پاکستان د افغانانو په قاموس کي نشته!

 
سوله د طالب، پنجاب که له آمریکی سره؟
د ډیورنډ کرښی په اړه ټول مشران، کشران، واړه او زاړه پري پوهیږي او لوستی مو دي ضرور ندي زه پري بحث وکړم خو زه غواړم پدی لیکنه کي هغه شیان ذکر کړم کوم چي زما ټولنه تري بي خبر ده. د افغانستان استراتیژیک موقعیت او سیاسي جوړښت د زیاتره زبر ځواکونو او ګونډیو لپاره له سیاسي، اقتصادي او اجتماعی انده زښت ګټور دي. د سولی دویم پړاو روان دي. طالبان ټوټی ټوټی ډلی ډلی ښکاری، د پنجاب ورځ هر تر بلی په خرابیدو دي. د افغانستان په شمال کي سخته جګړه روانه ده د بدخشان لعلو ځینی هیڅ احوال نشته د افراطی هم مذهبی هیوادونو تر منځ شخړي په تودیدو دي عربو د ایران افراطی شعیګان ووژل او ایرا د عربستان، روسیی سفارت باندي بریدونه او د روسیی سفارت څار د آمریکایانو پوهنتون پواسطه، پاکستان د هند په سفارت یرغل او هند د پاکستان، په موسی قلعه کي د پیرنګیانو ماشینونو مخدره توکیو تولید او په عاید يي د دوه زبر ځواکونو شخړه په ښه په ګرمه کي ده حکومت کي ستونزي منځ ته راغلی بی کاري ډیر شوی قیمتونه لوړ شوی، مخدره توکیو ځوانان محاصره کړي دا شان ډیر ستونزی شته چي په یادولو يي زما ګوتي په لیکلو ستړی کیږي اوس غواړم هغه د سولی د لومړي پړاو د پاکستان وړاندیزونه ولیکم چي د هغي په اساس طالبان مونږ سره روغه جوړه کوي.
- د ډیورنډ کرښی په رسمیت پیژندل.
- د کنړ پر سیند د بند نه جوړول.
- افغانستان باید پاکستان ته ترانزیتی لاره منځنی آسیا ته خوشي کړي.
- د افغانستان اړیکي له هند سره داسي نه وي چي پاکستان پري شکمن شي او همدارنګه د هند ټولی قونسلګری وتړل شي.
- د افغانستان خاوری هیڅکله د پاکستان په مقابل کي استعمال نشي
- طالبانو ته لږ تر لږه ۵۰ فیصده برخه په دولت او ادارو کي ورکړ شي.
- په افغانستان کي د لوړ پوړو چارواکو په ټاکلو کي ۳۵ فیصده نظر د پاکستان واخیستل شي.
- د پاکستان ټولي د باربري موټری پرته له کوم بندیزه څخه مرکزی آسیا ته د ننوتو اجازه ورکړ شي.
پدي وړاندیزونو کي یو د طالب او نور د هغه چا چي  پنجاب يي د څار لاندي دي.
د اوسني دویم پړاو وړاندیزونه لږ څه توپیر لري.
- د ډیورنډ فرضي او تپل شوي کرښي په رسمیت پيژندل.
- د کونړ په سیند کي د پنجاب برخه
- په ننګرهار او قندهار د پنجاب سره هم سرحدي ولایتونو کي د هند قونسلګرو تړل.
- او په افغانستان کي د پنجاب ضد تبلیغاتو بندول.
پدي وړاندیزونو کي هم د طالب هیڅ ګټه نشته خو دا وړاندیزونه د پنجاب هم نه ښکاري، دلته د یوي بلي لوبې ډګر جوړولو پروګرام روان دي. ددي پروګرام چلوونکي د کابل بګرام او د پیښور په شمسی هډی کي ناست او دستور ورته له واشنګټن څخه ورکول کیږي. دا هغه چټل تخم دي چي په شیندلو سره يي په ځمکه کي کرهڼه ختمیږي. دا د امپریالیزم هغه توره بلا ده، چي په نړی کي تل خپل د خواهیشاتو لپاره هر کار ته لاس اچوي. ملګري ملتونه، بشري حقوقو اداره، نړیواله مالی کمیټه ټول ددغي نړیوالی مافیا په لاس کي دي. نن هم د ازاد بازار، لیبرال اقتصاد او واحد ګمرکی سیستم په شرایطو کي چي کله ددغه هیوادونو شخصي ګټو ته خطر متوجه کیږي د نورو ملکونه په مالونو د ټولو موجوده قراردادونو او اصولو پر خلاف په یوه او بله پلمه تعذیرات لګوي او حتا بانکي شتمني يي کنګل کوي.
داسي ډیري بیلګي شته خو دا هم د ویلو دي چي امپریالیستان پخپله دا کارونه نه کوي او نه دومره ساده دي چي وي کړي دا یوشتمه پیړي ده سیاستونه بدل شوي د جګړي سنګرونه او طریقه هم بدله شوي اوس څوک مستقیم د میوند ډګر ته نه راکوزیږي. اوس د سقاو ځوي (حبیب الله) روزل کیږي او دا د سقاو زامن په پنجاب کي د پخوا نه ډیر و. اوس په افغانستان کي هم ډیر شوي د پښتونخوا سقاویان د پنجاب په ګټه کار کوي چي ځانونه د خیبر پښتونخوا مشران بولي او د افغانستان اصلی سقاو زامن د امریکی سی آی ای اوآی ایس ای ته لګیا دي که حقیقت راباندي ووايي نو ماته ای ایس ای د سی آی ای یوه څانګه ښکاري چي دا یو حقیقت دي په نړي کي خلک د امریکی دومره قدرت او طاقت ترڅنګ بیا هم سی آی ای دومره نه پیژني څومره چي د آی ایس ای نوم سره آشنا دي. ښه هغي خو ټول پوهیږو چي پاکستان یوه پروژه ده او باید د استعمال وړ واوسي. هغه هم هر چاته چي په ښه بیه وپلورل شو. شمالي ټولواله په اصطلاح د سقاو زامن چي تل يي ځانونه ته د بچي وطن خطاب کاوه او د آی ايس ای او سی آی ای غلامی کوي. تر څو د وطن اصلی زامنو په مقابل کي د دغو بادارانو په مرسته سنګر جوړ کړي.
خو متاسفانه چي د امریکي په قاموس د ملګرتوب په نوم څه نشته د مطلب تر وخته ښاغلی يي خو وروسته له استعمال او استفادي نور د مرګ شیبی شماره د بیلګي په توګه د مجاهدینو ځنځیري قتلونه او په پاکستان کي د آی ايس آی مشرانو سیاسی قتلونه او د خیبرپښتونخوا مشرانو وژل د طالب پر نامه په کوم علاقو کي چي طالب سره خلک آشنا و، طالبی پروژه ورته په نصیب شوه او کومي علاقی چي ورسره آشنا نه و، داعیش ورته په نصیب ورسید. د ډیورنډ موضوع د هوا تودوخی پشان د امپریالیستانو یوه پلمه ده او ددي پلمی تر شاه د منځنی آسیا او ځواکمنو هیوادونو څار او زیرمو ته يي سترګي پټی کړي، روسانو هم دا شان ډیر آرمانونه په ګور یوړل. امپریالیستان به هم بي برخي پاتي نشي خو که افغان اولس لږ ځان وخوروي او د پوهي، عامه پوهاوي، یووالی، اقتصادي او اجتماعي پیاوړتیا په برخه کي لاس په کار شي.
 
لیکوال: محمد یحیی (جدی)