
د کله نه چی افغانستان امنیتی تړون لاسلیک کړی نو ورځ تر بلی یی د افغانستان امنیت خراب شوی
پنخوس پنځوس فیصده نوی خکومت داسی ښکاری چی دوی د افغانانو د وژلو کوم تړون لاس لیک کړی وی نه د امنیت
ولی چی په تیرو ۱۳ کلنو کی کله هم داسی ناامنی په پلازمینه کابل کی نه وه راغلی کومه چی په دی شریک حکومت کی راغلی او د تیر نه وس زیات شمیر کسان په کابل کی ووژول شول ولی چی کابل هره ورځ د د چاودنو او ځانمرګو شاید دی او ورسره نور بریدونه ډیر شوی او په کابل کی ټول میشت خلک ویره لری چی په راتلوونکی کی به څه کیږی
شریک حکومت خو تروسه پردی هم نه دی کامیاب شوی خپله کابینه اعلان کړی نو دوی به امنیت څه ټینګ کړی
ولی چی افغانستان وس د یو پر ځای دوه مشران لری او دا نړی او ټولو افغانانو ته معلومه ده
ګد حکومت چی د امنیتی تړون لاسلیک کړو ترڅو په هیواد کی مو سوله او امنیت راشی خو خبره ورانه شوه او هر څه چپه راون دی. ولی که چیرته نړیوال وغواړی چی مرسته وکړی او امنیت مو ټینګ کړی باید چی کورانی چارواکی مو هم ډیر څه وکړی د سولی د پاره پر دی خو نه کیږی چی یواځی بهرانیان به دا هر څه کوی او چی ترڅو زمونږ مشران په دی کی ښه رول ونلری او کوشش ونکړی نو افغانستان کی به هیڅ سوله او امنیت رانشی !
ګد دولت په خپلو کړو وعدو کی هم ناکام شوو او پر خپلو وعدو یی عمل هم ونکړو کومی وعدی چی غنی د افغانستان د خلکو سره کړی وی او پر غنی یی باور وکړ چی غنی به افغانستان غنی کړی خو بیا هم له تروسه کوم څه نه دی شوی چی دوی به د کمپاین پروخت خلکو ته وویل. غنی به تل پر دی تینګار کوو چی زه به ډیر زر خپله نوی کابینه جوړه وم او کار به هم ډیر زر شروع کوی او دا دی هغه هم خلکو ولیدل چی د غنی او یا هم د شریک حکومت کابینه اعلان او کار یی شروع کړو.
ګد دولت د کابینی پرسر د ډیرو غریبو افغانانو ژوند واخیست چی ترڅو د دوی کابینه جوړه نه شی خوار افغانان به د افغانستان په هر ولایت او پلازمینه کی وژل کیږی او د ولس سره سره ساسی څیری هم خوندی نه ښکاری هغوی هم د ښکاریانو ښکار شوی دی،
ولسمشره افغانانو غوښتل چی دوی نور په سوله کی ژوند وکړی نه چی هره ورځ یی کور ته یوه مړی وروړل شی او د کور خلک یی ماتم وکړی اخر ترکله به خوار افغانان د غم په ټغر ناست وی
ګد دولت ته په کار ده چی دوی اول د خلکو ژوند خوندی کړی بیا دی دوی ورسته له دی پخپلو کی د یو بل نه خپله فیصدی غواړی که چیری ګد دولت د افغانانو غم خوری او غمخوار یی وی
ډیرو افغانانو د امنیتی تړون لاسلیک کیدل غوښتل ولی چی ډيرو نورو هیوادانو هم د نړی سره دا تړونونه لاسلیک کړی او ورسته یی تری ګټه کړی نه یواځی دا چی په هیواد کی سوله راوستی بلکی خپل هیواد یی پری ډیر اباد کړی هم دی او دا مونږ ټولو افغانانو ته معلومه ده . خو دا چی په افغانستان کی د امنیتی تړون د لاسلیک سره امنیت نور هم ډیر خراب شو
دا په افغانستان کی د ګد حکومت خپل منځی ستونزو د لاسه ښکاری ولی چی دوی پر وزراتونو سره په جینجال شوی او دا افغانستان امنیت او سوله یی له یاده وتی ولی چی په افغانستان کی امنیت په غندلو سره نه راځی چی مونږ دا کړنه په کلکو ټکو غندو په غندلو سره خو افغانان نور دی عدی شوی او دا ورته کومه داسی مهمه او یا هم کوم ښه خبره نه بریښی او نوی ګد حکومت هره ورځ په غندلو سره پای ته راسوی دوی باید چی عملی کار وکړی او ورسره باید خپلی کړی وعدی هم ځان ته ورپه یاد کړی چی موږ د خلکو سره څه وعدی کړی وی. ګد حکومت خو نړی ته ورښکاره کړه چی یو هیواد او دوه مشران یو
نو وس خو باید چی له خپلو ځاینو دی خوار ولس ته څه وکړی کنه نه چی یواځی مو تل پرخپلو چاکیو ستونزی جوړی کړی وی او که چیری هم دا ګد حکومت غواړی چی په راتلوونکی کی یو ځل بیا د خلکو زړونه وګټی نو باید چی خلکو ته کار وکړی نه یواځی وعدی او پر وعدو هیڅ هم نه کیږی عمل په کار دی او انشاالله چی بل ځل ته به افغانان بیا د چا پر وعدو باور هم ونکړی
نو وس باید چی ګد حکومت افغانانو ته وښی چی موږ کوم امنیتی تړون لاسلیک کړی هغه په ریشتیا سره هم امنیتی تړون دی او دا دی مونږ له دی تړون دا ګټه خپل هیواد ته وکړه او په راتلوونکی کی هم تری ګټه لرو .
ولسمشره افغانان له تا او ستا د حکومت شریکواند نه کار غواړی او عملی کار پر وعدو مو نور څوک باور نلری کومو خلکو چی تاسو ته رای درکړی ده خو باید چی نور له غندنو او وعدو تیر شی عمل وکړه ترڅو د افغانانو زړنه وګټی ترڅو په راتلوونکی کی ستا نوم هم لکه د پخوانی ولسمشر حامد کرزی غوندی ښه یاد شی
سیف الرحمن شیرزاد