
موږ هر یو کس د ورځې په لسګونو کاغذونه توروو او ماښام مهال ډېری هغه باطله دانیو ته غورځول کېږي. افغانستان خپل کاغذ له نورو هېوادونو تامینوي، ځکه خو یې د ځنګلونو د له منځه تګ ویره نه شته. خو په د فترونو او ادارو کې د ورځې په سلګونو ټنه کاغذ مصرفیږي.
له بل ګیټس پرته، چې په خپل دفتر کې ټول ډیجیټلي توکي کاروي، ډېرى دفترونه لا هم کاغذ ته شدیده اړتیا لري. په افغانستان کې زموږ شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي او هر ماشوم، چې د ورځې یوه - یوه پاڼه مصرف کړي؛ ۱۰ میلیونه پاڼې کېږي. دغه راز د کارتنونو، ډبیو او نورو توکو په استعمال کې هم د کاغذ یوه ستره برخه مصرفیږي.
په اټکلي ډول د یوه ټن کاغذ د تولید لپاره باید ۱۷ ونې غوڅې شي، چې ۴۰۰ زره لیټره اوبه او څلور زره کیلو واټه برېښنا غواړي. دغه لګښت له انسان نه دا تقاضا کوي، چې د کاغذ په مصرفولو کې محتاط واوسي.
کمپیوټر تر یوه بریده د کاغذ مصرف راکم کړی، خو دا تر ډېره په ځوان نسل پورې منحصر څیز دی.
د زاړه، یا پاخه عمر کسان؛ چې د کمپیوټر پر ښیښه مطالعه نه شي کولی ډېری متنونه پر کاغذونو لولي. په ډېرى دفترونو کې د کاغذ په استعمال کې افراط کېږي. که پنځه کرښې پرې پرنټ شي، کاغذ باطله دانۍ ته ځي؛ په داسې حال کې، چې دویم مخ یې سپین وي. دغه کار پر ګران بیه تمامېدو سربېره، د کاغذ مصرف ډېروي او د کثافاتو د تولید لامل هم ګرځي.
زموږ ډېر کاغذ په ورځپاڼو او ټاکنیزو منډو ترړو کې هم مصرفېږي، ځکه هر نوماند په لسګونو زره عکسونه او پیغامونه چاپوي. په زرګونو نور کاغذونه په چاپخونو کې د ناسم چاپ یا قطع کولو پرمهال هدر ځي.
په ادارو او دفترونو کې د کاغذونو د مصرف د کنټرول لپاره مهمه داده؛ چې له کاغذ نه اعظمي ګټه واخستل شي او سپین ځای په کې پرې نښودل شي. د یادښتونو او ورځنیو دفتري چارو لپاره باید استعمال شوې، یومخ تورې پاڼې وکاریږي. په هره راډیو او ټلویزیون کې د ورځې ۱۲ يا ۱۵ پورې خبري سرویسونه دي او په هر خبري سروېس کې لږ ترلږه ۱۰ خبرونه وي، چې د اصلي سروېسونو په زیاتېدو سره یې د کاغذ مصرف په ورځ کې تر ۲۰۰ پاڼو اوړي. دغه راز د خبرونو په تصحیح، پروف او نورو مسایلو کې هم ۲۰۰ کاغذه مصرفیږي، چې په اوسط ډول ۵۰۰ پاڼې کیږي.
د دفتر په نورو ادارو کې هم همدومره کاغذ مصرفیږي، چې مجموعي لګښت یې د ورځې له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې پاڼې راځي. که چېرې موږ دواړه مخه وکاروو د یوې ورځې کاغذ مو سپمیږي او په میاشت کې د ۱۵ ورځو او په کال کې د شپږو میاشتو. که د ورځې په یوه متوسط رسنیز دفتر کې د کاغذ مصرف درې ریمه حساب کړو، په یو کال کې موږ ۵۴۰ او په دوو کلونو کې یوزر او اتیا ریمه بچت کوو.
دغه راز د دفتر په داخل کې د اوټ لوک سیسټم، یا عادي برېښنالیک له لارې د اطلاعاتو تبادله، د متنونو تصحیح، مشورې او دا ډول نورې چارې د کاغذ مصرف خورا ټیټوي. موږ ډېر داسې کسان لیدلي، چې ۱۰۰ مخیز متنونه پرنټ کوي او په هغو کې بیا ۱۰ یا ۲۰ پاڼې اضافي یا خرابې هم پرنټ کیږي. دغه متن موږ په فلش کې وړلی شو، یا یې په کمپیوټر کې کتلی شو، خو دا کار نه کوو.
نړۍ اوس د ډیجیټل کېدو پر لور پرمخ ځي، کېدای شي یوه ورځ ټولې ورځپاڼې، مجلې او کتابونه په ډیجیټل بڼه ولولئ. همدا اوس ډېر خلک د ګډون ونډو له لارې ورځپاڼې او مجلې په انټرنیټ کې د هغو په ډیجیټل بڼه ګوري. موږ اوس هم ډېر کتابونه په خپلو موبایلونو کې لولو، قران کریم، په موبایل کې تلاوت کوو او داسې نور کارونه. په دې سره د کاغذ د مصرف ډېره مخه نیول شوې او ډېرې ونې له غوڅېدو ژغورل شوې دي.
که غواړﺉ خپل چاپیریال او د نړۍ چاپیریال مو شین وي، کاغذ کم مصرفوﺉ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.