سي ای اې په پنجشېر کې (اته څلوېښتم څپركى)

 
راتلونكى سهار وختي موږ ټول د دفتر په سیمه کې راغونډ شو څو د طبي ماموریت د څرنگوالي په اړه راغلي تلگرافونه ولټوو.
په تلگرافونو کې په دې اړه هیڅ هم نه وو، نو ریک ډگروال اېچ ته د پېښې د څرنگولي په اړه د مالوماتو لپاره ورغی. ډاکټر د بي بي سي د چينل په  چالانولو سره موږ ټولو ته ماتې راکړه. نطاق د یوه سي اېچ53 ډوله چورلکه هغه خبر چې د کابل په سويل کې د څو میله په واټن کې سهار وختي لوېدلې وه، ورکاوه. د یوولسو سپرو کسانو له جملې څخه یې څلورټپيان شول او ټول کسان ددوهمې سي اېچ-۵۳ چورلکې په واسطه ژغورل شوي وو.
گونگوسې دا وې چې نوموړې چورلکه د ځانگړو ځواکونو د یوه ژوبل شوي سرتېري د لېږدولو لپاره لېږل شوې وه خو داچې سرتېري چېرې موقیعت درلود، هیڅ يادونه نه وه شوې. ریک د ډگروال اېچ څخه راوگرځېد او د غورځېدنې تصدیق یې وکړ. واضحاً د کاروان لومړی چورلکه د لوړو بادونو او دوړو سره مخامخ او چورلکه د ټیټې الوتنې له امله د کومې غونډۍ له سر سره لگېدلې او غورځېدلې وه. دوهمه چورلکه سمدستي ناسته او ټول کسان یې راپورته کړي وو خو ماموریت باید له منځه تللى واى.
 دهوایي ځواک په دې چې ایا لوېدلې چورلکه د جوړونې لپاره کاري ډله وروليږي او قرارگاه ته یې د بیا راوستلو هڅه وکړي او که په بشپړ ډول یې ورانه کړي څو دښمن ته ترې انکار وکړي، بحث درلود.
زموږ پیلوټانو پرېكړهوکړه چې هغوی باید د انجمن په کنډو باندې زموږ د چورلکې په واسطه الوتنه وکړي ،خو دتیزو بادونواو په ځانگړي ډول د خیرنو تیلو اوبند شویو فلټرونو د ستونزې له امله دا هڅه ډېره خطرناکه وبلله او موږ هم د انتظار پرته نور هیڅ هم نشو کولای!
 د ماسپښین په درېو بجو ټاسک فورس ډاگر خبر راکړ چې په همغه شپه به هغوی بل طبي ماموریت(هغه ماموریت چې له مخې یې ټپيان او یا هم سخت ناروغان له کاري چاپېريال څخه یوه روغتون ته د درملنې لپاره لېږدوي. ژ) ترسره کوي. ځانگړيځواکونه د خپل ناروغ ملگري لپاره راتلل. دا ځل ددغه ماموریت لپاره دوه سي اېچ -۴۷  لوی دوه څرخ لرونكې باروړونكې چورلکې ټاکل شوې وې او په استنه کې د ښکته كېدلو په ځاى کې باید د مهالوېش سره سم (د څلورم نومبر په لومړیو ساعتونو)د سهار په دوه بجو راښکته شوې وای.
موږ ته یې دا هم وویل چې هانک، دوهم گیري او د سمندري ځواکونو مشر کالنډ له دوشنبه څخه تاشکند ته تللي او په همغه شپه به هغوی هم په نوموړو چورلکو کې وي. موږ څلورو کسانو د ژوبل شوی سرتېري سره یوځای الوتنه کوله. د څه دلایلو په اساس زه پوهېدم چې داځل به له درې څخه په وتلو كامياب كېږو.
دلته زموږ د پاتې كېدنې په بهیر کې دا لومړی ځل و چې هوا دومره یخ شوه چې سړی یې کنگل کاوه. موږ د ښکته كېدلو ډگر ته د سهار د یوې بجې څخه لږ وړاندې ورسېدلو. د یوه ژوبل شوي سرتېري لپاره که څه هم چې په تذکره کې وي، له ربړونو ډک سفر و. د داکټر د وینا مطابق سرتېری په یو حالت کې و او سره له دې چې درد یې شدید و، داسې ښكارېدله چې سرتېري مقاومت کولای شو.
زما موټر چلوونكى یو ځوان سرتېری و چې ما ترې وړاندې نه و لیدلای. هغه د شمالي ټلوالې دریشي په تن او د کورتۍ په سر یې نری جاکټ و. هغه بوټان په پښو خو دسکش یې نه درلودل. لږ مخکې کله چې ما جامې سره برابرولې، په وړین بکس کې مې یو جوړ اضافه دسکش چې له باكېفیته وړیو جوړ و، پیدا کړل. ما دغه ځوان ته ورکړل او په دري ژبه مې ورته وویل چې دا زما لخوا هغه ته یو سوغات دی.
