دولتي ترهګري

                                                                                                                             نیټه: ۲۸/۹/۱۳۹۳، ه،ش امیر عبدالرحمن خان (په کور د ننه، د خپلو خلکو پر وړاندې زمری او له کور د باندې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ګیدړ)                دریم څپرکی؛ دویمه  برخه  د محمدزیو د سردارانو په ډله کې یو هم هغه ترهګر او بې رحمه تن چې د خپلو ترهګریزو کړنو له کبله یې نوم په تاریخ کې د یوه ظالم (ترهګر) پاچاه په توګه لیکل شوی دی، امیرعبدالرحمن خان، د سردارمحمدافضل خان زوی او د امیردوست محمدخان لمسی دی، عبدالرحمن خان په کابل کې، په کال (۱۸۴۴، زیږدیز) کې زیږیدلی دی تر څو دا نړۍ وي نوموړی به د یوه ظالم (ترهګر) په نوم یادیږي. وایي چې امیر عبدالرحمن خان له وړکتوب څخه غیرې انساني کړنې ترسره کولې، د مکتب له زدکړو سره یې مینه نه وه او له پوځي او نظامي کړنو سره یې سراو کار ؤ، عبدالرحمن خان نیمه سِواد درلود، د پندنامې کتاب او تاج التواریخ یې په فارسي ژبه لیکلي دي.
 د سردارعبدالرحمن خان په ماشومتوب کې د ترهګرو خوی درلود. د نوموړي د ماشوم توب لوبې، د سپیو او پشو وژلوو، چې په توپک، توره او نېزو باندې به یې وژل.
سردارعبدالرحمن خان چې لا ماشوم ؤ، یوه ورځ یې د بلخ ولایت د مزارشریف له ښار څخه د باندې د نښې د ویشتلو په وخت کې وویل: «د توپک مرمۍ سړی وژني او که نه؟» نو یې خپل مریې هلک(غلام بچه) څو ګامه وړاندې ودرولو او د توپک ډز یې ورباندې وکړ او ویې وژلو، سردار وخندل او ولاړ! کله چې د ده پلار، مشر سردار (محمدافضل خان) چې د بلخ والي ؤ د خپل زوی له دې ناوړه عمل څخه خبر شو نو سردار عبدالرحمن خان یې ورټلو او د توپخانې په فابریکه کې یې له یو کال څخه د زیات وخت لپاره بندي کړ، نوموړي د یوه کال په  موده کې خپل ویښتان کم نه کړل او هم یې کالي بدل نه کړل تر څو په غاړه کې کالي یې تار، تار شول.
پخپله امیرعبدالرحن خان د خپلې بندیخانې په اړه وایي: عبدالرحیم خان زما له پرمختګ سره کینه درلودله او زما په اړه یې پر فساد پېل وکړ، نو یوه ورځ یې زما پلار ته وویل: « ستا زوی پر شرابو او چرسو باندې روږدی شوی دی» په داسې حال کې چې دا ډول عمل ما نه درلود.
 دا چې زه ډېر جاهل وم د خپل پلار له رټلو څخه ډېر په تنګ شوی وم، نو پریکړه مې وکړه چې له بلخ څخه فرار وکړم او په هرات کې خپل خسر ته ورشم، کله چې ما د خپلې تېښتې لپاره په پټه توګه تیاری نیولو زما نوکرانو زما د هوډ خبر زموږ پلار ته ورکړ، پلار مې زما په اړه څېړنه وکړه، نو پوه شو چې دا خبره رښتیا ده او بیا یې زه بندي کړم، ټول غلامان او نوکران یې له ما څخه واخیستل، زما د دغې ناوړه عمل له امله د عبدالرحیم خان هغه تورونه چې پر ما یې لګولي وو رښتیا شول.
وروسته له هغې چې امیر شېرعلي خانپه کال(۱۸۶۸،ز) کې امیرمحمداعظم خان او سردارعبدالرحمن خان ته د غزني د شش ګاؤ په سیمه کې ماتي ورکړه او هم یې تر بنو پورې یې منډه ورکړه، نو له هغه ځایه د سیستان له لارې مشهد ته ولاړل، سردارعبدالرحمن خان بخارا او وروسته سمرقند ته ولاړ.
روسي جنرال کوفمان په ترکستان کې سردارعبدالرحمن خان ته ښه راغلاست وویل.
