چيګوارا؛  د انقلاب سمبول

 
ژباړن: محمد یحیی (جدی)
دا کتاب (چيګوارا؛ د انقلاب سمبول) يو له غوره کتابونو څخه دی. تاسو کولای شئ چې دغه کتاب د نیوکې په نیت ولولئ او په دې کتاب کې تاسو د پښتو ژبې له مختلفو ټکو سره اشنا کېږئ چې په خپلو اثارو، لیکنو او  ورځني ژوند کې ترې ګټه اخیستلی شئ. د دې کتاب د ژباړلو ډېر دلایل موجود دي:
۱-  دا کتاب تاسو ته په نړۍ کې د یو کمساري شخصیت د پېژندنې په موخه ژباړل شوی دی، دا شخصیت چيګوارا نومېږي چې د یوه نړیوال فکر لرونکی و.
۲- زه تاسو ته د دې کتاب له لارې داسې یو ځوان در پېژنم چې تل يې د حق او عدالت ملګرتیا کړې او تل یې غوښتلي چې د ظالمانو په مقابل کې ودریږي او د مظلوم حق ترې واخلي.
۳- دا یو داسې ځوان دی چې ډاکټر، لیکوال، اقتصاد پوه، قاضي، جنګیالی او پر خپل دریځ ولاړ د خلکو محبوب مشر دی چې هیڅکله يې د ځان لپاره څه نه غوښتل او تل یې د برابرۍ او یووالي لپاره کوښښ کاوه.
۴- هغه ته له انسانیت پرته قوم، مذهب او کلتور هېڅ مطرح نه وو او تل يې د قومونو او رنګ د توپیر پر خلاف غږ پورته کړی، هغه د وینا او عمل سړی و.
«ارنېسټو ګوارا دلاسرنا» چې په «چي» مشهور و، د  ۱۹۲۸ کال د جون پر ۱۴ مه د ارجنټاین په دویم لوی او مهم ښار«روزاریو» کې وزېږېد. ارنېستو چیګوارا په یوه مشهوره هسپانوي-ایرلنډي توکمه کورنۍ کې چې له سیاسي پلوه یې کیڼ اړخي افکار لرل، نړۍ ته سترګې وغړولې. ارنېسټو د مور او پلار مشر زوی و. په کال ۱۹۵۳ کې له طب پوهنځي څخه فارغ او د امریکا بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه پیل کړل، چې دا سفرونه د چیګوارا په ژوند کې ډېر مهم ګڼل کېږي. نوموړي په ۱۹۵۴ کال کې په ګواتیمالا کې د «جاکوب اربېنز» د خلکو د منتخب حکومت په ملاتړ د سیاسي مبارزې ډګر ته ور ودانګل. د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتي ادارې «CIA» د یرغلیزې مداخلې او توطیې په پایله کې د اربېنز حکومت نسکور او چي مکسکو ته وتښتېد. لږه موده وروسته له فیډل کاسټر او نورو انقلابینو سره یو ځای شو او په کیوبا کې د (فولژنیسوباتیستا) د دیکتاتورۍ د راپرځولو په موخه د جولای ۲۶ ام پاڅون کې یي فعاله برخه لرله.
چیګوارا یو انټرناسیونالېست او د امپریالیزم ضد مخکښ مبارز و. هغه په ګواتیمالا کې د «جاکوب اربېنز» مشروع دولت په ملاتړ مبارزه وکړه. هغه په کیوبا کې د ازادۍ لپاره له خپل ځانه تېر شو او د انقلاب تر بریالیتوب وروسته یې په پوره ځواک سره د یوې نوې او سوسیالېستي ټولنې پر جوړولو لاس پورې کړ. هغه د انقلابي دولت د غړي په توګه د نړۍ بېلابېلو لویو وچو ته سفرونه وکړل.
 
د هغې خړې جونګړې نه قربان
چي بچي پکې پیدا د انقلاب دي