
د الله تعالی مخلوق چې د ځمکې په سر یا هم په اوبو کې ژوند کوي د ژوند لاره او چلند یې مختلف دي، دا چې د ځمکې په سر الله جل جلاله انسان اشرف المخلوقات پیدا کړي دي او د نړي ټول مخلوق یې د انسان ګټې ته زیږولې دي، انسانان د ځمکې په سر د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ د کامیاب، سوکاله ژوند د پاره یو مشر او یا هم رهبر ته اړتیاء لري، ټولنیز علماء وایې په انسانې ټولنه کې د هبر اړتیاء یو ضروری امر دي، دوی زیاتوي چې نه یواځې په انسانۍ ټولنه کې بلکې په حیواناتو کې هم د رهبر ټاکنه کیږي.
بورنګ یو ټولنیز کار پوه وایې: د رهبر څخه مطلب دا دي چې یو نفر په یوه ډله د انسانانو د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو د پاره رهبري وکړي، او ټولنه د پرمختګ په لاره خوځوي.
رهبر تاریخ جوړه وي، رهبر د خلکو په زړونو کې ځان ته کور پیدا کوي، رهبر د ټولنې څخه په هره توګه چې کیږي ځان خبر کوي، رهبر هر وخت ځان په هر کار او کړنه کې تر ټولو ځان ډیر جګ او مخکښ ګڼې او داسې نور، تاریخ ښودلې ده چې د رهبر ښکاره کیدل په کومه کورنۍ او یا هم کومه پرګنه پوري تړاو نه لري او همدارنګه تاریخ ښودلې ده چې له ډيري غریبی کورنۍ څخه یو ډير کامیاب او پیاوړي رهبر رامخ ته شوي او د نړي په تاریخ کې يې خپل نوم تر ټولو لوړ ساتلې دي.
دا چې له موضوع څخه لري ولاړ نه شم خپلې اصلې خبرې ته راګرځم، زما دا ټوله لیکنه د افغانستان په اوسنۍ ولسمشر او اجرائیوي رئیس پورې تړي ده.
آیا ولسمشر محمد اشرف غنې یو رهبر دي؟ آیا عبد الله عبدالله یو رهبر دي؟
راځې لومړي ولسمشر محمد اشرف غنې ته لنډه کتنه وکړو، ولسمشر محمد اشرف غنې یو پیاوړي عالم دي هغه په غرب او شرق کې زده کړی کړي دي هغه د ماسټریو او دوکتوراوو تر څنګ د امریکی په لوړو او معتبرو پوهنتونونو کې د استاد دنده هم تر سره کړي ده، د ولسمشر محمد اشرف غنې په زده کړه، لیاقت، صداقت، ريښتینولې هر افغان او بهرنۍ قانع او اقرارکوي، او ټول دا منې چې ولسمشر محمد اشرف غنې نه په فساد او نه هم په قتل کې ښکیل دي هغه یو پاک افغان دي. نو........ ولسمشر محمد اشرف غنې تر هغو چې محصل وو خو محصل وو، خو کله چې له زده کړو فارغ شو د هغه ستره هیله دا شوه چې باید ښوونکې شې هغه خپلی دي هیلی ته ورسید خو کله چې ښوونکې وو هغه په سر باندي یو بل کس هم وو چې باید محمد اشرف غنی ته لارښونه وکړي، هغه په نړیوال بانک کې د مشاور دنده هم وکړه، کله چې امریکې په افغانستان حمله وکړه او تر حملې وروسته چې ټاکنې وشوي ولسمشر محمد اشرف غنی د حامد کرزی په دوره کې د مالیی وزیر، د پوهنتون رئیس او هم د انتقال د پروسې رئیس په توګه وټاکل شو هغه باید هر راپور داسې آماده کړي چې د یو بل کس قناعت پری تر لاسه کړي چې هغه کس ولسمشرحامد کرزی وو، اساسې او مهمه نقطه دا ده چې ولسمشر محمد اشرف غنې د ۲۰ کلنې څخه بیا تر ۴۰ کلنې پوري په څه باندي مصروف وو هغه پدی اساسه او مهمه دوره کې په زده کړه بوخت وو دا هغه دوره وه چې باید