 سردارعبدالرحمن خان تر (۱۲) کالو پورې په جلاوطنۍ کې پاتې شو. (۱۸۶۸- ۱۸۸۰ز، کال) نوموړی سردار چې له وړکتوب څخه د انګریزانو لخوا روزل شوی ؤ نو ځکه یې تر مرګه پورې د انګریز له غلامۍ څخه ځان خلاص نه کړ، عبدالرحمن خان د یوه انګرېز لخوا خپله روزنه داسې یادوی:
زما د پلار د ټولو پوځونو سپهیالار، یو تن انګریز د شېرمحمد خان په نوم ؤ چې خپل مذهب ته یې تغیر ورکړی ؤ دغه صاحب منصب په انګستان کې د(کمبل) په نوم مشهور ؤ، په کال(۱۲۵۰، ه، ق) کې د کندهار په یوه جګړه کې د شاه شجاع په پوځ کې راغلی ؤ، چې زما د جد د لښکر خوا ونیول شو، نوموړی ډېر زیرک، شجاع، نظامي،  او د ښه خوی خاوند ؤ، زه ډېر پرې ګران وم، د بلخ د ټولو پوځونو د سپهسالارۍ رتبه یې درلودله چې د پوځونو شمېر(۳۰۵۰۰) تنه ؤ. یوه ورځ شېرمحمد خان(کمبل) زما له پلار څخه هیله وکړه چې ما د نظامي زدکړو لپاره هغه ته وروسپاري، تر څو دې ده له مړینې څخه وړاندې خپل علوم او فونون ما ته رازده کړي. زما پلار د نوموړي غوښتنه ومنله او ما ته یې حکم وکړ چې هره ورځ دوه ساعته نوموړي انګریز ته ورشم او هر څومره چې ممکنه وي بې له دې چې زما وخت ضایع شي زدکړې راکړي، ما په خوشالۍ سره ومنله او په خپلو زدکړو مشغول شوم.
سردارعبدالرحمن خان چې له اوږدې مودې جلاوطنۍ څخه افغانستان ته راستون شو او د کابل پر لور روان ؤ نو پر انګریزانو باندې سخته وېره او ورخطایۍ راغلي وه، ځکه چې په دوی باندې له هرې خوا څخه د افغانانو بریدونه روان وو او د لویو بریدونو لپاره تیارۍ نیول کیدلې، سردارعبدالرحمن خان چې په کندوز کې ؤ انګریز ګریفن عبدالرحمن خان ته د ،۱۸۸۰، ز، کال د اپریل په میاشت کې په دې متن لیک ورولېږه:
« زما محترما دوسته سردارعبدالرحمن خان! وروسته له رسمي تبلیغاتو او ستاسو د سلامتۍ په هیله، د انګریزانو دولت ستاسو له روغتیا څخه خبر شو چې قطغن ته رارسیدلي یاست خوښ یو او خوشاله به شو، تر څو پوه شو چې له روسیې څخه څه ډول راروان شوې او ستاسو اراده او خیالات څه دي؟. ستاسو د دوست لاس لیک ګریفن»
سردارعبدالرحمن خان د انګریزانو د لیک د ځواب په تړاؤ وایي: « دا چې زما او د انګریزانو تر منځ لُمړنۍ مذاکره وه نو دا سمه نه راته ښکاره کیدله چې بې له مشاورې څخه په یوازې توګه د لیک ځواب ولیکم او له مفسدو کسانو څخه مې وېره درلودله تر ونه وایي چې انګریزانو ته د هیواد د تسلیمدو لپاره لارې چارې لټوي ...[عبدالرحمن خان چې څه په یې په زړه کې وو همداسې یې وکړل] نو لیک مې په لوړ اواز د خپل لښکر پر وړاندې ولوستلو او ومې ویل چې خوشاله به شم که مشران د دغه لیک د ځواب په لیکلو کې مرسته وکړي... دوی وخت وغوښت او په دریمه ورځ یې تقریباً سل لیکونه  ما ته راوړل د ځینو لیکونو مضمونونه په دې ډول وو:
«تاسې انګریزان باید زموږ له هیواد څخه ووخئ، یا به تاسې وباسو او یا به په دې لار کې خپل سرونه کېږدو»
په بل لیک کې یې داسې لیکلي وو: « مخکې له هغې چې ستاسو سره خبرې پېل کړو، باید د هغو زیانونو او ورانیو تاوان(غرامت) راکړئ چې تاسو افغانستان ته اړولي دي»
بل ځای یې لیکلي وو: «هغه توپونه او کلاګانې چې تاسې ورانې کړي دي باید سل کروړه روپۍ غرامت راکړئ که نه نو یو تن انګریز به ژوندی پاتې نه شي لکه څه ډول چې پخوا مو کوم عمل له تاسو سره کړی ؤ، نویو تن به پېښور ته ژوندی ونه رسېږی.
