د تېلو بادشاهان (۳۷ برخه)

 
متزلزلې اغیزې
د ۱۹۷۴ کال د اګسټ لومړنۍ ۳ ورځې چې د امریکايي چارواکو غونډه په کې کېده دا به ثابتې کړي چې د امریکا او ایران د اړیکو راتلونکی پرکومه خوا درومي او څه بدلون په کې راځي. په دغه برخلیک ټاکونکې غونډه او وخت کې کیسنجر او ښاغلي سایمون د ایران د تېلو او د شاه د تګلارو او پالیسیو په اړه په خپلو کې زور وهل پیل کړل او دوی د شاه په هغې خطرناکې پرېکړې خپل نظر ور کاوه چې د ایران له نوې پیتروډالري فرصت سره څه وکړي؟ ایا د شاه خوا خپله کړي او که د هغه پر ضد غږ پورته کړي.؟ ایاپه دغو تېلو پیسې مصرف کړي؟ ایا هلته پانګونه وکړي؟ تېر کال په مې میاشت کې د ایران رضا شاه د خپل دولت د پلان او بودجې ادارو ته لارښوونه وکړه چې خپله بودجه د تېلو د بیې او ګټو په برخه کې له نویو پر مختیاوو او اټکلونو سره سم عیاره کړي.
له همدې وروسته د ایران د تېلو عایدات په پرلپسې توګه لوړ شول او په کال ۱۹۷۲ تر ۷۳  پورې د ایران د پیترولو عواید له  ۲اعشاریه ۸ میلیارد ډالرو څخه په ۱۹۷۳ تر ۷۴ کاله پورې ۴اعشاریه۶ میلیارد ډالرو ته ورسیدل چې د ۱۲ میاشتو په موده کې د ایران د تېلو ټول عواید ۶۵ په سلو کې لوړ شول چې په یو ځل خورا لوړشوي عواید بلل کېدل. خو د عایداتو د لوړېدو اندازه په ۱۹۷۵کال کې په طوفاني ډول پورته شوه او ۲۸۷ په سلو کې لوړ والي په کې راغی  او د ایران د شاه خوبونه په رښتیا کېدو وو. په دغو ۱۲ میاشتو کې د ایران د تېلو عواید ۱۷اعشاریه ۸ میلیارد ډالرو ته ورسېدل. شاه داسې خوب لیده چې که خدای داسې ورځ پرې راوستله چې هرشي ته یې زړه وشي هغه په همغه شېبه یا همغه وخت کې واخیستی شي او د خرید وړتیا یې دومره لوړه شي چې نور زاری کولو ته مجبوره نه وي نوربه ارمان ونه لري. خو دغه ورځ بلاخره را ورسېده. د شاه یوه مشر اقتصادي سلاکار داسې لافې یا باټې ووهلې چې «موږ  د پیسو په برخه کې کوم ریښتینی محدودیت نه درلود. په هېڅ صورت.»
خطر تل د انفلاسویون له اړخه و. د ۱۹۷۴  کال په اوړي کې د ایران حکومت هره میاشت د ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت رسیدونه را ټولول  او تر لاسه کول. نیویارک ټایمز ورځپانې رپوټ ورکړ چې «لږ تر لږه د  ۱۲ کلونو لپاره شاه داسې پلانونه در لودل چې خپل هیواد له سره په داسې عصري ډول جوړ کړي چې په تاریخ کې یې د تل لپاره نوم پاته شي.» ظاهرا داسې ښکارېده چې د هغه ستونزه داوه چې دا پیسې په څه ډول خپل هېواد اقتصاد ته ور داخلې کړي  چې د انفلاسیو ن خطر په کې موجود نه  وي. رضا شاه د دغه کار د بالقوه خطر په اړه پوهېده. هغه په دې هم پوهیده چې که د تېلو له درکه تر لاسه کړي پرېمانه ډالر په سم ډول مصرف نه شي، کېدای شي اقتصاد ته یې زیان ورسیږي او د هغه له واک او لاسه یې بهر کړي. سعودیان هم له ورته ستونزې سره مخا مخ وو. د اوس لپاره دوی تصمیم ونیو چې د خپلو تېلو څخه تر لاسه کړې زیاته پانګه زېرمه کړي  چې د انفلاسیون د خطر کچه را کښته کړي، په سم  دولت کې پانګونه وکړي، په بهرکې په صنعتي برخه کې پانګه ولګوي او له هېواده د پیسو د وتلو مخه ونیسي.
