
دغه سازمان (برېکس) په خپل وجود کې دوه نور داسې هېوادونه هم لري، چې تر ډېره د یو بل دښمنان او رقیبان دي: چین او هندوستان. که څه هم د هند له ازادیدلو سره او په چین کې د ماو له انقلاب سره دواړو هېوادونو ډېرې ښې اړیکې درلودلې او دغه مهال به د دوی د ملګرتوب په اړه دا شعار هم په خوند سره زمزمه کېده: چیني هندي بهایي بهايي!! (چینايان او هندوان له یو بل سره ورونه-ورونه دي!) خو د جواهر لعل نهرو لخوا د ۱۹۶۲ کال نابریالی ماجرا چې پای یې هند له چین سره په جګړه کې ننویست او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې خرابې کړې. همدا بیا هغه پېښه شوه، چې پاکستان او چین یو بل ته نېژدې کړي او چین او هند بیا له یو بل څخه لرې. له دې وراخوا په سیمه کې د سیمه ییز ځواک په توګه د چین او هند رقابت او د نړۍ جیو-پولیتیکي بدلونونه بیا هغه نورې ریښتینوالې دي، چې له دوی څخه یې د یو بل حریفان جوړ کړي دي.
پاتې شول دوه نور هېوادونه، برازیل او سویلي افریقا، دغه دوه هېوادونه د خپلو سیمو اقتصادي ځواکونه دي، په تېره بیا برازیل، چې په راروانو کلونو کې به د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې مهم رول ولوبوي.
نړیوال بانک چې پېل یې له ۵۰میلیاردو ډالرو څخه و او ژر به ۱۰۰ ته ورسیږي، څېړونکي اوس د برېکس د نړیوال بانک له امله د امریکا له سیاسي زوال سره سره اوس د دوی جوړ کړای شوي سیستمونه هم تر نیوکو او پوښتنو لاندې نیسي. په دې اړه آی ایم ایف په درېیمه نړۍ کې یو ډېر بد نوم لري او په دې هېوادونو کې پر دې نړیوال صندوق د امریکا د ګټې او زمونږ د بربادۍ لېبل لګېدلی دی.
هېره دې نه وي، چې د دې ترڅنګ د هند، برازیل، استرالیا او د نورو نا ویټو هېوادونو لخوا اوس دا نیوکې هم ډېرې کېږي، چې پکار ده د ملګرو ملتونو لرغونی ډيزاین ته هم په یوه نوې نقشه کې بدلون ورکړلای شي!! ځکه دا سیسټم د هغه پخواني مهال یا نړیوال آرډر پر ریښتینواله جوړ شوی و، نه د اوسنۍ نړۍ پر ټيپ او اړتیاوو .
په دې اړه د (رضالي رفارمونه) او د (کوفي عنان طرحې) پخپله د ملګرو ملتونو دننه د دغو نیوکو ژوندۍ بېلګې دي. خو له دې ور اخوا د هند، برازیل، ترکیې، استرالیا، او اسلامي نړۍ لخوا هم نیوکې کېږي. لا تر اوسه په دې اړه پر کوم ځانګړي پلان کار ندی شوی، چې په تدریج او د ټولو په خوښه د امنیتي شورا ویټو لرونکي ځواکونه زیات کړي او د امنیتي شورا په مجموعي غړو (ویټو او ناویټو هېوادونه) کې زیاتوالی راولي. که څه هم په دې اړه به چین او روسیه خاموشي خوښه کړي؛ خو د هند، برازیل، میکسیکو اندېښنې له ورایه مالومې دي، چې دوی په امنیتي شورا کې خپلې څوکۍ غواړي.
وادیم لوکوف چې د روسیې یو زوړ ډيپلومات او سفیر دی، وايي، برېکس د نوې څو قطبي نړۍ یوه برخه ده، چې د نړیوالو چارو پخواني «تور او سپين» ذهنیت او صفر-منفي لوبه او رجحان نه مني.
د روسیې دغه زوړ دیپلومات ریښتیا وايي، ځکه د ۲۰۰۸کال د جورجیا له پېښې وروسته روسیې د امریکا نوی نړیوال نظام او د نړۍ یو قطبیتوب ننګولی و او هغه مهال هم امریکا په دې اړه څه نه و کړي. اوس د سوریې او یوکراین پيښو هم په ډاګه کړې، چې د نړۍ امریکايي نظام (نوی نړیوال نظام او له سړې جګړې وروسته، وروستنی یو قطبیتوب) پای ته رسیدلی دی. د سوریې په لانجه کې خو روسیې او چین په ملګرو ملتونو کې څو وار قراردادونه ویټو کړل او تر اوسمهاله د بشار الاسد له حکومته ملاتړ کوي.
په یوکراین کې خو ناټو او امریکا تر اوسمهاله بې سیکه ده، د ناټو د بهرنیو چارو په دغه تازه غونډه کې دوی د ناټو د یو بل ډول ائتلاف جوړولو پسې دي؛ ګویا دغه روان او پخواني ناټو بیکاره شوې، چې د روسیې مقابله وکړي.
که څه هم د برېکس هېوادونه په یو نااشنا او غیر طبیعي اتحاد کې ننوتلي دي او د نړۍ سیستمونه بدلول ډېرې جدي هڅې او د نړۍ ملګري کول غواړي خو بیا هم د برېکس غړي په تېره بیا چین او روسیه د امریکا او لویدیځ یو قطبیتوب ننګولی، او د سوریې او یوکراین پېښو ثابته کړې، چې نړۍ نوره یوه قطبي نده، بلکې دا سازمان په ښکاره د نړۍ د څو-قطبیتوب رسمي لایسنس دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.