
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۳ كال د دسمبر ۵ نيټه
ګرانه دوسته!
د پنځمې صليبي حملې او يرغل سرګذشت يوه فرانسوي مجاهد دياداشت په توګه ليكلى دى. چې څو انګريزي ژباړې يې خپرې شوي دي، ډېره مشهوره نسخه په “ايورى مينس لايبر يرى” كې ده.
پنځم صليبي ير غل نيغ په نيغه د فرانسې پاچا سينټ لويس په مصر باندې كړى وو. د “دمياط” عارضې قبضه د قاهرې په لور اقدام د نيل د ساحل جګړه د صليبيانو ماته د لويس نيول كيدل او د فديي وركولو په تړون خوشي كيدل د تاريخ نامتو پيښې دي او عربو تاريخ ليكونكو دا ټول تفصيلات ليكلى دى. لويس له خوشې كيدو وروسته عكه ته لاړ چې د څو نورو ساحلي مقامونو سره د صليبيانو په واك كې پاتې وو او د څو كالو له پاره هملته ميشت شو، ژواين ويل دغه ټوله زمانه له لويس سره وو. د مصر اوعكه پيښې دده د سترګو ليدلى پيښې دي.
لويس په ۱۴۴۸ كال كې له فرانسې نه روان شو او بل كال ته “دمياط” ته ورسيد او دريم كال ته عكه ته لاړ بيا په ۱۴۵۴ كال كې بيرته فرانسې ته لاړ كه دا كلونه له هجري كلونو سره سم كړى شي نو ۶۴۶ هـ او ۶۵۲ كلونه كيږې ژواين ويل چې كله له لويس سره ملګري له فرانسې نه روان شو نو دده عمر څليرويشت كاله وښوده دا ليكنه د خپل عمر په وروستيو كلونو كې كړى ده يعنې په ۱۳۰۹ م = ۷۰۸ هـ كې چې دده له وينا سره سم دى پنځوس كلن وو. او پر صليبي پيښو نيمه پيړۍ تيره شوې وه، داسې كومه تصريح نه شته چې د هغې سره سم څوك وويلاى شي چېد مصر او فلسطين د قيام په زمانه كې ده ،دا اهم واقعات ليكلى دى. نو څه چې ده ليكلى دى دا دپنځوس كاله پخوا مهال يو روايت دى چې ده پخپله حافظه كې ساتلى دى خو بيا هم دده بيانات تركومه ځايه پورې چې د جګړې واقعاتو سره اړه لري ثقه معلومات دي.
د مسلمانانو دديني عقايدو او اعمالو او اخلاقو او عاداتو په هكله د ده معلومات د منځنيو پيړيو له عامو فرهنګي معلوماتو څخه دومره مختلف نه دي خو بيا هم يو څه توپير شته ځكه دا مهال د اروپا او منځني ختيځ پر ګډو اړيكو باندې چې صليبي جګړو خپل اثر ورباندې اچولي وو او له دغه اثر لاندې يې وده كړې نږدې دوه نيم سوه كاله اووښتي وو او فلسطين ته راغلي صليبي استعمار ګر له مسلمانانو سره ډېر نږدې شوي معلوميده، نو طبعاً د ژواين ويل ذهني تاثیرات له هغو تاء ثراتو څه بيلښكاري چې د لومړي زمانې صليبيانو درلودل اوويل يې مسلمانان كافر دي. هيد ین دى بې نيم دى، پى ګن يعنې ملحد دى ، د مسيح دښمنان دى اګر كه ځينې ښې خبرې هم په مسلمانانو كې شته او ددوى په لارو چارو كې ټولې خبرې بدې نه دي ، د مصري حكومت او ددغه حكومت د ملكې او پوځي نظام په هكله هغه څه چې ليكلي دي هغه او يا په سلو كې صحيح دي خو د مسلمانانو دديني عقايدو او اعمالو په هكله دده بيانات له ۲۵ په سلو نه زيات يې صحت نه لري لومړى ډول معلومات زياتره د فلسطين له كليسايي خلقو نه په لاس ورغلى دى نو ځكه په تعصب او كركه باندې ولاړ دي او د هغه مهال د اقتصاد له مخې دا كركه د تعجب وړ كوم څيز نه دى.
يو څه مهال وروسته ما بيا د اكتاب ولوست يو بندي ملګري ده “ايوري مينس لايبريري” څخه يو څه كتابونه راغوښتي وو. په هغو كتابونو كې دا كتاب هم راغلى و په دې لړكې د دوو پيښو يادونه د غور وړ ده.