په ایران کې د انفلاسیون کچه لا دمخه لوړه او دوه رقمي عدد ته پورته شوی وه او د تېر کال پرتله یې د لوړ والي روښانه نښې درلودې. د ایران اقتصاد بې له دې چې د تېلو له درکه نوې پرېمانه پیسې ور پمپ شي مخ پورته حرکت یې پیل کړی و. د عیني شاهدانو ویناوې او د ۱۹۷۴ کال د پسرلي او د اوړي د لومړیو احصايې ښيي چې په ایران کې یو ډول مالي کړکېچ د دغه هېواد د تېلو پیسې، داسې خوړلې لکه ارزانه کوکایین. یوه عیني شاهد رپوټ ورکړ چې  «انفلاسیون په هرځای کې له ۱۵ څخه تر ۲۲ په سلو کې لوړ شوی و.» هر چا دوه کارونه تر سره کول. په تهران کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه شوه او هره ورځ به ترافیک جام کېده یانې سړکونه به بند و  او خلکو به له یوې دندې بلې ته په بیړې سره منډې وهلې.
سره له دې چې د کارکونکو د لیږدونکوموټرونه شمېر  له ۲۰۰ تر ۵۰۰ زیات  شوي و، خو بیا هم د ترانسپورټي کاروباریانو لپاره لویه ستونزه داوه چې دوی کافي مارسیډیز بنسونه، جاګوارس او سیترون موټرونو نه درلودل چې د تهرانیانو ګڼې ګوڼې ته ځواب ووايي. د پهلوي نظام په پراخو ونوپټو سړکونو به چې په دواړو غاړو به یې ځلیدونکي  دوکانونه، کورونه، مغازې ولاړې وې هر وخت  ترافیک جام وو. د بې شمېره خلکو د ګڼې ګوڼې عجیبه ننداره وه. د مشهد په ښار کې یوه سر لوڅې او د لویو ویښتو لرونکې ښځه د ښآر په دننه کې چې په سرخلاصي موټر کې ناسته  وه او په خپله یې موټر چلاوه  یو موټۍ ډالر را وویستل او هغو زرګونو ښځو ته یې ورکړ چې په سړک  تیریدې. او داسې فکریې  کاوه چې دوی بې وزلې دي.  بلخوا د تهران په شمال کې یو شمیر سوداګرې میرمنې را غونډې شوې  او د خپلو ستونزو په اړه سره وغږیدې. ان د شاهي ماڼۍ ساتونکو هم د ډوډۍ د کموالي له کبله د دې وړتیا نه درلوده چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي.
د پهلوي کورنۍ شخصیت خپل اوج ته رسېدلی و. په ایران کې د هرې چاپیدونکې ورځپاڼې لومړنۍ مخ به خامخا د شاهي کورنۍ د یوه غړي په تصویر پوښلی و او د هغوی د وروستیو سفرونو او لاسته راوړنو په اړه به یې رپوټونه خپرول. خو د اعلی حضرت یو نوی لوی کښل شوی تصویر پر دولتي ودانیو او شخصي سوداګریزو ودانیو وځړول شو چې په کې شاهنشاه ښکارېده چې « د ټولې نړۍ د کرې په یوه لوړ ځای کې ولاړ دی اود وریځې غونډۍ یې شا ته ښکاریږي.» هغه د شمالي کوریا د لوی مشر په څیر بریښیده .په  یو بل تصویرکې  شاه او شاه با نو یا ملکه انځور شوی وو او داسې بریښیدل  لکه فلمي ستوري جیف چاندلر او سوفیا لوران . ټول هیواد تقریبا د تېلو او ګازو له درده کړېده.
