پنځم لاس یا ستون  FIFTH COLOUMNڅه ته وایي؟:

 
د پردې تر شا  هغه کار ته ويل کيږي، چې د دښمن په خدمت کې وي او ټولنه کې په خراب کاریو بوخت وي.
پنځم لاس د لمړی ځل لپاره په عمليتوګه د اسپانیا په خپل منځیو جګړو کې د ۱۹۳۹-۱۹۳۶کلونو کې کار واخستل شو.په هغه وخت کې فرانکو د آلمان او ایټالیا د قوتونو په مرسته د اسپانیا د خلکو او نوی جمهوری دولت په مقابل کې جنګیده.
جنرال مولی د فرانکو د پوځونو لوړ پوړی او د پوځیانو په څلورم قطار چي مادرید ته مخ په وړاندی تلل تر څو جمهوری غوښتونکی وګړي ته ماتی وړکړی.دی په دې وخت کې وايي، چي زه یو پنځم لاس هم د مادرید په دننه کی لرم.ددې مطلب د هغه خاینینو څخه وه چې د ښار په دننه د خلکو په مقابل او د دښمن په ګټه کار کوي د پنځم لاس اصطلاح نن ورځ د خاینینو په ښودلو او د دښمن عملونه د یو حزب،سازمان او د هیواد په منځ کې کارول کیږي.د احزابو سیاسی اختلافات او د نه حل کیدو عامل،د یو ښه رهبر نه شتون،د ځوان نسل رواني او روحي وژنه،د اصلی ځای څخه د کدرونو لریوالی ،کار اهل کار ته نه سپارل،د قومونو په مینځ کې د ژبی سیمی او مذهبی اختلافات،د قومی مشرانو وژل کیدل،سیاسی قتلونه،اداری فساد،د خلکو په مینځ کی د اعتماد نه شتون،د خلکو نفرت له دولتی چارواکو څخه،اقتصادی مشکلات،د کار نه شتون،سوداګرو ته مشکلات پیداکول،د بیو لوړوالی،د بهرنیو پیسو چلیدنه،د نظامیانو په مینځ کې د همغږۍ او خپلواکۍ نه شتون،د تعلیمي سیستم نه پرمختګ،د رسنیو نه کنترول،د بې نومه اداراتو منځ ته راوړل،په پوځي ادارو کې د بهرنيو استخباراتو شتون،د کلتور او فرهنګ وژنه،د پردیو فرهنګ رواجول،د کوکنار تولید دا ټول هغه مشکلات دي چي نن ورځ مونږ ورسره لاس او ګریوان یو او همدارنګه د استعمار لپاره دوه څیزونه لازم دي اکثریت ناپوهه او اقلیت خاین.