په عكه كې د استوګنې په مهال لويس د دمشق پاچا ته يو سفيرو رواستاوه او ورسره يې يو سړى چې ايوي لابريتان نوميده د ترجمان په توګه واستاوه. دى سړى د مسيحي واعظانو سره اړيكي در لودل او د مسلمانانو په ژبه پوهيده چې مراد دمسلمانانو له ژبې څخه عربي ژبه ده ژواين ويل ددغه سفارت يادونه كوي او ليكي:
كله چې سفير له خپل استوګنځى څخه د پاچا ماڼې ته ورته نوبريتان په لار كې له يوې بوډۍ مسلمانې ښځې سره مخامخ شو چې ددې ښځې په ښي لاس كې د اوريو لوښي واو په چپ لاس كې يې د اوبو صراحي نيولي وه لابريتان له دغې ښځې نه پوښتنه وكړه: دا شيان څرنګه او چيرته وړي ؟ ښځي وويل زه غواړم په دغه اور باندې جنت وسوزم او په دغو اوبو باندې د دوزخ اور مړ كړم چې د دواړو نوم نښان پاتې نه شي “ لابريتان ورته وويل :
“ ته ولې داسې كول غواړي ؟ “ ښځې ورته وويل : “ ددې له پاره چې هيڅ سړى ته دا موقع په لاس ورنه شي چې د جنت په مينه او ددوزخ له ډاره نيك كار وكړي نو بیا چې سړى كوم كار كوي تش د خداى د دوستې له پاره به يې كوي” ددغه روايت او داستان يو عجيب اړخ دادى چې همدغسې له رابعه بصري نه نقل شوې دي كتابونه را سره نه شته خو د يادونو په مرسته ويلاى شم چې قشيري ابوطالب مكى، فريد الدين عطار صاحب عرايس المجالس صاحب روح البيان او شعر اني ټولو دا مقوله نقل كړې ده او د رابعه بصريه په فضايلو كې شمېرل شوې ده رابعه بصري د صوفيانو په لومړي طبقه كې ګڼل كيږي په دويمه هجري پيړۍ يعنې په اتمه مسيحئ پيړۍ كې مړه شوې ده ددې په حالاتو كې ټول لوليکلي چې يوه ورځ له كور څخه ووتله او په يو لاس كې يې داور لوښى او په بل كې يې د اوبو كوزه نيولې وه، وګړو ور څخه پوښتنه وكړه چې چيرته ځې نو په ځواب كې يې هماغسې وويل چې لابرتيان ددمشقي ښځې له خولې نقل كړى دى: په اور جنت سوزم او په اوبو باندې ددوزخ اورمړ كوم چې دواړه ورك شي او بيا وګړي د خداى عبادت يوازې د خداى له پاره وكړي او د جنت په تمه او د دوزخ له ډاره يې ونه كړي “ نو طبعا دلته دا پوښتنه پيدا كيږي چېددوهمې پيړې درابعې بصري مقوله څرنګه داومې پيړې ديوې د مشقې ښځې په ژبه جاري كړى شوه. دا څه خبره ده چې پنځه سوه كاله د مخه د رابعه بصري قول په هماغه توګه ددمشق په كوڅه كې د يوې ښځې له خوا تكرار يږي آيا دا تش د افكار واو احوالو توارد دى او كه تكرار او نقالي ده؟ او كه دراوى افسانه جوړونه ده؟
د هرې توجيه له پاره قراين شته او معامله په بيلا بيلو بڼو رامنځ ته شوې ده.
(۱) دا هغه زمانه وه چېد صليبي ډلو ټپلو زور په فلسطين كې اوبه شوى وو او د ساحل له يو وړوكې ځاى نه پرته يې نور كوم بل ځاى په واك كې پاتې نه وو او هلته يې په امن او هوساينه ژوند نه شو كولاى شپه ورځ په پرليسې يرغلونو او ايسارونو تر پښو لاندې كيدل. لويس د هغوى د مرستې له پاره راغى خو هغه په خپله د مرستې محتاج شو، جنګي قوت په افلاس سربيره په اخلاقي افلاس هم ككړ او تباه شول.
د لومړيو زمانو مذهبي جوش چې په ټوله اروپا كې يې جريان درلود هم سوړ شوى وو او فردي اغراضو او صليبي رقابتونو یې ځاى نيولى وو او چې په پرلپسې ماتو يې همتونه ټيټ شول نو د اصلي مقصد له هڅې نه هم پاتې شول او د بدعمليو او عياشيو بازار يې تود شو د مذهبي مشرانو د ديندارۍ اخلاص په ريا كارۍ بدل شو ، داسې وګړي ډېر لږ وو چې رښتياني مخلصان او پاك عملي وي.
كله چې د هغه وخت د مسلمانانو له ژوندانه سره ددغه حال مقابله او مقايسه كيدله نو د مسيحي ژوند مذهبي او اخلاقي ټيټوالى نور هم لا زيات څرګنديده اوس مسلمانان د صليبيانو ګاونډيان وو او د ذات البيني جګړو د ځنډ له امله دوى يو بل ته سره ډېر نږدې شول .
په صليبيانو كې چې د چا ليك لوست زده وو له هغو څخه ځينو د شامې عيسايانو په مرسته د مسلمانانو ژبه زده كړه او د مسلمانانو له عقايدو او افكارو سره آشنا شول ، د كليسا مبلغينو چې دلته كار كاوه په هغو كې هم داسې كسان پيدا شول چې له مسلمانو عالمانو او صوفيانو سره يې ناسته ولاړه پيدا شوه او پر ديني او اخلاقي ۱۳۱ مسئلو باندې لومړی به يې مذاكرې كولې ددغه مهال د ډېرو عالمانو او صوفيانو په حالاتو كې داسې تصريحات موندل كيږئ چې صليبي كشيشان او رهبانان به ورته راتلل يو تر بله به يې سره سوال او جواب كاوه . ځينې مسلمانان عالمان چېد صليبيانو په لاس نيول شوي وو تر ډېره وخته په دوى كې اوسيدل او د هغو له مذهبي مشرانو سره يې مذهبي بحثونه كول . شيخ سعدي شيرازي په همدغه وخت كې صليبيانو نيولى وو او تر ډېره پورې ورسره په طرابلس كې بندي وو.