 
 د شاه د ادارې او مدیریت کولو شخصي مهارتونه ډېر خطرناک وو. هغه ور سره شاخوا کې په ټولو کسانو یو ډول بدګمانه و او هر وړوکی کاربه یې په خپله اداره کاوه او نه یې غوښتل چې خپلو ټیټ پوړوچارواکو ته واک ورکړي. شاه خپل وزیران تر کلکې څارنې لاندې نیولي وو او ټول هغه وزیران او لوړ پوړي چارواکي چې ډېر مشهور وو او یا به ډېر چالاکه وو هغه یې د قدرت له مهمو برخو بهر کړي یا ایستلي وو. د دربار وزیر اسد الله علم د۱۹۷۴ کال په همدې ورځ د یوې اشنا پیښې کیسه کوي چې په ایتوپیا کې د شاه مهم متحد او دوست امپراطور هاییل سلاسي د چپیانو له خوا د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه لرې شو. د ایر ان شاه اعلی حضرت رضا شاه ډېر خفه او وارخطاو، د دې لپاره نه چې د کودتا جیو پولیټیک ارزښت ته یې پام وي او یا دې د ایران د امنیت لپاره کوم ارزښت ولري بلکې ټوله وارخطايي د دې لپاره وه چې د ایران شاه د خپلې یوې مجللې ماڼۍ لپاره ایتوپیا کې د څوکیو او میزونو د جوړولو فرمایش ورکړی و. شاه په همغې لارې چې پورته ذکر شو خپل وسله وال ځواکونه اداره کول. (هغه د ځواکونو په منځ کې هم پیاوړي کسان ګوښه کول او یا به یې په بشپړه توګه د ځان تابع کول.) هغه به ان د وسله والو ځواکونو ټیټ پوړي چارواکي په خپله ګمارل او یا به یې پرمختګ ورکاوه. دا د هنري کیسنجر د ډېر نژدې دوست او د ایران د مالیې  او اقتصاد د وزیر هوشنګ انصاري سخت ډوله اداري سیستم و چې یو مخکښ سوداګر هم و چې د شاه په کابینه کې یې د کار پر کولو سره خپل بخت ازموییلی و. هغه یوه مرکه کونکي ته وویل:« د ایران اقتصادي ستونزې دومره لویه مسله نه وه، ځکه هغه ډول چې د ایران اقتصاد پلان شوی و، شاه د دې پوره وړتیا درلوده چې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه سم قضاوت وکړي.»
یو پخوانی او مهم امریکايي چارواکی چې د ایران د شاه  د تېلو په معاملې او راکړې ور کړې مشکوک و هغه ډیویډ راکفیلر و چې د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل شوی و. د را کفیلر او پهلوي شاه تر منځ را کړې ورکړې او اړیکې شخصي او مالي اړخ درلود. محمد رضا شاه له راکفیلر سره ټولنیزې اړیکې لومړۍ د هغه له ورور نیلسون له برکته جوړې کړې وې. په دې توپیر چې ځوان ډیویډ راکفیلر شاه ته د (ښاغلی اعلی حضرت) خطاب کاوه او په مقابل کې یې  رضا شاه مرستیال امریکايي ولسمشر ته د (ښاغلي راکفیلر) خطاب کاوه. ډیویډ راکفیلر وویل:« زموږد ټولو ناستو د سر سر موضوع به سوداګري او د تېلو راکړه ورکړه وه.»
د را کفیلر د  چیس بانک، د ایران له ملي بانک سره نږدې اړیکې درلودې چې د ایران  لوی سوداګریز بانک و. د چیس بانک،  د ایران د تېلو د ملي کمپنۍ لپاره مخکښ بانک و چې د ایران د تېلو پانګه یې تنظیموله.  کله چې په ۱۹۷۳ کال کې د تېلو بیې ۴ برابره لوړې شوې په چیس بانک کې د ایران د ایښودل شوې پانګې کچه په ډرامټیکه توګه لوړه شوه او زموږ مالي سوداګري ډېره سخته پېچلې شوه، ځکه چې موږ د ایران د تېلو د صادراتو  په برخه کې خپلې پانګونې ته دوام ور کړ. د ۱۹۷۰ مو کلونو په نیمايي کې په ورځ کې له ۵۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو پورې د چیس د بانک په مټ کښته او پورته کېدل او د ۱۹۷۸ کال په ترڅ کې یو ځل په چیس بانک کې  د ایران د ایښودل شویو پیسواندازه  له ۱ میلیارد ډالرو لوړه شوه.
