې نور غړي له پامه غورځولي دي. هغه مرګونی ټپ چې ولسمشر پرې بلاخره اقرار وکړ هغه د بیل سایمون وفاداري وه او په یوه ډول یې ورته ومنله چې دوی له رضا شاه سره د تېلو په اړه خبرې او یو څه جوړ جاړی درلود چې له کبله یې اقتصاد ته  یو څه ګټه ورسېده. دا د ریچارډ نیکسون د دفاع وروستۍ اشاره وه چې له سیاسي ارادې یې وړاندې کړه او ویې ویل چې هغه خپل لومړیتوبونه په غلطو کړیو پلي کول.
په واشنګټن کې د اګسټ په ۸سخته، نرمه او ګرمه پېښه رامنځ ته شوه چې د بحران زړه ته یې سوځونکی ګذار ور کړ. سایمون لا هم په خپل دفتر کې و چې د هیګ د تېلیفون زنګ ورته راغی، هغه ورته وویل: « ښاغلی بېل هر څه پای ته ورسېدل... همدا اوس کارول، له ځانه سره را واخله او دلته راشه. ولسمشر تصمیم نیولی چې استعفا وکړي.» کارول د خپل اوړي په کور کې په ختیځ هامپټون کې و. بېل ته دویم تېلیفون د ولسمشر د اقتصادي سلاکار کین روش له خوا راغی او له هغه یې وپوښتل : «بیل، په څه بوخت یې؟ پورته راشه چې ویسکي شراب وڅښو.» سایمون بهر په تیاره کې ووت او د سپینې ماڼۍ پرخوا ورروان شو.
هغه وویل « زه او کین روش ولاړ و چې د ډیویرس په نوم یو بوتل شراب واخلو. تر دې مهال د ولسمشر نیکسون وینا ته شاوخوا نیم ساعت پاتې و. مو ږ په سپینه ماڼۍ کې د اوول افیس خواته روان وو، کله چې ولسمشر نیکسون د خپلې استعفا وینا پای ته ورسوله او د تلویزیون کمرې له خونې بهر شوې، هغه زما او د کین روش له مخې تېر شو چې  اوښکې یې پرمخ روانې وې، شونډې یې لړزېدې او ډېر په غوصه برېښېده. کله چې هغه له موږ څخه څوګامه وړاندې ولاړ، نا څاپه سیده را تاو شو  او د خپلې اوسېدو خونې ته ولاړ.» 
بیل سایمون ته الله بهترین چانس په لاس ورکړ چې پر غمونو او بې باوریو لاس بری شي.
هغه د باچا فیصل هغه خبرې وریادې کړې چې څو اونۍ مخکې یې ورته کړې وې :« د امریکا خلک ډیر زیات هوښیار دي چې د خپل ستر ولسمشر مخ د واترګېټ د غیر مهمې مسئلې په څېر خبرو څخه  پاک کړي. سایمون د فرصتونه کړکۍ وه چې د تېلو د بیو په اړه یې د ایران له شاه سره ځان مواجه کړ او هغه ته یې پر مخ سیاسي څپېړه ورکړه.»