یو بل مشر داسې لیک لیکلی ؤ: « ای غدارو کفارو! تاسې هندوستان په مکر او فریب سره نیولی دی او اوس غوړی چې افغانستان هم په همدې شان په هندوستان پورې وتړی، تر څو چې زور لرو دفاع کوو او وروسته به بل هیواد زموږ سره یو ځای شي نو ستاسو پر وړاندې به جګړه وګړو، لکه د روسیې هیواد»
سردارعبدالرحمن خان د پورته آتلانو د لیکونو ځوابونه مزخرفات او خوشي خبرې وبللې او پخپله یې یو غلامانه او د یو مغلوب کس په شان د لیک ځواب ولیکلو، په اړه وایی: « خلاصه دا چې ما ته یې ټول مزخرفات راوړل او ما په لوړ اواز سره ولوستل... او پخپل قلم مې په دې توګه ځواب ولیکلو: « محترم دوست ګریفن صاحب د لویې برتانیا استازي ته زه سردارعبدالرحمن خان خپل ډېر ډېر سلامونه رسوم، ستاسو د مینې ډک لیک له رارسیدلو څخه او دا چې زه قطغن ته روغ رمټ رارسیدلی یم خوښي مو ښکاره کړي ده، خوشاله شوم، تاسې چې دا پوښتنه کړي ده چې له روسيي څخه مې څه ډول حرکت کړی دی؟ ستاسو په ځواب کې وایم چې ما د جنرال کافمان چې د روسیې دولت حکمران دی له روسیې څخه مې حرکت کړی دی او زما موخه یوازې دا ده چې له خپلو خلکو سره په دې ډول ډول ناوړه حالاتو کې یو ځای شم، نور والسلام»
په دې ترتیب، سردارعبدالرحمن خان له انګریزانو سره اړیکي ټینګ کړل په داسې حال کې چې له نوموړي سره پله په پله مجاهدین یو ځای کیدل او کله چې چاریکارو ته ورسید د مجاهدینو شمېر درې سوه زرو(۳۰۰،۰۰۰) تنو ته ورسید.
وروسته انګریز ګریفن سردارعبدالرحمن خان ته بې له کوم شرط څخه دعوت ورکړ چې کابل ته ولاړ شي تر څو خپله پاچاهي اعلان کړی، خو له بده مرغه چې سردار عبدالرحمن خان بې له دې چې انګریزانو غوښتنه ترې کړي وي پاچاهي ته د رسیدلو لپاره یې د انګریزانو د لیک په ځواب کې ورته ولیکل چې تاسې له ما څخه کومې غوښتنې لرۍ؟ نوموړی سردار پخپل قلم لیکي: « ګریفن صاحب زما لپاره کاغذ ولیکلو او هڅه یې کړي وه تر څو زه کابل ته ولاړ شم او د افغانستان د سلطنت واک په لاس کې واخلم، د جمادی الثاني په میاشت ۱۲۹۷، ه،ق کال کې مې د ګریفن د لیک ځواب په لاندې توګه ولیکلو:
« ګرانه دوسته! د انګریزانو له دولت څخه مې ډېرې هیلې درلودلې او لرم یې، ستاسو دوستي تصدیق او صحت ده او زما د خیالاتو سره سمه او مناسبه ده... د لاندې سوالونو ځواب مو څه دی؟
۱ــ زما د هیواد حدود تر کومه ځایه پورې دي؟.
۲ــ کندهار به هم په هیواد کې شامل وی؟.
۳ــ یو تن فرنګی یا انګریز به په افغانستان کې وي؟.
۴ــ د انګریزانو دولت له موږ څخه څه ډول هیله لري چې د دوی کوم دښمن دفع کړو؟.
۵ــ د انګریزانو دولت موږ ته د کومو ګټو وعده راکوي؟ چې ما ته او زما د خلکو لپاره ګټورې وي؟.
۶ــ او په بدل کې له موږ څخه څه ډول خدمتونه غواړئ؟.
د دغو سوالونو ځواب باید خپل ملت ته ورکړم، ...