د چیس له بانک سره شاه ډېرې ښې اړیکې درلودې او کله به چې شاه د ایران د سترو  مالي پروژو  لپاره  نړیوال مالي ملاتړ ته اړتیا درلوده نو د چیس بانک ته به یې ور مخه کړه. را کفیلر فکر کاو چې دا د دوی لپاره ډېره شرمونکې خبره ده چې دوی ونشو کولی  یوه مشتري په توګه په خپله شاه را جذب کړي. ځکه چې هغه (شاه) ترجیع ورکوله چې د خپل هېواد ډېرې پیسې د سویس په هېواد او بانکونو کې وساتي.
د ۱۹۷۴ کال په جنورۍ میاشت کې  ډیویډ راکفیلر  سیټ موریټز ته ولاړ چې هلته له شاه سره په ایران کې د چیس بانک په سوداګریزو فرصتونو د لګښت پر سر خبرې وکړي. له سفر دمخه راکفیلر وویل چې«  هنري کیسنجر ماته وویل چې شاه یو استثنايي او خورا وړ انسان دی او په نړیوالو چارو کې ډېره پوهه لري. خو له شاه  سره تر ۲ ساعته خبرو اترو او ناستې وروسته  د راکفیلر شک پر شاه ډېر شو.هغه وویل:« هغه تکبر چې په ډېرو مسئلو کې هغه په خپلو خبرو کې وښود: معقولیت او په اساساتو ولاړ دلایل په کې کم ښکارېدل او داسې برېښېده چې هغه له سیاسي او اقتصادي واقیعتونه ګوښه دی او هېڅ پرې خبر نه دی. شاه داسې ښکارېده چې فکر یې کاوه له امریکایانو خیر نه ویني. دا رښتیا هم یو واقیعت و. ما د غرور احساس کاوه چې د ایران د شاه په مخ کې ناست یم او د هغه ټکان ورکونکو خبرو ته مې غوږ نیولی و او داسې راته اېسېده چې د پخواني فارس او میډیس زمانه بیا را ژوندۍ شوې ده. داسې برېښېده چې د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه هغه ډېره اندېښنه نه درلوده چې له وړاندې یې په نړیوال اقتصاد منفي اغېز پرېوتی و چې  دا ماته د هغه ډېر غیر معقول نظر ښکاره شو.»
کله چې څو ورځې وروسته هغه تهران ته سفر وکړ، راکفیلر په تهرا ن کې له سفیر ریچارډ هلمس سره د خپلو اندېښنو په اړه بحث وکړ. هغه وموندله چې هلمس هم فکر کوي چې شاه یو استثنايي انسان او سیاستوال دی. ایرانیانو په رښتیا هم په خپل دربار، شاه او خدای ورکړې پانګې او خاورې ویاړ کاوه.« د تېلو پانګه، په فارس خلیج کې د ایران حاکم موقیعت اوپه پراخه کچه د ایران له واکمن رژیم څخه د امریکا د متحدو ایالتونو ملاتړ  ټولو د ایران ستراتیژیک موقیعت نور هم ټینګ او پیاوړی کړی و.» د ښاغلي روکفیلر د ناستې او خبرو اترو د یاداښتونو پر بنسټ، هلمس وویل چې « ددوی (ایرانیانو) لویه ستونزه داده چې دوی پیسې او مواد لري، خو روزل شوې اړتیا وړ بشري قوه نه لري چې له دغو دواړو خدای ور کړو امتیازونو ښه ګټه پورته کړي. خو تر دې بله جدي خبره دا د ده چې د دوی وزیران په کافي اندازه باتجربه او ماهر نه دي چې زیاتیدونکې ستونزې منظمې او د حل لاره ورته پیدا کړي چې دغه په لاس ور تلونکې پرېمانه پانګه یې دردونه دوا کړي.» کله چې ښاغلی هلمس تقاعد شو دا یې ومنله چې « د امریکا سفارت د ایران د تېلو د عایداتو د لوړېدو د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه درلوده. هغه زیاته کړه چې « زه فکر کوم شاه په خپله  د هغو تصمیمونو په مفهوم پوهېدل چې ده نیول.»