هغه باور نه راته خو په لاسونو یې کړل. گوتې یې پکې تاو راتاو كړې او بیا یې په ژړا پیل وکړ!! هغه زما لاس ونیوه او له ما یې مننه وکړله. زه د خپل کوچني عمل په واسطه د هغه دومره احساساتو له امله وشرمېدلم. زما باور نه راته چې هغه د دغه سوغات او په ځانگړي ډول د دسکشو وړتيا ته حیران وي.
دغه بې له شکه لومړی ځل و چې هغه په خپل ژوند کې دسکش ترلاسه کړي وو. په دره کې هیڅ افغان هم دده په څیر دسکش نه درلودل. دقیقاً په دوه بجو د شمال لورې څخه ددرنو انجنونو غږ راغی. مځکه د چراغونو په واسطه په نښه شوې وه او د ښکته كېدلو ډگر هم اوار او پراخ و او حتى دغه دوه لویې چورلکې هم پکې په اسانه توگه كېناستلی شوې. کله چې چورلکې راښکاره شولې او په نښه شوي ډگر باندې كېناستلې، د څرخونو په واسطه جوړ شوی ساکن برق د پورته كېدونکو دوړو په منځ کې پړکې کولې. تاوېدونکو څرخونو ځلا کوله او د څرخونو په سر یې یوه ژیړ رنگه تاوېدونکې دایره جوړه کړې وه. دا یوه ویره وونکې لیدنه وه! دواړه چورلکې په یو وخت كېناستلې او انجنونه یې چالان و. د چورلکې وروستی زینو سره د الوتکې کاري ډلې په بیړه سره بکسونه راښکته کړل او په چورلکه کې ناست مساپرین هم راښکته شول زه او ریک ورغلو او دوهم گیري مو هلته پیدا کړ. ما او هغه سره روغبړ وکړ او د چورلکو د غږ له امله زه د خبرو پرمهال د هغه غوږونو ته ورکوږ شوم. زه له دې امله چې هغه ته مې افغانستان ته د راتگ ښه راغلاست ووایه، خوښ وم خو د واک د ورسپارلو لپاره مې د زیات وخت درلودلو ارمان درلود. ممتاز مې هلته خوا وشا کې پیدا کړ او خپل ځايناستى مې ور وپیژاند. ممتاز ته مې خپل دریم یا څلورم ځل د خدای په اماني ویلو وروسته د هانک د پیداکولو په هیله و خوځېدلم. هغه هم د ریک سره ولاړ و. موږ د چالان انجنونو په تېز غږ کې یو بل سره ستړې مشې وکړله او د بحري ځواکونو مشر کالنډ هم راغی او د هغه سره مې هم روغبړ وکړ.  د سي اېچ-47 چورلکې د ډلې مشر ما او ریک ته د هغه د څارلو لپاره لاس وښوراوه. خوا او شا مې وکتل، ميوري او کریس د سرتېري د تذکرې پسې روان و. موږپه بیړه سره په خپلوځایونوکې كېنا ستلواودچورلکې کارکوونكي ته مې په داسې حال کې چې الوتنې ته یې تیاری نیوه، وروکتل. په چورلکه کې دننه بالکل توره شپه وه اودهریوه په سترگودشپې عینکې وې. دچورلکې دډلې څخه دوه کسانودچورلکې په وروستی برخه کې كېناستل اوپښې یې له چورلکې ځوړند وې. دواړوماشین گڼې خپلوځایونوته ددې دپاره چې داړتیا په وخت کې پرې ډزې وکړي، برابرې كړې. دچورلکې په مخکنی برخه کې هرې خواته یې یوه یوه نصب وه، نوموړى توپک څومېل لرونكې ټوپک وو چې دډزوپروخت یې مېلونه تاوېږی اوډېرزوروردي. دشپې دعینکوله امله شنه رڼا چې دالوتکوکارکوونكي په سترگوکې یې انعکاس کاوه، هغوی ته موږدبېگانه په ډول ښکاره کولوو. موږغږپټوونكې الې په غوږونوکړې خوبیا موهم ددووچورلکودماشینونوپه داسې حال کې چې گړندۍ كېده، اورېده. دیوې جټکۍ وروسته هواته پورته شوې ساعت ته مې وکتل اودڅلورم نومبردسهاردوه بجې اوشل دقیقې وې موږدپنجشېر درې څخه دوتلوپه تکل کې ؤ.