ددې وضعې لازمي نتيجه داوه چې په صليبيانو كې چې چا مخلص او اثر منونكى طبیعتونه در لودل هغو د خپلو پيرانو حالات د مسلمانانو له حالاتو سره مقايسه كول او د مسلمانانو مذهبي او اخلاقي تفوق يې ليده نو عيسانيانو ته به يې پيغور وركاوه چې د مسلمانانو په شان اوسی او ددوى په شان ژوند وكړﺉ او عیبرت ورڅخه واخلي لكه چې په خپله ژواين ويل په كړو وړو كې داسې اثار ليدل كيدل . داسې ډېر ځايونه شته چې د مسلمانانو له خولى داسې اقوال نقلوي چې د عيسائيانو له پاره په كې عبرت او پند موجود دى . ددمشق په همدغه سفر كې ده د جان دى ارمينين د سفر يوه واقعه نقل كړې ده. دا سړى د مشق ته ددې له پاره تللى وو چې د ليندو د جوړولو له پاره مواد وپيري. دى وايي چې ما په دمشق كې په عمر يو پوخ سړى وليد چې زما وضعې ته يې وكتل نو را څخه يې پوښتنه وكړه: ايا ته مسيحي يې ؟ ماورته وويل هو : دى بوډا مسلمان راته وويل : “تاسو مسيحيان يو له بل څخه كركه كوﺉ نو ځکه داسې خوار او سپك يې. يوه زمانه هغه وه چې ما صليبي پاچا “بالډوين” ليدلى وو هغه جزامې وو او درې سوه وسله وال ورسره وو بيا هم هغه صلاح الدين له كړاوونو سره مخامخ كړ. خو اوس تاسو د خپلو ګناهونو په سبب دومره لويدلى يئ چې مونږ تاسو د ځنګل د ځناور وپه شان ښكار كوو. “
نو كيداى شي چې لابريتان داسې وګړي ليدلي وي چې د صوفيانو د اقوالو او اعمالو څخه خبر وي او هغه دا غوښتل چې له هرې معاملې څخه د عيسويانو له پاره د عبرت كار واخلي. د لابريتان په نسبت مونږ ويلي دي چې له مسيحي تبيلغاتو سره يې اړيكې درلودل او په عربي ژبه پوهيده نوليرې نه ده چې پر هغو خيلانو پوه وي چېد هغه وخت په تعليم يافته مسلمانانو كې موندل كيدل ځكه د رابعې بصري دا مقوله مشهوره وه او له مسلمانانو سره له تماس نه به ورته دا داستان رسيدلى وي نو له دې امله يې ددمشق له سفر څخه ګټه واخيسته او يوه د عبرته ډكه قصه يې جوړه كړې ده او مقصد يې داوو چې عيسويانو ته له دين سره د اخلاص او عمل تر غيب وركړي اوورته وښي چې په مسلمانانو كې ديوې زړې بوډې د عمل د اخلاص درجه دومره لوړه ده چې دى هم نه شي ور رسيدلى.
دا هم كيداى شي چې په خپله د ژواين ويل په علم كې دا مقوله راغلى وي او هغه دا داستان لابريتان ته منسوب كړي وي چې په دمشق كې منځ ته راغلي دي.
مونږ ته معلومه ده چې د نولسمۍ پيړې نقادانو ژواين ويل د صليبي مهال يو ثقه راوي ګڼلې دى او په دې كې هم شك نه شته چې دى خو په ښكاره يو ديندار او مخلص مسيحي وو لكه چې دده له ليكنې څخه ځاى پر ځاى څرګنديږي خو بيا هم دا ضروري نه ده چې په ديندار راوې كې دى د ګټور رواياتو د جوړولو استعدادنه وي ، د روايت د فن د ژورتياو يو عجيب حال دى ، ډېر نيك سړى هم ترې كله كله ځان نه شي ژغورلى او روايتونه جوړوي. او په دې غوليږئ چې كه د كوم نيك مقصد له پاره كوم روايت جعل او جوړ كړي نو كومه بدي په كې نه شته . د مسيحي مذهب په لومړيو وختو كې چې كومووګړو د حواريونو په نامه راز راز ليكنې جوړې كړي وي چې داليكنې كليسا پر غير معروفو او مدفونو ليكنو كې شماركړي دي دا حواريون يقيناً ډېر دينداره او مقدس وګړي وو، خو بيا هم د دوى دينداري ددې مانع نه شوه چې د حواريانو په نامه جعلي او جوړه شوې ليكنه ايجاد كړي.