 
د اګسټ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۳ نېټې پورې، شاه، د ایران حکومت، مخکښ بیروکراټان او کارپوهان د کسپین سمندرګي د رامسر په ښار ګوټي کې سره جرګه شول چې د ایران د نویو تېلو په زېرمو کې د پانګونې او لګښت کولو پلان تصویب کړي. د بودجې پلان جوړونکو مختلفې سناریوګانې وارزولې او تحلیل یې کړې او دوی هڅه وکړه چې په روان انفلاسیون، بنسټیزو پروژ، کارموندنې، کرنې او د کور ونو د کار و بار په برخو د دغه ډول لویې پانګونې یا لګښت څرنګوالی اټکل کړي. په رامسار ښار کې هم د تېلو د موندل کېدو ورته هڅې روانې وې.
شاه دغه غونډه په خپلې وینا پرانیسته او په کې روښانه یې کړه چې که منل کیږي نو د ده نظر دې ومنل شي. دا هسې یوه ټوکه نه وه. هغه وویل: « ما یوازې تصمیم نه دی نیولی بلکې ما فکر هم کړی دی.» هغه یوه بهرني چارواکي او سیلاني ته د دغه مهال لافې وهلې وې.
دوه ورځې وروسته د غونډې په دریمه ورځ هغه(شاه) جنجالونه یو خوا پرېښودل او خبرداری یې ورکړ چې که د تېلو له درکه تر لاسه کېدونکې پیسې نېغ په نېغه د ایران اقتصاد ته ور پمپ کړی شي، نو مصیبت به رامنځ ته شي. شاه د ایران د اقتصاد د پرمختیا پلان تصویب کړ چې هر کال یې په ډرامټیکه توګه د ۵ کلونو لپاره ۲۵ اشاریه ۹ په سلو کې پرمختګ درلود.  دا استثنايي لوړه شمېره وه، ځکه چې په عادي حالت کې د ایران اقتصاد لادمخه په سټنډرډ کچه ۱۱ اعشاریه۴ سلنه رسمي کلنۍ وده  درلوده. نا ببره د ایران حکومتي لګښتونه له ۳۵ میلیارد ډالرو څخه ۶۹ میلیارد ډالر و ته لوړ شول چې نژدې دوه برابره کیږي. حکومتي وزیرانو غبرګون وښود او ویې ویلې چې د  توغندیو وخت ولاړ او د دې وخت دی چې په لویو پروژو تمرکز زیات شي. اسد علم په خپلو یاداښتونو کې لیکلي چې : « په دغو نه باور کېدونکو احصایو زما سر سربداله او ګنګس و او بیخې ورته حیران شوم. دوه کاله مخکې د ایران پلان کړی هدف ۲۴ میلیارد ډالره و، خو نن دغه اندازه نژدې ۳ برابره لوړه یانې ۶۸ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې وه.»
شاه خپل ځان ته دام ایښی و. هغه په دې امکان هېڅ حساب نه و کړی چې په لوېدیځ کې اقتصادي بحران کېدای شي د ایران د تېلو لپا ره په چټکه توګه تقاضا کمه کړي او یا د اوپیک په غړو هېوادو کې کېدای شي یو د بل پر ضد هڅې پیل شي او هر یو هڅه وکړي چې مار کیټ خپل کړي. د حکومت د پلان او بودجې جوړولو ادارې لا دمخه د تېلو او ګازو عواید په بودجه کې پیش بیني کړي وو.
