تربور 

     
د خدای ج خدايي ډیره لویه ده. خدای ج انسان اشرف المخلوق پیدا کړی، کرامت او حیثیت یې ورکړی.
خدای ج انساني ونې او انساني څېرې یو ډول ندي پیدا کړي، د خدی ج په وړاندې تور پوستکی او سپین پوستکی هم کوم ارزښت نلري.
حضرت بلال (رض) تر ټولو تور رنګ لرونکی انسان وو، اما د خدای ج د مینې وړ وو، ډیر لوی شخصیت یې ورکړی وو  او ترننه په اسلامي ټولنه کې لوړ ځای، لوړ او تلپاتې نوم لري.
د انسانیت د دې لویې فلسفې په بنأ د نفرت او تفرقې دروازې باید وتړل شي.
زمونږ د ټولنې جوړښټ هم عجیب دی.
مړه ولسونه ژوندي شول او پس له مرګه ژوند یې په نصیب شو، اما مونږ تر اوسه په ډیر لوی او درانده خوب بیده یو.
زمانه پرمخ ځي، د اسارت کړۍ ماتوي، یو او بل ته د یووالي لاس ورکوي، خو مونږ تر ننه له خپل تربور سره په مورچه کې ناست یو او لا هم پدې نه یو پوه شوي چې تربور څوک دی.
اف! نو دا څه ژوند دی!!
مونږ خدای ج د مینې لپاره پیدا کړي یو، خو مونږ په خپله د مینې کور وران کړی.
خدای ج انساني ټولنه د مور او پلار د یو ځای کیدو څخه جوړوي، مور او پلار د دې ټولنې مشر بنسټګر ګڼل کیږي، د هغې څخه اولادونه منځته راځي. انساني ټولنه د اولادونو په منځته راتګ سره لوییږي، د یو او بل د مرستې او ملاتړ په اساس د ژوند چارې سمبالوي، خو مونږ چې د یوه پلار اولاد یو، وروڼه یو، څه وخت وروسته تربرونه شو.
زمونږ اولادونه زمونږ وروڼو ته په مورچو کې ناست دي، زمونږ فکري شعور تر ننه د کور او کلي په څلورو دیوالونو پورې منخصر دی.
زمانه تر اسمان ورسیده، مډرنه شوه، ساینس او ټکنالوژئ ته یې اوږه ورکړي، خو مونږ لاهم زاړې بابولالې وایو.
عجیبه همدا ده! چې زمونږ د ګڼ شمیر لوستو او نالوست ځوانانو او مشرانو سره یوازې د تربور د سیالۍ انګزیزه وجود لري. 
زمونږ سیالان د ښه ژوند کولو لپاره ستونزې او کړاوونه ګالي، اما زمونږ کړاوونه د تربور سره د سیالۍ لپاره وي.
دا تربوراني دې نوره اور واخلي.
اې لویه خدایه! ته زمونږ فکري چاپیریال پراخ کړه، ته زمونږ په اراده کې بدلون راوله.
دوستانو! مونږ او تاسو تر اوسه د دښمن فلسفه لولو او د دښمن زاړې بابولالې ترنم کوو. ایا د دې پیژندل په کار ندي چې تربور څوک دی؟
دښمن وايي: لوی دښمن دی، سر یې مات کړه.
زه وایم: یو خوږ انسان دی، د ستایلو وړ دی او ملاتړ یې باید وشي
هو! تربور زمونږ ورور دی، زمونږ عزیز دی، کلیوال مو دی، زمونږ د ټولنې یو غړی دی  او بالاخره، یو خوږ انسان دی، چې زمونږ په غم غمرازي کوي او خوشالي مو پرې رنګینه وي.
                                                    ۱۲/۹/۱۳۹۳
                                        د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت
                                                   د محققینو بورډ