د اسلام په تاريخ كې چې كومو وګړو د دروغ حديثونه جوړ كړي په هغوى كې ديندار واعظان او مقدس زاهدان هم وو. هغوى خيال كاوه چې په وګړو كې دينداري او د نيك عمل شوق پيدا كړي او دروغى حديثونه يې جوړول او خلكو ته يې واورول او دا كار يې بدنه باله لكه چې امام احمد بن حنبل مجبور شو چې ووايي چې د حديث په جوړوونكو كې دا وګړي ډېر خطرناك دي. په دې لړكې دا خبره هم بايد په نظر كې ونيول شي چې اومه پيړې د صوفيانه افكارو او اعمالو د خپريدو او احاطي زمانه وه. د اسلام د ټول عالم او په تيره بيا په مصر او شام كې د وخت د مذهبي ژوندانه عام رجحان د تصوف او د تصوفي خيالاتو په لور جريان درلود په هر ځاى كې ډېرې خانقاهګانې جوړې شوي وي او عام او اميران يې عقيد تمندان وو. د تصوف متداول مصنفات په همدغه پيړۍ كې او ورپسې په راوروسته پيړۍ كې مدون كړى شول . حافظ ذهبي چې له دغه وخت نه شيپته اويا كاله وروسته خپل مشهور تاريخ ليكلى دى ، ليكي چې ددغه وخت ټول پاچاهان او اميران د صوفيانو تر اثر لاندې وو. “مقريزى” چې د مصر په تاريخ كې د كومو خانقاهګانو حال ليكلى دى د هغو زيات شمير په همدغه وخت كې منځ ته راغلى دى نو په دې حال كې دا دتعجب وړ خبره نه ده چې هغه صليبيان چې د مسلمانانو له خيالاتو سره د خبرتيا موقعه په لاس ورغلى د مسلمانانو صوفيانو له اقوالو نه خبر شوې وي ځكه چې د وخت عام رنګ همداوو.
۲: دا هم كيداى شي چې لابريتان له داسې وګړونه وي چې حكايات او افسانې جوړونه يې طبيعي غوښتنه وي. داسې وګړو له كوم مقصد نه پرته د وګړو د ذوق او استعجاب له پاره فرضي داستانونه او واقعات جوړ كړي دي . په نړۍ كې غلط روايتونه د رواياتو له همدغه جذباتو څخه پيدا شوي دي په مسلمانانو كې واعظانو او قصه ويونكو د وګړو د توجه له پاره داسې ډېر داستانونه جوړ كړي دي چې سلګونو ته رسيږي په پاى كې يې نيمه تاريخې واقعيت موندلى دى د ملامعين واعظ كاشفي او نورو تاليفات له داسې قصو څخه ډك دي.
۳: دا هم كيداى شي چې واقعه صحيح وي او په هغه وخت كې يوه صوفي ښځه وه چې يا يې د رابعه بصري په استثنا د دا قصه كړې وي او يا يې د خپل چال د استغراق پر بنا دا واقعه تكرار كړې وي.
د اقوالو او احوالو مشابهت او مماثلت په بيلابيلو وختو كې او د بيلابيلو وګړو له خوا سر راپورته كړي دي. ډېر ممكنه ده چې د اومې پيړۍ د لوى صاحب حال ښځې په ژبه هم د عمل د اخلاص او د الهى عشق هماغه تعبير ونه راوتلى وي چې په دوهمه پيړې كې رابعه بصري ويلي دي. افسوس دى چې دلته كتابونه نشته او كه نه نو كيداى شوه چې ددغه مهال ددمشق د صوفيانو د حالاتو پته راته لګيدلى واى . د اومې پيړۍ دمشق د تصوف او صوفيانو د مشق وو.
دا بايد په ياد ولرو چې په تذكرو كې درابعه شاميه په نامه يوه ښځه شته كه زما حافظه غلطي ونه كړي نو جامې هم د نفحات په پاى كې ددې ترجمه ليكلې ده خو د هغې عهد ډېر دمخه دى په دغه عهد كې په شام كې ددې موجوديت په تصور كې نه شي راتلاى.
۴: وروستى امكاني صورت چې په مخكې شته هغه دادى چې په دې عهد كې به كومه ښځه وه چې د نقالي په صورت كې يې د صوفيانو پيښې كولې او دا ښځه به له لابريتان سره مخامخ شوې وي. او يا به يې دا اوريدلي وو چې د عكه مسيحي سفارت راځي قصداً دده په لار كې دريدلى وو خو دا امكان ډېر لرې بريښي چې په تصور كې راځي .
ژواين ويل يوه بله واقعه د (دى وولډمين آف دى ماونټين) په عنوان ديو سړي د سفارت نقل كوي يعنې دالتموت د غرو د “شيخ الجبال “ دسفارت نقل كوي ، لكه چې تاسو ته معلومه ده چې د “شيخ الجبال” په نامه لومړى حسن بن صباح نومول شوى وو بياله ده نه وروسته دده هرجانشين په دغه نامه ياديده . د باطنيه د فرقي ددعوت دا عجيب او غريب نظام د عالم په تاريخ كې دغرايبو حوادثو نه دى . دا نظام پرته له كوم پوځي طاقت نه نږدې دوه سوه پنځوس كاله ټينګ پاتې شو او دلويديزې آسيا ټول طاقتونه ترې ډاريدل او سريې ورته ټيټ كړې وو. هغه د اقتدار د پوځ او مملكت په واسطه په لاس نه وو راوړي بلكه دده د سرښندونكو وژونكې يرغلونه وو چې ده ته يې د نه تسليميدو قوت حيثيت وركړى و د هغه وخت هيڅ پاچا هيڅ وزير هيڅ امير او هيڅ كوم ستر سړى نه وو چې دده له اسرارو ډكه توره نه ور رسيدله . ددې تورې رسيدل ددې نښه وه چې كه څوك د شيخ الجبال خبره ونه مني نو سمدلاسه وژل كيږي. دده دا سرښندونكې په ټولو ښارونو كې خپاره وو دا سرښندونكې د سيوري په شان په سړى پسې تلل او ډېر په امن ځايو ته يې ځان رسولاى شو.
له شيخ الجبال سره صليبي جنګياليان هم مخامخ شوې څو تنه ټيمپلر او څو تنه ها هاسپيټلر ددغو سر ښندونكو د تورو خوراك شوې دى . او په پاى كې اړشوي دي چې د شيخ الجبال غوښتنې ومني. يروشلم ( بيت المقدس) چې كله صليبيانو فتح كړ او بالډين يې پر تخت كښيناست ده هم په كال كې دنذر په توګه يو څه الموت ته استول . دوهم فريډر يك چې (۱۲۲۹) كال كې د مصر د پاچا اجازه واخيستله او ديروشلم زيارت ته لاړنو ده هم يو غټ سفير له غټو سوغاتونو سره شيخ الجبال ته وراستولى وو.
په اروپا كې دالموت د كلا د عجايبو حكايتونه د همدغه صليبيانو پواسطه خپاره شول چې وروسته په مضفاتو كې په رازراز نومونو مونږ ته رارسيدلى دى د نولسمې پيړې ځينو افسانه ليكونكو په دغو موادو خپلې افسانې رنګينې كړې دى او ځينې لاغوليدلى او وايې چې شيخ الجبال د شام د غرونو كوم له اسرارو ډك شيخ وو چې مقر يې په لبنان كې وو.
ژواين ويل ليكى: په عكه كې پاچالويس ته د غرو نو د وولدمين استازى ورغى ، يو مشر په ښه جامه كې دمخه وو او يو د ښكلو جامو اغوستونكي ځوان ورپسې ودځوان په لاس كې درې توري وي دا توري له دوى سره ددې دپاره وي كه پاچا ددغه مشر خبره ونه مني نو دا توري به ورته د مقابلې د علامې په طور تقديم كړي. د ځوان پسې يو بل ځوان وو چې يو څادر يې اغوستى و او دا ددې له پاره چې كه پاچا ددغه مشرغوښتنه ونه مني نو دا څادر به ورته دده د كفن په توګه تقديم كړي يعنې هغه وپوهوي چې د مرګ وخت يې نژدې دى او وبه مري”
مشر له پاچا څخه پوښتنه وكړه چې زمونږ ستر مشر مونږ ددى له پاره راليږلى يو چې له تا څخه وپوښتو چې ايا ته زمونږ ستر مشر پيژنې كه نه ؟
پاچا وويل : “ مادده ذكر اوريدلى دى “ دى مشر وويل : چې داسې ده نو ولې دى په خپلو خزانو كې د دوى برخه لا تر اوسه پورې نه ده كړې لكه چې د هنګري پاچا د بابل سلطان او نورو پاچاهانو په خپلو خزانو كې ددوې برخه كړې ده او كال په كال ورته برخه را استوي دا پاچاهان ښه پوهيږي چې زمونږ ستر مشر كولى شي چې د دوى ژوند پاى ته روسوي. “
په دې مكالمه كې د جرمني پاچا او د هنګرې پاچا كال په كار د نذر دور كولو حواله وركول شوې ده له دې څخه معلوميږي چې دغو پاچاهانو دا تحفې يو ځل نه دي وركړي بلكه كال په كال يې وركړي دي. د بابل له پاچا څخه مراد د مصر پاچا دى ځكه په صليبي زمانه كې اروپايانو قاهرې ته بابل ويل او خيال يې كاوه چې په مقدسو كتابو كې كوم بابل راغلى دى هغه هماغه ښار دى لكه چې په حماسې نظمونو كې په وار وار د بابل نوم راغلى دى . ديو صليبي منصبدار ستره كارنامه دا ګڼل كيده چې ده كافران تر هغه ځاى پورې وزغلول چې هلته د بابل د لوړو منارو سرونه ښكاريدل.
تر دې وروسته ژواين ويل ليكي چې په دغه زمانه كې شيخ الجبال ټمپل او ها سپيټل ته كال په كال يو څه د خراج په توګه وركول ځكه چې ټمپلر او هاسپيټلر له ده څخه نه ډاريدل او ده دوى ته تاوان نه شو وراړولى.
مشر دعكه پاچا ته وويل چې زمونږ ستر مشر ته څه نه وركوې نو دا خو وكړه چې زمونږ مشر كوم خراج ټمپل ته وركوي له هغه څخه یې خلاص كړه.
د فرانسې پاچا دا ټول معامله ټمپلرانو ته ورسوله ټمپلرانو بله ورځ دا مشر د شيخ الجبال سفير راوباله او ورته يې وويل : “ستا ستر مشردالو يه غلطي كړې ده چې داسې په بدو سترګو پيغام يې د فرانسې پاچا ته استولى دى كه مونږ د پاچا په احترام مجبور نه واى چې هغه ستاسو په ساتلو كې د سفير په توګه مجبور دى نومونږ به تاسو اوس د سمندر موجونو ته وراچولي واى.
