غزل

 
ښکلي چې پيدا شي نذرانه غواړي
ژوند له تسلي غواړي، دمه غواړي
 
ګوره یخ یې شوی دی چې ګرځي نن
تانه ماذديګر کې چې غرمه غواړي
 
ووایه سهاره، ماښام څه غواړي
ولې په سهار کې درنه شپه غواړي
 
مه وایه چې دغه زړونه څه غواړي
دغه زړونه ساز غواړي نغمه غواړي
 
دا *سپوږمۍ* به تل ښېرې کړي هغو ته
څوک چې سوله نه غواړي جګړه غواړي



شاعره: عابده "سپوږمۍ"