
د افغانستان دیارلس کلن واکدار او پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی چې د 2001 سپتمبر یوولسمې نیټې وروسته د امریکا استخباراتو ادارې ( C,I,A ) پر مټ له کویټې ښار څخه د اورزګان غرونو ته ولیږدول شو او هلته یې د وخت واکدارانو ( طالبانو ) پر ضد پر فعالیت پیل وکړ او د ځینو نورو دوستانو او همکارانو پر مټ یې نړیوالې ټولنې سره هم اړیکې ټینګې کړې چې په پایله کې د بن لمړي کنفرانس کې د افغانستان انتقالي دورې مشر په توګه وټاکل شو .
کرزي دیارلس کلنه دوره که څه هم له ستونزو سره شروع شوه او افغانستان له اوږد ځنډ وروسته بیا ساه واخیسته او لکه یو نوي زیږیدلي ماشوم په شان یې هرې برخې کې پالنې او روزنې ته اړتیا وه .
ښوونځیو کې مو میز ، چوکۍ ، ټولګۍ څه چې توره تخته مو هم نه درلوده چې زه خپله د همداسې صحنې شاهد یم چې ښوونکي د یوولسم ټولګي هندسې مضمون شکلونه راته له جنګه پاتې د سمنټو په ټوټو رسمول، خو اوس الحمدالله لس میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او تر شپیته سلنه زیات یې د ښوونې او روزنې لمړني اړین توکي لري .
په پیل کې یې خپل ساتونکې هم نه درلودل خو اوس درې لکه پنځوس زره امنیتي ځواکونه لرو.
هغه جنګ سالاران چې کالونه کالونه یې د یو بل ویني توی کړې، ده په یو میز سره کینول .
هغه کابل چې څلورو خواوو ته یې څلور جلا جلا حکومتونه وو اوس د شپږ میلیونونو افغانانو ګډ کور دی .
د حکومتي ورځنیو کړنو دپاره مو نه دفتر ، نه میز او نه چوکي درلوده خو اوس زمونږ دولتي اداري د فزیکي جوړښت له پلوه تر نړیوالو اداره هم لوړې دي .
بهرني پالیسي مو یوازې تر یو یا دوه ګاونډیو پورې محدوده وه خو اوس د نړی زیاترو ښارونو کې د افغانستان ملي بیرغ رپیږي .....................
پوښتنه دا ده چې ولې اوس د پخواني ولسمشر د وژل کیدو پلانونه جوړیږي ؟
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکا ترمینځ اړیکې ترینګلتیا کال 2003 کال څخه شروع شوې او په 2007 او 2008 کال کې خرابیدو اوج ته ورسیدلې .
امریکا او ناټو خپل سر نظامي عملیاتو، بې ګناه افغانانو وژلو، بندی کولو او د حکومت چارو کې د لاس وهنو له امله کرزی مجبور شو تر څو میدان ته راشي او د خپل دردیلي زړه آه د رسنیو له لارې خپلو هیوادوالو سره شریک کړي چې دې کار سره امریکا او متحدین یې نور هم په قهر شول او د کرزي د لرې کولو او وژلو په فکر کې شول.
کال 2009 کې امریکا زیات کوشش وکړو چې حامد کرزی ټاکنو کې ناکامه کړي او پرځای یې اوسنې اجرائیوي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ارګ په ماڼۍ کې کینوي، خو ډیرو هڅو سره سره په خپل پلان کې پاتې راغلل او هغه پخوانۍ د ملي یووالي په حقیقت کې د ملي ویش حکومت طرحه اوس په ښاغلي محمد اشرف غني باندې عملي کړه چې هرې وړې او لویې پریکړې دپاره باید د امریکا تر سفارته منډې ووهي که نه حکومت یې بقا نلري.
کرزي چې دیارلس کاله یې له امریکا سره نږدې کار وکړو، ددوی پر دوه مخه پالیسی اوس له هر چا ښه پوهیږي نو له همدې امله یې امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه، ځکه کرزی پوهیده چې دا امنیتي تړون یوازې یو طرفه ګټې تضمینوي او افغانستان ته یې د نه عملي کیدو په صورت کې زیات زیان رسیږي ( یوازې په تش نوم به مو ستراتیژیک ملګری) .
کرزی ددې دپاره چې افغانستان کې د امریکا او پاکستان پر سیاست ښه پوهیږي او له دریمې نړی سره هم ښې نږدې اړیکي لري چې په دې وخت کې هم د هند ، چین ، روسیي او عربي هیوادونو په سفر بوخت دی ، امریکا یې افغانستان او سیمه کې د خپل شتون لپاره خطر ګڼي او دده په شتون کې خپلو پالیسیو او پلانونو عمل په خطر کې ویني .
امریکا او ستراتیژیک ملګري یې ویره لري چې کرزی د روسیې ، چین ، هند او نورو امریکا دښمنه هیوادونو په ملاتړ امریکا ضد کوم خوځښت رامینځته نه کړي ( چې زیات امکان یې شتون لري ) او ددوی ګټو ته زیان ونه رسیږی نو له همدې امله اوس زیار باسي تر څو پخوانی ولسمشر او د پخواني ولسمشر فکر پلوه اشخاص له مینځه ویسي او میدان خپلو ګټو تآمین دپاره ځان دپاره خالي وساتي او د لوبې په میدان کې یو طرفه برلاسي ولري .
یادونه : د دیارلس کلنې دورې په وخت کې او له دې دورې راپاتې ستونزې هم له یاده نه شو ایستلی خو لیکنه مې یوازې پر څو مثبتو اړخونو ولاړه ده.