هغه بې لاسه(معیوب) چې روباتیک لاسونه یې ترلاسه کړل

د نن سبا کارپوهانو لپاره ریښتیا هم، چې د مصنوعي(روباتیک) د وجود غړو جوړول تر ټوله ښه او مهمه قاضیه ده. دا دی د جانز هاپکینز فزیکي څړنیز مرکز کارپوهان په دې بریالي شوي دي، چې داسې روباتیک لاسونه جوړ کړي، چې د هغو بې لاسه ناروغانو لپاره به ډیر ګټور وي. دغه روباتیک لاسونه د انسان د عصبي سیستم له لارې کنټرولیږي، یا په بله ژبه د انسان د عادي لاسونو په ډول به د مغزو ټول سیګنالونه بدرګه کوي او عادي حرکت به لري.
لیس باغ(Les Baugh) هغه لومړی ناروغ دی، چې ۴۰ کله پخوا یې په یوه ترافیکي حادثه کې خپل دواړه لاسونه له لاسه ورکړي وو، دا دی دوه نوي روباتیک(مصنوعي) لاسونه یې ترلاسه کړل. لیس باغ دغه لاسونه د فکر په وسیله کنټرولوي. لکه څرنګه، چې کاروپوهان زیاتوي، مخکې له دې، چې دغه روباتیک لاسونه کار پیل کړي، یو ډیر دروند عملیات ته اړتیا شته، تر څو د ناروغ عصبي رشتې د مصنوعي لاسونو سره وصل شي او په بشپړه توګه کار وکړي.
د نوموړي مرکز یو جراحي ډاکټر، چې دا عملیات یې ترسره کړي، وايي: "دا د ننۍ په جراحۍ کې یو نوی میتود دي، چې د هغو ناروغانو، چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي لپاره به ډیر ګټور وي".