« دغه موضوع د نړۍ د عرضې او تقاضا وضیعت ته په کتو سره رامنځ ته شوې وه او د همدې لپاره د باور او اټکل وړ نه وه. ایران نه شي کېدای چې په دومره اسانۍ او خوشبینۍ سره په دغه پېړۍ کې د نړۍ پنځم صنعتي قدرت شي. ایران به لا هم په را تلونکو کلونو کې خوراکي توکو ته اړتیا ولري چې له بهره یې را وارد کړي.»  ایران دا رنګه د ترانسپورت، سمندري بندرونو، برېښنا او د اوبو د وېشلو او رسولو په برخو کې بېړنۍ پانګونې ته اړتیا درلوده چې د هغو بنسټیزو ستونزو مخه ونیسي چې کولی شي د ایران اقتصادي وده تر ستوني  ونیسي. ایران باید د اوبو د برېښنا د انرژۍ د اړتیا پوره کولو او د پرمختللو او لویو صنایعو د پرمختیا لکه : اوسپنې، نفتي او ماشیني وسایلو د صنعت د پراختیا  لپاره د اتومي انرژۍ د پلان په جوړولو ټول پام را ټول کړي.
پنځم پلان د هغې احصايې پر بنسټ ولاړ و چې د تېلو په مارکېټ کې د تولیدونکو هېوادونو په ګټه وضعیت په اړه، په کې ناسمه انګېرنه یا فکر شوی و. دغه نا سمه انګېرنه داسې وه چې فکر کېده د تېلو بیې به همداسې لوړې پاتې کیږي او د تېلو لپاره به تقاضا اوچته وي. د فایننشل ټایمز ورځپاڼې خبریال رابرت ګراهم دې پایلې ته رسیدلی و چې شاه له هغه وروسته د تېلو د بیو د را تټیټولو پر لور حرکت پیل کړ چې هغه  د تېلو پر کمپنیو او د نیکسون پر ادارې په طبیعي ډول لاس بری شو، خو عربانو کیسه بر عکس کړه. په پوځي برخې او سترو پروژو د هغه  له خوا د زیاتو پیسو د لګولو عادت او وروسته د دغو برخو د مالي تمویل لپاره د تېلو د بیو د پورته کولو معاملې خطرناک حالت را منځ ته کړ. ښاغلي ګراهام ولیکل چې « د رامسار د ناستې  په پای کې، کم خلک په دې پوه شول چې دوی تر اندازې  د زیاتې پرمختیا رامنځ ته کولو په اړه موافقه وکړه. سره له دې چې د ایران شا ه پر دې ټینګار کاو چې خپل پلان کړي لګښتونه به دوه برابره کوي. ټولو شواهدو داسې اشارې ورکولې چې د ایران اقتصاد به په خطر ناک ډول پرمخ ولاړ شي.»
خو شاه په دې  باور و، مخکې له دې چې د ایران د تېلو زېرمې او عواید را کم شي هغه باید چټک پرمختګ وکړي او خپل هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي. د ایران په حکومت کې دوه پخواني اقتصادي پلان جوړونکي: ډاکټر حسین رضوي او ډاکټر فیروز وکیل د خپل باچا د ستر اقتصادي فشار پلان داسې تشریح کوي: (د ستر فشار ملاتړ د ایران په څېر هېوادونو په ګټه و چې له اقتصادي پلوه یې ډېره وده نه وه کړې او د تېلو او مسو په څېر بډایه زېرمې لري ـــــ  له دغو توکو تر لاسه کېدونکي تولیدات یې بېرته د لویو پرمختیايي پروژو په چوکاټ کې د هېواد اقتصاد ته ور پیچکاري کیږي. د دې پر ځای چې په خپلو پیسو لکه د سعودیانو په څېر په بهر کې  پانګونه وکړي، ایرانیان باید د اوسپنې کمپنۍ، د تېلو چاڼځایونه، لویې لارې، د نساجۍ فابریکې او هر هغه شیان جوړ کړي چې د ایران اقتصاد ته یې بنسټیزه ګټه رسیږي او هیواد ورسره پر مختګ کوي. خو د ایران د( بیګ پش )یا د ستر فشار(ټېل وهلو) پالیسي هغه مهال کار ورکولی شي چې د ایران اقتصاد  کافي ستر شي او د مالي جذب وړتیا یې لوړه شي. که داسې نه شي نو هسې په مفته کې به د نغدو پیسو ټولې زېرمې له ستوني تېرې کړي. که دغه حالت را منځ ته نه شي نو پایلې به د افراط کچې ته ورسیږي. شاه کېدای شي چې دغه اړتیا احساس کړي وي چې د اقتصاد په ښه کولو او پراخولو یې پام ور زیات کړي، ځکه چې  د هغه روغتیايي وضیعت ښه نه برېښېد او را تلونکی یې نا معلومه وو. شاه د ژوند او مرګ په اړه کلکه عقیده درلوده، خو دا یې احساسوله چې وخت د هغه په خوښه حرکت نه کوي.