هر څه چې وي نو اوس حكم كوو چې فوراً له دغه ځايه لاړ شې او بيا بنځلس ورځی وروسته له الموت څخه بيرته راشې خو داسې راشې چې زمونږ د پاچا په نوم يو دوستانه ليك له قيمتي تحفو سره در سره وي چې په دې توګه به زمونږ پاچا ستاسو له ستر مشر څخه خوښ شي او د تل له پاره به ستاسو دوست شي. چې سفير ددغه حكم د عملي كولو له پاره سمدلاسه رخصت شو او پنځلس ورځْ وروسته يې دوستانه ليك اوښې تحفې له ځان سره پاچا ته راوړې .
د ژواين ويل په دې داستان كې کڼه او شك شته او د عربو مورخانو تصريحات ورسره سمون نه لري مونږ ته معلومه ده چې صليبيان د خپل اقتدار په زمانه كې مجبور وو چې د خپلو ځانو د ساتلو له پاره شيخ الجبال ته سوغاتو نه واستوي تر دې چې فرډريك دوهم لازمه بلله چې همداسې وكړي نو دا خبره عقل نه مني چې ۱۲۵۱ كال كې چې د صليبيانو قدرت خاتمه موندلې وه او د فلسطين په څوساحلي غاړو كې يې خوارژوند تيراوه ، څرنګه ناڅاپه حال بدل شو او شيخ الجبال د ټمپلرانو نه د خراج اخيستلو په ځاى د خراج په وركولو مجبور شو او د ټمپلرانو حكم يې سمدلاسه ومانه.
جوته خبره داده چې ټمپلرانو او هاسپټلرانو له شيخ الجبال سره پخواني اړيكې درلودې نو له همدې امله يې د هغوې هره خبره منله كله چې شيخ الجبال دلويس دراتلو څخه خبر شو او دايې هم واوريدل چې هغه يو سوغات د مصر سلطان ته وركړ او له قيد څخه خوشې شو نو غوښتل يې چې هغه وډاروي او خپل سفير يې د قاتلانه مرموزو يرغلونو له پيغام سره ور واستاوه ، لويس ته معلومه وه چې ټمپلران له شيخ الجبال سره پخواني اړيكې لري نو معامله يې هغو ته وروسپارله او هغوى د پاچا او شيخ الجبال تر منځ دوستانه اړيكې پيدا كړل بيانو يو بل ته سوغاتونه ليږل او دوستانه ليكونه يې يو بل ته استول ، د عربو مورخانو له تصريحاتو څخه همداسې معلوميږي هغوى ليكي چې د شيخ الجبال او صليبيانو تر منځ اړيكې تر دې درجې پورې لوړې شوي چې صليبيانو څو ځله د شيخ الجبال د سرښندونكو په واسطه د اسلام د پاچاهانو وژل غوښتلى وو.نو د ژواين ويل د بيان به څه توجيه وكړي شي؟
دا كار له دوو حالتو څخ خالي نه دى كيداى شي چې ټمپلرانو اصل حقيقت پټ ساتلى وي او شيخ الجبال يې خپل فرضي تابع بللي وي نو ځكه ژواين ويل ته اصلي حقيقت نه دى څرګنده شوی او څه چې ده اوريدلي وو په ياداشت كې يې لييكلي دي. او يا بيا منلي شو چې د ژواين ويل ديني او قومي عصبيت به ددې موجب شوي وي چې د صليبيانو اقتدار د پاسه وښي او واقعه معكوسه او سرچپه كړي ژواين ويل د صليبيانو د ماتو سرګذشت بيخي لوڅ او بربنډ بيان كړى دى نو له دې نه معلوميږي چې لومړې خبره سمه او صحيح ده. د دوهم روايت كمزورى له دې څخه هم معلوميږي چې د ټمپلرانو په باره كې ويل شوي چې هغوى سفيرانو ته وويل چې پنځلس ورځې وروسته د شيخ الجبال ځواب راوړي يعنې چې اوه ورځې په تلو كې او اوه ورځې په راتلو كې تيرې كړي او دا ښكاره ده چې په هغه زمانه كې د عكه او الموت ترمنځ واټن په اوو ورځو كې نه وهل كيده.
“مستوفي “ چې په نزهة القلوب كې دهغه وخت د پړاوو نو نقشه ايستلې ده له هغې څه مونږ ته معلوميږي چې د شمال ايران قافلوتر بيت المقدس پورې واټن له دوو مياشتو څخه په كمه موده كې نه شووهلي او د الموت پورې خوله دينه هم لازياته لاره ده.
هو! داسونو پواسطه دا لاره په لږه موده كې هم وهل كيداى شوه چې ډاك به يې ووړ خو د شيخ د سفيرانو له پاره دا كار ګران وو.
ژواين ويل ليكي چې شيخ الجبال چې لويس ته كوم سوغاتونه استولى وو په هغو كې له بلورو څخه توږل شوي هاتي او يو زرافه هم وه او د بلورو څخه جوړه شوې مڼه او د شطر نج مهري هم وي . دا به هغه ډول بلوري مصنوعات وو چې د هغو په هكله ويل شوي دي چې دالموت د جنت باغ ور څخه ډك وو.
بلوري مصنوعات په لويدیزه آسيا كې له چين څخه راوړل كيدل بيا عربو صانعانو هم يو څه جوړول.
له دې نه وروسته د هغه سفارت حال راځي چې لويس شيخ الجبال ته ور واستاوه په دغه سفارت كې زمونږ پخواني دوست د مترجم په توګه رامنځ ته كيږي او دده په ژبه د شيخ يوه مكالمه نقل شوې ده. خو ټوله مكالمه له چټي خبرو نه جوړه شوې ده او د باور وړ نه ده، ځينې برخې چورلټې جعلي او جوړې شوي معلوميږي او يا ټوله له غلط فهيمونه ډكه ده مثلاً شيخ الجبال د سينت پټر (بطرس) در ناوى وكړ او ويې ويل : “دهابيل روح نوح ته راغى له نوح نه وروسته ابراهيم ته راغى او بيا له ابراهيم څخه ورسته يې پټر ته انتقال وكړ دا هغه وخت و چې خداى ځمكې ته راكوز شوى وو. (يعنې چې حضرت مسيح ظهور وكړ )
ممكنه ده چې شيخ الجبال دا خبره ددې خبرې د څرګندولو له پاره كړې وي چې د حضرت مسيح منگر نه دى او دايې ويلى وي چې كومه الهى وحې چې پخوانيو نبيانو ته راتله هماغسې حضرت مسيح ته هم راغلې وه او دده دى خبرې ته لابريتان بل رنګ وركړى دى.
د ژواين ويل دا بيان ټول له هغو خيالاتو څخه اخيستل شوي چې د هغه وخت په كليسا يې حلقو كې په عام ډول رواج وو او بيا په اروپا كې تر پيړيو پورې نسل په نسل خپريدل دا بيانات اګر چې غلط دي بيا هم له هغه بياناتو څخه ښه دي چې دصليبي يرغل په لومړيو وختو كې دكليسا د هنر واعظ په ژبه جاري وو مثلاً دا بيان چې موهامت د سرو زرو يو ډاروونكى بت دى چې مسلمانان يې لمانځي لكه چې د فرانسوي او ايټالوي ژبو په لرغونو ډرامو كې تر واګان او ټريوي ګانټي ترواګان او د مسلمانانو يو ډاروونكى بت په حيث وړاندې كيده ، دا لفظ په حيث وړاندې كيده، دا لفظ انګريزي نه راغلى دى، تربوي ګانټ شوى دى او اوس ترې ټرمى ګانت جوړ شوى دى او هغې ښځې ته وايي چې وحشيانه اوبې باكه خوي لري.
يوه پوښتنه دا پيدا كيږي چې دا شيخ الجبال څوك وو؟ دا زمانه تقريبا د (۶۴۹ هـ) زمانه وه له دې نه رووسته په لويدیزه آسيا كې د تاتاريانو طاقت خپور شو او هغو داداسرار و ډك مركز د تل له پاره ورك كړ. څرنګه چې كتابونه را سره نه شته نو د شيخ الجبال په هكله څه نه شم ليكلى.
صليبي جګړو د منځنيو پيړيو اروپاله منځني ختيځ سره په څنګ كې ودروله اروپا هغه وخت د مسيحي دماغ نماينده ګي كوله او مسلمانانو خپله مسلماني كوله او دواړو په منځ كې څرګند تضادونه وو. اروپا د مذهب د ليوني جوش بيرغ پورته كړى و او مسلمانانو د علم او پوهې توغ او چت كړى وو. اروپا ددعاګانو په وسله جګړه كوله او مسلمانانو د اوسپنې او اور په وسله جګړه كوله.
د اروپا اعتماد تش د خداى په مرسته و مسلمانانو هم د خداى په مرسته اعتماد درلود او هم يېد خداى د پيدا كړو څيزونو نه د خپلې دفاع له پاره كار اخيسته اروپا يوازې په روحاني قوتو تكيه كوله او د مسلمانانو په روحاني او مادي دواړو قوتو ډاډ درلود، اروپا د معجزې کار په انتظار وو، او مسلمانان د خپل عمل د نتايجو په تمه وو. معجزو په نه شوي خو د عمل نتايج څرګند شول او د فتحې او برياليتوب فيصله وشوه.
د ژواين ويل په سر ګذشت كې په هر ځاى كې تضاد څرګند دى كله چې مصري پوځونو په منجنيقونو مچې مصري پوځونو په منجنيقونو او رونه شيندل پيل كړل نو فرانسويان چې له لاسي وسلو پرته ورسره نور څه نه وو بيخي بې وسې او زبون شول ژواين ويل په دې لړ كې ليكي: يوه شپه چې پر هغو برجونو چې د سين د لارې د ساتلو له پاره جوړ شوى وو پهره كوله نو ناڅاپه څه ګورو چې مسلمانانو په يوه آله چې منجنيق ورته وايي پر مونږ باندې اورونه راوشيندل . چې دايې وليدل نو زمونږ يو غټ صاحب منصب مونږ ته وويل : دادى اوس غټ خطر راغى نو كه دا برچونه پرې نه ږدو او حال دادى چې مسلمانانو په كې اور لګولى نو مونږ به هم له برجونو سره اور واخلو او وبه سوزو او ايره به شو خو كه برجونه پريږدو بيا هم له بې عزتې سره په مخامخ كيدو كې مو هيڅ شك نشته ځكه چې مونږ ددې برجونو په ساتلو مامور شوى يو، نو اوس پرته له خداى څخه بل څوك نه شته چې مونږ وساتي نو تاسو ټولو ته زما دا مشوره ده چې كله مسلمانانو پر مونږ اور راغور زول پيل كړل بله چاره نشته خداى ته به دعا كوو چې له دغه غم څخه مو وژغوري او مرسته را سره وكړي . چې مونږ ټولو همداسې وكړل . نو مسلمانانو پر مونږ باندې اور غورزول پيل كړل او موږ په دعا و باندې لګياشولو د اور لوښي دومره غټ وو لكه د شرابو پيپي او هغه اور چې پر مونږ رااچول كيده دومره اوږ دى لكۍ به يې درلودې لكه اوږدې نيزې او چې دا پيپه به راولويده داسې در زبه يې وكړ لكه آسماني ټكه او داسې شكل به يې نيوه لكه چې د اور اژدها په هوا كې الوزي او رڼا يې ډېره تيزه وه د چوڼۍ ټول ځايونه به داسې روښانه شول لكه ورځ.