ولسمشر محمد اشرف غنی پکې د رهبري خاصیتونه او خویونه اخیستې وي خو هغه دا کار و نشوي کړي او د خپلو زده کړو څخه یې وخت د افغانستان جنجالې تغیر یا انقلاب ته پیدا نه کړ، البته څیړنې یې کولې خو د وخت له رهبرانو سره یې څومره نیژدي تړاو نه وو او نه هم د سیمې د استخباراتې کړیو څخه خبر وو او نه هم د افغانستان له تاریخې ګرګو سره یې آشنایې درلوده، ولی: د هغه لیاقت وکولای شول چې په دي اړه لنډ معلومات په کم وخت کې تر لاسه کړي. دا هغه مهمې مرحلې وي چې که چیری یو د رهبري خاصیت لرونکې کس وي په داسی اساسو او مهمو مرحلو کې به حتما ځان د داسې پیښو روږدي وګڼې. خو اوسنۍ ولسمشر دا کار نه دي کړي همدا علت دي چې اوسنې ولسمشر محمد اشرف غنې د یو رهبر خاصیتونه نه لري. د ولسمشر محمد اشرف غنې په اړه تر دي دمه همدومره لیکم راځم دوهم کس ته چې هغه عبدالله عبدالله دی او د ملی وحدت په حکومت کې یې له ډيرو سختو ناندریو وروسته د اجرائیوی رئیس چوکې تر لاسه کړي ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې د پلاره ځان پښتون او له موره تاجک ګڼې، اصل د هر انسان د پرګنې دا وي چې د هر انسان نسب په پلار حساب کیږي او همدا د پلار پرګنه د هر انسان راتلوونکې پرګنه رامنځ ته کوي. عبدالله عبدالله ځان د لوی کندهار بولې خو له کندهاریانو سره هیڅ کوم تړاو نه لری او نه هم په کندهار کې کومه ځمکه او جایداد لري خو په هر حال کیدي شې چې عبدالله عبدالله د کندهار وي زه یې له دي سره کوم کار نه لرم، ولې دا وایم چې یو رهبر باید ثابت ځاي او پرګنه ولري خو عبدالله دا نه لري هغه په پنجشیر کې بیا ځمکه لری او یو ډیر ښایسته ودانۍ یې هم جوړه کړي ده خو په کندهار کې یوه حجره هم نه لري.
سوال دا دی چې عبدالله عبدالله ولې یو رهبر نه دي؟
عبدالله عبدالله چې کله د کابل د نادریه لیسې څخه فارغ شو نو هغه د کانکور تر آزموینې وروسته د کابل به طبی پوهنتون کې د سترګې په ریشته کې زده کړي وکړي او د نور په روغتون کې د څه وخت د پاره د سترګې د ډاکټر په حیث یې دنده تر سره کړه. عبدالله عبدالله په کال ۱۳۶۳ کې پاکستان ته هجرت وکړ او تر هغې را وروسته ځان یې د جهاد له جبهاتو سره یو ځای کړ هغه د احمد شاه مسعود تر مرګه پورې له هغې سره پاتې شو، عبدالله عبدالله مشهور کس نه وو هغه خپله لومړي ځوانۍ له سیاسی کارونو څخه لرې تیره کړه کله چې یې چې عمر ۳۵ کلنې څخه تیر شو نو د احمد شاه مسعود سره به ګرځيده د هغه د دفتر رئيس او یا هم مالی منشې په حیث دنده تر سره کړه، هغه به د احمد شاه مسعود خولې ته کتل هغه به په ډير واړه څیز له احمدشاه مسعود څخه اجازه اخیسته، هغه به تل دا کوښښ کولو چې څومره وکولای شې د احمد شاه مسعود باور ځان ته ډیر کړي، حتې داسی ویل کیږي چې یوه ورځ احمد شاه مسعود سړي له کومه سفره راغللو کوټې ته د ننه شو او بستري ته یې ډډه ووهله او سترګې یې پټې کړي او غږ یې وکړ، عبدالله! بلی آمر صیب؟ هغه زما بوټ رنګ کړه چې بیا وروسته بل ځاي ته ځم. عبدالله ویل. به چشم.
هدف مې دا دي چې یو کس چې د یو قومندان بوټونه رنګ کوي او ټوله ځوانۍ یې په دي مصرف شې چې څنګه وکولاي شې د هغه قومندان توجو ځان ته را پیدا کړي او یوه ورځ د ولسواکې تر پروسې را وروسته ځان د رهبري په شان ښکاره کړي. باور لرم چې هیڅ کله به هم دا کار ونشې.
اوس راځم هم ولسمشر محمد اشرف غنې او هم عبدالله عبدالله په نظر کې نیسم او له یو ناشونۍ ژوندي مثال سره یې تشبه کوم، د رهبرۍ ښه مثال له همدوی سره ناست جنرال عبدالرشید دوستم دي، دوستم له ځوانۍ په رهبري کې را تیره کړه هغه زده کړي نه لری خو د ازبک او ترکمن قوم داسی واکداری کوي چې هیڅ به څوک بل رهبر پدی قوم ونه زغمې او د دوستم خبر خپل قوم ته د تیږي لیکنه ده.
په ازبک قوم کې ښه د لوړو زده کړو خاوندان شته خو هغه د دوستم تحلیل او تجربې ته لارښونه وايې هم د بل تر هري ښې خبري ورته لومړیتوب ورکوي.
زه هیڅکله هم دوستم ته په ولسمشر محمد اشرف غنې بهتري نه ورکوم ځکه بهتري په تقوا ده او دا فیصله د الله سره ده، خو په هر حال هسې نه چې په بله ولاړ شم، راځم خپلې موضوع ته:
افغانستان د ځمکې پر مخ د کږي وږي لیکې څخه رامنځ ته شوي یو هیواد دي او پدی کې د وګړو شتون دي خاوری ته ارزښت ورکړي دي دا هیواد د جرګو دي دا هیواد د افغانانو دي دا هیواد رهبر ته ضرورت لري دا اولس ناهیلی نه دي دا اولس احسان منونکې دي، کله چې ستر مشر الحاج میرویس خان نیکه پر افغانانو غږ وکړ د سر په بیه دا ټول اولس ور سره ودرید خو دا چې رهبر یې د رهبري وو او کامیابی هم د همدوی شوه.
کله چې احمد شاه بابا د امپراتوطوری خوب ولید همدا اولس ور سره ودرید او امپراتوطوری یې په غځیدا شوه مطلب دا چې کله په رهبر کې د رهبري خاصیتونه وي اولس د هغه رهبر د کامیابې کوښښونه کوي.
کله چې ولسمشر محمد اشرف غنې ځان په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند کړ ټول اولس ور سره ودرید او هر قوم او پرګنې ورته د رهبري یا هم مشري پګړې ور په سر کړه، او یو زیات شمیر افغان ځوانانو ور سره د سر په بیه کار پیل کړ، نه یواځې ځوانان بلکی قومی، سمتې، ولایتې مشران هم ور سره ودریدل او د همدي اولس باور وو چې ولسمشر یې په یو لوی توپیر کامیاب کړ. اوس نو خبره له اولس څخه را خلاصه شوه خبره په ولسمشر پورې وتړل شوه خو هغې له دي رایې څخه دفاع ونشوي کړي او یو دوه سري مار یې په اولس کې خوشې کړ، هیله لرو چې د ملی وحدت حکومت به ښې پایلی ولری خو تر اوسه ډیري د خوند هیلی نه لری.
عبدالله عبدالله خو نه یواځې ځان بلکی خپل اولس یې هم و شرمولو ځان یې د چوکې او منسب داسی روږدی وښودلو چې هر چا ورته د نفرت تف وکړ خو هغه دا ځان ته کومه مهمه خبر ونه نیوله، عبدالله عبدالله به هیڅکله هم ونشی کړی چی د یو رهبر په شان ځان ښکاره کړي هغه د شمالی ټولوالی یو داسی کس دي چې باید د ځان دګټو څخه مخکې د شمالی ټولوالی خوله ورپټه کړي چې هغه هم په همدی کار بوت دي.
البته دیادونۍ ده! چې د قانون او حکومتداری په لحاظ عبدالله عبدالله له ولسمشر سره باید تشبه نشئ ځکه عبدالله عبدالله دقانون له اړخه نن یو مامور دي.