په پایله کې د ایران شاه مخ پر وړاندې یو ناکام تصور وړاندې کړ او هیله یې درلوده چې شاهي نظام پیاوړی کړي او له بهرنيو ګواښونو او فشارونو څخه ایران خوندي کړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یو میراث پریږدي. 
د شاه لپاره د لویو مسئلو په اړه فکر کول په دې مانا وو چې هېڅ شی باید محدود نه وي. شاه د ۳ میلیارد ډالرو یو پلان اعلان کړ چې د پلازمینې تهران مرکزي برخې له سره بیخې هوارې او بلډوزر کړي او بیا په کې د ماسکو د ښار د سره ډګر څخه هم ستر ستر مارکېټونه، مغازې او سوداګریز بازارونه جوړې کړي. 
 
د شاه په دغه پلان کې د ښار په مرکز کې بشپړ نوی والی راته چې تر مخه به یې د تهران د مرکز په نوې پروژه کې ۶ هوټلونه، د ۴۰ زره موټرونو لپاره د پارکیینګ ځایونه، د دفترونو لپاره ۵۵ میلیون فوټه ځای، د ۴۰ زره اوسیدونکو لپاره د اوسیدوکورونه او د پهلوي ملي کتابتون شامل و. کله چې د تهران د دغه نوي ملي کتابتون چارې بشپړې شوې وای نو دا به د نړی یو له علمي عجایبو څخه شمېرل کېده چې د کار کونکو شمېر به یې ۵ زرو ته ورسیږي او  ۵ میلیونه جلده کتابونه به په کې ځای پر ځای شي. دغه کتابتون به د کتونکو بهرنیو علمي کپریو د راتلو او اوسېدو لپاره یو هوټل هم ولري او د کتاب پیدا کولو لپاره به دغه کتابتون  په نړۍ کې یو ډېر پرمختللی سیستم ولري. د ایران د فارس فرهنګي میراثونه به هم د دې پروژې څخه لس کلنه ګټه پورته کړي او د میلیونونو ډالرو په ارزښت پروژه به د ایران د تاریخي میراثونو په بیا رغاولو مصرف شي.
د تېلو عواید او پیسې به د ایران تېر مهال له روښانه را تلونکي سره وتړي.
بلخوا  شاه لا دمخه د ۲ ډېرو لویو عصري او بیخي چټکو الوتکو د تر لاسه کولو فرمایش ور کړی و او د درېیمې د اخیستو امر یې هم وکړ. هغه له فرانسې سره د ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت یو سوداګریز تړون لاسلیک کړ چې په کې  د ۶۰ کیلومتره، مېترو یا ځمکې لاندې اورګاډي د کرښې دسیستم د جوړېدو، د یوې رنګه تلویزیوني دستګاه د جوړېدو، د ۲۰۰ زره کورونو او د موټرو د یوې فابریکې د جوړېدو کارونه شامل و چې په لومړي سر کې به ۱۰۰موټرونه تولید کړي. شاه په ډیر غرور سره اعلان وکړ چې « زه به تاسو ته اسپرین واخلم، زه به تاسو ته پروتین واخلم،خو زه به تېل درنه وانه خلم.»