سردارعبدالرحمن خان زیاتوی: «کله چې له پنجشېر څخه چاریکارو ته ورسیدم تقریباً درې سوه زره غازیان راټول شول او له ما سره یو ځای شول... او ټولو وعده وکړه چې د زړه له اخلاصه به خدمت کوو او د انګریزانو سره جګړې ته تیار یو، نو هغوی ته مې وویل: اړتیا  نشته چې له انګریزانو سره جګړه وکړی ځکه چې انګریزانو ما ته بلنه راکړي ده چې په کابل کې سلطنت ومنم.
انګریزانو فوراً خپل غالبانه شرطونه وړاندې کړل هغه شرطونه هماغه د امیر محمدیعقوب خان د ګندمک د تړون ناولي شرایط وو ... امیرعبدالرحمن خان په بهرني سیاست کې د انګریزانو یو لاس تړلی پاچاه شو( او د خپل نیکه امیردوست محمدخان په شان یې خپل لاسونه پخپله وتړل او مات او مغلوب دښمن ته تسلیم شو) د افغانستان هغه خاوره چې د ګندمک په تړون کې له افعانستان څخه بېلیدله امیر ښه په خوشالۍ سره ومنله او امیر ته د انګریزانو لخوا مبارکي وویل شوه... .
له بل پلوه سردارمحمدایوب خان چې په هرات کې یې د انګریزانو پر وړاندې د جهاد تیاری نیولو، نو سردارعبدالرحمن خان ته یې د تیري کوونکي دښمن پروړاندې د یوالي پخاطر لیک ولېږه، چې په هغه لیک کې یې له عبدالرحمن خان څخه داسې غوښتنه کړي وه «موږ او تاسې باید له افغانستان څخه د انګریزانو د ایستلو لپاره سره یو شو.»
 سردارعبدالرحمن خان د سردارمحمدایوب خان د لیک په ځواب کې ولیکل: « د انګریزانو سره دښمني د افغانستان په ګټه نه ده، څرنګه چې امیرشېرعلي خان دا ډول تېروتنه کړي وه او له منځه ولاړ، نو ته هم له انګریزانو سره د پُخلاینې لاره غوره کړه.»
وایي چې عبدالرحمن خان دا لیک د کابل له لارې هرات ته ولېږه، تر څو د انګریزانو لاس ته ورشي او انګریزان وپوهوي چې نوموړی د دوی پر لوري او د دوی ګوډاګی دی او ورسره سردارمحمدایوب خان د انګریزانو پر وړاندې د جګړې څخه زړه نازړه کړي، چې وکولی شي، په دې چل ول سره له سردارمحمدایوب خان څخه وړاندې کابل ته دننه شي او پاچاهي ونیسي، چې همداسې وشول.
سردارمحمدایوب خان چې سردارعبدالرحمن خان یې د انګریزانو د ځپلو لپاره سیاسي او نظامي یوالي ته بللی ؤ تر څو دښمن له دوو خواوو څخه وځپي، د عبدالرحمن خان لخوا، د لیک ځواب وروسته له دوه میاشتو ځنډ څخه هرات ته ورسید، چې د سردارعبدالرحمن خان لخوا يې ځواب منفي ؤ، د هرات خلک او عسکر د سردارعبدالرحمن خان د نه همکارۍ له امله په قهر شول او ویې غوښتل چې په یوازې توګه خپله ملي دنده تر سره کړي، سردارمحمدایوب خان چې د سردارعبدالرحمن خان او انګریزانو د اتحاد په اړه په شک کې ؤ او په کندهار کې د سردارشېرعلي خان د مهردلخان د زوی په یو ځای کیدو باندې خبر ؤ، نو په داسې حالت کې یې د درې ګونو قواؤ سره د مقابلې څخه ځان کمزوری لیده، نو د سردارعبدالرحمن خان د پوره دریځ د معلومولو لپاره په انتظار کې پاتې شو او د عسکرو د خپل سرو حرکتونو او کړنو د مخنیوي لپاره یې جنرال فقیراحمدخان ته دنده وړکړه چې د نن او سبا په ویلو سره د هرات سرتیري غلي کړي نو کله چې د هرات سرتېرو د دښمن پر وړاندې د جهاد څخه ډډه کول ولیدل، پاڅون یې وکړ، نوموړی جنرال یې ووژلو او پخپله یې د پاڅون او جهاد جنډا (بېرغ) پورته کړ، د جولای په شلمه نیټه د سردارمحمدایوب خان لښکر د میوند ډګر ته ورسید ... کله چې د سردار شېرعلي خان عسکرو د ملي اردو لښکر ولید نو انګریزان یې پر ځای پریښودل د هرات له سرتېرو سره یو ځای شول... جګړه پېل شوه چې په پایله کې د انګریزان ټول(۱۲۰۰۰) کسان ووژل شول، یوازې سردارشېرعلي خان د (۲۵) تنو انګریزانو سره یو ځای د افغانانو او مسلمانانو په کالیو کې په بې لارو او ګډوډو ځمکو کې د کندهار ښار ته ورسیدل او د انګریزانو د لښکر د تباهۍ خبر یې انګریز جنرال پرایمروز ته ورکړ.