له دې نه ورسته د لويس په باره كې ليكي:
“هر ځل به چې زمونږ ولې صفته پاچا ډزوا وريده نوله بسترې نه به ولاړ شواو به دريده او لاسونه به يې پورته ونيول او زمونږ د ژغورنې دعا ګانې به يې كولې او ويل به يې : مهربانه خدايه ! زما سړى وساتې ! زه يقين كوم چې زمونږ د پاچا دغو دعاګانو به ارومرو ګټه رارسولې وي.
خو د ګټې يقين يو تش خيال و ځكه چې هيڅ دعا مونږ ته فايده ونه كړه او داور غونډارو دا ټول برجونه وسول او ايره يې كړل.
دا خو دديارلسمۍ پيړې د مسيحيانو حال وو خو څو پيړۍ وروسته چې بيا د اروپا او آسيا مقابله وشوه نو اوس وضع بيخي بدله او سرچپه وه اوس بيا د دواړو خواوو متضاد خصايص څرګند وو لكه چې د صليبي جګړو په وخت كې وو نو په دومره توپير چې كوم ځاى د اروپا دماغ درلوده اوس هغه ځاى د مسلمانانو دى او د مسلمانانو ځاى اروپا يانو نيولى دى.
د اتلسمې پيړۍ په آخر كې چې ناپليون په مصر باندې ير غل وكړ نو مراد بيك د جامع الازهر عالمان راټول كړل او ورسره يې مشوره وكړهچې څه وكړي ، دا زهر عالمانو په اتفاق ورته وويل چې په جامع الازهر كې د صحيح البخاري ختم وكړي چې د مقصد د حصول له پاره په هدف غشي دي چې همداسې وشول خو د سحيح البخاري ختم لاپاى ته نه وورسيدلى چې د مصر حكومت خاتمه ومونده شيخ عبدالرحمن الجبرتي ددغه وخت د سترګو ليدلى حالات ليكلى دى چې عبرت انګيز دى د نولسمۍ پيړۍ په لومړيو كې چې روسانو بخارا محاصره كړ نو د بخارا امير حكم وكړ چې په ټولو جوماتواومدرسو كې ختم (خواجه كان) وكړي هلته د روسانو توپونو د ښار ديوالونه ړنګول دلته وګړو ختم كاوه او يا مقلب القلوب يا محول االخرل چيغې يې وهلې او په پاى كې هغه نتيجه شوه چې له همدغسې مقابلې څخه يې انتظار كيده چې يو لوري ته توپونه وي او بل لوري ته د خواجه ګانو ختم.
دعاګانې خو ګټه رسوي خو هغه چاته يې رسوي چې د ټينګ هوډ او همت خاوند وي د بې همتو له پاره چې د عمل د ترك بهانه له دعا څخه جوړوي ګټه نه رسوي.
ژواين ويل دغه اوراچونې ته يوناني اور ويلي دي او په دغه نوم په اروپا كې شهرت لري غالبا دهمدغه نوم ايښودنې وجه وه چې په كومو موادو دا اور بليده هغه په قسطنطنيه كې صليبيانو ليدلى وو نو ځكه ورته يوناني اور وايي.
د اور اچولو له پاره يې د خاورو له تيلونه كار اخيسته د خاورو د تيلو په دې زما نه كې هم شهرت درلود له هغه ځايه دا تيل شام او مصر ته وړل كيدل . ابن فضل الله او نويري ددغه استعمال مفصل حال ليكلى دى .
داور اچونې له پاره دوه ډوله ماشينونه په كار اچنول كيدل چې منبحنيق ډوله وو چې د ډبرو د ګوزارولو له پاره ور څخه كار اخيستل كيده او بله آله د ليندې په شكل وه چې په ځمكه كې نصب كيدله چې دى آلى نه منبحنيق څخه هم ګوزار زيات وړاندې غور زاوه.
ژواين ويل لومړى آلى ته (پيټرى) او بلې ته (سويريل كراسبو) نوم وركړي دي. د منبحنيق لفظ هغه يوناني لفظ څخه معرب شوى له وم نه چې په انګريزي كې (ماشين) په فرانسوي كې ورته (ماشينس) او په جرمني كې (ماسينس) جوړ شوى دى دا آله عربانو له روسانو او ايرانيانو څخه اخيستې وه خو دوهمه آله پخپله عربو جوړه كړې وه چې په عربي ژبه كې ورته مدافع وايي يعنې ويشتونكې آله او اوس مدفع توپ ته وايي .
په عربي كې د خاورو تيلو ته لفظ وايي دا هماغه لفظ دى چې په اروپايي زبو كې ورته (نيت) او (نپتالين) وايي.
ابوالكلام