انګریزان په میوند کې وځپل شول او لس ورځې وروسته چې غازي محمدایوب خان د شهیدانو او انګریزان د ښخولو څخه فارغ شو(او غوښتل یې چې په کندهار کې پر انګریزانو باندې برید وکړي) نو انګریز جنرال پرایمروز د خپل شیطاني چل ول څخه کار واخیست، داسې چې نوموړي جنرال د سردارشېرعلي خان انا (دسردارمهردلخان مور) ته یې د مور خطاب وکړ او هغه زړه ښځه یې د یو ډول شیطاني وسیلې په توګه استعمال کړه، نو دغه مور يې د شفاعت او سپارښت لپاره غازي سردارمحمدایوب خان ته ورولېږله تر څو تر(۴۰) ورځو پورې انګریزانو ته وخت ورکړي چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره تیاری ونیسي او د کندهار ښار بې له جګړې څخه غازي محمدایوب خان ته تسلیم او پخپله هندوستان ته ولاړ شي، عامو مجاهدینو د زړې ښځې له خبرو سره مخالفت ښکاره کړ، خو غازي محمدایوب خان چې د سردار عبدالرحمن خان او انګریزانو له یوالي او د انګریزانو له شېطاني پلانونو څخه بې خبره ؤ، نو انګریزانو ته یې (۴۰) ورځې وخت ورکړ... په دې وخت کې له کابل څخه  د انګریز جنرال رابرتس قواوې چې د سردارعبدالرحمن خان لخوا یې ملاتړ کیده کندهار ته راورسیدلې او د (اګسټ په ۲۸/ ۱۸۸۰/ ز) یې د غازي محمدایوب خان پر سرتېرو باندې حمله وکړه، د انګریزانو دغه ناڅاپي برید د مجاهدینو قواوې هرات په بېرته تګ اړې کړې. په کندهار کې انګریز جنرال رابرتس وویل: « د افغانستان پاچاه امیرعبدالرحمن خان دې نو د کندهار ښار د امیر کسانو ته باید وسپارل شي.»
د انګریزانو پوځونه د ۱۸۸۰/ ز، کال د اګست په میاشت کې د کندهار او جلال اباد له لارو څخه په داسې حال کې په آرامۍ سره ووتل چې د خپل ګوډاګي او لاسپوڅي امیر لوړپوړي چارواکي او عسکر د ساتونکو او د خوراکي توکو د رسوونکو په توګه ورسره وو، امیر ټولو خلکو ته خبر لېږلی ؤ چې د لارو په اوږدو کې پر انګریزانو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.
امیرعبدالرحمن خان د خپل قدرت د ساتلو لپاره په افغانستان کې(۲۱) کاله یو دولتي ترورستي حکومت رامنځ ته کړ. (۱۸۸۰- ۱۹۰۱، زیږدیز)چې د نوموړي د ترهګریزو کړنو پر ډولونو او نورو اړونده اړخونو باندې په تفصیل سره غږیږو.
-----------------------------
په لمن لیک
د میوند په دغه مشهوره جګړه کې چې د انګریزانو لینګي یې په هند او لندن کې په ګړبیدو وو د افغانانو آتلو ښځو هم ګډون په کې کړی ؤ چې آتلې پېغلې ملالې چې د یوه شهید افغان جنډه یې هسکه نیولي وه او دا شعر یې د جګړې په ډګر کې ویلی دی:
خال به د یار په وینو کېږدم ــ چې شینکي باغ کې ګل ګلاب و شرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې ــ خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتي نه
اخځ لیکونه
 (پادشاهان متاخرافغانستان)
(افغانستان در مسیرتاریخ)
(تاریخ مختصرافغانستان)
 (تاج التواریخ)                                                                                        د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږ